له جاسوخلک راتاودي
جاسوس تک ژېړتښتېدلى
دجاسوس لاسونه کلک پرپړي ټينګ دي
دجاسوله سترګوڅاڅي دنيمګړي آرمان اوښکې
هادي څووسلوال راغلل
شورماشورشوخلک نورهم پرې راټول شول
دجاسوس زړه په درزاشو
نورنومرګ ته مخامخ دي
دبې کسه ماشومانواوزړې ادکې ياديې
لکه مارپه زړګي چيچي
وسلوال ښه رورنژدې شو
ټول وجوديې لکه پاڼه پاڼه ريږدي
وسلوال ترمټ راونيو
اوترسرپوريې څوړندپړى غاړې ته ورکوزکړ
خلکوچيغې کړې نارې شوې
مرګ په داسې جاسوسانو!
مرګ په داسې جاسوسانو!
دجاسوس زړه په درزاشو
دجاسوس په زړه کې سل هيلې راتاوشوې
څه دجبراودظلم محکمه ده
دلته هغه څوک مجرم دي چې بې کسه وي
مظلوم وي
دجاسوس په غاړه پړى ورتنګيږي
جاسوس پورته شوله ځمکې
وسلوال ترې په شاکيږي
خلک ټول حيرت نيولي
دجاسوس پښې په هواشوې
آخوادې خواراغورځيږي
له يوڅوشېبونه ورسته
دجاسوس مخ تک شين واوښت
جاسوس غلى شوآرام شو
وسلوال په زړه کې ووې
څوچې زه دلته حاکم يم
څوچې زماحکم چليږي
دلته څوک راته جاسوس ويلى نه شي
دلته څوک پرماشاهدنيولى نه شي .