رڼې اوبه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44192
نورالله غازي یار
دخبریدو نیټه : 2011-05-16

 

 

زه چې له تا نه په سفر وتلم
نو تا په ما پسې رڼې اوبه ونه شيندلې
زما په زړه كې يوه ګيله لكه لمبه راتاو شوه
خو چې مې تاته سترګې واړولې
له اننګيو دې ګلاب اورېدل
له ښكليو سترګو نه دې
سپين څاڅكي
ورو ورو څڅېدل.