ځم پر لاری په چرتو کی ارمان را سی څـــو څــو ځله
ترخی شپی د درد نه ډکی ګما ن راسی څـــو څـــو ځله
دځنګله قانون چلــــیږی عــــــــــدالت پــکښی کی نسته
انصاف نسته لوی وحشت پکښی روان سی څو څو ځله
زموږ افغان ولس ته ګوره خپل وځان تــــه بــــلا سوی
لږقدرت چی په لاس ور سی ظالمـــان سی څو څو ځله
لوی اصول دی په نړی کی کله مـــات چی قوا نین شی
بشری حقوق پر ځای دی که تاوان سی څو څو ځـــــله
د چرخی پله په زندان کی را پیاد سی ټــــول وینګونــه
هغه څه چی به کیدله زړه خفګان سی څــــو څـــو ځـله
ډیر وحشت و بــــد بختی وه نــــه بشر بشر دوستی وه
نیمه شپه په تاریـــــــکه کی ځوا نان باسی څوڅو ځله
هـره ورځ وه اعــــدامونه دځـــوانانـوډیــــرمرګــــونه
چی رایادهغــــــه قصی کړم توپان راسی څوڅه ځـله
فشنګیان په ډ لــــو ډ لـــــو تقسیمات وه په وینګو کی
راپورونــــه ټولیــــدله درواغان سی څـــو څـــو ځله
جــوړ دخاد وحشی سیسټم وګډوډی او خپل سری وه
علم نه و صرف تقلید وټیټ بیــــان سی څو څو ځله
دقانون پر ځای حاکـــم و هــــدایت دڅـــو اشخاصو
چی به خاد ته څوک منسوب سو عیا شان سی څو څو ځله
څوک چی ناست وی په قدرت کی د دولت پر چوکۍ باندی
سترګی پټی سد یی پڅ سی دوی ګونګیان سی څــو څوځله
چی تبد یل سی د مقــــامه بیا دی اصــــــل مبـــا رز دی
اما نزی د اسی فکرونو ته حیران سی څــــو څـــو ځـــله
ناروی۰۲ـ۰۹ـ۲۰۱۰