ورکه دي جګړه شي پکښی ما تي ککرۍ شولي
وسول په او رونو ، څنګه ورکې کورنۍ شولي
کورپه کورجګړه شوه وچ لانده په یوه ځای سوځي
ورورد ورورد ښمن شو،ځکه هیری وسیلی شولي
مور د لور بیزاره ، پلار د زوي نه شکایت کوي
خپل دوستان پردی شول ، دغه څنګه افسانې شولي
غټه بد مرغي شوه ،د محبت زړونه خوږ من شوله
څنګه دا رڼا رو ښانی ورځی ، توری شپی شولي
څه شولو غیرت او لوړ همت چه مونږ په وویاړو
چا ته زړه نژ دی کړم، ځکه هیری حما سي شولي
بس دی خدایه،زما افغان اولس نورعزتمند کړي بیا
دیرش کا له جګړه کي ورکی ټولی خاطري شولي
مُرم پر خپله خاوره ،د دښمن فریب می خوړلی دي
ځکه فریاد کاږم ، را نه پا ته د ننګ کیسي شولی
ژوند د عزت ښه دي ، چه احساس د میني ولرم
جوړ به دا وطن کړم که ، د سولی هیلی شنی شولي
وربه شم غورځنګ ته، ددی نیکی لاری مل به شم
ننګ او غیرت څه کړم چه می ورکی خپلی پښې شولي
خپل او پردي پیژنه ، نور وخت نه لری نورزیه ته
ویښ شه نن خو بیا د ازادي نغمي خپری شولي