زه به تر کومه انتظار کومه
هیلې مې هم د خاورو لاندې شولې
ګیلې مې هم د قبر څنګ ته نږدې
ارمان مې هم د وینو رنګ اخیستی
اوښکومې هم له سترګو جنګ اخیستی
د ژوند په څکه باندې نه پوهېږم
لکه ګلاب د پسرلي رژېږم
ژوند مې تېرېږي،مزه یې نه شته
بې حوصلې یمه
ژوند مې د مني ماذیګر غوندې دی
په منډه منډه مې له واکه وځي
بس
چې بې ګناه ماښام راورسېږي
او شپه شی
تیاره خپره شي
زه هم پخپل ځای پرېوځم
ویده شمه ،خو
بیا دې په خوب کې ټوله شپه یادوم
په خوب کې تاسره خبرې کوم
خو
په خوب کې ته له ما خفه یې
زه له تا خفه یم
زما دخوب تعبیر د درد صیب شعر ته ورته شي چې
حالاتو له دوه زړونه سره داسې ټوکه وکړه
دا ته د چا نصیب شوې،زه د چا ورسېدم
۱۳۹۰=۲=۱۴ جلال اباد- صفا راډیو