نن په نیمه شپه چي د اشنا غیږي ته ورغلم
توره که تیاره وه د رڼا غیړي ته ورغلم
چا چي زنګولم تر پرون د تغافل په ټال
نن د هغې ښکلي په رضا غیږي ته ورغلم
زه د محبت له کږلیچونو ناخبره وم
دام ته يې د زلقو په خندا غیږي ته ورغلم
تل یې ځورولی وم خو یو نظریې کاروکړ
هیر ي مي ګلې کړې، بې پرواه غیږي ته ورغلم
ما او تیهایې ته بلیدله ستا دیادشمع
شپه مو ویلوله ،د صبا غیږي ته ورغلم
ژوند مي لکه خوب وو، بې تعبیره او تدبیره وو
کله چي راویښ شوم د فنا غیږي ته ورغلم
لاره د الفت د میکدې بیلتون نیولي وه
زه سید خو ځکه نن په غلا غیږي ته ورغلم