اوس لاومنه دپاک غـــــــــــني سبحان زور
هيڅ يې مه بوله کم بخته دخپل ځان زور
(۱) که يودم بطشِ شديد حکم صادر کړي
بې مانابه سی دځمکی اواســــــــــمان زور
(۲) هرمجاز له حقيقـــــــــــــــته پیداکيږي
دوجوب وزورته څــــــــــه دۍ دامکان زور
(۳) دنړۍ کتابخـانې يې کړې منسوخي
چي نازل سو له اســــــــــــمانه دقـرآن زور
(۴) عابدان اومعبوان يې تارپـتار کړل ÷
چي يې وليدَيْ ددين اودايــــــــمان زور
(۵)دتسليم پرسَجَّاده مخ پرسجده ږدي
څوک چي پېژني دځان اودجــــانان زور
(۶) دموسي دساحرانو پــــرلاردرومه
که دی ولیددموســـــــــی بِنِ عمران زور
(۷) ابراهيم غوندي دټولومخالف سه
ورښــکاره کړه ودنياته ديـــــــزدان زور
(۸)بيابېشماره دخدايي دعوې شروع سوې
دتوحيدپه توره پـرېکړه دشيطان زور
(۹) ابوالفضله ډېر دفضل دعوه ګيردي
راسربېره کړه دعـــــــــــلم اوعرفان زور