غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41524
هارون حکیمي
دخبریدو نیټه : 2011-01-17

غزل

زه به ژرزوړ سم خوته نه زړېږې
زه پرتا ژاړمه ، ته ، نه  ژړېږې

راځې خو نه! زه چي درځمه تښتې
تښتې! په غېږه کي مي نه رالوېږې
----------------------------------
زه دډېرعجزه خپلوپښوته گورم
ته دغرور پرغرو لا نه ځایېږې

زماشعرونه ستا ستایني نغاړي
چي ته لږ رامه سې، لږ وږغېږې
----------------------------------
خوکاڼی زړه به دي سي اوښکي اوښکي
دقبرپښو ته.. به مي  و رپېږې

دهارون جسم به په خاورو پټ وي
بیابه دخړو خاورو نه صبرېږې.

دلوی اختردوهمه / نومبر17/2010