( نظم)
دپرمخ تلليو هيواد و ماشومان
دعصري ميندو دپيسو ماشومان
هره لحظه د ژوند په عيش تيروي
دسرمايه او خوراکو ماشومان
****
چې کله مور او کله پلار وګوري
د عصري ژوند ښکلې بازار وګوري
خپل د نازونو خريدار وګوري
خپل مستقبل هم ښه تيار وګوري
****
پينځه کلن شي غټ سړی تری جوړ شي
مکتب ته لاړه ښه انجلۍ تری جوړ شي
دمور اوپلار بڼ ته نيالګی تری جوړشي
ډير نازولې سپين که کی تری جوړ شي
****
خو زما د وطن دا وږي تږي بچيان
په سرکو کې لوڅی خپی وي روان
کله روزي او مذدورو ته ژړان
کله خيرن جامې چټل وي حيران
****
په شين سهار کې ډيرانو ته روان
دا وږي تږي د وطن ما شومان
يا پلاستيک او يا اوبه خرڅوي
دغه بي کسه در په در يتيمان
****
دماشوم توب نه وي روزي پسی ورک
تعليم پری نکړي زندګي پسی ورک
غواګان پری پيايي دهقاني پسی ورک
ژوند ترينه پاتی تل خواري پسی ورک
****
خدايه رحمت زه ستا له کوره غواړم
ژوندون يي ښه بی له پيغوره غواړم
افغان ماشوم ته نور جنګ نه خوښوم
سوله دوعا ګانو کې په زوره غواړم
****
زما د وطن تنکي تنکي ماشومان
دجنګ وحشت په تورتمو کې روان
پري مکتبونه ،فاکولتی ووايئ
دي د ټولنۍ د سبا ليډران