غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38958
ژوندی فراهی
دخبریدو نیټه : 2010-09-16


روح اوزړه می یولــــه بله دی پاشـــــــلی
ستادعـــــــشق په تارکی ژوندغواړی پیلی

راسـه تاورانه مړوندکه چــی ورکـــــــیږم
ستــــــــــااداء یمه ستا څنــــــګ ته رابللی

ولی نـــــــــــــلری پرواء زما دبلـــــــغاکو
بل به نه وی لکه ماتاتــــــــــــه سپـــــیڅلی

هســــــی هم ســـــــــبارهی یم له دی ښاره
میلمه واســــــــتوه خپل کلــــي ته پاللـــــی


ستــــــاپرشونډومی خنداډیره خوښیــــــږی
څوبه ګرځم بی نصـــــیبه غلــــی غـــــــلی

ته زمائـــــــی ته هغه ئی خوافـــــــسوزچی
بیـــــــــله تا یمــــــه وهرچـــــــاته منلـــــی

ځان به څرنــــګه شـــــــیداکړمه ستا مخ ته
ستاپه سترګــــــوکی می زړه زنګون وهلی

لامی نه منی مین په حقــــــیقــــــــــــت کی
کري ورځ دی یم ومــــــخ ته جـــــل وهلی

که دی لاس په لاس کی راکړ ژوندی کیږم
ګنـــــی مړیم ستا دغـــــیږی څخه تلــــــلی