غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38722
سيد جيلاني جلان
دخبریدو نیټه : 2010-09-07

کېنه چې شيبې دې اخترېزې کړم
پاڼې د ګلاب درته نکريزې کړم

تاو مې کړه له غاړې نه رڼې ليچې
پريږده چې هېندارې ماښاميزې کړم

دا ځل که په سره شړۍ کې راغلمه
نجونې د ښاريو به غريزې کړم

خداى که مې همداسې شرنګ کې وساتي
ډيرې زمانې به سندريزې کړم

ګرځمه جلان د ترنم په غرو
مړې سترګې د يار چې څلوريزې کړم