آزادي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38064
اسدالله زمری
دخبریدو نیټه : 2010-08-19

د۱۲۹۸ کال د اسد د ۲۸نیټې د ګران هیواد د آزادۍ د اعلان د ورځې اود مسعود د مرګ یعنې د رژیم د «روز شهدا»د لمانځلو د محکومولو  په مناسبت

ته دکلونو او قرنونو  ترڅ  کې                        د هر محکوم د زړه لمړی آرمان یې
ته یې   مرام د استبدا د بندي                     د اسیرانو  د  هر درد    درمان     یې

د طبعیت  نه د انسان   لپاره                          یوه خوږه او بې بها     تحفه    یې
ته د هر چا د پاره لویه آرزو                             په ښو  صفاتو  لکه  فرشته   یې

خو چې د څوانسان نما وحشیانو                 د شومو هیلو د یو کنیزه  کړلې
د تا پر تخت تور اسارت دیره شو                 ته یې د پلید مرام سریزه کړلې

چې تا د ځان کړي ای حسېنې ناوې      له سره تیر څه دنګ ځلمیان چې نه شول؟!
چې ستا خوږه وږمه تل وچلیږې                  د جېل خوراک څه اتلان چې نه شول؟!

ستا رسیدو لپاره ډیرې سینې                    په مردکو سورۍ سورۍ شولې
چې په ارمان دې د زرګونو ځلمو         تر خاورو لاندې ښې ځوانۍ شولې

د تا لپاره      دانسان     آرمانه                     د نړۍ واړه    محکومان    هڅیږي
چې ته د ټولو د ژوندون نغمه شې             د حاکمانو خوني لاس غوځیږي

که زما ژوند ټول اسارت کې شي تیر    آرمان به نه لرم وروستۍ سلګۍ کې
که مې   دغه یوه  آرزو شي  پوره :                  چې نفس ورکړمه   زه      آزادۍ کې
۸/ ۹/  ۱۳۵۶                   
خیرخانه کابل