غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37970
شکرالله طاهري
دخبریدو نیټه : 2010-08-16

راکه داجل ساقي جام  راکه چې غم ډېرشو
هسی بیوفا دنیا ده  زړه  می ورنه سېرشو

ولی به د بی وفا په دې جفا ونه  ژاړم
نن سبا اونن سبا کی هرڅه ورنه هېر شو

راشئ دې کم بخت اوخوارنصیب قسمت ته وګورئ
اوس مې څنګ ته راغی چې بهاردځوانی تېرشو

ما خو د زړه وینه ورکاوه چې که آشنا شي
غټه شوه په مټه شوه ګیډړرا باندې شېرشو

دوست اودښمن دواړه اوس په یورنګ راته ښکاري
لاړه غمخواری اوهمدردی دخلکو هېرشو

بد سړی دی بد بلا ما ویل چې ځان ترې ساتئ
آخرطاهري خپله پدې بد بلا کې ګېر شو