زمادزړه په شانې وران وې بې جانانه زموږکلی
بې مزې وې بې مزې وې بې له تانه زموږكلی
وخت یی غیشې زړه کې مات کړل ترینه وېنې وهې دارې
ژاړې ګرزې هدیروکې سرګردانه زموږکلی
نه خوږغږدحضرت بلال شته نه ملاله څڼیوره
بې ټپې بی یکه زاربې یاقربان دی زموږکلی
که څه هم پکې دسرپه بیه ژوندکوولالیه
ستاله سترګومې خوښېږې په ماګران دی زموږکلی
ستاپه سوردستمال لاله دچم پیغلوکې رسواشوم
ځوانېمرګه نوردرپاته شوله مانه زموږکلی