داسې به څنګه وشي
چې له دې پاكې او سپېڅلې خاورې
د غم ټغر ټول شي او سوله راشي
خلك له يو بل سره مينه وكړي
د يو بل خيال وساتي
د بل په غم باندې غمجن شي
هم يې خپل وگڼي
خلك راپاڅي او يتيم ته پر سر لاس راكاږي
كونډو ته ښكلې لوپټې په سر كړي
دا پاكه خاوره د خپل ګران وجود
يوه برخه وګڼي
سمسوره يې كړي
د اغزو پرځاى ګلونو ته ځاى وركړي
له رنګونو ډك باغونو ته ځاى وركړي