چا به خندلې چا به زور ورکړو سندرو له
تنکۍ ځوانۍ کی چی به مونږ تللو ګورګورو له
تا به له سترګو لاندی وکتل موسکۍ به شولې
بیا به دی تورې شونډې کړې بانه ملګرو له
عجب دوران ؤ نه تهمت ؤ نه نیتونه بد وو
نه دمینو زړونو پام ؤ دی خبرو له
بس محبت ؤ پاکه مینه وه ددوو منځ کی
نه په کی زور ؤ ، نه حاجت ؤ مرغلروله
په یاد دی ،دي لاندی دیره کی دویالې په غاړه
سهار دوخته به جوړه تللو اِنځرو له
په غنم لَو کی به را جمع شول ځوانان او پیغلې
لومړئ حَشر به يي کاوه تل یوه زرو له
لومړئ به ویاړ ؤ شهادت دګران هیواد په خاوره
اوس یا طالب شي یا راپور وړي یرغلګرو له
نه محبت شته دئ نه مینه دپیسو بازار دئ
اوس خدمتګاره ټول خدمت کوي ډالررو له