وطن

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37638
محموده تقوا
دخبریدو نیټه : 2010-08-04

 

دې سپینې خاورې ته د کفر تور لښکر راغلی       
افغانستان ته په ژوندون باندې محشر راغلی
کفري نړۍ مو د وراني لپاره ملا تړلې                  
زموږ په وطن باندې هجوم له بحرو بر راغلی
د افغانانو وینې هیچا ته ارزښت نه لري               
نن خو له غربه زموږ د وینو سوداګر راغلی
زموږ بې ګناه ماشومان،ښځې او ځوانان را وژني             
نور نو په موج زموږ د وینو سمندر راغلی
لکه د ګور چنجي په خپل منځ کې جنګیږو سره              
نن خو د کفر هنرمند په ډیر هنر راغلی
په یوه ټوک وچه ډوډۍ پسې هر ملک ته درومو               
نن د افغان بچی له هر چا لېمه تر راغلی
پادشاه مو منډې وهي هر چا ته لمنه نیسي                 
زموږ ټولواک له هره ملکه مرور راغلی
د وینو سیند خو نن په ځمکه د اسلام روان دی               
له غربستان نه خدایه څه ظالم بشر راغلی
د ترورست په نوم ئې خدایه ټول ځوانان را مړه کړل          
ربّه زموږه تحمل هم نور په سر راغلی
نور نو د دوی نوبت تیر شوی او زموږ وار دیه          
څو چې جهاد په هکله غږ زموږ له ممبر راغلی
د زړه په تل کې به ئې سل هیلې نیمګړې وینه              
هر یو افغان ئې مقابل ته لکه سپر راغلی
چې ئې یو څو دانې ورمړه کړو بیا به ښه خوند وکړي      
قسم چې نن ئې د څو مړو راته خبر راغلی
د دوی په تګ به زه تقوا بیا ښه غزل ولیکم          
ځکه خو دا غزل مې خولې ته مختصر راغلی