دګوګل Google Search ماشين په پښتو وژباړل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3715
خالد هادي حيدري
دخبریدو نیټه : 2005-09-24

په  نړوال جال  ( انټرنيټ ) کښي د ګوګل ( Google) نړيوال  شرکت په لومړي ځل  په خپل لټون پاڼه ( Google Search ) کښي د لټون ماشين په پښتو ژباړلی دی    .

د ګوګل د لټون ماشين چي د انټرنيټ  پر مخ يو له ټولو ښه لټون ماشينونو څخه دی  اوس د ګوګل پښتو په نوم داسي د لټون ماشين  پر ليکه کړ چي د هر پښتو لغت ،  په پښتو  ليکلو سره به هرڅوک د هغه اړوند توکي د انټرنيټ  له نړوال جال څخه راټولولی شي .

د ګوګل دا پښتو د لټون ماشين  د يو شمير هغه پښتنو ځوانانو له خوا ژباړل شوی چي د انټرنيت سره ئې سر او کاردی  او په دې لار کښي ټولي د ژباړي تخنيکي اسانتياوي د ګوګل نړوال شرکت له خوا ورکړه شوي وې .  چي اخير دا پښتانه ځوانان د نړې په بيلابيلو ملکو کښي  په دې وتوانيدل  چي  د ګوګل د لټون د ماشين  ټولي برخي او ګوګل ژباړي ځیني برخي    (( په زرګونو  جملې او کليمې))   پښتو ته وژباړي  دغه ځوانان پر نورو پښتنو ږغ کوي چي د ګوګل ژباړي پښتو برخي  ژباړلو ته راودانګي ترڅو دغه ژبه د انټرنیټ په  دې کامیابه عصر کي دنورو سیاله کړي

بېنوا ويب پاڼه په داسي ځوانانو وياړي  چي د هجرت  په ستونزمن شرايطو کښي  او د ملکونو په اوږدو فاصلو کښي بيا هم دا با احساسه ځوانان په نړوال جال کښي د خپلي ژبي په غم کښي  سره راټول  شوي  او په ګډه ئې  د همدې ژبي چوپړ ته ملا تړلې ده

د ګوګل پښتوژباړي سیسټم  چي همدا اوس هم تر کار لاندي دی تاسي په لاندي پته پکښي همکاري کولای سئ
https://docs.google.com/forms/d/1yakaAEKeLq8k29HH8F9_ywUFoHJdW3zhmAhLCIoaYKE/closedform