دفیصدۍ پر اساس محاسبه کول – اکسیل (اتم مطلب )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26043

دخبریدو نیټه : 2009-05-22

 

 

تاسو غواړئ چي یو موټر ځان ته واخلئ. ورکړل سوی قیمت یې پنځویشت زره (۲۵۰۰۰) ډالره او مالیه ئې چي باید ورباندي اضافه سي ، ۸ فیصده ده  او پر هغه سربېره هم تاسو لس فیصده چنې وهئ. اوس تاسو دموټر اخیري قیمت محاسبه کړئ ؟

۱:- د B1 حجره انتخاب او پکښي دموټر قیمت چي( ۲۵۰۰۰) ډالره کېږي ، ټایپ کړئ .

۲:- د  B2 حجره انتخاب او پکښي د مالیې فیصدي چي (۸٪) ده ، داخل کړئ .

۳:-  د B3 حجره انتخاب او د چنې وروسته کوم تخفیف چي په نظر کي نیول سوی وو، هغه ټایپ کړئ .

(تخفیف دلته ۱۰٪ دی ).

۴:- د B5 حجره انتخاب او دغه فورموله ( = B1*(1+B2)*(1-B3)  )  پکښي ټایپ کړئ .

 

یادونه : څرنګه چي تاسو  په پورته انځور کي وینئ ، دافرق نه کوي چي د ضرب داستفادې لپاره دي کوم خاص نظم په نظر كي ونیول سي بلکي تاسو کولای سئ، چي هر یو یې مخکي او یا شا ته وکاروئ .

 

برېښنالیک پته : techafghan@hotmail.com

یوسفزی - ه ات