د افغانستان په کندهار ولایت کی د لمړی ځل پاره د یوه ډیجیټل کمپیوټر څخه ۳۰ نفرو په یوه وخت کی کار واخست. د این کمپیوټینګ پرزی په نامه یوه آله چی په کاناډا هیواد کی جوړه سویده کولای سی چی و یوه کمپیوټر ته وصل سی او بیا دغه پرزی ته ۳۰ مونیټران، کیبورډ او موسونه وصلیږی او بیا ۳۰ نفره کار ور باندی کوی. ددی پرزی ګټی. د برک لږ مصرف او د کمپیوټر و سیسټم بکس ته ض ورت نسته. دغه پرزه د افغان کاناډاین کمونیټی سنټر کی په کار واچول سوه.