ماشومتوب زمادخيالونواوخوبونو شيبې يادوم.هغه وختونه چې مابه دخپلوهم
زولوسره خاپوړي نانځکې اومشغوله کوله .څومره دمزواوچړچواوخوندونوڅخه ډک وختونه مې تيرکړيدي ،دماشومتوب په
دوره کې مادځوانۍ وخت اومرحلي څخه ډيرڅه لاسته راوړي دي ،مادموراوپلار توپيريوازي دادي باباپه کلموسره کاوه
زماموراوپلارماته دوړاندی زياته مينه راکړي وه په مايې د ژاړه او دخپګان شيبې نه وي پيرزومابه دخفګان اوخو�
�الې وختونه دکم وخت اوکم شيبو لپاره تېرول ديوي ژاړه اوګيلي په ترڅ کي مي دخپلې خوښي تخفه چې دموراوپلارمينه
ده حاصلوله اوهم مي دکوچنيو لاسونو په ښورولو سره د مور خوږه غيږموندله چيرته چې ددنيااوزوندون خوندونه دي
زمادماشومتوب فکرونه اوسوچونه داوس وخت څخه ډيرڅوچنده لوړو مادبل ماشوم او همزولي پر مخ ژاړه او خفګان نه شو
زغملي اوهم مي دبل سره جګړه اوخفګان دڅودقيقو ميلمه وه اوهغه سره مې خپله دښمني تر دريو دقيقونه زياته نه غځو�
�ه ماخپله خواښي او خوشالي دنورو همزولوپه مخ اوورين تندي کې لټوله مابه دخپل همزولي کورته په تلواوراتلو کې
خوند اخيستو دمشرانو پروړاندي مي زياته شوخي دپوره ادب وسېله ګرځيده اودهرناوړه عمل په سرته رسولوسره مې
دکورنۍ غړوڅخه دښي اوسمي لاري دتلو خبرې اونصحتونه اوريدل هغه خلک چې به يي زما پروړاندي دقهراوعوصي څخه کا�
�اخيستوزه ورڅخه وريدم اوهم به مې لاره ورڅخه بيلوله اوورڅخه مې نفرت کاوه هم به نږدي نه ورتلم مګرهغوخلکو چې
په ځپلو مينځوکې به يې مينه او په نرمه لهجه خبرې کولې زه به نږدي ورتلم اوورسره به مې دپلاراومور په شان مشغوله
کوله هم مې ورته ددادا اوباباخطاب کاوه زمادهمزولو مشران ټول يو شان نه وه ځينو خپلو بچيانوته ښونځيوته دتلو�
�اره ښودله اماځينو ورته دنوروکارونو اوښونځی ته دنه تلو توصيه کوله چې ښونځی ته دنه تلو به زمونږ ترمينځ
دجدايې اوبيلتون شيبې اوږدولي چی دا دبيلتون شيبې به کله ناکله ترهرڅه زياتي سختې شيبې وې هغوي ته خپلوپلا�
�ونوويل چې هلته تلل دتاسي اينده خرابوي امانه پوهيدل چې پاتي کيدل او هسي ګرڅيدل ددوي راتلونکې ته زيان اړوي.
څنګه چې ماشومتوب دوره زياته مشغوله غواړي مابه هم ځيني وختونه دهمزولوسره ساعتري اوګرځيدوپه حاطرښونځې ته
تلل پريښودل اوددوي نالوستوپلارونوخبره به مې منله مګرښوونکې چې هرزده کوونکې ته يي مينه درس ته په توجه اوهم
ښونځي ته په تللوسره ورکوله ماته به زيات راياديده چې بيابه دغه مينې مجبورکړم اودهمزولومحفل به مې پريښوده
اودمکتب په لوري به روان شوم هلته به استاد راته وويل چې بچيانوتاسي به دسبا راتلونکې ياست او هم به
دهيوادانجنران ښوونکي جمهورېسان اونورتاسې وي اوتاسې بچيان به دتاسي څخه دښه ژوندانه هيله کوي اوتاسي ته به
سترګې په لاره وي.دښوونکې خبره مې ١٠٠فصده سمه وښودله زماهمزولي څوګ استادان څوګ وزيران اوځيني ډکتران دي چې زه
هم ديوي برخي کارمند يم اوخپلي کورانۍ ته حلاله نفقه پيداکوم او يوڅه ژوندمې نوروپه پرتله ښه اوارم تريږي
دهغو همزلو په نسبت چې پلارونوبه ښونځيوته نه پريښودل .
دځوانۍ مرحله دماشومتوب دوري په نسبت ځکه غوره وبلله
چې ماهغه وخت خپل منځي اختلافات اوهم ځيني ورځنې توده غمونه نه لدل اونه ورباندي پوهيدم دهرچاسره مې نه پخلا
کيدنه ديو څوشيبوميلمانه وه دځواني په شان دکالونوميلمه نه دماشومتوب په دوره کې دبل خوشالی مې خپله خوشالي
اوبل خفګان مې خپل خفګان باله اوهم ورسره دمرستې اوهمکارۍ لاس په پوره احلاص او مينې سره پورته کاوه دنوروژاړه
دنوروويرمې نه خوښيده اما اوس چې ځوان يم دخويونه مي بدل شوي دنوروخفګان او ازرول مې عادت ګرځيدلي څه چې
دانسانيت لوړمقام ته زيان رسوي
هي کش زه هماغسې ماشوم پاتي شوي وي چې نه مې چاته ازارراسولي اونه کوم تک�
�يف.