د ځینو ژوو، خوړو، بوټو، مېوو، سبو، دارو درملو او داسي نورو ځانګړو شيانو پېژندنه
زياتره د هغو د خصوصياتو او نښو نښانو په مرسته اسانه نه وي؛ ځکه دغه راز موجودات
په حقيقت کي د مشخصو اقليمي او محيطي شرايطو پيداوار دي. ياني هغه څه چي په هند او
افريقا کي پيداکيږي، ښایي په افغانستان او ځينو ورته اقليمي او محيطي شرايطو کي و
نه موندل سي. البته په يوه ژبه کي د راز راز طبيعي او جغرافيايي موجوداتو د پېژندني
له پاره د خاصو نومونو نسته والی د هغې ژبي د لغوي فقر او ادبي بېوزلۍ په مانا نه
دئ؛ ځکه داسي نومونه د انسانانو د مانوي بشپړتابه او فکري نبوغ ښکارندوی نه، بلکي د
هغو طبيعي او اقلیمي شرايطو زېږنده دي، چي د ځای، هوا او اوبو په بېلوالي سره توپير
مومي. داسي ټکي هم په حقيقت کي د هغو لغتو په شان دي، چي د يوه ځانګړي ملت له
تاريخي دودونو او وياړنو يا په بله ژبه ادبي او تاريخي اثارو سره نه شلېدونکی تړاو
لري؛ لکه اوربل، پلو، شمله، بګړۍ، ګودر، شپېلۍ، نوګريځي/ نکريځي، ايلبند، ننواتي او
په سلګونو نور، چي کېدای سي د نورو ژبو او نورو ملتو په ادبي او کولتوري اثارو کي
يې چندان څرک نه وي؛ خو د پښتنو د ژوندانه او ادب نه بېلېدونکې برخه ده. بالعکس د
نورو ولسونو په ژبو او کولتوري ميراثو کي هم داسي ټکي، ترکيبونه، تعبيرونه او
اصطلاحات خورا ډېر دي، چي د پښتنو په ملي فرهنګ کي يې تر اوسه چندان نښه نښانه نه
ليدل کيږي. همدا سبب دئ، چي د بېلابېلو سيمو خلګ د نا اشنا محيطــي او اقليمي
پيداوارو په نومو ښه نه پوهېږي؛او دقيقه پېژندنه يې کله کله ان د يوې اوږدې مقـالې
د ليکلو په مرسته هم ګرانه وي .
دې ستونزو ته په پام سره، په معــاصره قاموس ليکنه کي دا خبره ګټوره او حـتا ضروري
برېښي، چي د دا ډول طبـيعي او اقليمي موجوداتو نومونه په ځـــینو مشترکو او بين
المللي ژبو هــم وکښل سـي؛ او لـه امکـاناتو سره سم د هغو تصـــوير هم وړاندي سي؛
مثلاً که د ايرانـــۍ پاړسۍ د� شنبليله �ټکي د توضـيح دپاره په دري کــــــي
وکښل سي،�febygreek� � اولبه �، په پښتو کي� ملخوځي �، په هندي کي� ميتــهي �او
پـــه انــــګرېزي کــــي
نو له لوستونکو سره به بې شکه د دې کليــــــمې په سمــــــه او اسانه
پېژنــــــــــــدنه کي ډېــــــــره مرسته وکي.
د انګـــــرېـــــــزي ژبــــــي متــــــــل دئ، چي وايــــي: يو تصـــــوير/
عکـــس د زرو کليــــمــــــو ارزښـــــت لري
. ځينو د تصـويـر ارزښـــت تر دې لا هم لـوړ ښــوولـئ دئ؛ (A picture is worth a
thousand words)
(One picture is worth ten thousand words)او وايي: يو تصوير د لسو زرو کـليمو
ارزښـت لـري
. نو ځـــکه دا خبره ناڅــــاپــــي نـه ده چـــي عکسونه، انځـورونه،
ډياګرامـــــونه او نـــــور تصــــــويري بيـانونه
په حقيقت کي د بېلابېلو ټکو د تفسير او بيان دپاره، د زياتو خبرو او
څرګندونو(graphic illustrations)
اړتيا له منځه وړي . دا کـار که څه هم زياتره د مبتديانو او لږ لوستو کسانو د
استفادې په مقصد کيـــږي؛ خو (Atkins and Rundell 192) عملاً د قامـــــوسو
ټولــــو کـــــــــار اخيستوونکـــــو تـــــــه ګــــټه رسوي .
د اينټرڼيټ په عصر کي د عکسونو، انځورنو او نورو تصويري څرګندوونو ستونزه تر ډېره
ځــــايه ليري سوې ده. دې اصل په زياترو اينټرنيټي فرهنګونو او پوهنغونډونو او هغو
فرهنګو او پوهنغونډونو کي، چي د ډي وي ډي په بڼه برابر سوي دي، تر ډېره حده عملي
جامه اغوستې ده؛ او ورځ په ورځ د لا پراخېدو په حال کي دئ (و.ګ. ويکيپيډيا،
اينسایکلوپيډيا بريټانيکا، اينسایکلوپيډيا اينکارټا، اکسفورډ اينسایکلوپيډيا، ورلډ
بوک اينسایکلوپيډيا او داسي نور) .
تر دې ځايه مو د نوي قاموس ليکني د لويو او ارزښتناکو اصولو په اړه ځيني يادوني
وکړې؛ خو د دې علمي څانګي د ليکني يا ژباړي اصول او قواعد هيڅکله دلته نه ختمېږي .
قاموس ليکنه هم د هري بلي علمي څانګي په شان، له نوو ټولنيزو بدلونو او پرمختګو سره
ګام په ګام بشپړتيا او پرمختيامومي . دې واقعيت ته په پام سره بايد پښتانه،
ژبپوهان، لغتپوهان او قاموس ليکوونکي هم په نه ستړي کېدونکې توګه، د پښتو قاموس
ليکني د خوځنده بهير د لا زيات سمبالښت، نوي والي او علمي بډايني له پاره خولې توی
کړي .