لکه څنګه چي په نوې قاموس ليکنه کي د يوې ټاکلي فرهنګي، فکري او جغرافيايي حوزې د
تاريخي اماکنو يادونه ضروري او ګټوره ګڼل کيږي، په همدې ډول د مشهورو سياسي،
اجتماعي، فکري، علمي او ادبي څېرو لنډه پېژندنه هم مهمه مسأله ده. د پښتو ژبي مفصل
او تشريحي قاموس بايد له ډېر لرغونو زمانو څخه تر معاصرو وختو پوري د شېرشاه سوري،
پير روښان، اخوند دروېزه، مېرويس نيکه، احمدشاه بابا، خوشال خان خټک، رحمان بابا،
سيدجمال الدين افغاني، علامه محمود طرزي، اميرامان الله خان، علامه عبدالحی حبيبي،
استاد سيد ګل پاچا الفت او داسي نورو لويو افغاني سياسي، علمي او ادبي شخصيتو ژوند
او کارنامې لوستونکو ته ور و پېژني. په دې لړ کي بايد حتا زموږ د ګډي، ادبي، علمي
او فرهنګي حوزې ځينو نور نوميالي؛ لکه ابورويحان البېروني، فردوسي، سنايي غزنوي،
مولانا جلال الدين بلخي رومي، شېخ سعدي شيرازي، شېخ عزيزالدين نسفي، حافظ شيرازي،
شېخ احمد کابلي سرهندي، ميرزا عبدالقادر بېدل او داسي نور هم له ياده و نه ايستل
سي؛ ځکه چي د دغه راز نامتو ادبي، عرفاني، فکري او علمي شخصيتو نظريې او اثار په
پښتو ادبياتو او پښتني تاريخ کي ژوري ريښې لري. همدغه راز په دې ډله کي د ځینو نړۍ
والو نوموَرو ادبي او علمي څېرو لکه پوشـــکين، تولستوی، ماکسيم ګورکي، شېکسپېر،
چارلس ډيکينز، ګويته، هوګــو او داسي نورو د ژوندانه او اثارو لنډه پېژندنه هم بې
ګټي نه ده.
په بېلابېلو ژبنييو قاموسو کي د دغه راز ارزښتونو او ښېګڼو د رانغاړلو دپاره له
مختلفو لارو چارو څخه استفاده سوې ده؛ مثلاً په انګرېزي کي د سياسي، علمي او ادبي
مشاهيرو پېژندګلوي اوس له ځينو دايرة المعارف ډوله قاموسو(لکه د آکسفورډ شل جلـدي
انګـــرېزي قاموس)پرته، زياتره د ژبي د عامو فرهنګونو پر ځای د خاصو
پوهنغونډو(دايرة المعارفو)په پاڼو کي موندل کيږي. په نورو ژبو کي هم له دې مسألې
سره يو راز چلند نه دئ سوی؛ مثلاً د علامه دهخدا په لغتنامه کي د پاړسي ادب او
اسلامي علومو د مشاهيرو په پېژندنه کي د مبالغې او افراط لاره غوره سوې ده، چي دې
کار تر ډېره حـده د هغه ارزښتناکي لغتنامې ته د ادبي تاريخ او ژبني پوهنغونډ بڼه
ورکړې ده. د ډاکټر محمد معـــين په شپږ جلدي فارسی فرهنګ کي د دې مقصد دپاره د لغتو
د پراخي زېرمي تر څنګ، يو بېل ټوک ته ځای ورکړل سوی دئ. دغه راز، ډاکټر محمد
معـــين د�برهان قاطع� پينځم ټوک يوازي د هغه قاموس د بېلابېلو موضوعاتو په اړه
خپلو تعليقاتو ته بېل کړی دئ. د حسن عميد د فارسی فرهـــــنګ په درې جلدي دوره کي د
ادبي، علمي او فکري مشاهيرو د پېژندګلوۍ اړخ ته چندان پام نه دئ سوی. په پښتو
قاموسو کي د افغانستان د علومو اکاډيمۍ پښتو - پښتو تشريحي قاموس يوازنۍ عصري او
اکاډيميک فرهنګ دئ، چي د کتاب په بېلابېلو ټوکونو کي يې د الفبا د تورو په ترتيب د
ځينو ادبي، علمي، فرهنګي او سياسي مشاهيرو پېژندني ته څه نا څه ځای ورکړی دئ؛ مګر
په دې برخه کي د راغونډو سوو شخصيتو شمېر د لوستونکو تر اړتياوو ډېر لږ دئ. ژبني
قاموسونه بايد په دې برخه کي د اعتدال لاره غوره کي؛ ځکه په دې کار کي د افراط
لاره، قاموس د پنډوالي له پلوه په پوهنغونډ يا دايرة المعارف اړوي، چي ښايي هر څوک
يې د رانيولو وس ونه لري؛ او د تفريط لاره يې هم په حقيقت کي د لوستونکو زياتېدونکو
اړتياوو ته د شا ګرځولو په مانا ګڼل کيږي . د همدې استدلال له مخي بايد د ځانګــړو
قاموسو او پوهنغونډونو تر ليـکلو پوري د مشهورو سياسي، علمي او ادبي مخکښانو
پېژندګلوي، د ژبي په مشرحو او مفصلو فرهنګو کي هم له قلمه و نه لوېږي .
په قاموسو کي زموږ د سيمي د بېلابېلو نژادي او قومي ډلو، دينو، مذهبو، فکري او
عرفاني لارو پېژندګلوي
دا خبره هر چا ته ښکاره ده چي پښتو ژبه، ادب او تاريخ زموږ د سيمي له ژبنۍ، فکري او
فرهنګي حوزې سره نه شلېدونکی اړېکی لري. زموږ په تاريخي او ادبي اثارو کي زياتره د
تاجک، اوزبک، چغتايي، عرب، سلجوقي، تېموري، صفوي، قاجاري، مغولي، بلوڅ، نورستاني،
پشه يي او داسي نورو تاريخي او ايتنيکي واحدو نومونه کاريږي، چي د هغو مفــصله
څېـړنه د انتروپالوجۍ/ انتروپولوژۍ او اتينوګرافۍ کار دئ؛ خو د هغو د لغــوي او
تاريخي مفاهيمو په اړه رڼا اچول، د ژبو د تشريحي قاموسو د ليکوالو له کار او هڅو
سره مستقيم ارتباط لري. همدا رنګه زموږ په پراخه فکري او کولتوري حوزه کي بېلابېلو
دينو، مذهبو او تصوفي لارو ژوري ريښې ځغلولي دي، چي د هغو لنډه علمي پېژندنه د پښتو
ادب مينه والو ته ډېر ضروري او په زړه پوري مالومات ګڼل کیږي .
په پښتو او پاړسي قاموسو کي، د اسلامي عرفان او فلسفي تفکر د مهمو اصطلاحاتو
راغونډول او شنل
پښتو او پاړسي ادبيات لکه څنګه چي مخکي هم اشاره وسوه، له اسلامي عرفان سره ټينګ او
نيژدې تړاو لري. زموږ ډېرو مفکرانو، عرفاني مخکښانو، ادبيانو او شاعرانو په خپلو
اثارو کي د اسلامي تصوف او عرفان پر بېلابېلو موضوعاتو او اړخو خورا ژور بحثونه کړي
دي. اسلامي عرفان هم د نورو علومو په څېر د مسايلو او مباحثو د شنني دپاره ډول ډول
اصطلاحات، ترکيبونه او تعبيرونه کاروي، چي د هغو له زده کړي او پوهېدو پرته د
عرفاني او فلسفي نظريو هضم ډېر ګران کار دئ . که څه هم د عرفاني اصطلاحاتو، سيمبولو
او تعبيرو د بشپړي او هر اړخېزي څېړني دپاره له ډېرو کلونو راهيسي ځانګړي قاموسونه
ليکل سوي دي؛ مګر سره له دې هم بايد د پښتو او پاړسي په لويو او مشرحو فرهنګو کي د
داسي اصطلاحاتو، تعبيرو او سيمبولو را ټولولو او سپړلو ته لازمــه توجــــه وسي؛ د
مثـــال په توګه بحرحيوان، آب حيوان، محيط بحر، ذات، صفات، شريعت، حقيقت، معرفت،
وحدت الوجود، وحدت الشهود، د روح عالَم، د مثال عالَم، د لاهوت عالَم، د ملکوت
عالَم، د ناسوت عالم، د وحدت عالَم، د کثرت عالَم، کشف، الهام، سماع، تجلی/ تجلا،
ظاهر، باطن، ظاهري پوهه، باطني پوهه، حجاب، تعلق، حضور، غيبت، جمعيت، تفرقه، نفي،
اثبات، فنا، بقا، وجود، عدم، ممکن، مستحيل، جوهر، عَرض، خوف، رجأ، تزکيه، حُليه او
سلګونه نور زموږ په بېلابېلو عرفاني او فلسفي اثارو کي خورا ډېر تکرار سوي دي.
قاموس ليکوونکی بايد د دغه راز ژورو عرفاني او فلسفي اصطلاحاتو، تعبيرونو او
تأويلونو مستند مثالونه زموږ د نظم او نثر په مختلفو اثارو کي وښيي؛ او بيا يې د
کراس - ريفرينس په مرسته له نورو اړونده یا نيژدې اصطلاحاتو سره يو ځای لوستونکو ته
ور وپېژني؛ مثلاً د�وحدت الوجود�د مانا او پېژندني په پای کي د لوستونکي پام د�وحدت
الشهود� اصطلاح ته هم واړوي؛ ځکه د نوي او علمي مېتودولوژۍ په رڼا کي د قاموس
ليکوونکي رسالت او مسووليت يوازي د را ټولو سوو ټکو په مانا کولو او تشريح کي نه
ختميږي. پوه او مجرب قاموس ليکوونکی بايد د اړونده، متقاربو، همډوله او متضادو ټکو
د پېژندني او شنني په مقصد هم د قاموسو د استعمالوونکو ذهنونه روښانه کړي. په حقيقت
کي د دغه رنګه بشپړو مالوماتو په وړاندي کولو سره لوستونکي د پام وړ ټکي د ښې
پېژندني دپاره ارزښتناک مواد تر لاسه کوي، چي ښایي له کراس ریفرينس پرته يې، کله د
مخامخ کېدو او موندني امکان تر ګوتو نه کړي