پوهاند ډيک هډسن � د لغوي څېړني او قاموس ليکني دپاره د ژبپوهني بنسټونه �په
نــــامـــه د خپلي نوښتګري مقالي په ترڅ کي، تر اتو بېلو سرليکونو لاندي د قاموس
ليکني ضروري اړخونه داسي بيانوي :
: د يوه ټکي او د هغه د بېلابېلو وريانټونو تلـــــفظ .(Phonology) - ږغ پوهنه
: د يوه لغت د بېلابـــېلو برخـو(مورفيمو) جـوړښـت او(Morphology) � مورفالوجي/
مورفولوژي
.(Irregular Inflections) ټـول بـې قـاعـدې شکـلـي بـــدلونـــونـــه
په مورفالوژۍ کي د اسمو د بې قاعدې جمعو او بې قاعدې فعلو پر بېلابــېلو حالتــو
سربېره، د دې خـــــبري
که اشتقاقي ريښــه لري ؛ لکه �long� سپيناوی هم کيږي، چي ايا د پـام وړ ټکـــی يـوه
ساده ريښه لري؛ لکه
؛�Year-long� او �long-jumper�او يا هــم د ترکيبـــــي ټکـــي بڼه لـــري؛ لـــکه
:�prolong� او�longish�
خو پـه انګرېزي کي کـــله کــــله د ځيـنو ټــــکو له املا يا تلـفــــــظ څـخه د
هغــــو ترمنـــــځ مورفيـــميک اړېکــــی
(Jackson and Amvela 195)�Long-length�نه پېژنـدل کـيـږي؛ لکه :(morphemic
relationship)
په پښتو کي هم د انګرېزي په څېر مورفالوژي دا خبره را ښيي، چي د مثال په توګه �خرڅ�
يوه ساده کليـمه ده؛ او يـوه ريښـه لري . �خرڅه/خـرچه�،�خرڅيلاو/خرڅلاو� ،�خرڅاوو�،
�خرڅېدونکی� ،�خرڅوونکی� او داسي نوري ،هغه اشتقاقي کليمې دي چي ټولـي د�خرڅ� له
ريښې څخه را وتلي دي .
): د کلام د اجزاوو له پلوه د يوه ټکي نوعيت، څرنګـوالی او هغه ځانــګړي جوړښتونه،
چيSyntax) - نحوه
يو ټکی يې د استعمال په بېلابېلو حالاتو کي جوړوي . نحوه په قاموس ليکنه کي دا را
ښيي، چي که د پام وړ ټکی صــفت وي، بايد په جومله کي يې ځای چــــيري وي؛ مثلاً په
پښتو کــــي� توره تختــــــه �، پـه پاړسي کـــي .�A large suitcase� �خـــــانهء
کــــلان� یا په انــــــګرېزي کــــــي
�large� په مخکني پښتو ترکيب کي�توره�، په پـــــاړسـي ترکــيب کي�کـــلان� او
پـــه انـــګرېــزي ترکيب کــي
صفتونه دي؛ نوځکه بايد په جومله کي پر خپل ځای استعمال سي. نحوه دا خبره هم روښانه
کــــوي، چـــي کــوم
. اسمونه د شمېــــرلو وړ(کتابونه) اوکـــــــوم اسمونـــــــــه د شمېرلـــــو وړ
نـــه دي (غــــنـــم، اوبـــــه او داسي نور) (Jackson and Amvela 195)
د يوه ټکي ډول ډول ماناوي او مانوي جوړښتونه . :(Semantics) - مانوي اړخونه
: د هغـــو ټولنيــزو حالاتو، قراينـــو او لارو چـارو پــه اړه محدوديتونه
او(Context) - قراين، حالات او احوال
بنديزونه، چي يو لغت پکښي استعماليږي . لکه څنګه چي پوهـــــېږو، ځيني ټکي د متن او
بيان په ځانګړو ډولو يا د استعمال په خاصو شرايطو، موضـــــوعــــاتو او مناسبتو
پوري اړه لري . قاموسونه د دود او دستور له مخي وظــــيفه لري، په داسـي
حالاتــــــو کي خپلو لوستونکو ته سمه او روښانه لارښوونه وکي . له همدې امله ګورو،
چي په ځانګړو شرايطو، حالاتو او موضوعاتو پـوري تړلي مالـــومات پــه
سيسټماټيـــــکه توګــــــه، په غــــير رسمــي/ نـــــادوده (formal) فرهنګو کي
ځای مومي . په دغــــــه راز مـــالــــومــــاتو کــي رسمـــي/ دوديـــز
او داسي نــور هـــغه اختصــاصي موارد(slang)، عامــيانه (colloquial) ، شفـــــاهي
يا ګفتـاري (informal)
او حالات راځي، چـــــي د يوه ټکي شاوخوا پولـــي جوړوي .
فرهنګونه تل شرايطو او ظروفو ته په پام سره د بېـــلابېلو ټکو د تصنيف او چـاڼ
کــــولو پــه مسأله کي، د ثابتو اصولو او ځــانګړي دريځ پـــيروي نه کـــــوي .
کېـــدای ســــــي ځيــــني قاموسونو يو ټکی د غير رسمي يا نادوده لُغت په توګه ياد
کړی وي؛ په داسي حال کي چي ځينو نورو هماغه ټکی د شفاهي، عامـيانه، زموخــته
عـاميانه او داســي نورو تر سرليکو لاندي اوډلئ وي . د دې تر څنـــګ، پــــــه
فرهنــــګو کي لغتـــــونه (vulgar) يا مبتــذل
د محتــــــوا او اغېزمندۍ پر بنسټ هم پر بېلابېلو ډلو يا کټګورييو ويشل کيږي؛ لکه
: د سپــــــکاوي او بې آبۍ
،په نـــــــرمــه او پسته بـڼه (jocular)، طنزيه يا خندني کليـمات(derogatory/pejorative)
ښکارندوی ټکي
او داسي نور.(euphemistic) بيانوونکي ټکي
د يوه ټکي عادي او اليشېدونکي يا متغير ليکدودونه . :(Spelling) - املا
: د يوه لغت ريښه او تاريخچه .(Etymology) - ريښه پېژندنه
: د يوه ټکي د استعمال تکرار او دفعات (فريکوينسي) او پـه ځيــنو حالاتو کـــــــي
منعه (Usage) - استعمال
(Hudson 1988)حالتونه . (taboo) سوي يا نه استعمالېدونکي
پوهـــــاند هډسن د کليـــــمو د استعمــــال محدوديــــتونه؛ لکـــــه د رســمــيت
مراتـــــب او د موضــــــوع ساحــــه
دشرايطو او مـــــواردو تر عنــــوان لاندي راوستي دي . د پروفيسر هــــډسن د
استعمال(Subject Domain)
ته ځانګړې سوې ده، چي ځینو ته يې په فرهنـــګو کـــــي لږو ډېر کــټــــګوري هغو
مــــتفرقه مالومـاتو(usage)
ځای ور کړل سوی دئ . په دې ډله کي لومړني مالومات د يوه ټکي د استعمال د تکرار يا
فريکوينسۍ په اړه دي . تر دې وروستييو کلونو پوري، چي د لــــغوي زېرمو د
ســــاتـــني او استعمال په مقصد له کمپيوټرو څخه کار اخيستنه نه وه پيل سوې، د
کليــــمو د فريکوينسۍ په باره کي د باور وړ مالوماتو ترلاسه کول ډېـــر ګـــران ؤ.
د پروفيسر هډسن د مالـــوماتو په ډله کي دوهم توکی د هغه عُمر يا سِن يادونه ده، چي
يو کوچني په هغه کي د يوه ټکي له مفهوم او مانا سره اشنا کيږي . د پاشلو مالوماتو
دريــــم توکی د يوه ټکي د استعمــــال د هغو خـــــاصو مواردو او مناسبتو پــه
ګـــوته کول دي، چـي پـــه کلتوري لحاظ يې ځانګړی ارزښت پيدا کړی وي . دغــــــه
راز مالومات زياتره په هغو ماخــــذونو او شواهدو کي نغښتي وي، چــي د يوه ټکي د
اِستناد په موخــــه وړانـــــدي يـــادوَنه ده، چي د پام وړ ټکي د (clich�s) کيږي
. په دغه راز خورو ورو مالـوماتو کي څلرم قلم د هغـــــو کلېشو
استعــمال موارد بيــــــانوي . په پـــــای کي د دې مالوماتو پينــځم قلم، د
بېلابـــېلو ټــکو پــــه اړه د بنـــديزونــو او
ښوول دي .(taboos) ممـــنوعــــاتو
پر خلاف د کليمو او جــوملو مانوي اړخ ته ډېر پام کيږي . په دې مانا چي(syntax) په
لغتپوهنه کي د نحوي
کېدای سي يو جومله د نحوي د اصولو او قواعدو له پلوه ســمه وي؛ خــو د لغتپوهني له
پلوه بې مانا او ناسمه و برېښي؛ مثلاً � ستا سپين خيـــــالونه اوږدې لاري وهي.
�يا� دا رنګين ظلمونه به کور په کور ښادي جـــوړه کــړي . � پــــه دې دواړو جوملو
کي د نحوي د اصولو له مخي څه تېروتنه نسته؛ فاعل، مفعول او نوري ګرامــري برخي ګرده
پر خپلو ځايونو راغلي دي؛ خو د لغتپوهني د قواعدو له مخـي سمي او معقولي نه دي؛ ځکه
دواړي جوملې له خپل سم ګرامري جوړښت سره سره بيا هم سمه مانا نه افـــاده کوي يا
پـــه دې انګــــرېزي جومله کي :
Colourless green ideas sleep furiously.
لکه څنګه چي ليدل کيږي دا جومله هم د انګرېزي ژبي له ګرامر سره بشپړ ســمون لري؛
مګـر د لغتپوهني د اساساتو له مخي د منــلو وړ نه ده . د دې خبـري مانا دا ده،
چـــــي د لغتپوهني او نحوي اصـــول يو له بله توپير (Jackson and Amvela 12.) لري
.
د پروفيسر هډسن په مقاله کي راغلي موضوعات په واقعيت کي د انګـــرېزي ژبي د عامو
قاموسو ځيني مهم اصول او قواعد بيانوي، چي د نړۍ د نورو ژبو له قــــاموسو او لغوي
زېرمو سره د موضــوعاتو د بېلوالي او څرنګوالي پر بنسټ څه نا څه توپير لري؛ ځکه د
نړۍ بېلابېلي ژبي د ودي او پرمختګ په يوه پړاو کي نه دي؛ له بله پلوه د هري ټولني
خلګ له ځينو مشترکو ځانګړتیاوو او ضرورتونو تر څنګ خپلو خاصو فکري، فرهنګي، تاريخي،
اجتماعي او اقتصادي مشخصاتو ته په پام سره، راز راز اړتياوي او غوښتني لري، چي
قاموس ليکوونکي يې بايد په خپلو اثارو کي، په بشپړ دقت او امانت رعايت کړي