مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په لغت جوړوَنه کي د پېښه ګرۍ زيانونه


ايراني لغت جوړونکو له کلونو کلونو راهيسي د پاړسي ژبي د سوچه کولو افراطي هلي ځلي پيل کړي دي . هره ورځ د عربي، تورکي، هندي او اورپايي کليمو د ژباړي په لړ کي د ماشين په څېر پاړسي ټکي را باسي؛ او بيا يې په پياوړي سياسي، فرهنګي او اقتصادي ځواک سره نه يوازي په ايران؛ بلکي په افغانستان، تاجيکستان او ځینو نورو پاړسي ژبو سيمو کي ترويج او خپرولو ته ملاوي تړي . له څه دپاسه دېرشو کلو راهيسي اوس د پاړسي ژبي او فرهنګ پر شوونيستي ترويج سربېره، د شيعه مذهب د پراخولو او سياسي نفوذ له پاره ليوني کوښښونه هم، له دې خطرناک جريان سره ملګري سوي دي . دې افراطي تلاښونو نه يوازي زموږ د خلګو روانه او خوږه پاړسي (دري)په بې خونده ايراني رنګ لړلې ده؛ بلکي پر پښتو ژبه او ادب يې هم ډېري ناوړه اغېزې ښندلي دي؛ ځکه زموږ ځيني پېښه ګر ژبپوهان، اديبان، ليکوال او ژورنـاليستان هم نن سبا، د پښتو ژبي پراخو علمي، ادبي او کلتوري زېرمو ته په شا ګرځولو سره د ړندو په شان د ايـرانيـانو وضعه سوي کليمې، ترکيبونه او عبارتونه هو به هو پښتو ته اړوي؛ او وياړي چي ګوندي پښتو يې د پاړسي، عربي او نورو ژبو له اغېزو ژغـورلې ده؛په داسي حال کي چي په خپلو ناوړو، زموخته او کړکېچنو تقليدي لغت جوړونو سره يې زموږ د مندو او پلرونو ساده او خوږه پښتو، تـر بل هر وخت، په پردو ژبو پوري تړلې ده؛او په دې ناوړه کار سره يې د هغې د طبيعي ښکـلا او ادبي - علمي پرمختګ مخه نيولې ده. دا ښاغلي واضعان په دې نه پوهېږي، چــي زموږ نـــوي ټـــکي او ترکيبونه بايد هيڅکله له پښتني تومني څخه بې برخي نه وي . هغه ټکــــي، عبارتـــونـــه او تعبيرونه چي بې پښتني روح يوازي د پښتو په يوه بدخونده او لغوړن ظاهري رنګ لړلــي وي، هيڅکله پښتني نه ګڼل کيږي . له دې کبله بايد پښتنانه ليکوال، مؤرخان، ژورناليستان او عام خلګ ان د پردو نومونو په ليکلو او تلفظ کي هــــم د ګاونډييو ژبو پيروي ونه کړي؛ ځکــــه پــه پاړسي، عـــربي، اوردو او ځينو نـــورو ژبو کـــــي د تلــــــفــظ او امـــــلايـــــي سيسټم د نېمګـــــړي جـــــــوړښت له امله، حتـــا په نــــــــومو کـي هم بـــدلــون راځي؛ لکه
،(Jackson)، جګـسن(Clinton)، کلـينټن(Paul)، پول(Mc Chrystal) په پاړسي کـي، چي د مک کـرسيټل
د �مک کريستال�، �پاوِل�، �کلينتون�، �جګسون�، �ايستيفان� او داسي نورو نومونه (Stephen) سټيوون
او داسي نورو په څېر تلفظ کوي .

،(Caroline)،کېـــــره لايـــن(Catherine)، کـاتــــــــرين(Paddy Ashdon) په اوردو کـــي پـــــــاډي اشـــــډان او داسي نور نـومـونه د �پېـډي اېشډان �، �کېترين�، �کېرولاين �،�چارلَس � پـه بڼه وايي .(Charles) چارلْس
د �فيکتوريا�، او داسي نـوري کليمې(Pretty)، پريټي(Vicky)، ويکــي(Victoria) په عربي کي ويکټوريا
�فيکي�، �بريتي� او داسي نورو په ډول تلُفظ کوي ، چي د دغو ټکو له اصلـي انګرېزي تلفظ سره ډېر توپیــر لري .

ايرانيان د توحيد، توبيخ، توضيح، توليد او داسي نورو په څېر کليمې د�ت�په پېښ وايي؛ حال دا چي سمه بڼه يې د�ت�په زْوَر يا فتحه ده. د املاوو دغو څو بولګو او مثالو ته وګورئ، چـي ايراني پاړسي ژبو له ځينو پردو ټکو څخه څه جوړ کړي دي : آفريقا، آلمان، آمريکا، الکل، ايتوپي، پروتيين، تيروييد، تلفن، دُلار، دمـــکراسی، ژاپـــن، سيمپاتيک، کپی، کُت و شلوار، کُره، مبل او داسي نور.

انسان هک پک سي، چي د افريقا، المان او امريکا په تلفظو کي خو له لـــويــه سره د�آ�ږغ نسته، نو ايرانيان يې د کوم منطق او دليل له مخي په ليکنه کي له ځانه په کښېباسي؟ اما د خپلي جعل سوي ليکدود پر خلاف يې د � ايمريکا � په بڼه وايي . بـله په زړه پوري لا دا چي د اوروپايي ټکو په تلفظ او املا کي د کوم عقل او منطق پر اساس د عربي ژبي لــه اعراب څخه کار اخسيتل کيږي؟! ټول پوهيږو، چي ايرانيان خو درګرده په پاړسي کـــي د مأنوسو او اشنا عربي ټکو پر ځای خپلي حق او نا حق پاړسي کليـــمې دروي، دلتـــه بيا څه وسوه، چي د کليماتو په تلفظ او ليکدود کي د خپلي ژبي پر اساساتو تکيه نه کوي؟ زمـــا په دې خبره سر نه خلاصيږي، چي ايرانيان د�کاپي�،�کوټ/کوت�،�ډيموکراسۍ/ ديموکراسۍ� او داسي نورو په شان اوروپايي ټکي ولي د�کپی�،�کت�،�دمکراسی�په بڼه ليکــي؛ خو د�کوپي�،�کوت�،� ديموکراسی� په بڼه يې وايي. په پاړسي ژبه کي د�و� او �ی�په کارولو سره دا ستونزه، په ډېري اسانۍ سره له منځه ځي!

عربان که د کلیمو په تلفظ او ليکدود کي له اِعراب څخه کار اخلي، دا خو د هغـــوی د ژبي نه بېلېدونکې ځانګړتيا ده. موږ پښتنو، پاړسي ژبو او داسي نورو خلګو ته د اوروپايــــي ټکـــــو په تلفظ او املا کي د عربي
اِعـــراب د کار اخیستني اړتـــيا څه ده؟ په بله وينا، پر مـوږ پښتنو او دري ژبو چا ايښي دي، چي کوټ/کوت
د�کــټ/کــت� په بڼه ولیکو؛ اما د�کوټ/کـوت �په بڼه يې و وايو. په اوسنۍ پاړسي کي د�تخت �په (coat)
مانا د�کت� کليـــمه اوس بېخي مړه ده، نــو ځکه خلګ د �کورتۍ�يا�بالاپوښ�او داسي نورو په مفهوم د�کت� له کليمې سره د هغه په التباس چندان نه پوهېږي؛ مګر په پښتو کي خو د کُټ (پوښاک) او کټ (تخــت)يــــو راز ليکل د مانا له پلوه لـــــويه سرخوږي او ګډوډي پېښوي؛ ځکـه پښتو ژبي خــــو د پاړسي پر خلاف د�کټ/کت � کليمه تر اوسه په ژوندۍ بڼه خوندي کړې ده.

زموږ د ژبــــي فينـــالوژيــــک خصوصيتونه هيڅکله له دغه راز تلفظونه او املاوو سره سمون نه لري . د همــدې استــدلال پربنسټ پښتنو ته نه ښايي، چي د داسي نومونو په تلفظ کي هم د نورو ژبـــو پرناسمو لارو پـــل کښېـږدي؛ ځکه پښتو د دغه راز نومونو په اصلي او کره تلفظ کي د ږغپوهني د اساســاتو له پلوه هيـــــڅ مشکل او ستونزه نه لري . موږ چي د انګرېزانو په ډول�کوټ� ويلای او ليکلای سو، څه اړتيا لرو چي د ايرانيانو او نورو مقـــلدانو د ناسم تـــلفظ او ناسمي املا په پيروۍ�کت�و وايو او ليکو؟ که د ايرانيانو کاپي تر اصل اسانه او کره وای، بيا يې په ويلو او ليکلو کي هيڅ عيب او نيمګړتيا نه ليدل کېده؛ مګر اوس قضيه کاملاً سرچپه ده.

هماغسي چي په وينګ او ليکدود کي د پردو بې ځـايه پيروي له علمي ارزښتونو سره اړخ نه لګوي، په پټو سترګو د پردو د هري نوي کليمې، ترکـيب او اصطلاح منل هم هيڅ معقول او منطقي تاداو نه لري. زموږ په نوو ټکو، ترکيبو او اصطلاحاتو کي بايد تر ډېره حده زموږ د خپلي ژبي جوهر او اصالت ګډ وي. که نه نو په پردې رنګ لړلي ترجمه سوي ټکي د ګټي پر ځای تاوان رسوي. موږ باید په دې کار کي د ړانده چلند او پېښه ګرۍ پر ځای له خپلو ادبي او علمي اثارو، لغوي زېرمي، فرهنګي ميراثو او تر ټولو مخکي سلا مشورې څخه کار واخلو. د دې ټــولو باريــکو او حساسو علمي مسألو چاڼ کول او روښانه کول، د عصري قاموس ليکني له مهمو اصولو څخه ګڼل کيږي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery