د تاريخي معيار له مخي د ماناوو اوډنه لکه څنګه چي له نامه يې ښکاري د کليمو د
بېلابېلو ماناوو د تاريخي تسلسُل پر اساس کيږي . ياني لومړی هغي مانا ته ځای ورکول
کيږي، چي له تاريخي پلوه زوړوالی يا قدامت ولري؛ او بيا په وار سره د نورو ماناوو
يــــــادونه کيږي؛ مثلاً �بړېڅ�تر هر څه مخکي د پښتنو يوه مشهوره قبيله ده. وروسته
پــه دې قبيله کي د�فتـح خان/پتې خان بړېڅ�په نامه يو څوک پيدا سو. دا سړی له خپلو
شپېتو سرتېرو ملګـرو سره هندوستان ته ولاړ. د پتې خان بړېڅ ملګرو په هندوستان کي
ډېري مړاني او سرښندني وکړې . له دې تــاريخي پېښو سره د�بړېڅ�ټکي، چي پخوا يوازي د
پښتنو د يوې ځانګړي قبيلې دپاره استعمالېده، وروسته يوه بله مانا هم ومونده، چي په
مجازي ډول د تېروني یار، ملګري او همکار په مانا ده (حبيــبي، �د پښتو لغوي
تطور،�کابل ۱۲۸). �شاهد� په عربي ژبه کي د�شهود� له ريښې څخـــــه د ليدونکي په
مانا دئ . په پاړسي کي يې وروسته دمعشوق اومحبوب مفهوم وموند. لکه څنګه چي خواجه
شمس الدين محمد حافظ شيرازي (په ۷۹۱ هـ ق کي مړ) د�شاهد�کليمې همدا مانا داسي
بيانوي :
در کار گُل و گلاب حُـــــکم ازلی اين بـــود
کان شاهد بازاری و اين پرده نشين باشد
(حبيــبي،�د پښتو لغوي تطور،�کابل۱۲۸).
البته د�شاهد�شرعي اوفقهي هم مانابېله ده.
د لوی استاد - ارواښاد علامه حبيبي( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م �۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م )له لغوي څېړنو
سره سم، په پاړسي کي د�دهقان� ټکی د مغولو تر عصره پر آريايي نجيب زادګانو او د
مځکو او کلو پرمشرانو اطلاقېده؛ او د هر ځای مشرته به يې�دهګان�وايه . لکه څنګه چي
ابوالقاسم فردوسی په شاهنامه کي د �دهقان�کليمه په همدې مانا راوړې ده:
زگُفـــــتار دهــــقـان بياراستـــــم
بدين خويشتن را نشان خواستم
عربو ايران ته په ورتګ سره، ځايي ملوک الطوايف د�دهاقين� په نامه يادکړه؛ ځکه چي
همدا ملوک الطوايف د مځکو خاوندان وه. وروسته ګورو چي دا کليمـــه پرمطلـــق
کښتګــــــرو يا کروندګرو هـــــم اطلاق سوه. په پاړسي کي اوس د�دهقان� دوهمه مانا
(بزګر، زارع، کښتـګر، کروندګـر) ډېره مشهوره ده. لوی استاد وروسته په پښتو کي
د�دهــقان� دکليمـــې مانــــــوي تطور ته داسي اشاره کوي : �ځکه چي پاړسي ويوونکي
خلک اکثر زارع وه، او هـــــم دهقانان د دوی مشران وه،او دوی به پاړسي ويله،نو په
پښتو کي دا کلمه مفغنه سوه هــــم صورتاً هم معناً. پښتنو د پاړسي'دهګان'او د
عربي'دهقان'،'دېګان'کړ. جمع 'دېګــــانان'. دوی اوس دېګان مطلق پاړسي زبان بولي، او
هرڅوک چي پاړسو وايي،دوی وايي دېګان دئ . دپښتنو دغه مخصوصه معنا ګويا ددې کلمې
دريم تطور دئ .� (حبيــبي،�د پښتو لغوي تطــــور،� کابل ۱۲۹).
�نماز� او �لمونځ �هم په پيل کي د تعظيم او درناوي په مفهوم وه، چي وروسته دصلاة په
مانا استعمال سوي دي؛ د مثال په توګه د فردوسی په دې بيت کي د احترام او تکريم په
مانا:
زمين را ببوسيد و بردش نماز
همــی بود پيشش زمــــان دراز
عبدالحي ګردېزي (دپينځمي هجري پيړۍ د لومړۍ نيمايي نوميالي مؤرخ)په �زين الاخبار�
کي راوړي دي : �چون امير را بديدند همه نماز بردند...�
لمونځ يا نمونځ د خوشال خان خټک ( ۱۰۲۲- ۱۱۰۰هـ ق) د دې بيت په لومړۍ ميسره کي د
فعل په بڼه د احترام او تعظيم په مانا او په دوهمه ميسره کي د اسم په بڼه د لمانځه
يا صلاة په مانا داسي راغلئ دئ :
خــــدای هـغه په دواړو کـــــونو دي نمنځلي
چي په ورځ يې عدل و داد، په شپه نمنځونه
د دوست محمد کاکړ په دې بيت کي د لمانځه يا صلاة په مانا:
شپې يې تېري په لمانځووي
پـــه ژړا او پـــــــه نـــــارو وي
***
يوه ورځ جهاد افضل
ترکلوکلو لــــمانځـل
(حبيــبي،�د پښتو لغوي تطور،�کابل ۱۳۰).
د�موخی/مُخی� ټکی د پښتو ادب د منځنۍ دورې په زياترو اثارو کي د برابر، سيال، ساری،
نظير، جوړه، مانند، مثال او داسي نورو په ماناوو راغلئ دئ؛ لکه د خوشال خان خټک په
دې بيت کي:
که هرڅو ښايسته يې نه يوسف يې د کــنعان
که هرڅو ډېر هوښيار يې نه مُخی يې د لُقمان
(د خوشال خان خټک د ديوان خطي نسخه)
په دې بيت کي له ورايه ښکاري، چي د�موخی�کليمه د نارينه دپاره کارسوې ده؛ اما همدا
کليمه اوس دپښتو په لوېديځه لهجه کي د�موخۍ� په بڼه يوازي د هغـو ښځو دپاره
استعماليږي،چي په خپله کورنۍ کي د يوې واده سوي ښځي په عوض کي د هغــې خپلوانو ته
وديږي؛ مثلاً کندهارۍ ښځي وايي: �پلانۍ يې د ورېنداري په موخۍ کي ورکړې ده �يا�
پلانۍ د بيستانۍ موخۍ ده �. له دغـو جوملو څخه څرګنديږي، چي د�موخی�ټکی هيڅکله د
سيال،ساري، جوړه او داسي نورو په مانا د نارينه وو دپاره نه کـــــاريږي . د کليمې
په مانا کي دا بدلون يو تاريخي بدلون دئ ، چي يو عام او کُلي مانا يې په يوې ټاکلي
او مشخصي ډلي پوري محدوده کړ ېده.
قاموس ليکوونکي بايد په خپلو اثارو کي د تاريخي قدامت پر بنسټ د ځينو ټکو په مانوي
پولو کي د بدلون او اوښتون دغه راز مثالونه، په غوَر سره رعايت کړي .
په اوسنييو فرهنګو کي زياتره کوښښ کيږي چي د کليمو، ترکيبو او اصطلاحاتو د
مانـــــاوو له اوډني سره د هغو د منطقي ارتباط او پرمختګ د اصولو په رڼا کي، چال
چلند وکړي . د پرمختګ اصل په دې مانا، چي له مرکزي او محوري ماناوو څخه د نا اشنا
او نامأنوسو ماناوو يــا له ډېرو مشخصو او پېژندل سوو ماناوو څخه د ډېرو انتزاعي او
مجازي ماناوو پر لور پرمختګ وســي. دغه راز پرمختګ عمدتاً د کليمـــــو د تاريخي
بـدلونو (Jackson and Amvela 207) او د مانا د تکرارېدونکي استعـــمال دوه ګوني
اړخونه منعـــــــکسوي .
په ژبه او ادب کي بايد، د کليمو د ډېر يا لږ استعمال مسأله، څنګه روښانه سي؟
له ډېرو وختو راهيسي په ځينو ژبو کي د احصاييوي قاموسو تأليف دود سوی دئ، چي د ژبو
دعامو قاموسو مؤلفان د کليمو د لږ يا زيات استعمال د مالومولو په مقصد له هغو
څخــــه ګټه اخلي. په پښتو کي هم د نړۍ د نورو پرمختللو ژبو په څېر څو لسيزي مخکي د
احصاييـــــوي قاموس تاداو ايښوول سوی دئ؛ خو داسي قاموسونه تر هغه مهاله د بشپړ
ډاډ او باور وړ نـه دي، چي په هغو کي را غونډي سوي احصاييې او مالومات پر د قيقو
کمپيوټري پروګرامو متکي نه وي