لکه مخکي چي هم و ويل وسوه، په قاموسو کي د را غونــــــډو سوو کــليمو،
ترکـــيبــــو او اصطلاحاتو تعريفونه بايد په داسي بڼه وړاندي سي، چي له يوې خوا
ټــــــــول همـــــډوله او همجنسه شيان په ځان کي شامل کړي؛او له بلي خوا ګرده هغه
شيان له ځانه ليري کړي، چي د مانا او مفهوم له پلوه توپير ور سره ولري(جامعيت او
مانعیت). په خواشينۍ سره ځيني نوي کليمې او ترکيبونه د جامعيت او مانعيت له
ځانګړتیاوو څخه بې )دپاره د�فرودگاه�ترکـيب airport) برخي دي؛ د مثال په تـوګه
ايرانيـانو د هوايي ډګر يا هوايي ميــــــدان دئ جوړ کړی؛ خو لکه څـنګه چي ګورو دا
نوی ترکيب هغه مفهوم په بشپړه توګه نسي افـــاده کولای، چــــي پــــه
�هوایي ډګر يا هوايي ميدان�کي نغښتی دئ؛ ځکه �فرودگاه�د حقيقي مانا له مخي د کښته
کــېدو ځای ته ويل کيږي . د�فرود�کليمه د پاړسي په پخـــــوانييو متنو کي د هغـــه
ځــــای په مفـــــهوم استعمال سوې ده، چي کاروانيان به د هوسايني يا نورو اړتياوو
د ليري کولو دپاره هورې کښته کېده. د�فرودگاه�مفهوم د لغوي مانا پر اساس ډېر عام او
ارت دئ؛ ځـــــکه د دې ترکــــيب په لوستلو سره، څوک وار دواره نه پوهـــېږي، چي د
کـښېنستو له ځــای څخه، ايا د انسانــانو کښته کېده مُراد دي که د څاروييو، مرغانو
او يا نــورو موجــوداتو؟ سربېـره پر دې که �فرودگاه�د الوتکو د کښته کېدو په مانا
و هم منل سي، سره له هغه هم د ايــــراني لغت جوړونــکو په دې ترکيب کي د الوتکو یا
طيارو د الوتو د ځـای (چي په پاړسي کي يې پروازگـــــاه، فرازگــاه يا برخاستگاه
بللای سو) هيڅ درَک نه مالوميږي؛ په داسي حال کي چي په هـوايي ډګر يا هوایي
مـــــــيدان کي د الوتکو د کښېنستو تر څنګ، د هغو د الوتځي (پروازګاه)مفهوم هم
نغښتی دئ . پـه دې توګه ګورو، چـــــي د هوايي ډګــــر يا هوايي مـــيدان دپاره
د�فرودګاه� مانا نيمګړې او ناموزونه ده. دغـــــــــه راز، ايرانيـــان عکس )تـــــــه�دوربيـــن
وايــــــي�؛ حـــــال دا چــــــيcamera اخيستونـــکي آلــې یـــــا د
انګــــرېــــــزي ژبـــي کېـــمرې(
يا ليرليد(ليري+ليدونکی)کامــــــــلاً بېله وسيله ده. کيـــــــمره/ کـامره د
عـــــکس يــــا(binoculars) دوربين
تصوير اخيستو آله ده، چي د�دوربين�يا�ليري ليد�په مانا يې استعمال سم او پر ځـــای
نه برېښي . هر څوک پوهېږي، چي کېمره/ کامــره اصلاً د ليــري شي يا ليري ځای د
ليــــدو په خــــــاطر نه کـــــاريـــږي . دوربين/ ليري ليد عموماً د نسبتاً ليري
شيانو او منظرو د ليدو دپاره او د ډېرو ليري شيانو لکه ستورو، سپوږمۍ او نورو
څخه استفاده کيږي . بالعـــکس، ايــرانــــيان(telescope) سـماوي جسمونو د ليدو په
موخـه له ټيليسکوپ
هغه څه تـه چي مـوږ يې دوربين يا ليــري ليد بولو، د�دو چشمه، دوچشمی، دوربيـــن
دوچشمه� ټکـي کـاروي .
(Aryanpur, Abbas & M. Aryanpur 199)
د نړۍ والــي ترکيبـــــي کليمې پر ځای (e-mail) ګرانو لوستونکو ته به څرګنده وي،
چي ايـــــــرانيانو د ايميل
د �پست/ پوست اليکترونيک�ترکيب غوره کړی دئ . سړی هيــڅ نه پوهېږي ، چي ايرانيانو د
کوم منطـــــق او
تعقل له مخي د يوې لنډي، ساده، اسانه او عـــامي کليمـــې پر ځای داسي ترکيب وضعه
کړ، چي د عموميت پر ځای نامأنوس، د ســـادګـــۍ او اسانۍ پر ځای ګران او په پای کي
د لنډوالي پر ځای اوږد دئ . عجبه خــــو لا دا چـــي ايرانيانو د ايمیل انګرېزي
ترکيب ته دا ځل ولي د خپلي متعصبي کړنلاري پر خـلاف، د کوم جعل کړي پاړسي ترکــيب
پر ځای، بيرته انګرېزي ترکيب غوره کړ؟ اياڅوک له داسي لغت جوړوني سره موافقه کولای
سي، چي انګرېزي ټکو ته پاړسي، پښتو يا داسي نورو ژبو کي بيرته انګرېزي ټکي وضعه
کوي؟
د همدې استدلال پر بنسټ د �هوايي ډګر يا هوایي ميدان� دپاره د
ايرانيانو�فــــــرودگاه�، د کامرې دپاره �دوربين� او د ايميل دپاره د�پست/ پوست
اليکترونيک�نه د مـــانا د جامعيت او مانعِيت له پلوه د منلو وړ دي؛ او نه هم د پام
وړ ماناوو د افاده کولو له پلوه، وړ او موزون . �دوست دختر�، �دخترخانم� ،�صدا و
سيما�او داســـــي نور هم له هغـــو ترکيبو څخه دي، چي د جامعيت او مانعيت اصل تر
پښو لاندي کوي . د �نيولوجيزم او قاموس ليکنه � تر سرليک لاندي په دې اړه څو نور
ټکي هم وړاندي کوو.
په پښتو قاموسو کي هم د نيمګړو او ناسمو تعريفو مثالونه خورا ډېر دي؛ مثلاً د
افغانـــستان د عـــلومو
اکاډيمۍ په پښتو- پښتو تشريڅي قـــــاموس کــــي د �هندو� ټکي ته دغه ماناوي کښل
سوي دي :
۱د غير مسلم قوم نوم، د هندوستان اوسېدونکی.۲تور خال (امرخېل او نور،۴:۳۰۵۲).
د �هندو� دپاره په مخکني تعريف کي دواړي ماناوي په ډېري کمزورۍ ســره بيان ســوي دي
. لومړۍ مانا د غير مسلم قوم غړی او د هندوستان اوسېدونکی�هندو�بولي؛ په داسي حــال
کي چي په غير مسلمانو قومو کي يهود، نصارا، زردشتي (چي د هند په ټوله نيمه وچه
کــــي يې 'فارسي' بولي)، سيکهـ او ډېر نور هم شامل دي . له بله پلوه د هندوستان هر
اوسېدونکی هم هندو نه دئ . بې شکه چي په هندوستان کي د وګړو لویه برخه هنـــــدوان
دي؛ خـــــو د هندوانو تر څنګ، په لسګونو نور قومونه او نژادي ډلي هم ژوند کوي .
سربېره پر دې ، ښايي په پښتو ادب کي چيري�هندو�کليمه د تور خال په مجازي مفهوم
راغلې وي؛ خو دا مانا عامه او مشهــــوره نه ده. له دې امله بايد د معتبرو شواهدو
او مدارکو په ښوولو سره مستنده سوې وای، تر څو په دې ډول د قاموس لوستونکو ته
مالومه سوې وای، چي�هندو�کليمه واقعاً هـــــم پـــه اړونده ادبي، علمي يا تاريخي
متن کي د تور خال په مــــفهوم استعمال سوې ده. دغه راز، د پښتو- پښتو تشريڅي
قـــــاموس د(ب) د برخي ليکوال د�ببر� د په پېژندنه کي داسي کاږي : � هغه زمری، چي
په غاړه او اورمېږ يې لوی لوی وېښته وی .�(امـــــرخېل او نور،۱: ۱۹۲). دا تعريف هم
د هايپانمي له نظره دقيق او معقول نه دئ؛ ځکه لیکوال په څرګنده �ببر�او �زمـــــری�
دواړه يو حيوان ګڼي؛ ځکه د ده د تــــعريف له مخي�ببر�د�زمري� هغه ډول دئ، چــي پر
غاړه
(lion) لوي وېښتان ولـــــري .حال داچــي �ببــــر�او�زمــــری� د پيشـــي د کورنۍ
دوه بېل حـيــوانات دي . زمـری
(tiger) نه يـوازي پر غـاړه، څــــټ او اوږو ژړ- نســـــواري رنــــــګه ويښتان
لري، بلکــي لکۍ يـــــې هـــم تـــــر ببر
ببره وي . حتا زمرۍ چي د ويښتو له پلوه تر نر زمري لغړه ښکاري، هــم په ټول وجود کي
تر �ببر� زيات ويښتان لري . �ببر� د �زمــري� پر خلاف په غاړه، څټ او لکۍ کي
ويښتـــان نــه لري؛ خو د وجود پـر عمدتاً نارنجي رنګه پوستکي يې په ټولو برخو کــي
په بره اوږدې توري اوسپيني ليکي(د ځينو سيمو ببر پر سپين پوست په بره توري اوږدې
ليکـي لري)ليــدل کيږي . �زمری� زياتره په افريقا او جنوب - لوېديځه آسيا؛ په داسي
حال کي چي�ببر� زياتره په سوهيلي او ختيځو اسيايي هيوادو کي پيداکيږي .�ببر� د
اوږدوالي او غټوالي له پلوه تر�زمري� يو څه اوږد او غټ دئ . د پيشي د کورنۍ د دې
دوو بېلو حـيواناتو تر منځ په ډېرو نورو ځانــــــګړتیــاوو او مشخصاتو کي هم
توپيرونه سته، چي بايد په روښانه او واضح ټکو کي بيان سي. زموږ په ژبـــه او ادب کي
د مجازي ماناوو له اړخه، �زمری� زياتـره د زړور، مــېړني، غښتـــلي، پيــاوړي، نــه
ماتېدونکي، پر شانه تلوونکي، بې باکه او داسي نورو په مفهوم کاريږي؛ حال داچي�ببر�
په ځينو اوروپايي او ختيځو ژبو کي د وحشي، ظالم، بې رحمه، بې عاطفې، سخت زړي او
داسي نور په مفهوم، پراخ استعمال لري . په دې توګه، په پښتو - پښتو تشريڅي
قـــــاموس کي د�ببر� تعريف لوستونکو ته سم او کره مالومات نه وړاندي کوي . د داسي
ټکو شمېر په پاړسي، پښتو او نورو ژبو کـي تر انـده پاس دئ، چي را ټولول او څېړل يې
د دې ليکني تر حوصلې وتلئ کار دئ .
په قاموس ليکنه کي د تعريفو د جامعيت او مانعيت په اړه د دې ټکي يـــــادونه هم
ضروري ده، چي کله کله د پردو لغتو او اصطلاحاتو بېلابېلي ماناوي او استنباطات، د
پښتو يا پاړسي پـه يـوه ځانګړې کلیمه کي نه ځاييږي . په بل عبارت په پښتو، پاړسي يا
بله دوهمه ژبه کي يوې پردۍ کليمې يا ترکيب ته داسي ټکی نه موندل کيږي، چي د هغې
ټولي ماناوي په دقيقه تـوګه روښانه کړي . په داسي حالاتو او مواردو کي بايد د دغه
راز پردو ټکو د مانا بېلابېل اړخــــونه د نورو ټکو او ترکيبو په مرسته روښانه سي؛
لکه د انګـــــرېزي ژبــــــي
کليمه ،چـي د پرېښوولو، تشولو، لاس اخيستلو، درولو او بې پروايۍپه څېر کاملاً بېلي
او �abandon�
نسي کولای د دې انـــــګرېزي ټکي ټولــي ماناوي په ژوره جلا ماناوي لــري؛ او د
پښتو يوه يا دوې ماناوي
بالعکس، په پاړسي او پښتو کي هم داسي ټـــکي په پېخر دي، (Gilmour 1) او هراړخيزه
توګه بيان کړي .
چي ګرده ماناوي يې د دوهمي ژبي د يوه ټکي په مرسته نسي افاده کېدای؛ مثـلاً د
پښتو�تور�کليمه، چي ماناوي يې په پاړسي کي يوازي په�سياه� ټکي کي نه خلاصه کيږي .
پښتانه دا ټکی پر تور(سياه)رنګ سربېره د تومت/تهمت،تومتي،تورن،جال او بېري په
مانــــاوو هم کاروي . په پاړسي کي د�درد�کليمه د عذاب، تکليف، سوزش، الم او داســي
نـــورو پـه مفهوم کاريږي؛ خو په پښتو کي همدا�درد�پر يادو سوو مانــاوو سربېره د
قهر، خروښ،خښم، غوسې،غضب او داسي نورو په مفهوم هم کاريږي؛ مثلاً ويل کيږي: �پلاني
ته درد ورغلئ دئ .� په داسي مواردو او حالاتو کي د پښتو د�درد� کليمې مانا په پاړسي
کي يـــــوازي د تکليف، رنځ، عذاب، سوزش، الم او داسي نورو په يادولو سره نه د
بشپړيږي .
د همدې دلايلو پر اساس که د يوې کليمې يا اصطلاح ګرده ماناوي د لومړۍ يــا دوهمي
ژبي په يوه ټکي يا يوه ترکيب کي دبيان وړ نه وي، نو قاموس ليکـوونکي تـــه ښایــي،
چي د هغه ټـــــکي بېلابـــېل اړخونه او ماناوي په جلاجلا ټکو او عبارتو کي وښيي.