محترمو وروڼو' دطرېقت اوتصوف له اهدافوڅخه یوبل ستر هدف دادئ چی دطریقت کامل اومکمل استاذان غواړی چه له هغو انسانانوڅخه چه بې تقواوي بې تقواېې لري کړي ،اودبي تقوايي پرځائ دبې تقوا انسانانو په زړو کښي دتقواملکه پيداشی ،اوتقواداسلام په مقدس دين کښي هغه صفت دئ چه له هرانسان څخه يې په ډيرټنګار سره دخدائ اودرسول لله له لوری څخه طلب کيږي ٠اودالله جل جلاله په نزدپه انسانانوکښي ډيرشرافت مند اوډير عزتمندهغه څوک دئ چه ډير متقي اوپرهيز ګاره وي لکه چه الله جل جلاله د (سورۀ حجرات) په ديارلسم ايت کښي فرمايلي دي : ان اکرم کم عند الله اتقا کم > يعني بې شکه ډير عزتمند ستاسي په نزد دالله (جل جلاله) ډير پرهيزګاره ستاسي دئ ٠ محترمو وروڼو ! تقوی په شريعت کي پر < ٧ > قسمه ده ، اول تقوی يعني پرهيز کول له کفر ، شرک ، اونفاق څخه ٠ دوهم تقوی او پرهيز کول دي د بدعت له کارو څخه ، دريم تقوی او پرهيز کول له کبيرو اوغټو ګناهونو څخه ، څلورم تقوی او پرهيز کول له صغيرو او کوچنيو ګناهونو څخه ، پنځم تقوی او پرهيز کول له هغو مباح او روا شيانو څخه چي که انسان په هغو شيانو کښي توغل < انهماک> او ډير مصروفيت وکړي نو د دې انديښنه پيدا کيږي چي په ګناه به اخته سي ، شپږم تقوی او پرهيز کول له مشتبه او پوشيده کارو څخه يعني له هغو کارو څخه چي د هغو کارو په باره کښي د انسان په زړه کښي دا تردد او شک پيداسي چي ايا دابه روا وي او که به نارواوي لکه چي حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله عنه فرمايلي دي : (لا يبلغ العبد حقيقة التقوی حتی يدع ما حاک في الصدر >رواه البخاري في کتاب الايمان ) يعني هيڅ يو بنده و حقيقت ته دتقوی نه سي رسيدلائ تر هغه پوري چي هر هغه کار پريږدي چي دهغه په باره کښي دده په سينه کښي تردد موجود وي ،يعني دا انديښنه يې په زړه کښي وي چي دا کار خو به ناروا نه وي ، دارنګه دسنن تر مذي او سنن ابن ماجه په کتاب القيامة او کتاب الزهد کښي ددې مبارک حديث روايت سويدئ چي : لا يبلغ العبد ان يکون مِن المتقين حتی يَدَع َمالا باس به حذرٌا لِما به البَاسُ ) يعني هيڅ کله نه سي رسيدلائ هيڅ يو بنده و دې مقام ته چي له متقيانو څخه وشميرل سي تر هغه پوري چي پريږدي هر هغه کار چي د هغه په کولو کي کوم شرعي تاوان نه وي مګر خو د دې خطره وي چي که دغه کار وکړي نو بيا به په يوه داسي کار مبتلا سي چي هغه په شرع کښي نالايقه کار وي ٠ اوم (٧) قسم تقوی او پرهيزګاري کول دادي چي انسان له الله څخه غير نور هر څه پريږدي په دې معنی چي هر کار چي که وي که د دنيا اوداخرت کار وي صرف دالله جل جلاله درضا په خاطر يې کوي او بل يې هيڅ مقصد په نظر کښي نه وي نيولئ محترمو وروڼو ! د خدائ تعالی وليان حقيقي پيران ، او طريقت ، تصوف او عرفان د داسي مقدسو اهدافو لپاره کار کوي ، نو تاسي فکر وکړۍ چي له دغي لاري څخه دمنکرو خلګو به څه درجه وي ٠ کامل پير ، او مرشد وخپل مريد ته ګوري چي په تاکښي کوم قسمونه د تقوی موجود دي او کوم نسته ، هر قسم دتقوی چي په ده کښي وجود نه لري نو مرشد يې کوښښ کوي چه په خپله توجه ، باطني فيض ، او په روحاني تعليم سره په همدغه مريد کښي هغه قسم د تقوی موجود کړي ٠
د اولياوو څلرم ( ۴ ) قسم :
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمو ! د الله (جل جلاله ) د مختلفو نومونو د غلبې د ظهور په وجه څلرم قسم هغه
اولياء دي چي د الله پاک د � قدوس � د نامه تجلی اوظهور دده پر زړه باندي غلبه کړې
وي .ودغه قسم اولياوو ته � عبدالقدوسان � ،او وهر يوه ته يې عبدالقدوس ويل کيږي .
ددغو قسم اولياء کرامو خصوصيت دادئ چي الله (جل جلاله ) د دوۍ زړونه له إحتجاب څخه
(يعني له دې څخه چي له خدائ تعالی څخه په حجاب او په پرده کښي سي ،مقدس او پاک
ګرځولي دي ) نو په دې وجه د دوۍ زړونه له الله (عزمجده) څخه سيوی بل شئ نه ځايه وي
. او همدغه قسم اولياء ددغه مبارک حديث قُدسِي مصداق دي چي داسلام پيغمبر ويلي دي
ــ چي الله (جل شانه)فرمايلي دي : ( لا يسَعُنِي أرضِي وَ لا سمائي ،ويَسَعُنِي قلبُ
عَبدِي المؤمن ) يعني نه سي ځايولائ ما ځمکه ځما او نه اسمان ځما،او ځايولائ سي ما
،زړه دبنده ځما چي مؤمن وي .
او پنځم قسم هغه اولياءکرام دي چي د دوۍ پر زړو اندي د الله پاک د � السلام � دنومه
ظهور او تجلی غالبه سوې وي . ودغه قسم اولياوو ته عبدالسلامان ،او هر يوه ته يې
عبدالسلام ويل کيږي . ددغه قسم اولياوو يو خصوصيت دادئ چي الله پاک له غمو ،پريشانيو
او آفاتو څخه سالم کړيدي .
شپږم ( ۶ ) قسم هغه اولياء کرام دي چي ودوئ ته عبدالملکان ،اوهريوه ته يې عبدالملک
ويل کيږي . دا هغه اولياءکرام دي چي ددوۍ پر زړو باندي د الله پاک د �الملک � د
نومه ظهور او تجلې غلبه کړې وي . ددغه قسم اولياوو خصوصيت دادئ چي الله پاک دوۍ د
خپلو ځانو ،او د نورو خلګو مالکان ګرځولي وي ، په دې ډول چي دوۍ په خپلو ځانو کښي ،او
په غير کښي په هغه ډول تصرف کوي چي د الله (جل جلاله ) اراده وي ،او الله تعالی په
هغه امر کړئ وي . اودغه قسم ولي تر نورو ټولو خلګو په شرعي او ديني کارو کښي پر
خلګو باندي ډير شديد او سخت وي .
اوم ( ۷ ) قسم هغه اولياء دي چي د دوۍ پر زړو باندي د الله پاک د�المؤمن � د نومه
تجلی او ظهور غالب سوئ وي ،چي وهر يوه ته ددغه قسم اولياوو عبدالمؤمن ويل کيږي .
ددغه قسم اولياوو خصوصيت دادئ چي په امن او امانتداري سره په اعلی درجه موصوف وي ،اوپه
همدغه صفتو سره يې په خلګو کي شهرت پيدا کړئ وي .يعني هم الله پاک دوۍ له عذابو او
له مصيبتو څخه په امن کړيوي ،او هم خلګ دوۍ دډيري غټي امانتدارئ په صفت پيژني .
اتم ( ۸ ) قسم په اولياوو کښي هغه خلګ دي چي پر دوئ باندي دالله ( جل جلاله ) د �المهيمن�
د نامه تجلی اوظهور غالبه سوئ وي . و هر يوه ته ددغو وليانو عبدالمهيمن ويل کيږي .
ددغه قسم وَلِي يو خصوصيت دادئ چي دَئ هميشه په دې مشاهده کښي وي چي الله (جل شانه)
پر هر شي باندي رقيب ،شهيد او حاضر دئ .اوبل خصوصيت يې دادئ چي دَئ دخپل ځان او د
غير مراقبه،اوڅارنه کوي ،په دې ډول چي و هر خاوند د حق ته خپل حق ورکوي ،او د
الله پاک په دغه مبارک فرمان عمل کوي چي فرمايلي يې دي ( وَاتِ کُل ذِي حَق حَقه )
يعني او ورکوه و هر خاوند دحق ته حق دده . لکه چي زما يو شعر دئ :
وهر حقدار ته خپل خپل حق ورکوه همداسي نورو ته سبق ورکوه
نهم ( ۹) قسم په اولياوو کي هغه اولياء دي چي پر دوئ باندي د الله (جل جلاله ) د �العزيز�
د نومه غلبه سويوي . ددغه وليانو وهر يوه ته عبدالعزيز ويل کيږي . د دغه قسم ولي
خصوصيت دادئ چي د عزت او غلبې صفت په دوۍ کښي ډير ښکاره وي، په دې ډول چي هر څوک چي
دده مقابل طرف وګرځي ،اوهره حادثه چي دَئ ورسره مخامخ سي نو الله پاک غلبه دده نصيب
ګرځوي .
لسم ( ۱۰ ) قسم په اولياوو کښي هغه اولياء دي چي د الله (جل جلاله ) د �الجبار�
دمبارک نومه د تجلي او د ظهور غلبه پرده باندي راغلې وي . ددغه قسم وليانو وهر يوه
ته عبدالجبار ويل کيږي .ددغه قسم اولياوو يو خصوصيت دادئ چي د دوۍ په برکت سره الله
تعالی د هر شي د کسر او نقصان جِبران کوي . ځکه چي الله پاک د خپل دغه مقدس نوم چي
الجبار دئ د تجلې په سبب دده د حال جِبرَان کړئ دئ ،او دَئ يې جابرالحال ګرځولئ دئ
. نوپه دې وجه دَئ د نورو د حال دجبران سبب ګرځي .
يولسم ( ۱۱ ) قسم په اولياوو کښي هغه اولياء دي چي پر ده باندي د الله تعالی د
�المتکبر � د نوم ظهور او تجلې غلبه کړې وي . د اولياوو په منځ کښي ودغه قسم
اولياوو ته ، وهريوه ته له دوۍ عبدالمتکبر ويل کيږي . ددغه ډول اولياوو يوه خاصه
داده چي دوۍ خپل ځانونه د الله (جل جلاله ) په تکبر، کبريا او په لويي کښي فنا
کړيدي ، اوپه اعلی درجه تذلل او عاجزي يې و الله تعالی ته کړې ده . او بل خصوصيت يې
دادئ چي د الله (عزمجده) کبريا ،چي د دوۍ پر ظاهر او باطن باندي يې غلبه کړې ده ،
نو په دې وجه دوۍ پرَته �سيوی� له الله پاکه و هيچا ته د عاجزۍ سر نه ټيتوي ،ماسيوی
له هغه چا چي و دوۍ ته دالله پاک له طرفه داحکم وي چي د هغه په مخ کي دوۍ بايد
عاجزي غوره � اختيار� کړي .
محترموو روڼوپه دې برخه کښي ددې بيان درته کوم چي
د کومو شرطو له مخي يو شخص پیر او مرشد جوړيدلائ سي ؟
محترمو ! يو څوک چي په طريقت کښي شيخ کامل ، مکمل ګرځي ،نوپه ده کښي به خامخا دغه
شرطونه موجود وي :
اول : د ديني علم خاوند به وي ، او په قرآن کريم ،او د نبي عليه السلام په احاديثو
به عالم وي . ځکه چي غرض له دې څخه چي څوک له ده سره بيعت کوي ،اومُريد يې ګرځي
دادئ چي دَئ به و هغه ته (امر بالمعروف او نهي عن المنکر ) کوي ،يعني په فرضو ،واجبو،
سنتو ، مستحبو ،اود خير په کارو به دَئ و خپل مُريد ته امر کوي ، او له ناوړو کارو
څخه به يې را منع کوي .اودارنګه به دَئ و مُريد ته ددې لارښوونه کوي چي په څه ډول
مُريد کولائ سي چي باطني سکون ،او له رذيلو اخلاقو څخه تصفيه او په ښو اخلاقو سره
خپل باطن ښائسته کول حاصل کړي ،نو څوک چي علم نه لري نو هغه کله د دې قدرت لري چي
هدايت دي ويو چاته وکړي .ځکه چي و خدائ ته او د الله تعالی و دين ته رابلل په حکمت
او په موعظه حسنه سره کيږي ، لکه الله پاک چي فرمايلي دي : أُدعوا الی سبيلِ ربک
بالحکمة والموعظة الحسنة ) يعني اې رسوله ! راوبوله خلګ و لاري ته د رب ستا چي دين
د اسلام دئ په حکمت سره او په نيک نصيحت سره .اوپه حکمت او موعظه حسنه سره د خلګو
رابلل بې علمه نه سي کيدائ . اومشائخو د طريقت ټولو په يوه خوله دا ويلي دي چي شيخ
د طريقت به په دې ډول وي چي دده خبري به له خلګو سره يا له قرآن څخه وي ، اويابه له
حديثو څخه وي ، اويا به دمشائخو له حکايتو او واقعاتو څخه وي .
دوهم به داشرط په ده کښي موجود وي چي عدالت اوتقوی به لري ،په دې ډول چي له کبيرو
ګناوو څخه به ځان ساتونکئ وي ، او پر صغيرو ګناوو به مُصِر او دوام کونکئ نه وي .
دريم به دا شرط په ده کښي موجود وي چي دَئ به زُهد لري ، يعني له دنيا څخه به مخ
اړونکئ وي ،اود آخرت په کارو کښي به رغبت لري ، اوپر طاعتو او مأثورو ذکرو باندي به
حرص ناک وي ، او له الله جل جلاله سره به د ده زړه په دوامداره توګه په تعلق کښي وي
.
څلرم به داشرط په ده کښي موجود وي چي و خلګو ته به امربالمعروف او نهي له منکره کوي
. په ديني امورو کښي به چشم پوشي ، او إغماض نه کوي .
پنځم به دا شرط به پکښي موجود وي چي د طريقت د مشائخو به يې مُريدي کړې وي ، او له
هغو څخه به يې اجازه تر لاسه کړې وي . ځکه د الله جل جلاله عادت پر دې باندي جاري
سوئ دئ چي يو سړئ تر هغه پوري کاميابه ، مفلِح ، او کامل نه سي ګرځيدلائ چي له
مفلحينو او د کمال له والاوو سره يې صحبت نه وي کړئ .
شپږم به داشرط پکښي موجود وي چي زړه به يې هميشه بيداره وي ،زړه به يې نه بيده کيږي
، په دې وجه چي دَئ حقيقي وارث د حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) بلل کيږي . او
دده مبارک به زړه نه ويده کيدئ ، او سترګي مبارکي به يې بيدې کيدلې ، لکه چي ده
مبارک فرمايلي دي :
عَينَانِي تَنامان َ لا يَنامُ قَلبِي ) يعني دواړي سترګي ځما ويدې کيږي ،او زړه مي
نه بيديږي .
او وم ( ۷) به داشرط پکښي موجود وي چي د خپلو مُريدانو و مال ته ، او د دوۍ و حمد ،ثنا
او صفت ته به هيڅ طمعه نه کوي ( قطب الإرشاد ص ۵۲۷ ) .
پوسه ! چي په نادر ډول داسي کيدلائ سي چي يو سړئ بې له دې چي تعلم او زده کړه دعلم
په دغه متعارف ډول وکړي ، په خفي ډول الله پاک د علم دين خاوند وګرځوي ،او بيا يې
په سبب د سلوک او د عمل په علم شيخ کامل او مُکَمِّل کړي ،نو دغه ډول سړئ د خلګو په
نزد کوم چي د ده له حال څخه خبر نه وي � اَمِي � وي ، ځکه چي په ظاهره خو ده هيڅ
تعلُم نه وي کړئ . او په دې وجه د خپل وخت د عالمانو د اعتراضاتو هدف هم جوړ سوئ وي
، مګر په باطن کښي عالِم وي ، لکه صاحب د � اِبرِيز� کتاب چی په همدغه شکل وَلي تير
سوئ دئ . اوپه نادر ډول داسي هم کيدلائ سي چي يو سړئ درازه زمانه له تقواداره
علماوو سره په صحبت کښي تير کړي ، او له دې لاري الله جل جلاله ده ته علم ورنصيب
کړي او بيا يې د سلوک په سبب په ولايت سره مشرف کړي ، که څه هم ده په معتاد ډول
تعلم نه وي کړئ . او کله داسي هم کيدلائ سي چي يو سړئ پرَته له دې چي له يوه ژوندي
شيخ سره بيعت وکړي د يوه وفات سوي وَلِي په سبب شيخ د طريقت و ګرځي ، چی و دغه راز
شيخ ته د اهل طريقت په اصطلاح کښ � اُوَيسِي � ويل کيږي .