مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې

مکمل غېر سېاسي:

اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟

د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان



مسلمان به یواځې په نوم مسلمان پاته وي ، په هغوی کې به د صلیبیانو په څیر بې حیائې را پیداشي،او دهغوی تهذیب او تمدن به د صلیبیانو په رنګ کې و رنګول شي(سلطان ایوبي)

هغه نجلۍ چې له فلسطینه راغلې وه (۶-۲)

تاسې د سوډان له پولو څخه د مصر په پولو باندې بد امني را پیدا کولو ته دوام ورکړئ ،»کونارډ ورته وويلې « د هیواد دننه به مونږ ذهني او نورو هر ډول تخریبي کارونو ته دوام ورکړو ، دبله اړخه هلته په عربو کې یو څو امراء‌ زمونږ په لاسو کې کیوتي دي ، دهغوی څخه یو شمیر مونږ دومره بې واکه کړي دي چې مونږ ته جزیه را کوي . مونږ کوچنۍ کوچنۍ حملې کوو او دهغوی په لږه لږه ځمکه باندې ولکه کوواو مخته ځو. تاسې د سوډان له اړخه هم همدا لو به و لوبوئ ، په مسلمانانو کې یواځې همدا دوه وګړي پاته شوی دي چې یو ئې نور الدېن زنګي او بل ئې صلاح الدېن ایوبي دې ، ددوی د له منځه وړلو سره سم به د اسلامي نړۍ لمر په ډوبیدو شي ، په دې شرط چې تاسې خلک ثابت قدمه اوسئ ، ددې خبرې اړتیا به نه وي چې مصر به همستا وي ،»

ددې ډول بنسټیزو خبرو اترو وروسته ، تر ډیره پورې ددې پلان په عملي لارو چارو باندې بحث او څیړنه و شوه ، بالاخره رجب ته درې ډیرې ښایسته او چالاکه نجونې او په زرګونو طلائې سکې ورکړل شوې . هغه ته په قاهره کې ددوه کسانو ادرسونه هم ورکړل شو . دهغوی څخه یوه ته ددې نجونو ور رسول ډیر زیات اړین ول ، ددې دواړو وګړو څخه ئې یو دسلطان ایوبي د جنګې او دفاعي څانګې رئیس فیض الفاطمي و ، رجب ته دا ونه ويل شول چې نجونې به څه ډول استعمالوي ، هغه ته همدومره وويل شول چې د فیض الفاطمی سره ئې اړیکې شته دې ، هغه پوهیږي چې نجونې څه ډول استعمال کړل شي ،همدا راز نجونو ته هم څرګنده ده چې هغوی باید څه وکړي ، دې درې واړو نجونو عربی او مصر ي ژبه په ډیره ښه توګه ويلاې شوه.

په همدې ورځ ئې دغه درې واړه نجونې او لس کسه ساتونکې د رجب سره کړل او رخصت ئې کړل . هغوی دهر څه د مخه د سوډان هغه غرنۍ سیمې ته تلل چېرې چې دنجلۍ قرباني ورکول کیده ، او چېرې چې د سلطان ایوبي سر تیرو مجاهدېنو ام عراره د حبشیانو څخه ازاده کړې وه او د هغوی مذهبي مشر پروهټ ئې وژلې و، او د فرعون د وختونو ماڼۍ ئې په خرابو بدلې کړې وې . رجب د سوډانيانود ماتې او د العاضد دخلافت نه دګوښه کیدلو وروسته تښتیدلې و او په همدې ځاې کې پټ شوې و، او بیا ئې همدا ځاې دخپلو فعالیتونو مرکز ګرځولې و . هغه په خپل شاوخوا کې د حبشیانو همغه قبیله را ټوله کړې وه چې پروهټ ئې د سلطان ایوبي د مجاهدېنو په لاسو هلاک شوې و، دې خلکو تر اوسه پورې هم دا ځاې د دېوتاګانو ځاې ځیګې ګاڼه ، او د غرونو منځ ته نه ورتلل، هلته یواځې څلور زاړه حبشیانو تګ راتګ کاوه ، دهغوی له ډلې څخه یو د دوی مذهبي مشر و ،او خپل ځان ئې د وژل شوی پروهټ ځاې ناستې ګاڼه ، هغه ځانته نور درې کسان د ساتونکو په توګه ټاکلي و چې دهغه سره به د غرونو منځ ته ورتلل ، رجب هم د همدې کوچنۍ سیمې یو بل کونج ځانته د کورګي په څیر ټاکلې و، هغه د تیښتې وروسته دغه ځاې خپل پټ ځاې ګرځولې و، اوبیا په مصر کې میشت د کوم صلیبي جاسوس په مرسته تر فلسطینه پورې تللې و .

*****(۶۰)

د حبشیانو دا قبیله چې انګوک نومیده ، ډیره په ويره کې وه ، یو خو د هغوی ددېوتا قرباني پوره کړل شوی نه وه . او بل داچې دهغوی مذهبي مشر پروهټ ووژل شو. او دریم دا چې دهغوی د دېوتا بُت ، او ځاې له یوې مخې په کنډوالو بدل شوې و. او څلورم مصیبت پرې دا نازل شوې و چې دقبیلې په سلګونو ځوانان د خپلو دېوتاګانو د سپکاوي د بدلې د اخستلو په خاطر دسلطان ایوبي د مجاهدېنو په مقابله کې د ماتې وروسته وژل شوی و. ددې قبیلې په هر کور کې غم او وير ګډ و. دهغوی څخه یو شمیر خلکو دا فکر هم کاوه چې شونې ده چې هغه چا چې دهغوی دېوتا له منځه وړې هغه به دهغه نه ستر دېوتا وي ، د وژل شوی پروهټ ځاي ناستي چې کله د خپلې قبیلې دخلکو دا حال وکوت نو لمړۍ خو ئې دا وويل چې ددېوتا سترې څمڅاری وږې دي د هغوی ګیډې ډکې کړئ ، حبشیانو یو څو وزي د سترو څمڅارود خوراک له پاره پروهټ ته ور ولیږلې ، یو کس ددې قربانۍ له پاره خپل اوښ هم پروهټ ته ورکړ ، څو ورځې په پرلپسې توګه دا ځناور سترو څمڅارو ته په ډنډ کې ور اچول کیدل ، خو د قبیلې څخه ويره لرې نه شوه.

یو شپه نوي پروهټ د قبیلې خلک د غره تر څنګ را ټول کړل او ورته ئې وويل چې هغه تر دېوتا ګانو پورې د وررسیدو لارې پیدا کړي دي ، خو دېوتاګانو دا اشاره ورکړې ده چې څرنګه چې نجلۍ په خپل وخت قرباني شوی نه ده نو په دې خاطر په قبیلې باندې داسې ستر مصیبت راغلې دې ، دېوتاګانو ويلې دي چې اوس به په یوه وخت کې ددوه نجونو قرباني ورکوئ نو مصیبت به درڅخه لرې کړل شي او که نه دېوتاګان به ټوله قبیله ارامۍ ته پرې نه ږدي ، پروهټ دا هم وويل چې نجونې به د انګوک د قبیلې څخه نه وي ، هغوی باید سپین رنګه وي ..... ددې خبرې په ويلو سره د قبیلې زیات شمیر زړه ور او جنګجو وګړي را پورته شول او وئې ويل چې هغوی به د مصر څخه دوه مسلمانې او یا فرنګي نجونې د قربانۍ له پاره را تښتوي .

هلته رجب د فلسطین څخه ددرې صلیبي نجونو او لس کسه ساتونکو سره یوځاې دې لورې ته را روان و . دهغوی سفر ډیر اوږود او ستومانه ونکې و ، هغه د سلطان ایوبي دفوځ تښتیدلې سالار او باغي عسکر و. هغه ته دا مالومه وه چې د مصر په پولو به سلطان دګشتي پهرو انتظام کړي وي ، په دې خاطر هغه خپله قافله په یوي اوږدې لار روانه کړې وه ، دهغې په قافلې کې درې اوښان و چې اوبه ، خورا ک او د صلیبیانو لخوا ورکړل شوی ډیر سامانونه پرې بار و ،پاته وګړي ټول په اسونو سپاره و، د څو ورځو د فاصلې د طې کولو نه وروسته هغوی د دېوتاګانود اوسیدو غرني ځاې ته را ورسیدل، ددې څخه یواځې یوه ورځ د مخه دقبیلې پروهټ ويلې و چې ددوه سپن پوسته نجونو ، چې سوډاني نه وي ، قرباني کول اړینه ده ، تر ټولو دمخه رجب د پروهټ سره وکتل ، پروهټ ورسره درې سپین پوسته اوډیرې ښایسته نجونې و کتلې ،نو دهغه سترګې د خوښۍ څخه وځلیدې ،دا نجونې د قربانۍ له پاره مناسبې وی ، هغه د رجب څخه د نجونو په هکله وپوښتل، نو رجب ورته وويل چې هغوی ئې د یوه ځانګړې موخې د تر سره کولو له پاره له ځانه سره راوړي دي.

رجب دا نجونې د غرونو تر منځ داسې یوي سیمې ته یوړې چې ډیره شنه او شادابه وه . داسېمه ددرې اړخونو څخه په غرونو کې را ګیره شوی وه . رجب هلته د پخوا څخه خیمي ښخې کړې وی. نجونې باید په ډیره پټه توګه او د ډیرو پټو لارو له لورې هغه چاته ورحواله شوی واې چې صلیبیانو ئې په هکله مالومات ورکړي و. هلته د نجونو د میشت کیدو له پاره ټولې اسانتیاوي شته وې ، رجب ورته د شرابو انتظام هم کړې و، هغه په بریالیتوب سره د سفر پاې ته رسیده او خپل ځاې ته په امن د را رسیدو په خوشحالۍ کې جشن جوړ کړ . صلیبې ساتونکو ته ئې هم ښه ډیر شراب ورکړل ،اونجونو پرې هم خپله تنده ماته کړه .

د نیمې شپې وروسته ،کله چې ساتونکي او دهغه خپل هغه نور ملګري چې د پخوا څخه هلته شته و ټول په خواږه خوب بیده شول ، نو رجب یوه نجلۍ له لاسه و نیوله اوخپلې خیمې ته ئې له ځانه سره یوړه، نجلۍ دهغه په نیت و پوهیده ، هغې رجب ته وويل، « زه فاحشه نه یم ، زه دلته د صلیب د فرض او دندې د ادا‌ء کولو په خاطر را غلې یم زه له تاسره شراب څښلې شم خو بدي درسره نه شم کولاې .»

رجب په خندا کې هغه دخپلې خیمې لورې ته کشوله خو نجلۍ ترې خپل مټ خلاص کړ، کله چې رجب لاس ور اوږود کړ نو نجلۍ ترې خپلو نورو ملګرو نجونو ته و تښتیدله ، هغوی دواړه هم بیرون راووتلې ، هغوی هڅه وکړه تر څو رجب و پوهوي ،چې دا نجونې غلطې او فاحشې و نه ګڼي،

رجب په غصه شو او ورته ئې وويل « زه پو هیږم چې تاسې څومره پاکې یاست ، بې حیائې او فحاشت خو ستاسې دنده ده »

« دا دنده مونږ هغه ځاې کې استعمالوو چېرې چې زمونږ د فرض د تر سره کولو له پاره دهغې د استعمال اړتیا وي »نجلې ورته وويلې « مونږ د عیاشۍ په خاطر عیاشی نه کوو .»

رجب نه غوښتل چې دهغوی په کومه خبره باندې ځان و پوهوي ، بلاخره نجونو ورته وويلې « زمونږ سره خوا کې لس کسه ساتونکي دي ، هغوی زمونږ د ساتنې په خاطر دلته راغلي دي ، سبا هغوی بیرته ستنیږي ، که چېرې مونږ د هغوی اړتیا احساس کړه نو مونږ به هغوی همدلته له ځانه سره تم کړو ، او یا به پخپله له دې ځاېه څخه بیرته ولاړې شو.»

رجب چپ پاته شو ، خو دهغه عزم دا ښووله چې هغه به دا نجونې و نه بښي ، هغه شپه تیره شوه ، بله ورځ کله چې رجب دفلسطین څخه راوړي ساتونکي له خپله ځانه رخصت کړل ،...نو هغه ورځ هم تیره شوه ، دماښام په وخت کې کله چې رجب د نجونو تر خوا ناست و او خبرې ئې ورسره کولی نو په دې وخت کې پروهټ د خپلو څلورو حبشیانو سره راغې او په سوډاني ژبه ئې رجب ته وويلې « زمونږ دېوتا له مونږه خفه شوې دې هغه ددوه فرنګي یا مسلمانو نجونو قرباني غوښتې ده ، دا نجونې د قربانۍ له پاره مناسبې دي ، ددوی څخه دوه نجونې مونږ ته راحواله کړه .»

په رجب باندې سر و څرخید ، او ځواب ئې ورکړ ،«دا نجونې د قربانۍ له پاره نه دي ، مونږ ددوی څخه ډیر ستر کار اخستل غواړو ، او دهمدوی په لاسو غواړو ستاسو د دېوتاګانو دښمنان له منځه یوسو .»

«ته درواغ وائې » پروهټ ورته وويلې «تا دا نجونې دلته د تفریح له پاره را وړي دي ، خو مونږ به دهغوی څخه دوه نجونې قربانوو.»

رجب ورته د هرې لورې دلیلونه وويل خو پروهټ هیڅ دلیل ته غاړه نه ایښوده ، دهغه په ذهن باندې دېوتا سپور و، هغه پورته شو او ددوه نجونو په سرونو ئې بیا بیا لاس راښکوده او وئې ويل «دا دواړه د دېوتا له پاره دي ، د انګوک خلاصون ددې نجونو په لاسو کې دې » دائې وويل او ولاړ ، بیا ودریدل او رجب ته ئې وويل . « د نجونو سره یو ځاې ددې ځاېه د تیښتې هڅه و نه کړې ، ته باید په دې پوه شې چې مونږ به ډیر ژر تا راپیدا کړو.»

نجونې په سوډاني ژبه نه پو هیدلې ، حبشي پروهټ دهغوی په سرونو لاس را ښکود ، خو رجب ئې اندېښمن وکوت ، درجب څخه ئې و پوښتل چې دا حبشي څه ويل غوښتل ؟ رجب هغوی ته په څرګنده توګه وويل ، چې هغه دوی دواړه د قربانۍ له پاره غواړي ، د نجونو د بلې پو ښتنې په ځواب کی هغه ورته وويل چې هغه غواړي ستاسې سرونه پرې کړي او د وچېدو له پاره ئې کیږدي ، اوستاسې جسم د اوبو ډنډ ته ور واچوي تر څو هلته ئې سترې څمڅاری وخوري ، دنجونو رنګونه و تښتیدل ، هغوی رجب ته وويل چې هغه د هغوی د خوندي کولو په خاطر څه فکر کړې دې ، رجب ځواب ورکړ ،« ما هغه ته دهغه دپوهولو په خاطر زیات شمیر دلیلونه وړاندې کړل خو هغه په یوه هم د پوهیدو هڅه و نه کړه . زه د همدې خلکو په رحم وکرم پورې تړلې یم. زه غواړم دوی له خپله ځانه سره ملګري کړم ، دوی زما په فوځ کې د یو ځاې کیده له پاره تیار دي ، خو په خپله ګروهه دومره پاخه اوکلک دي چې غواړي تر هر څه لمړۍ خپل دېوتاګان خوشحاله کړي ، بیا به زما خبره اوري ،»

د رجب د خبرو او دهغې د لهجې څخه نجونو ته شک را پیدا شو چې هغه به ددې توان و نه لري چې هغوی خوندي کړي ،او یا به دهغوی د خوشحالولو په خاطر ددوی د خوندي کولو هڅه و نه کړي، ځکه هغوی تیره شپه د رجب د نیت یو څرک هم کتلې و ، د همغه نیت د په نظر کې نیولو په اساس هغوی نا هیلې شوې وې، رجب هغوی ته په رسمي توګه هم ډاډ ورنکړاې شو چې هغوی به خوندي کړاې شي ، نجونې بیرته خیمې ته ستنې شوی اوپه را پیدا شوی حالاتو ئې غور او څیړنه پیل کړه ، او دې پایلو ته ورسیدې چې هغوی دلته نه د رجب د عیاشۍ وسیله کیدو ته او نه د حبشیانو پردېوتاګانو د ځانو دقربانولو له پاره راغلي دي ، هغوی نه غواړي هسې په هسې بې مقصده و مري ، هغوی ددې ځاېه د تیښتې اراده وکړه . خو تښتیدل او تر فلسطینه پورې په خیریت سره رسیدل څه اسانه کار نه و . خو ددې اخوا بله چاره هم نه وه ، دا نجونې یواځې ښایسته او زړه وړونکې نه وی بلکه د آس دځغلولو او عسکري زده کړو روزنه هم ورکړل شوی وه تر څو د اړتیاو په وخت کې خپل ځانونه خوندي کړاې شي ، هغوی پریکړه وکړه چې له دې ځاېه به تښتي اوفلسطین ته به ځانونه بیرته رسوي ،

هغه شپه په خیر سره تیره شوه ، بله شپه نجونو هرې لورې ته وکتل چې د شپې آسونه چېرې تبیله کیږي ، اودا چې دهغه ځاېه څخه دوتلو لار کومه ده . حبشي پروهټ د ورځې له اړخه یو ځل بیا راغې او درجب سره د خبرو کولو وروسته بیرته ولاړ ، نجونو د رجب څخه و پوښتل چې هغه څه وويل ؟ هغه ورته وويل چې هغه سبا شپه تاسې له دې ځاېه څخه غواړي یوسي ، هغه ماته اخطار راکړ چې که چېرې زه د هغوی تر مخ کوم خنډ پیدا کړم نو هغوی به ما ووژني او سترو څمڅارو ته به مې په هغه ډنډ کې ور واچوي ، نجونو هغه ته د خپلې تیښتې د پلان په هکله څه و نه ويل ، ځکه هغوی د رجب په نیت باندې شکمنې شوې وې، هغوی ډیرې زیاتی ذهینې نجونې وی ، هغوی د رجب سره داسې خبرې پیل کړې اوداسې خبرې ئې دهغې دخولې څخه را وويستې چې دهغې له مخې هغوی ته دا په ډاګه کیدله چې هغه د هغوی د په څنګ کولو پر ځاې د حبشیانو خوشحالي غواړي ،تر څو حبشیان دې هملته له ځانه سره پټ و ساتي او د سلطان ایوبي پرخلاف ورسره د یوه ځواکمن فوځ په جوړولوکې مرسته وکړي . نجونو ته دا شک هم پیدا شو چې رجب به دداسې یوه قیمت په ورکولو سره دهغوی دخوندي کولو هڅه وکړي چې هغه ته ئې ورکول اړین نه بریښي .

ټوله ورځ په همدې کشمکش کې تیره شوه ، رجب ته هیڅ ډول شک پیدا نه شو چې نجونې به و تښتیږي ، هغه هغه وخت هم شکمن نه شو چې نجونو هغه ته وويل چې په داسې جهنمی دښته کې دداسې شنې سیمې شتون پخپله د قدرت یو عجوبه ده . راځه او پر مونږ ددې سیمې لږ څه سیل وکړه . رجب هغوی ته د سیمې د ښوولو او سیل کولو په خاطر دهغوی په ګرځولو باندې پیل وکړ. مخته هغه ويرونکی جهیل (ډنډ) راغې چې د هغه په څنډو باندې پنځه ويرونکې سترې څمڅاری ناستې وې. د ډنډ اوبه ډیرې بد بويه او خرابې وی ، یوی نجلۍ وويلې چې داسې بریښي چې د غره په دننه کې کومه د اوبو چېنه را خوټیږي ، کله چې ټولو د غره په دننه کې وکتل نو د یوي نجلې د خولې څخه چېغې ووتې ، اوبو د غره په منځ کې یو ستر غار جوړ کړې و، رجب ورته وويل ،« دا هغه سترې څمڅاری دي چې د خوراک له پاره ئې دلته د مجرمانو او دقربانۍ کړل شوو نجونو لاشونه وراچول کیږي» دداسې ويرونکي منظر په کتلو سره د نجونو د تیښتې روحیه نوره هم زیاته پخه شوه . هغوی د سیل په بهانه د تیښتې لارې په نښه کړې او داسې نرمه ځمکه ئې و کتله چې د اسونو د نعلونو اواز ترې نه را پورته کیده ، دهغوی د سیل او ګرځیدو د غوښتنې څخه همدا موخې هغوی تر لاسه کول غوښتل .

د بله اړخه هلته حبشي پروهټ د خپلې قبیلې په یوه نژدې کلي کې ناست و او خلکو ته ئې زیرې ورکاوه چې د قربانۍ له پاره نجونې پیدا شوی دي اوقرباني به د نن څخه څلور شپې وروسته، کله چې سپوږمۍ مکمله شي ، تر سره کیږي . هغه ورته وويل چې قرباني به د ددېوتاګانو د اوسیدو په ځاې کې او د عبادت ځاې په کنډرو کې تر سره کیږي . ددې وروسته به دا عبادتځاې مونږ په خپله جوړوو. اوکله چې ددې عبادتځاې جوړښت پاې ته ورسیږی نو مونږ به دهغه قوم څخه ، چې زمونږ د دېوتاګانو سپکاوي ئې کړې دې ، دبدلې د اخستلو تیارې نیسو .

*****(۶۱)

نژدې نیمائې شپه تیره شوی وه ، په رجب او دهغه په ملګرو نجونو دخپل ځانګړي فن له مخې دومره زیات شراب څښلي و، چې د هغوی د بیرته را ويښیدو خطره ئې له منځه وړې وه، هغوی بې هوشه پراته و، نجونو دخپل سفر له پاره سامانونه سره را ټول کړي او تړلي و، په درې اسونو ئې زینونه کیښودي و ، په آسونو سپرې شوې او په همغه نرمه ځمکه ئې آسونه ور پریښول چې هغوی دورځې له اړخه کتلې وه ، ددې سیمې په یوه برخه کې څلور کسه حبشیانو شتون درلود خو هغوی هم ويده شوی و ځکه هغوی په دې پوهیدل چې ددې ځاې څخه څوک د تیښتې هڅه نه شي کولې ، او که هڅه هم وکړي نو د صحرا په دې لويه لاره کې به ئې له منځه یوسي ، خو نجونې دهغه شنې ، زړه وړونکې خو ويرونکې بنديخانې څخه وتلې وی ، هغوی د همغې لارې څخه غوښتل فلسطین ته ستنې شي په کومې چې د رجب له خوا راوستل شوې وې، هغوی ډ‌یرې هوښیارې او د ښه عسکري روزنې څخه برخمنې وی خو هغوی په دې نه پو هیدې چې په صحراو کې دومره دوکې اوفریبونه شتون لري ، چې د پوهانو عقل هم ړندوي ، ددومره اوږد صحرائې سفر له پاره خلک دقافلو په شکل کې روانیږي ، او د خپله ځانه سره د صحرا دهر مصیبت دمقابلې له پاره اړین سامانونه او وسایل را اخلي .

دشپې له اړخه د صحرا هوا یخه وه ،درې واړو نجونو تر یوه ځاېه پورې آسونه سوکه سوکه یوړل او بیائې په ځغاسته کړل ،د څه ډیرې لارې د تللو وروسته هغوی یو ځل بیا د آسونو دتګ رفتار راکم کړ اوپاته شپه ئې آسونه په همدې کم رفتار سره مخته یوړل ،کله چې سهار شو او لمر پورته وخوت نو دنجونو شاوخوا شګلوړه غونډۍ تر سترګو شوی ددې تر مخه د خاورو ستر ستر او هسک غرونه په مخ کې پراته و. دوتلو هیڅ لاره ترې نه تر سترګو کیدله ، هغوی د لمر څخه دخپلې لارې د تللو اندازه واخسته ،او د غونډیو په منځ کې ور ننوتې ، آسونه ئې تندې اخستي و، دهر آس دپاسه د اوبو یوه یوه کوچنۍ مشکیزه ایښې وه ، چې د یوي ورځې له پاره ئې هم بسنه نه کوله ، ددې له پاره چې آسونو ته اوبه ورکړاې شي نو نجونې دخرما دبوټو دځنګل په لټون کې شوی . لمر همداسې سر ته را پورته کیده ، او د صحرا څخه دوزخ جوړیده ،خو د خرماد بوټو دځنګل کوم نښه نښانه نه تر سترګو کیده .

رجب اودهغه ملګري د لمر د راختلو وروسته هم را ويښ نه شول ،هغوی د بې هوشۍ په خوب ويده شوی و، پروهټ دخپلو درې نورو حبشي ملګرو سره را غې ، هغه تر ټولو لمړۍ د نجونو خیمې ته ولاړ ، وئې کتل چې خیمه تشه پرته ده ، هغه رجب را پورته کړ او ورته ئې وويل « هغه دواړه نجونې ماته را وسپاره ،» رجب و بړید او را پورته شو او د پروهټ د قایلولو هڅه ئې پیل کړه او ورنه ئې غوښتنه وکړه چې دا نجونې ضایع نه کړي . هغه ورته ټوله خبره په تفصیل سره وکړه چې ددې نجونو څخه کوم ډول کار باید واخستل شي. خو پروهټ دهغه یوه خبره هم ونه منله ، رجب غوښتل خپل ملګري هم را پورته کړي خو حبشیانو هغه و نیو، پروهټ ورڅخه و پوښتل « نجونې چېرې دي ؟»

رجب د هماغه ځاېه نجونو ته ور غږ کړ خو کوم ځواب ئې تر لاسه نه شو کړاې ، هلته خیمي ته ورغې وئې کتل ، بیا ئې اخوا دېخوا مخ واړاوه ، خو هغه ته نجونې په هیڅ ځاې کې تر سترګو نه شوی ، ناڅاپه ئې د آسونو زینونو ته وکتل، ګوري چې درې زینونه غائب دي ، په اسونو ئې ځغلنده نظر وکړ او وئې کتل چې درې آسونه هم په تبیله کې نه شته ، رجب پروهټ ته وويلې « هغوی ستاسې له ويرې تښتیدلې دي ،تاسو زما د ډیر ستر کار نجونې له ما څخه په تیښته مجبور کړی .»

« هغو ته به تا د تیښتې ويلې وي » پروهټ ورته وويلې اوخپلو درې واړو حبشیانو ته ئې د رجب په هکله وويلې « دا هلته یوسئ او وئې تړئ ، هغه یوځل بیا د انګوک دېوتا نارا ضه کړې دې ، ښه سپاره را وبولئ او د نجونو د نیولو پسې ئې ور وځعلوئ ، هغوی لرې نه شې تللاې »

درجب د ټولو عذرونو او زاریو سره سره بیا هم حبشیانو هغه له ځانه سره یوړ او له یوي ونې سره ئې داسې وتاړه چې لاسونه ئې تر شا تړل شوی و. دهغه د ويدو ملګرو وسلې ئې را واخستې او بیا ئې هغوی هم سره را ويښ کړل او اخطار ئې ورکړ چې که چېرې ددې ځاېه و خوځیږي نو هلاک به کړل شي .... لږه شیبه وروسته شپږ آس سپاره او اوښ سپاره را حاضر شول او د نجونو د نیولو له پاره واستول شول ، خو د نجونو نیول اوس دومره ساده او اسانه خبره نه وه . ځکه چې د تیښتې او تعاقب تر منځه نژدې لس دولس ساعته فاصلې شتون درلود. حبشي سپرو ته د ا اسانتاوي تر لاسه وي چې هغوی د صحرا په رازونو ښه پو هیدل ،او بل دا چې ټول نارینه و ،هر ډول سختئ او ستونزی ئې تیرولاې شوی . په مخته تللو کې هغوی ددې ستونزو سره مخ شول چې هوا په لګیدو شوه او دې هوا د شګو په الوزولو باندې د نجونو د آسونودپښو نښې له منځه وړې وی خوبیا هم هغوی د اندازې له مخې خپل سفر ته دوام ورکړ.

ددرې څلور ساعتونو د تللو وروسته ، هغوی ته د یوي لورې څخه د اسمان پر افق باندې پورته سره شانتی هوا تر سترګو شوه چې پورته ختله او مخته روانه وه . سواره وويریدل اويو بل ته ئې وکتل ، اسونه او اوښان ئې بیرته شاته را وګرځول اوپه ځغاسته ئې کړل ، دا د صحرا هغه توپان و چې د شګو سترې سترې غونډۍ ئې د شګو د ذرو په څیر له ځانه سره الوزولې ، که کوم انسان یا ځناور به په هر ځاې کې ولاړ او یا تم شوی و نو دهغه د جسم سره به دریدې او هغه به ئې ژوندې په شګو کې ښخاوه ، او په هغه به ئې ستره غونډۍ جوړوله ، هلته ددې توپان څخه د خوندي پاته کیدو له پاره بله کومه ستره او کلکه غونډۍ نه تر سترګو کیدله . هغوی وتښتیدل او غوښتل ئې چې بیرته خپلې غرنۍ سیمې ته ځانونه و رسوي خو هغه هم ډیره لرې پاته شوی وه ...... اوس نو هغوی ته دا توپان را رسیدلې و ، دهغې ځاې ونو هم د توپان د ځواک توان نه درلود او چېغې ئې وهلې ، د جهیل (ډنډ) سترې څمڅاری هم هلته د غار دننه ورننوتلې او ځانونه ئې خوندي کړل . پروهټ په یوځاې کې خپلې ګونډې ښخې کړې وي او خپل لاسونه ئې په هوا کې پورته کړي و اوپه زوره زوره به ئې پر ځمکه بیا بیا وهل ،او په لوړ اواز به ئې ويل « اې د انګوک دېوتا ! خپل قهر و زغمه ، مونږ به ډیر ژر دوه ډیرې ښایسته نجونې ستا په قدمونو کې قربان کړو .» هغه دا توپان د دېوتا قهر ګاڼه ، که څه هم صحرا او دا ډول توپانونه تل یو دبل سره مل وي خو دا ډول سخت او توند توپان به کله کله را پیدا کیده ، نجونې هم په همدې توپان کې را ګیر شوې وې، دهغوی له پاره هیڅ پناه ځاې او یا د وتلو لاره نه وه پاته . که څه هم هغوی د حبشیانو د خطرې د ځاې څخه ډیرې لرې وتلې وی خو د صحرا په داسې یوي خطرې کې را ګیرې شوې وې چې د هغوی له پاره مرګونی ثابتیداې شوه ، پر هغوی باندې یو بل مصیبت دا راغې چې د شګو دتوپان او د هغې د اوازونو د ويرې درې واړه اسونه د هغوی د کنترول نه پرته ،په خپل سر خوشې شوی و .دا اسونه تر ډیره ځاېه پورې یو ځاې یو له بل سره ځغلیدل، ددې یوه ګټه دا شوه چې د شګو په توپان کې د ژوندي ښخیدو ويره له منځه تللې وه ، خو دا مالومه نه وه چې دا بې واګو اسونه به چېرې ځانونه رسوي ، اوهغه ځاې به بیا د اصلې لارې څخه څومره لرې وي ، په نجونو کې دومره توان نه و پاته چې آسونو په خپل واک کې واخلي او په اسونو کې هم نور ددې توان نه و پاته چې ددې څخه زیاته ګړندۍ منډه ووهي ، هغوی تندې اخستي و او د نیمې شپې را هیسې په پر لپسې توګه روان او په ځغاسته و.

ستړتیا او تندې اسونه بې حاله کړي و ، یو اس د ځغاستې په وخت کې سر په تاړاک را و غورځید اوپه هغې سپره نجلۍ داسې را و غورځیدله چې آس دوباره پورته شو خو بیرته را پریوت او نجلۍ یې دځان لاندې کړه، هغه مړه کیدونکې وه ، لږڅه مخته ولاړ ل اودېوه بل آس د زین پټۍ را پرانستل شوه او زین په یوه لورې و خويده ،پر هغې سپور هم همغې لورې ته پریوت خو پښه ئې په رکاب کې و نښته ، اس نجلۍ په ځمکه کشوله ، او کله چې درېیمې نجلۍ د هغه سره د مرستې له پاره لاس ور اوږود کړ نو دهغې مرسته ئې و نه شوه کړاې ځکه دهغې خپل اس بې واکه شوی و، هغې دخپلې ملګرې اواز اوریده خو سوکه سوکه د هغې اوازونه هم خپ شول او هغې د نجلۍ لاش کوت چې پر ځمکه ئې اس د ځان پسې را کاږي ، پر هغې هم ويره کیناسته ، هغه چې هر څومره زړه وره وه خو بیا هم ښځینه وه ، په زوره زوره ئې و ژړل ، هغه د پرانستل شوی زین اس و درید ، خو درېیمې نجلۍ خپل اس و نه شو درولاې ، هغې شاته وکتل خو په توپان کې څه ورته تر سترګو نه شول ، اوپه دې پوه نه شوه چې پر هغه آس باندې څه و شول ، دهغه سپرلۍ خو لا د پخوا څخه له منځه تللې وه .

درېیمه نجلۍ یواځې پاته شوی وه ، هغې د آس د رکابونو څخه خپلې پښې لږ څه شاته کړې ، دهغې د ويرې دا حال و چې هغې د آس قیضه پرې ایښې وه او لاسونه ئې د اسمان په لورې پورته کړي و او په ستوني څیرولو سره ئې خدای را باله ، « زما ستره ربه ! د اسمانونو ربه ! زما ګناهونه را وبښه ، زه ګناهګاره یم ، زما هر ويښته ګناهګار دې ، زه د ګناه کولو له پاره راغلې وم ، زه په ګناهونو کې روزل شوی یم ، اې زما ربه! زه په هغه وخت کې هم کوچنۍ وم چې غټانو زه د ګناه په لارې روانه کړم ، هغوی ماته د ګناهونو درس را زده کړ او په همغې کې ئې را ځوانه کړم ، او را ته ئې وويل چې ورځه او نارینه دخپل جسم او خپل ښایست په واسطه بې لارې کړه . دهمغوی په لاسو نور انسانان ووژنه ، درواغ ووایه ، دوکه اوفریب ورکړه ، او بدکاره او فاحشه وګرځه، هغوی ماته ويلي و چې دا د صلیب فرض دي که ته ئې پوره کړې نو جنت ته به ولاړه شې .» هغې دلیونو په څیر چېغې وهلې او دهغې د آس رفتار را کمیده ، هغې په زار اوقطار سره ژړل او خپل خداې ته ئې ويل « ستا هر مذهب چې ریښتونې وي ، ماته د همغې مذهب معجزه را ښکاره کړه .»

دهغې عقیده متزلزله شوی وه ، د ګناهونو احساس دهغې پر ذهن باندې ولکه موندلې وه ، د مړینې ويرې دهغې د یاده ويستلي و چې هغه د کوم مذهب خاونده ده . هغې ته خپله تیره شوی په ګناهونو کې ډوبه ښکاریده ، اوپه زړه کې ئې دا احساس را پاریده چې هغه د نارینه و د استعمال یو شې دې او هغه د هغوی د فریب او دوکې له پاره استعمالیږي ، خو اوس سزا یواځې هغې ته ورکول کیږي .

په هغې بې هوشۍ اغیز کړې و خو دا اغیز ډیر ژر له منځه ولاړ ، هغې په ژړا ژړا کې خپل ويښتان را ونیول او سرئې راښکته کړ او په لوړ اواز ئې وويل ،«زما مرسته وکړه ، ای زما ربه ! زه نه غواړم اوس و مرم .» ددې دعاو سره سم هغه ته په یاد شول چې هغه یوه یتیمه نجلۍ وه ، د مرګ تر مخه انسان تل د تیرې شوی زمانې لورې ته ور ګرځي ،او دا د انساني فطرت یو قدرتي عکس العمل دې ، دې ځوانې نجلۍ هم خپلې ماضي ته دپناه د ور وړلو هڅه کوله ، خو هلته ئې هم څه نه موندل ، نه مور وه ، نه پلار او ورور، نه خور وه او نه بل کوم خپلوان ، هغه ته یواځې همدومره را یاد شول چې هغه د صلیبیانو په لاسو پالل شوې ده اوپه هغه لاره ئې روانه کړه چې په هغې باندې هغه یوه ښکلې دوکه او فریب و ګرځید. هغې اوس هم د خپله ځانه کرکه کوله ، خو اوس ئې بښنه غوښتله ، خلاصون ئې غوښته ، هغه یوځل بیا بې هوشۍ و نیوله ، دهغې د آس تګ دومره سوکه شوی و چې هغه په ډیره سختۍ سره قدم اخسته ، ددې تر څنګ توپان هم دریدلې و او نجلۍ خپل هوش هم له لاسه ورکړې و .

پاته په درویشتمه برخه کې ولولئ .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery