مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې

مکمل غېر سېاسي:
ايا زمونږ دهیواد اوسني حال خو همداسي نه دئ؟
د التمش ليکنه
دايمان پلورنکوداستان
۲۰مه برخه


پرلپسې......( ۵۵-۵۰)
[، مسلمان باید په ښځو باندي دغه ډول تیري و نه زغمي ، ښځه که خپله وي او که د بل چا ، کافره وي او که مسلمانه ، اسلا م هغه ته لور ویلي دي.]
داسلامي خلافت ماڼۍ یا د بدکارۍ هډه :
دخلیفه د معشوقې«اُم عرارة» تښتول او د خلافت بحران (۴)
دمیلي اخري شپه وه –
سپوږمۍ دخپل ستروالي په اخري پړاو کي وه ،د صحرافضا د شیشي په څیر شفافه وه ، په میلي کي د انسانانو د هجوم او ګڼي ګوڼي شمیره شوني نه وه ، په څو ځاېو کي نیمي لوڅي نجوني نڅیدلي او په ځیني نورو ځاېو کي د سندرغاړو اوهغوی ته د راټولو شو خلکو ډلي ټپلي را ټولي شوي وې. خو تر ټولو زیات خلک د هغي چوتري تر خوا را ټول شوی و چېري چي نجوني لیلامېدلي . یوه یوه نجلۍ به ئي چوتري ته را وستله او هلته به ئي د اخستونکو د نظره تیروله ، پیرونکو به د هغوی مخ ، صورت ، غاښونه ، ويښتان او ټول وجود د سر نه تر پښو پوري له نظره تیراوه ،او بیا به ئي پري بولي پیل کولي ، هلته جواري هم روانه وه اود شرابو څښل په اخري پړاو کي و. هلته یواځني شي چي شتون نه درلود هغه قانون و او بس. د هر څه ازادي وه د لري لري ځاېو څخه د راغلیو خلکو خیمي په شاوخوا کي ښخي شوي وي ، نندارچېان د مذهب او اخلاقو د بنديزونو څخه ازاد وو، هغوی ته مالومه نه وه چي دهغوی دخیمو څخه لږ څه لري د غرونو په غیږ کي یوه ښایسته او ښکلي پیغله د حلالیدو تیاري نیسي ، او هلته یو انسان له ځانه دېوتا جوړ کړي ، هغوی همدومره پوهیدل چي ددي غرونو تر منځ ژوره سیمه د دېوتاګانو پایتخت دي . هلته پیریان او دېوان پهره ورکوي ،او کوم انسان هلته د ورتللو جرأ ت هم نه شي کولاي .
هغوی ته دا هم نه و مالوم ،چي دهغوی تر منځ د الله ج پنځه سوه مجاهدېن ور ننوتي دي. او نور دولس کسه سرتیري مجاهدېن د دېوتاګانو په چاپیریال کي ور داخل شوی دي ،.. د صلاح الدېن ایوبي دولسو کسو سرتیرو ته ورښول شوی و چي په غرونو کي د ورننوتلو لاري دکومه ځاېه څخه پیل کیږي خو هغوی دهغي لارو څخه هلته نه شو ور ننوتلاي ، ځکه هلته دهغوی ساتونکي ولاړ ول، هغوی باید د یوي ډیر ستونزمني لاري څخه هلته ور ننوځي ، هغوی ته دا هم ويل شوی و چي د غرونو په شاو خوا کي هیڅ انسان شتون نه لري، خو دا خبره غلطه وه او هغه حبشي علی بن سفیان ته په دي هکله غلط مالومات ورکړي و ، ځکه هلته انسانانو شتون درلود. د غرونو ددي سیمي اوږودوالي او پلنوالي د یوه میل څخه هم لږ و ، څرنګه چي هغوی روزل شوی سر تیري و نو هغوی خواره واره اوپه احتیاط سره مخته تلل ، یوه سر تیري ته په ناڅاپي توګه د یوي وني تر څنګ خوځنده سیوري تر سترګو شو . سرتیري په پټه پټه او په خويدو سره د هغي پسي ولاړ ، ورنژدي شو او ناڅاپي برید ئي پري وکړ، دهغي څټ ئي را تاو کړ او په خپلو مټو کي ئي را ونغاړه او خنجر ئي ورته د زړه په سر کیښود او تري وئي پو ښتل چي ته دلته څه کوي او دلته څه ډول پهر ي ولاړي دي .‎؟
هغه حبشي و او سر تیري په عربي ژبه خبري کولي چي حبشي پري نه پو هیده ، په همدي وخت کي یو بل مجاهد راغي هغه هم خپل خنجر د حبشي په سیني کیښود هغه تري په اشارو سره و پوښتل نو حبشي هم په اشارو سره ځواب ورکړ چي داسي تري څرګندېده چي دلته ساتونکي شتون لري ، سر تیرو ددي حبشي شارګ ور پري کړ او سرتیري نور هم محتاط مخته ولاړل ، د هغوی تر مخه یو ځنګل را غې، ددي نه لږ اخوا غر ونه و . خو ځنګلونو او غرونو تیاره جوړه کړي وه ، هغوی په غره باندي یو له بله څخه په لږ څه لرېوالی سره پورته و ختل .
هلته دننه په هغه سیمه کي چي نجلۍ ئي پروهټ ته په لاس کړي وه څه نوري خبري رواني وی ، د تیږي د څهري تر مخه یوه قالینه غوړیدلي وه ، په هغي باندي یوه تیزه او تیره توره ایښول شوی وه ، توري ته نژدي یو لوي لوښي هم پروت و ، په قالینه باندي ګُلونه خواره شوی و، چي تر څنګ ئي اور لمبي وهلي ، دچوتري څلورو خواو ته قندېلونه او مشالونه روښانه کړل شوی و چي څلور نجوني ئي په رڼا کي ګرځیدي . د هغوی لباس یواځي دوه دوه پاڼي وي او نور وجودونه ئي لوڅ لغړ و. ددوی سره یوځاي څلور حبشیان هم تر سترګو کیدل چي د سر نه تر پښو پوري په سپینو څادرونو کي را نغښتي ول، ”اُمّ عراره» په تاخانه کي د پروهټ سره مشغوله وه. پروهټ دهغي د ويښتانو سره لوبي کولي ، او هغي په مخمور اواز ويلي « زه د انګوک مور یم او ته د انګوک پلار. زما زامن به د مصر او سوډان پادشاهان جوړیږي ، زما وينه پر هغوی و څښئ ، او زما اوږده اوږده طلاي ويښتان دهغوی په کورونو کي کیږدئ ، ته ولي زما څخه لري کیږي ، ماته را نژدي شه ، » خو پروهټ دهغي په جسم باندي د تیلو په څیر کوم شي مښوده .
په غالب ګمان چي انګوک دهغي قبیلي نوم و ، او یوه عربي نجلۍ د نشو په مستیو کي ددي قبیلي مور او د پروهټ ښځه ګرځیدلي وه، هغه د قربانۍ له پاره تیاره شوی وه. او پروهټ هم اخري رسومات پر ځاي کول .
دولس سر تیري د شپي د چېنجیو په څیر په سینو باندي پورته په غرونو ور ختل، کیوتل او پرځیدل. دا ډیره ستونزمنه سیمه وه ، دسیمي ډیر بوټي اغزي لرونکي و، سپوږمي هم سر ته را پورته شوی وه ، چي د ونو په مینځ کي ئي هم د روښنائي څرکونه را پیدا کړي و، د رڼا په همدي لږو څرکونو کي هغوی ته یو بل حبشي هم تر سترګو شو چي په یوه لاس کي ئي برچه او په بل لاس کي ئي ډال نیولي و، دا هم د دېوتاګانو د پایتخت ساتونکي و. په چپه خوله دهغي له منځه وړل اړین و، هغه په یوداسي ځاي ولاړ و چي د شا له خوا پري برید شوني نه و، او دمخ په مخ مقابلي کول مناسب نه بریښیدل ، یو سرتیري هلته د بوټو په یوه ګڼه کي پټ کیناست او بل د هغي تر مخه یوه تیږه ور واچوله ، د تیږي په خويدو سره اواز را پیدا شو، حبشي سمدستي متوجه شو او همغي لوري ته ولاړ. څنګه چي هغه په بوټو کي دپټ شوی سر تیري مخ ته راغي نو د هغي څټ د د ځواکمنو مټو په منځ کي را تاو کړل شو. او یو خنجر ئي په زړه کي ور ښخ کړل شو. سرتیري تر څه وخته پوري هملته پاته شول او بیا ئي په احتیاط سره مخته قدم کیښود.
”اُمّ عراره» د قربانۍ له پاره تیاره شوی وه ، پروهټ د اخري ځل له پاره هغه د خپلي سیني سره یو ځاي کړه، او هغه ئي له لاسه و نیوله او د زینو په لور ئي روانه کړله ، بهر منتظرو نجونو او نارینه و ته د تیږي د بُت دخولي څخه رڼاګاني تر سترګو شوي ، نو هغوی د بُت د خولي تر مخه په سجدي پریوتې، پروهټ په خپله ژبه یو اعلان وکړ او د بُت دخولي څخه لاندي را ښکته شو، ”اُمّ عراره» دهغي سره یو ځاي وه. هغه ئي هغي ښایسته کړل شوی قالیني ته یوړه ، نر او ښځي دهغي په چار چاپیر کي و دریدي ، ”اُمّ عراره» په عربي ژبه وويل « زه د انګوک د لوڼو اوزامنو له پاره خپل څټ پریکول غواړم ، زه د هغوی د ګناهونو کفاره ورکول غواړم ، زما څټ پري کړئ ، زما سر د انګوک دېوتا په قدمونو کي کیږدئ ، دېوتا به زما په دي سر د مصر او سوډان دپادشاهیو تاج کیږدي .» څلور واړه نجوني او نارینه یو ځل بیا په سجده پریوتل ، پروهټ ”اُمّ عراره» په قالین په دواړو زنګونو باندي کینوله ، د هغي سر ئي مخته ټیټ کړ او هغه توره ئي را پورته کړه چي دهغي پترۍ د پوره لاس په اندازه اوږده وه.
یو سرتیري چي تر ټولو دمخه و، ودرید، هغه په غوږو کي په خپل ځان پسي بل سر تیري ته هم د دریدو وويل، دغره د لوړوالي څخه هغوی ته چوتره او د تیږي سر تر سترګو کیدل ،... وئي کتل چي په چوتره یوه نجلۍ په دوه زنګونو باندي کینول شوي ده ، او سرئي مخته ټیټ کړل شوی دي ، سپیني سپوږمۍ ، د مشالونو او د قندېلونو رڼاو شپه په رڼا ورځ اړولي وه ، د نجلۍ سره د ولاړ سړي په لاس کي توره وه . په دواړو زنګونو ناسته نجلۍ لوڅه لغړه وه ، دهغي د جسم رنګ دا ډاګیزه کوله چي دا د حبشي قبیلي نجلۍ نه ده ، سرتیري لږ څه لري هم و اوپه لوړه هم . دهغه ځاېه د غشي د خطا کیدو خطر موجود و خو هغوی چي په کوم غره باندي ولاړ و نو دهغي تر مخه د غره لمن نه وه بلکه ددېوال په څیر ځاي و چي ښکته کیدل تر ي شوني نه ښکاریدل.
هغوی و پوهیدل چي نجلۍ قربانیږي ، او دهغي د په څنګ کولو له پاره دومره لږ وخت دي چي که چېري دوی هلته ور وانه لوځي نو دهغي په څنګ کول شونی نه دي ،هغوی د غره دسر څخه لاندي وکتل نو جهیل(د اوبو ډنډ) ورته تر سترګو شو ، هغوی ته ويل شوی و چي په دي جهیل(د اوبو ډنډ) کي (Crocodile‎)یا ستري څمڅاری اوسیږي .
وئي کتل چي ښي لوري ته دغره لمن شته ، خو هغه هم ددېوال شکل درلود ، هلته بوټي او وني وی ، هغوی یو دبل لاس و نیوه او د هغي ځاېه څخه را ښکته شول. دهغوی د ډلي څخه اخري سر تیري په ناڅاپی توګه مخته وکتل چي د سپوږمۍ په رڼا کي ورته یو حبشي تر ستر ګو شو . چي په یوه لاس کي ئي ډال او په بل کي ئي برچه نیولي وه ، هغه خپله برچه د توغولو له پاره تیاره نیولي وه ،خو په سر تیرو باندي د سپوږمۍ رڼا نه لګیدله ، حبشي تر اوسه پوري په شک کي و، اخري سرتیري په لیندۍ کي یو غشي کیښود د شپي په چپتیا کي د غشي د توغیدو اواز اوریدل کیده خو غشي د حبشي په شارګ باندي و لګید او هغه دهغي ځاېه په سرګونډالو لاندي راپریوت، سرتیري دغره د لمن څخه را ښکته کیدل خو د لويدلو خطر ئي هر ه ګړۍ زیاتیده .
*****(۵۰)
پروهټ د توري منځ د ”اُمّ عراره» په څټ جوړ کړ او او توره ئي پورته کړه ، نارینه و او ښځو د سجدي څخه سرونه پورته کړل او په دواړو زنګونو شول او یوه ډیره د سوزه ډکه سندره ئي په ټیټ اوزا پیل کړه ، دا یوه انګازه شانته وه چي ددي دنیا سره ئي هیڅ ډول اړیکي نه درلودل ، دغرونو په منځ کي په دغه وادي کي یو داسي طلسم خپور شوي و چي بیرون هر انسان ته ئي دا ډاډ ورکولي شو چي دا د انسانانو نه بلکه د دېوتاګانو ځاي ځیګي دي ...
پروهټ توره پورته کړه ، اوس نو د یوي ساه اخستو په اندازه وخت و ، څنګه چي توره لاندي راښکته کیده د پروهټ په تشي کي یو غشي ور ښخ شو . لا تراوسه دهغه د توري لاس لاندي نه و راښکته شوي چي دري نور غشي یو په بل پسي دهغي په اړخونو کي و ر ښخ شول ، نجونو چېغي کړي ، نارینه و چاته اوازونه پیل کړل ، په دي وخت کي د غشو یو بله دوره پیل شوه، چي دوه نارینه ئي دپښو وغورځول ، نجونو د هغي بُت د خولي په لور منډي کړي ، خو ”اُمّ عراره»د خپل چاپیریال څخه او هم د خلکو د وژلو او وينو تويولو څخه بي خبره ټیټ سري ناسته وه .
سرتیري په ډیره ګړندۍ توګه مخته راغلل ، په چوتر ي را وختل او یوه ئي ”اُمّ عراره» را پورته کړه ،هغه تر اوسه پوري په نشي کي ډوبه وه ، یو سرتیري خپله کورتۍ را وويستله او هغه ئي پري پټه کړه ، دوی لا دهغه ځاېه تللي نه وه چي دولس دېارلس حبشیان برچي او ډال په لاس هلته را ورسیدل ، سرتیري خواره شول ، دهغوی څلور کسانو سره غشي او لیندۍ وي ، هغوی غشي وويشتل ، پاته سر تیري یوي لوري ته پټ شول ، او کله چي حبشیان مخته راغلل ، نو دشا له اړخه ئي پري برید وکړ . یو غشي ويشتونکي د لیندۍ څخه رڼاکونکي غشي و توغاوه ، کله چي غشي پورته ولاړ نو هلته ئي هغه رڼا ، چي د غشي د رفتار په واسطه کمه شوی وه ، ددریدو سره سم زیاته شوه اوغشي بیرته د ځمکي لوري ته را ستون شو.
دمیلي جوش وخروش لا تر اوسه پوري کم شوي نه و . د نندار چېانو څخه نژدي پنځه سوه کسان را بیل شول او دهغي غرنۍ سیمي په لور ئي کتل چي یو شعله ورته په کي تر سترګو شوي وه ، هغوی په خپلو اوښانو او اسونو باندي سپاره شول ، د هغوی قومندان هم ورسره و ، لمړۍ هغوی سوکه سوکه را تلل ،تر څو چاته شک پیدا نه شی . خو لږ چي لري شول نو خپلو اسونو او اوښانو ته ئي لغتي ورکړي او په ځغاسته ئي کړل ، نندارچېان دمیلي په شرابو ، جوارۍ او د نجونو په عصمت پلورلو اوبي عزته کولو کي دومره ډوب وو، چي چاته هیڅ ددي ګمان هم و نه شو چي د هغوی په دېوتاګانو باندي کوم اسماني افت را نازل شوي دي .
سرتیرومجاهدېنو ددي خطري له مخي اور بلونکي غشي هوا ته توغولي و چي د حبشیانو شمیره به زیاته وي خو کله چي فوځ هلته ورسید یواځي ددولس دېارلس حبشیانو مړي او د مجاهدېنو دوو کسو شهیدانو جسدونه هلته پراته و. هغوی په برچو باندي شهیدا ن شوی و ، قومندانانو دهغه ځاي څخه کتنه وکړه ، د تیږي په خوله کی ور ننوتل ، او تاخانی ته ورسیدل ، هغه شیان چي هلته دهغوی لاسوته ورغلل،هغه ئي له ځانه سره را واخستل ، په هغي کي یو ګُل هم و چي د ټوټي څخه جوړ شوی و. د احکامو په مطابق فوځ باید هملته په غرونو کی پټ پاته شوی واي ، سر تیرو ”اُمّ عراره» په آس سپره کړه او دقاهري په لور روان شول .
سهار راوخوت :
د میلي جم وجوش پاي ته رسیدلي و، ډیر نندارچېان دزیاتو شرابو د څښلو په واسطه تر اوسه پوري بي هوشه پراته و ، دکاندارانو د تللو په خاطر خپل سامانونه سره را ټولول ، د نجونو اخستونکو هم نور د تللو تکل کاوه ، په صحرا کي د تلونکو خلکو قطارونه جوړ شوی و. د میلي د ځاي سره نژدي چي کوم کلي و دهغي ځاي خلکو په ډیره بي صبرۍ سره د شپي د قربان شوي نجلۍ د ويښتانو انتظار کاوه ، ددي قبیلي خلک چي د لري لري کلیو اوسیدونکي و دغرنیزي سیمي څخه لري ولاړ وو او د دېوتاګانو د ځاي په لور ئي سترګي نښلولي وی . دهغوی زړو او سپین سرو به هغوی ته ويلي چي اوس به پروهټ راشي او ددېوتاګانو دخوشحالۍ پیغام به راوړي ،او دهغوی تر منځ به ويښتان وويشي ، خو تر اوسه پوري هیڅوک نه و راغلي ، ددېوتاګانو د اوسیدو په ځاي باندي چپه چپتا خپره شوي وه ، دغي منتظر هجوم ته دا څرګنده نه وه ، چي هلته اوس فوځ ځاي په ځاي شوی او اوس به دهغه ځاېه ددېوتاګانو پیغام نه راځي ..... ورځ په تیریدو شوه ،د قبیلي کومو ځوانانو چي د قربانۍ کومي خبري اوریدلي وي ، هغوی ته شک پیدا شو چي دا ټول درواغ دي ، ورځ تیره شوه ، لمر دهمدي غرونو تر شا پریوت ، په چا کي دومره جرأت نه و چي هلته تللاي واي او کتلاي وائي چي پروهټ ولي را نه غي .
*****(۵۱)
« طبیت را وبولئ!» سلطان ایوبي وويل ، « په انجلۍ د نشي اغیز دي »
”اُمّ عراره» دهغه تر مخه ناسته وه او ويل ئي « زه د انګوک مور یم ،ته څوک ئي ؟ ته خو دېوتا نه ئي ، زما میړه څه شو؟ زما سر پري کړ ئ او دېوتا ته ئي ورکړئ ، ما پر خپلو زامنو قربان کړئ » هغه همدا خبره په پرلپسي توګه کوله ، خو اوس پري خوبوړي حالت راغلي و. دهغه سر لاندي زنګیده .
طبیب د راتلو سره سم د هغه حالت درک کړ، او څه دواي ئي ورکړه ، د لږ ځنډ وروسته دهغي سترګي ورغلې، هغه ئي څملوله ، اوپه خواږه خوب ويده شوه ، سلطان ایوبي ته دپیښي تفصیلي مالومات ورکړل شول ، او راپور ورکړل شو چي هلته په هغه غریزه سیمه کي څه پیښ شول او څه تر لاسه شول ، هغه خپلو نائب سالارانو هر یو الناصر او بهاؤالدېن شّداد ته حکم وکړ چي پنځه سوه سواره له ځانه سره واخلي ، د اړتیا وړ سامانونه هم له ځانه سره یوسي او هغه بُت له منځه یوسي ، خو هغه ځاي باید دفوځ په محاصره کي اوسي ،د حملي اويرغل په وخت کي مقابله وکړئ ، که چېري هغه خلک تسلیم شي او د جګړي نه لاس واخلي نو هغوی ته هغه ځاي و ر وښئي او په مینه او محبت سره ئي پوه کړئ چي دا (دېوتاګان ) یواځي یو فریب او دوکه وه .
شدّاد په خپله (ډایري ) ورځپیښي کتابچه کي چي په عربي ژبه ئي لیکلي ده، دا پیښه داسي بیان کړي چي «هغه د پنځه سوه سورو سره هلته ور ورسید ، د هغوی لارښود د هغه فوځ قومندان و چي د پخوا څخه هلته میشت شوی و. په سلګونو حبشي سوډانيان هلته لري لري ولاړ ول، دهغوی څخه ځیني په اسونو او اوښانو سپاره وو ، او دخپلو ځانو سره ئي برچې، ډالونه ، غشي ، لیندئ او توري هم را خستي وی ، مونږ خپل ټول سپاره کسان دهغه غره شاوخوا ته داسي و درول چي دهغوی مخونه دبهر په لوري او دهغوی په لیندېو کي غشي ورکړل شوی و ، هغوی چي غشي او لیندۍ نه درلودي هغوی په برچو مسلح شوی و، د ويني تويونکي جګړي خطر شتون درلود . زه د الناصر سره دننه ولاړم ، د بُت د کتلو سره سم مي هغه ته وويل چي دا دفرعونیانو یادګار دي . هلته دحبشیانو لاشونه خواره واره پراته و ، په هر ځاي کي و ګرځیدو را وګرځیدو ، هلته د غرونو تر منځ یوه کنډر وه ، چي د فرعون د وختونو یو ښکلي ماڼۍ مالومیده ، دهغه په دېوالونو دهغه وخت لیکل انځور شوی و چي الفاظ ئي د انځورونو په څیر ښکل شوی و، هیڅ شک نه پاته کیده چي دا دي د فرعون ځاي ځیږي نه وي ،.... هلته د دېوار په څیر د غره په لمنه کي یو جهیل(د اوبو ډنډ) و، دجهیل(د اوبود ډنډ) په منځ کي ستر ستر (Crocodile‎)یا ستري څمڅاری خوځیدلي ، دجهیل اوبو د غره لمنه دننه ور پري کړي وه او دغره په منځ کي ور ننوتي و د اوبو د پاسه د غره چت و، دا ډیر ويرونکي ځاي و ، زمونږ په کتلو سره ډیر (Crocodile‎)یا ستري څمڅاری د اوبو غاړي ته راغلي او مونږ ته ئي سترګي و نیولې.
ما سپاهیانو ته وويل ، د حبشیانو لاشونه په دي جهیل کي ور واچوئ ، دوی وږي دي ، هغوی لاشونه را ښکودلو سره را وړل ، اوپه جهیل(د اوبو ډنډ) کي ئي ور واچول ، د (Crocodile‎)یا سترو څمڅارو د شمیري اندازه نه کیدله ، هغه د یوه پوره فوځ په څیر وو ، د لاشونو سرونه داوبو په سر خو وجودونه ئي لاندي په اوبو کي د غره د لاندي برخي په لور کشیدل، د پروهټ لاش ئي هم راوړ، هغه نور انسانان (Crocodile‎)یا سترو څمڅارو ته ور اچول ، خو اوس مونږ هغه پخپله په جهیل(د اوبو ډنډ) کي ور وغورځاوه ،... دوه سپاهیانو څلور سوډاني نجوني راوړي ، هغوی چېري پټي شوي وي خو لوڅي لغړي وي ، یواځي د ملا سره ئي یوه پاڼه شاته او یوه مخته تړلي وه ، ما او الناصر خپل مخونه تري واړول ، سپاهیانو ته مو وويل چي هغوی ته څه ور واغوندي او پټي ئي کړئ ، کله چي دهغوی جسمونه په کالیو کي را ونغاړل شول نو ومو کتل چي هغوی ښه ښکلي وی، ژړلي ئي ،ويریدلي ، زمونږ ژباړن ته ئي دهغي ځاي ټول حال احوال په خپله ژبه تیرکړ چي ډیر شرمناکه و، مسلمان باید په ښځو باندي دغه ډول تیري و نه زغمي ، ښځه که خپله وي او که د بل چا ، کافره وي او که مسلمانه ، اسلا م هغه ته لور ويلي دي ، دهغو څلور و نجونو احوال دا ډاګیزه کوله چي هغوی فرعون په خداېي منلي و، او دهغوی قبیلي انسان ته خدای وایه.
دا ډیر ښکلي ځاي و ، ټوله دښته ئي شنه وه ، هلته دننه د اوبو یو چېنه وه چي دهغي د اوبو څخه دغه جهیل(د اوبو ډنډ) جوړ شوي و، ښکلي او دنګي وني په کي ولاړي وي چي یخ سیوري ئي درلود. د فرعونیانو څخه ئي دکوم یوه دا ځاي خوښ شوي و،او ځانته ئي تري د تفریح کولو ځاي جوړ کړي و او د خپلي خدائي د ثبوت له پاره ئي دا تیږلوړه بُت جوړ کړي و. هغه خپل ځانته تاخانه دعیش او عشرت په خاطر جوړه کړي وه ، خو آسمان څه بل رنګ ښوده ، لمر دهغه ځاېه څخه بل ځاي ته تللي و، د فرعونیانو ستوري مات شوی و خو په مصر کي نور باطل مذهبونه را پیدا شوی و. بلاخره د حق کلیمه را پورته شوه ،او مصریانو د (لا اله الله) کلیمه وا وریدله ، او د الله په وړاندي روڼ مخي شول ، خو هیڅوک په دي نه پو هیدل چي باطل لا تر اوسه په دي غرونو کي ژوندي پاته دي ، الحمدلله مونږ د ستر ذات په کومک هدایت و موند او د باطل دا انځور مو هم د بیخه وويست او دا شګُلوړه او غریزه سیمه مو د باطل څخه پاکه کړه .»
***** (۵۲)
«دا ځاي مو د سپرو په محاصره کي واخست او د فوځ مجاهدو ځوانانو د تیږي دغه هیبت لرونکي بُت ټوټي ټوټي کړ . چوتر ه ئي هم لاندي را وغورځوله ، تاخانه د خاورو او تیږو څخه ډکه شوه ، بیرون په سلګونو حبشیان حیران او په ويره کي ولاړ وو ، او کتل ئي چي ددوی په دېوتاګانو باندي څه وشول ؟ ، اوس نو ټول را وغوښتل شو او دننه یوړل شول او ورته وښول شو چي دلته هیڅ نه و، څلور واړه نجوني هغوی ته ور وسپارل شوی ، دهغوی څلورو واړو پلرونو او ورونو هملته شتون درلود، هغوی هر یوه خپله خپله لور له ځانه سره یوځاي کړه ، هغوی ته دا وويل شول چي دلته یو بدکاره انسان اوسیده هغه مو (Crocodile‎)یا سترو څمڅارو ته ورحواله کړ. هغه په سلګونو راټول شوی منتظر حبشیان ټول کینول او دهغوی په ژبه ورته وعظ او نصیحت وکړل شو، هغوی ټول چپ ول ، هغوی ته د اسلام په لور بلنه ورکړل شوه ، هغوی بیا هم چپ چاپ پاته و ، کله کله به دا شک کیده چي دهغوی په سترګو کي ويني را بهیږي ، هغوی ته د ا ټکي د اخطار په څیر واورول شول ،«چي که چېري تاسي ریښتني خدای لیدل غواړئ ، نومونږ به ئي درته و ښایو ، خو که چېري تاسي همدا ځاي چېري چي تاسي ناست یاست د خپلو درواغجنو خدایانو کور ګڼئ نو مونږ به دا غرونه هم ریزه ریزه او د شګو په ډیری بدل کړو ، بیا به تاسي ووينئ چي کوم خدای ریښتوني دي »
هلته په قاهر ه کي ”اُمّ عراره» په هوش راغلی وه ، هغي هم خپله قصه بیان کړي وه ، هغي به کله ويل چي هغي کوم خوب کتلي دي خو هغي ته ټولي خبري په یاد راغلي وی ، هغي وويل چي پروهټ به هغه شپه او ورځ بي ابرو کوله ، او څو څو ځله به ئي هغه ګُل دهغي پوزی ته بوي کاوه ، ”اُمّ عراره» ته وويل شول چي که چېري سرتیري مجاهدېن په وخت نه وائي در رسیدلي نو ستا څټ به هغه پري کړي و ، سر به دي په غار کي او وجود به دي د (Crocodile‎)یا سترو څمڅارو په خیټه کي پروت وه ، دغه نازکه او ښکلي نجلۍ د ويري و لړزیده ، د سترګو ئي اوښکي را رواني شوی ، هغي د سلطان ایوبي لاس ښکل کړ او ورته ئي وويل «ماته الله ج د ګناهونو سزا راکړي ده ، زه پر خپلو ګناهونو اعتراف کول غواړم ، د خداي په خاطر ما ته پناه راکړه ، » دهغي ذهني حالت ډیر خراب بریښیده .
هغي د شام د یوه شتمن تاجر نوم واخست اووئي ويل چي دهغه لور ده ، دا یو مسلمان تاجر و ،هغه د شام د امراو سره دوستانه اړیکي درلودل ، په هغه وخت کي به امیر د یوه یوه ښار یا دېوي یوي ټوټي ځمکي حکمران و چي دمرکزي امارت تابع به و ،او مرکزي امارت به د مرکزي وزارت او مرکزي خلافت تابع و، دا امراء د لسمي پیړۍ را هیسي په پوره عیاشي کي ډوب شوی و ، د سترو او شتمنو تاجرانو سره به ئي د دوستۍ اړیکي ټینګول ، دهغوی سره به ئي ګډ تجارت هم کاوه او رشوت به ئي هم د همغوي په لاسو اخست، دهغوی حرم سرایونه به د ښکلو نجونو څخه تل ډک و او د شرابو میلي به په کي لګیدلي .
”اُمّ عراره»د همداسي یوه تاجر لور وه چي دخپل پلار سره به د دولس دېارلس کالو په عمر دامراو ماڼیو ته د نڅا او سندرو محفلونو ته ورتلله ، پلار ئي کتله چي لور ئي ډیره ښکلي ده په دي خاطر ئي هغه د کوچنیوالي څخه د امراو په محفلونو کي د عادي کولو په خاطر راوړه ، ”اُمّ عراره» وائي چي د څوارلس کالو په عمر وه چي د امراو زړونه ورته را مات شول ، دهغوی له ډلي څخه دوو ئي هغي ته ډیري قیمتي تحفي ورکړي اوپه دي ترتیب هغه د ګناهونو په نړۍ کي ور ډوبه کړل شوه .
په شپاړس کلنۍ کي هغه د پلار د اجازی پرته د یوه امیر معشوقه و ګرځیده ، خو په خپل کور کي به اوسیدله، هغه په شتمنیوکي را پورته شوي وه ، د شرم و حیا نوم ئي هم نه پیژانده ، دوه دري کاله وروسته هغه د پلار د لاسو څخه ووتله ، او په پوره ازادۍ سره ئي ددوه نورو امراو سره هم جنسي اړیکي پیدا کړل ، هغي په ښکلا، غوړه مالۍ ، او نارینه په دوو ګوتو د ګډولو په امورو کي نوم و ګاټه . د تیرو شپږو کالو راهیسي هغي ته یو بل ډول روزنه هم ورکول کیده ، دا د دري امراءو د سازش پایلي وی چي پلار ئي هم په کي شریک و . مخته بیا په دي سازش کي یو صلیبي هم را ګډ شو. دي امراؤ پخپله د خپلواکه حاکمانو دجوړیدو خوبونه کتل ، او دا کار د صلیبیانو د بسپني پرته شوني نه و .
”اُمّ عراره» ئي د نورالدېن زنګي او خلافت تر منځ د فساد دپیدا کولو له پاره هم استعمال کړي وه ، صلیبیانو دهغي سره په دي دنده کي دري نوري عیسایي نجوني هم ور یو ځاي کړي وي ،او په دي تر تیب ئي د ځمکي لاندي یو جال خپور کړي و.
کله چي دوی و کتل چي په مصر کي د صلاح الدېن ایوبي په نامه یو ځوان نوم پیدا کړي دي او هغه داسي دوه مهم کارونه هم تر سره کړي دي چي دهغي په واسطه هغه د مصر وزیر او امیر نه بلکه پادشاه ئي ګرځولي دي ،نو ”اُمّ عراره» ئي خلیفه العاضد ته د تحفي په توګه و استوله ، هغه ته دا دنده ورسپار ل شوي وه ، چي دخلیفه العاضد په زړه کي د صلاح الدېن ایوبي سره دښمني را و ټوکوي ، او پخواني سوډاني فوځ چي یو څو عسکري منصبداران ئي لا تر اوسه پوري په فوځ کي پاته دي العاضد ته را نژدي کړي او سوډانيان دي یو بل پاڅون ته و هڅوي ، هغي ته بله دنده دا ورسپارل شوی وه ، چي خلیفه العاضد دي ته وهڅوي چي کله چي سوډانيان پاڅون او بغاوت وکړي نو هغوی ته دي وسلي او سامانونه ور ولیږي اوکه شوني وه نو دصلاح الدېن ایوبي د فوځ یوه برخه دي هم د هغه پرخلاف بغاوت ته و هڅوي او د سوډانيانو ملګري دي ئي کړي ، که خلیفه نور څه و نه شو کولاي ، نوخپله ساتونکي ډله دي سوډانيانو ته ور حواله کړي او پخپله دي د صلاح الدېن ایوبي تر څنګ پناه واخلي او هغه ته دي ووائي چي دهغه ساتونکي باغیان شوی دي . لنډه داچي د صلاح الدېن ایوبي پر خلاف داسي محاذ جوړول و چي هغه پري د مصر نه تیښتي ته مجبور کړي اوخپل پاته عمر په نوم ورکۍ کي تیر کړي .
”اُمّ عراره» سلطان ایوبي ته وويل چي هغه د یوه مسلما ن په کور کي پیدا شوی ده خو پلار ئي ورته د مسلمانانو د ریښو او جرړو د ويستلو روزنه ورکړي ، د اسلامي سلطنت امراؤ دخپلو دښمنانو سره په یو لاس کیدو سره دخپل سلطنت د تباه کولو هڅي پیل کړي دي .
دي نجلۍ د خلیفه العاضد دماغ او زړه په خپله ولکه کي واخست ،او هغه ئي د سلطان ایوبي پر خلاف را وپاراوه ، رجب هم په دي سازشي کړۍ کي شریک و ، رجب دوه نور فوځي مشران له ځانه سره یو ځاي کړي و، رجب په دي لړ کي دا کار وکړ چي دخلیفه په ساتونکي ډله کي ئي د مصریانو پر ځاي سوډانيان ور ننويستل ، کله چي ”اُمّ عراره» خلیفه ته را وستل شوه، لا تر اوسه ئي دوه دونیمي میاشتي نه وي تیري شوي ، چي د خلافت په ماڼۍ ئي پوره ولکه و مونده ،او دخلیفه د حرم سراي ملکه و ګرځیده ، هغه دا خبره هم ډاګیزه کړه چي خلیفه غواړي سلطان ایوبي له منځه یوسي ، چي په دي لړ کي رجب د حشیشینو د ملاتړ د تر لاسه کولو له پاره دهغوی سره په خبرو کي مشغول دې.
دا هسي یوه اتفاقي خبره وه ،چي سلطان ایوبي د خلیفه د بیکاره وجود او دهغي د عیش او عشرت نه په تنګ راغلي و او دهغه پر خلاف ئي پاڅون پیل کړي و، او دا هم اتفاقي خبره ده چي ”اُمّ عراره» همغي خلکو تښتولي وه چي د سلطان ایوبي پر خلاف ئي جګړه کول غوښتل ، او دا خو یو ډیر ښه اتفاق و چي سلطان ایوبي د رجب څخه د ساتونکو د ډلي قومنداني اخستي وه ، اوهلته ئي دخپلي خوښي یو قومندان ټاکلي و. خو دي ټولو اتفاقاتو دحالاتو څپي د سلطان ایوبي پرخلاف را ګرمي کړي او پخپله سلطان ایوبي ته ئي خطر را پیدا کړ. سلطان ”اُمّ عراره»په خپله پناه کي واخسته ، نجلۍ په خپلو پخوانیو کړنو ډیره زیاته پښیمانتیا ښوله ، او د خپلو ګناهونو کفاره ورکول ئي غوښتل ، قدرت هغه ته یو لړزه ورکړه او دهغي دماغ ئي درست کړ ، سلطان ایوبي په پوره ډاډ سره په دي فکر پیل کړ چي هغه حکام چي په دي ټول جال کي ورګډ شوی دهغوی سره څه ډول سلوک وکړي .
بله ورځ الناصر او بهاؤالدېن شدّاد د فرعونیانو اخري نښي له منځه یوړي او بیرته د فوځ سره یوځاي را ستانه شول .
***** (۵۳)
اته ورځي وروسته :
د شپي اخري برخه وه ،د سلطان ایوبي په را ويښیدو کي لږ څه وخت و، خو هغه ملازم را ويښ کړ او ورته ئي وويل چي الناصر ، علي بن سفیان او دوه نور نائب سالاران راغلي دي ، سلطان ټوپ کړ او را پورته شو ، او د لیدني خوني ته ورغي ، ددي مسؤلینو سره د هغو دلګیو قومندان هم و چي د ښاره ئي بیرون ګشت کاوه ، سلطان ایوبي ته وويل شول چي لږ تر لږ ه شپږ زره سوډاني ، چي په کي د لري کړل شوی فوځ وګړي هم شامل دي او دهغي وحشي قبیلي وګړي هم ، چي د عقیدي نښي نښاني ئي له منځه وړل شوي وي د مصر په پولو کي را ننوتی او په یوه ځاي کي ئي پړاو اچولي دي ، دي قومندان د هوښیار تیا نه کار اخستي و چي په عام لباس کي ئي دوه اوښ سپاره هلته ور استولي و تر څو مالوم کړي چي ددي لښکر موخي څه دي، دي اوښ سپرو خپل ځانونه مسافرین ور پیژندلي و ،هغوی ته دا مالومه شوه چي دا لښکر په قاهري باندي د برید او یرغل په خاطر و روان دي ، اوښ سپرو د لښکر دمشرانو سره یو ځاي شول او د صلاح الدېن ایوبي پر خلاف ئي خبري پیل کړي او ورته ئي ډاډ ورکړ چي دوی به زیات شمیر خلک په دي لښکر کي دشاملیدو په خاطر راوړي ، ددي خبرو وروسته هغوی رخصت واخست ، ددوی د اطلاع په مطابق دا لښکر د اخوا دېخوا نورو ځاېو څخه د خلکو د راتلو منتظر و او په راتلونکي بله ورځ ئي د هغه ځاېه کوچ کاوه .
سلطان ایوبي لمړي دا حکم وکړ چي دخلیفه په ساتونکي ډله کي یواځي پنځوس کسان او یو قومندان پریږدئ او پاته نور ټول عسکري قشلي ته راوړئ ، که چېري خلیفه احتجاج وکړي نو ورته ووایاست چي دا زما حکم دي ، سلطان ایوبي علي بن سفیان ته وويل چي دخپلي شبکي لږ تر لږه سل کسان چي په سوډاني ژبه و پو هیږي د سوډاني باغیانو په لباس کي ددي قومندان سره سمدستي هلته ور ولیږئ ، قومندان ته ئي وويل چي دا سل کسان دهغو دوو اوښ سپرو سره یوځاي د سوډانيانو په لښکر کي ورګډ کړئ ،دا دوه اوښ سپاره به هغوی ته ووائي چي هغوی د وعدي سره سم دادي کومک راوړي دي ، دهغوی له پاره هدایات دادي چي هغوی به د لښکر د مخته کیدو په هکله مالومات را رسوي ، او هم به دا خبر راوړي چي د شپي په وخت ددي لښکر حیوانات او خوراک څښاک چېري وي، سلطان ایوبي الناصر ته وويلي چي ګړندي اس سواره او دکوچنيو منجنیقونو دلګي تیار کړي .
«ما فکر کاوه چي مونږ به مخامخ او نیغ په نیغه ټکر کوو او سوډانيان به له ښاره لري په کوم ځاي کي له منځه وړو » الناصر ورته وويلي .
«نه !» سلطان ایوبي ورته وويل ،« الناصره ! په یاد ساته چي که ددښمن شمیره ستاسي د شمیره څخه لږ هم وي نو بیا هم د نیغ په نیغه ټکر څخه ځان ساتئ ، د شپي له اړخه سرتیري مجاهدېن استعمال کړئ ،تر څو هغوی د شپي غلچکي یرغلونه پیل کړي ، دښمن د اړخونو څخه ، د شا څخه ... اود هري لوري څخه تر فشار لاندي راوړي ،او د ترپ او خرپ د عملیاتو وروسته خپلي پښي سپکي کړي . تر څنګ ئي د دښمن د خوراک څښاک لاري بندي کړئ، ځناور ئي له منځه یوسئ ، او په دي ترتیب دښمن وار خطا کړئ ،د هغوی ډلي سره وويشئ ، هغوی ته د مخته د راتلو فرصت مه ورکوئ ، هغوی ښي او کیڼ لوري ته په خپریدو مجبور کړئ ، که چېري مخامخ ټکر اخستل غواړئ نو بیا دا له یاده مه باسئ چي دا صحرا ده ، د هر څه دمخه د اوبو په ځاېو باندي ولکه پیدا کړئ ، د لمر ګرمي اود هوا څپي د دښمن پر خلاف کړئ ، هغوی مجبور کړئ چي ستاسي د خوښي ډګر ته راشي ، زه به تاسي ته عملي درس درکړم . زه به ددي لښکر د ا غوښتنه پوره کیدو ته پرینږدم چي هغوی دي قاهري پوري را ورسیږی . او یا دي زما فوځ دهغوی سره مخامخ جګړه وکړي .» هغه علي بن سفیان ته وويل « ته چي د خپلي شبکي کوم سل کسان په هغه فوځ کي د ګډون له پاره ور استوي ، هغوی ته ووایه چي هغوی دي په سوډانيانو کي دا افواه خپره کړي چي په شپږ اوه ورځو کي صلاح الدېن ایوبي په بیت المقدس باندي حمله کونکي دي په دي خاطر په کار ده چي په قاهري باندي برید دهغه په غیاب کي تر سره شي .
په همدي توګه زیات شمیر هدایات او احکام ئي صادر کړل او هغوی ته ئي وويل چي هغه به سر له نن څخه په قاهره کي نه وي موجود . هغه هغوی ته د قاهري څخه ډیر لري ځاي ور په ګوته کړ. هغه غوښتل خپل نظامي دفتر ددښمن تر څنګ جوړ کړي تر څو جګړه تر خپل نظارت لاندي تر سره کړي . ټولو د لیدني په همدي خونه کي د سهار لمونځونه ادآ کړل ، او دسلطان ایوبي په احکامو ئي عمل پیل کړ.
سلطان ایوبي دفوځي او جنګي تیاریو له پاره خپلي خوني ته ولاړ .
***** (۵۴)
دسوډانيانو په لښکرو کي ورځ په ورځ زیادښت را ته ، دوه کاله پخوا د هغوی یو بغاوت ناکامه شوی و.او د بل بغاوت اوپاڅون له پاره ئي کار پیل کړي و ، صلیبیانو ورسره د نظامي او مالي کومکونو وعده کړي وه او دسلطان ایوبي د راپرځولو له پاره ئي د جاسوسانو یو زیات شمیر مصر ته ورننوستي و .
د سوډانيانو یرغل به یو ورځ نه یو ورځ کیده، خو اوس په ناڅاپي توګه راغي ، علت ئي داو چي سلطان ایوبي د یوي سوډاني قبیلي یو مذهبي مشر باندي فوځي برید کړي و ، اودهغوی د دېوتاګانو ځاي ئي له منځه وړي و. دا څه معمولي کار نه و ، په مصر کي د سلطان ایوبي مخالفینو دهغه ددي اقدام څخه پوره ګټه پورته کړه ،او د سوډاني فوځ لري کړل شوی ټول باغي قومندانان ئي یو له بله سره را یوځاي کړل ، هغوی ټولو یوځل په خوزښت پیل وکړ ، په دوی کي مصري مسلمانان هم و ، هغوی ددي سوډاني قبیلي مذهبي جذبات نور هم را وپارول او هغوی ته ئي وويلي چي د هغوی مذهب ریښتوني دي او که چېري هغوی د سلطان ایوبي پر خلاف پا څون وکړي نو دهغوی دېوتا به د خپل توهین د بدلي د اخستلو له پاره ددوی سره کومک وکړي، هغوی په پنځه شپږو ورځو کي لښکر را ټول کړ او په قاهره ئي د یرغل کولو له پاره ځانونه چمتو کړل ، څه وخت چي داخوا دېخوا خلکو او قبیلو ته دا خبر ورسید، هغوی هم په دي لښکر کي شاملیدو ته تیاریدل .
کله چي ددوه اوښ سپرو سره یوځاي هغه سل وسله وال کسان په دي لښکر کي ورګډ شول نو دا لښکر د پولي څخه دي غاړي ته راغلي و، اوپه یوه ځاي کي ئي پړاو اچولي و، سلطان ایوبي دشپي شپي هلته دومرنژدي ور غي چي ددي لښکر د نقل وحرکت په هکله ژر خبریداي شو. هغه سل کسانو د لښکر مشرانو ته وويلي چي سلطان ایوبي تر څو ورځو پوري د فلسطین په لور خوځیږي ، د لښکر مشران ډیر خوښ شول هغوی دا پړاو دوه ورځي نور هم اوږود کړ. بله شپه سلطان ایوبي ته ددي لښکر په هکله لمړي خبر راورسید.
په ورپسي شپه هغه پنځوس سواره او پنځه منجنیقونه هلته ور واستول چي اور بلونکي مادي باندي سنبال شوی و، هر منجنیق یوه آس کشاوه ، نیمه شپه ، هغه وخت چي سوډاني لښکر په درانه خوب بیده و مجاهیدېنو دهغوی د خوراک په ذخیري باندي د اور ګولي ور و توغولي او وروسته ور پسي اور بلونکي غشي ور و توغول شول ، صحنه ټوله د اور د شعلو نه ډکه شوه ، په لښکر کي سخته بده ورځ را پیدا شوه ، منجنیقونه ئي سمدستي بیرته را ولیږل ، دغه پنځوس کسه مجاهدېن په څلورو ډلو وويشل شول ، دوی خپل آسونه ور وځغلول او د لښکر د اړخ خلک ئي د خپلو برچو او نیزو په واسطه له منځه یوړل او د شپي شپي ئي ځانونه خوندي ځاېو ته و رسول ، لښکریانو ته د ځانو د راټولولو فرصت په لاس نه ورته ، هلته چي د اور په لمبو کي دهغوی د خوراک ذخیره سوځیدله نو په هغه ځاي کي آسونه او اوښان هم و تریدل او وتښتیدل، په همدي وخت کي د سلطان ایوبي سواره یوځل بیا را پیدا شول او غشي ويشتل ئي پیل کړل، او بیرته ولاړ ل ، هغوی بیرته بیا را ونه ګرځیدل .
په بله ورځ خبر را ورسید چي د سوډانيانو لږ تر لږه څلور سوه کسان د اور په لمبو کي ، د آسونو او اوښانو د تریدو او د ګوریلا مجاهدېنو د حملو په واسطه له منځه تللي دي ، دهغوی د خوراک ټوله ذخیره سوځیدلي وه ، او د غشو ذخیري ئي هم له منځه تللي وي ، باغي لښکر دهغي ځاېه کوچ وکړ او دشپي په یوه داسي ځاي کي ئي پړاو وکړ چي شاوخوا ته ئي خاوریني غونډۍ پرتي وي . په دي ځاي کي هغوی ته د شپيني عملیاتو خطر نه و، دهغوی صحرائي ګشتي ډلو هم تر لري لري ځاېو پوري تګ را تګ کاوه ، خو د مجاهدېنو لخوا یو ځل بیا پري برید و شو . دا برید هم د تیري شپي د برید په څیر و ، د لښکر مشرانو ته دا مالومه هم نه وه چي دهغوی دوه ګشتي ډلي د سلطان ایوبي د مجاهدېنو تر ولکي لاندي راغلي او له منځه تللي وي ، غشي ويشتونکو د خاورینو غونډیو څخه اور بلونکي غشي ويشتل او بیرته پټیدل ، دا شپیني عملیات ان د سهار د رڼا د را پیدا کیدو پوري روان و. په دي عملیاتو کي هم سوډاني باغیانو او ددښمن لښکرو ته د تیري شپي څخه زیات زیان ور اوښتي و.
ماښام علي بن سفیان سلطان ایوبي ته د خپلي شبکي د غړو دا راپور اوراوه ، چي سبا ورځ به سوډاني فوځ په داسي توګه راوړاندي کیږي چي دشپیني عملیاتو د ډلو په هکله مالومات پیدا او دهغوی د ختمولو هڅي وکړي ، سلطان ایوبي سره نژدي یو شمیر فوځيان و ، هغوی د شپي له اړخه یرغل و نکړ ، هغوی ته مالومه وه چي دښمن رابیدار شوي ، په بله ورځ هغه څلورسوه فوځيان د سوډاني لښکر کیڼ اړخ ته نژدي نیم میل لري ور ولیږل ، او څلور سوه نور ئي د هغوی ښي اړخ ته . هغوی ته ئي دا هدایت ورکړ چي هغوی دي مخته ځي ، دواړه ډلي د سوډانيانود لښکر د اړخونو څخه تیری شوي نو سوډانيانو د دي خطر له مخي خپل اړخونه و غوځول چي دا ډلي به د اړخونو څخه او یا دشا له خوا پر دوی یرغل وکړي ، دسلطان ایوبي د هدایت په مطابق دهغوی قومندانانو خپلي ډلي دهغوی څخه لږي نوري هم لري کړي ، سوډانيان په دوکه کي و لويدل ، هغوی خپل لښکر ښي او کیڼ اړخ دواړو لورو ته و غوځولي . ناڅاپه د سلطان ایوبي پنځه سوه سپاره د غونډیو د پټو ځاېو څخه را ووتل او د سوډانيانو په منځ باندي ئي برید وکړ . دلته د هغوی اعلي قومندان هم موجود و . د آس سپرو مجاهدېنو دا حمله ډیره ګرندۍ ، تیزه او سخته وه ، په ټول لښکر کي شورو غوغا ګډه شوه ،د اړخونو څخه هم پیاده عسکرو غشي توغول پیل کړل ، اوپه دي ترتیب نژدي دېارلس سوه مجاهدېنو د دښمن شپږ زره فوځ د تیښتي او ماتي سره مخامخ کړ، داسي ماتي چي صحرا د مړو د لاشونو څخه ډکه شوه ، او یو زیات شمیر سوډانيان بنديان هم شول او څه په تیښته بریالي شول ، ويل کیږی چي د تښتیدونکو شمیره لږه وه .
دا د سوډانيانو دویم بغاوت اوپاڅون و، چي سلطان ایوبي د همغوي په وينو کي ور ډوب کړ. اوس نو سلطان ایوبي د ډپلوماسۍ څخه کار وانخست ، هغه د جنګي بنديانو څخه مالومات تر لاسه کړل ، دهغوی ټول هغه قومندانان او حاکمان چي په بغاوت کي ئي ګډون درلود په بندي خانو کي واچول، د تخریب کونکو نښي ئي هم را پیدا کړي ، هغوی ته ئي د مرګ سزا ورکړه ،د رجب په څیر سالاران ئي په عمري بنديخانه کي ور واچول ، سلطا ن ایوبي په دي ډیر حیران و چي یو شمیر داسي حکام هم په دي سازش کي شریک ول چي سلطان هغوی ځانته وفاداره ګڼل، هغه خپلو باوري ملګرو اوسالارانو ته وويل چي دمصر ددفاع اودسلطنت د ټینګښت له پاره په سوډان باندي یرغل او دهغي هیواد ولکه کول ډیر اړین دي .
هغه خلیفه العاضد څخه د هغه ساتونکي ډله بیرته را وسته اوهغه ئي له کاره ګوښه کړ. او اعلان ئي وکړ چي اوس به مصر د عباسي خلافت تر کنترول لاندي وي ، او دا هم چي دخلافت مرکز به بغداد وي ، سلطان ایوبي ”اُمّ عراره»د اته ساتونکو سره یوځاي نورالدېن زنګي ته د ورحواله کولو په لور ور واستوله .
***** (۵۵)
پاته په یویشتمه برخه کښي ...
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery