مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې


مکمل غیر سیاسي: ایا زمونږ اوسنې حال خو همداسې نه دې!

دایمان پلورنکوداستان
دوهمه برخه

د اصلي  قصې د اوریدو تر مخه دا اړینه ده  چی  ددی پیښی  د مخه  وختونه  تر نظره تیر کړل شي. د صلاح الدین ایوبي  د نوم ، په اسلامي تاریخ  کې  دهغې دکړونو د ستروالي  او ځاې  او سرښندونو  څخه په  څوک  خبر نه وي؟ اسلامی امت  خو یې هیڅکله هم نه شي هیروالایې . او  مسیحی  نړۍ  په یی  هم د تل  له پاره  په یاد ولري . په دې اساس دا اړینه نه بریښې  چی د صلاح الدین ایوبي د نسب  شجره  دی  په تفصیلي توګه بیان  کړل  شي .  مونږ  چی کومې پیښې ددلته  لو ستونکو ته  تر مخ  ږدو نو هغه  دومره پراخه  دي  چی  د تاریخ  لمن  سره  را ټولوي.  دغه  تقصیلات  د پیښو د لیکونکو او د قلم د خاوندانو  په  ریکارډ  ک�
  ثبت  وي ،  او څه  د یوی سینی د سلولونو  څخه د بلی  سیني سلولونو  ته  ور رسیدلي دی .  د تاریخ په لمن کی یواځې د صلاح الدین ایوبي   کړنې  یاد کړل  شوي دي او د هغو  سازښونو په هکله  لږ څه  مومو  چې دهغې   خپلو دهغې  پر خلاف کړی دي .  او دهغي د ورځ  په ورځ  زیاتیدونکي  شهرت او ستروالي  دداغداره کولو  له پاره  یی  هغه  د ښکلو نجونو په یوه داسی  جال  کی د  را ګیرولو   بیا  بیا هڅې کړی  چی  د هغوی په ښایست کی طلسماتي  اغیز و.
د اسلامی  تاریخ د ا ریښتوني ډرامه  په ۲۳ د مارچ  ۱۱۶۹ زیږدیز  کال  کی  پیلیږي . یعني  هغه وخت  چی صلاح الدین ایوبي د مصر   وایسراي  او د فوځ  اعلی قوماندان  و ټاکل  شو.  هغه ته دومره ستره  رتپه  په دی خاطر ورکړل  شوه  چی هغه  تر هر څه لمړې د حکمرانې  کورنۍ  نوی  نیالګې و  او دویم دا چی   چی  هغه د خپل  عمر په لمړیو کی  د جنګ او ځپلو د فن  ماهر  ګرزیدلی و .   عسکریت  ورته  په میراث کی پاته شوی و .  دهغی  په ذهن کی  حکمرانی د بادشاهی  په  معنی  نه ، بلکه د اسلام د ساتنی   او د قوم د ستروالي او د خیر ښیګڼې په خاطر  وه .  کله چی د هغی  شعور  را بیداره  شو نو په لمړی ځل  یي  محسوس کړه  چ
 ی په  مسلمانو حکمرانانو کی  نه یواځی  یووالی نشته  بلکه  یو له بله سره  د کومک او بسپنی کولو  څخه هم ډه ډه   کوي .  هغوی  عیاش  ګرزیدلی و .  شرابو او ښکلو  نجونو اوښځو  که  له  یوه  اړخه دهغوی   ژوند رنګین  ګرزولی  و،  خو هلته یی د اسلامی  امت او د اللهج  د دغه  ستر مذهب  راتلونکی  دتیاری  سره  مخ  کړی  وه .  د هغوی دامیرانو،وزیرانو او   مشاورینو ناست   ځایونه د نامسلمانه  ښایسته نجونو څخه  ډک  شوی  و. له دوی څخه  ډیرې  نجوني  یهودی او عیسایي وې  چی د ځانګړو  زده کړو وروسته یی  دی  ناست ځایو  ته ور داخلي کړی  وی . د حیرانوونکي ښایست او د اداکارۍ د فن  هنرمنداني دغه نجونې د �
 �سلمانانو  حکمرانانو او پادشاهانو  ک�
ې  او د هغوي  ملی غرور  د لرګی د چینجي (دیمک ) په  څیر رژاوه.
ددې پایلې دا شوي   چې صلیبیان  چی فرینک (فرنګیان)  په کې  په ځانګړې   ډول د یاد ولو  وړ  دې ، د مسلمانانو  ځمکی  ټوټی  ټوټې  یو پر بل  پسي  د کومي  تیرې  کړې او ان  تر دې  چی یو شمیر مسلمان حاکمان فرنګیانو (اوسني انګلیسانو ) ته  کلنی  محصول ( ټیکس) او  جزیه  ورکونکی وګرزیدل .دا محصول د بدمعاشۍ د محصول  تر نامه  لاندی  هم یادیده . صلیبیانو به د خپل  فوځی  ځواک  په  زور او هم  د کوچنیو  کوچنیو  یرغلونو په شکل  کی دا حکمرانان  ویرول ،  په لږی  سیمی باندی  به یی  قبضه کوله ، تاوان  او ټیکس  به یی  اخسته ، او موخې  یی داوی  چی  په کلار  کلار   اسلامی  امت  د کومی  تیر کړی . مسلمانو  �
 �کمرانانو به د خپلو رعایاو د وینی  په  څکلو  د هغوی  څخه  محصول  تر لاسه کاوه او صلیبیانوته په یی  ورسپاره ،  دهغوی  هدف  داو   چی د هغوی  د عیش  او عشرت  په ژوند کی کوم  اخلال  منځته را نشي .
هلته یی د قوم پالني تخم  هم  و شینده ، او تر ټولو خطرناکه  ډله یی د حسن صباح  تر نامه لاندی  جوړه کړه .دغه  ډله د صلاح الدین ایوبي د ځوانۍ  څخه نژدی  یوه  پیړۍ مخته  دهمدی موخو د تر لاسه کولو  له پاره  جوره کړل  شوی وه . دا  د ګټه پالو  ډله او فرقه  وه ، بی حده  خطرناکه او د اسرارو نه ډکه ،  . ددی  فرقی  اړوندو به  ځانته  �فداییان � ویل .   خو  وروسته د  حشیشین  په نامه  په دی خاطر  مشهور  شول  چی دوی  به د حشیش  دنشه کونکي بوټی د موادو  په اساس   نور  خلک  په خپل  جال  کی  را نښلول .
صلاح الدین ایوبي د نظام  الملک په مدرسه کی  ښوونه او روزنه تر سره کړی وه .  پخپله نظام  الملک  د اسلامی نړۍ  په  یوه مملکت  کی یو  وزیر  و ،  ددی مدرسی  بنسټ  همهاغه  ایښودی  و . په دی مدرسی  کی به اسلامی  ښوونه او روزنه  ورکول  کیده او  کوچنیان  به د اسلامی تاریخ  او نظریاتو  څخه  پوره  پوره  خبریدل .
د یوه تاریخ پوه � ابن الاطهر�  د وینا په اساس ، نظام الملک   پخپله د حسن صباح د  فداییانو لمړنې ښکار و.  ځکه  چی  هغه د رومیانو د پراخ  غوښتنو په مقابل کی لکه دغره په څیر ولاړ  و . رومیانو  هغه په  ۱۰۹۱ زیږدیز کال  کی د همدی  فداییانو  په لاسو  وواژه ،  خو مدرسه یی  په  خپل ځای  پاته  شوه .  صلاح الدین ایوبي همدلته  ښوونه او روزنه وکړه . په همدی عمر  کی  یی د عسکریت  روزنه  هم د خپلو  مشرانو له  خوا  تر لاسه  کړه .  نورالدین  زنګي  هغه ته  جنګي  تاکتیکونه  ورزده کړل ، د هیواد  د نظام  د پر مخبیولو  روزنه  یی ورکړه ،  او په ډپلوماسۍ  کی  یی  ښه پوهه   ور و ښووله .  دغي  ښونو او �
 �وزنو په هغی کی  هغه جذپه  را پیدا کړه  چی  وروسته  یی  بیا همغه د صلیبیانو  له  پاره د برق  د تارونو په څیر  و ګرځوله ،  هغه د ځوانۍ په  پوړ کی  هغه  ډول  ذهانت او وړتیا  تر لاسه کړې وه  چی د یوه ستر سالار  له پاره   اړینه  وي .
صلاح الدین ایوبي د جنګ اوځپلو د فن ترڅنګ د جاسوسۍ(Intelligence) ،  کمانډو او غلچکي بریدونو(Commando and  Guerilla operation) ته هم ځانګړې پاملرنه وکړه .  هغه به کتل  چی صلیبیان د جاسوسۍ  په ډګر کی ډیر مخته  تللي دي ،  او هغوی د مسلمانانو په  نظریاتو باندی  په ډیر هنر  سره یرغلونه کوی . صلاح الدین ایوبي  غوښتل  چی د نظریاتو په  سنګر کی  و جنګیږي ، هلته  چی د توری  د استعمال  اړتیا نه و ی . په دی  قصه کی  به تاسي مخته  ووینئ چی د هغی دتوري  وهنه  ډیره  درنه او ژوره  وه  او دهغی د مینی  ګذار  خو د هرڅه سخت  وهل  کولاې  شول . د هغي له پاره د  زغم او تحمل  اړتیا وه  چی هغي  د خپل  عمر  په  لمړنیو  و
 ختو کی  په خپل ځان کی پیدا کړی وه .
کله چی  هغه د مصرد  وایسراې  او د عسکري ځواکونو د عمومی  قوماندان  په  څیر  مصر ته و استول  شو، نویوشمیر  هغو منصبدارانو  ستره  غوغا  جوړه کړه  چی ددی  رتبی  له پاره کلونه  کلونه  منتظر ناست  ول .  د هغوي له انده  صلاح الدین ایوبي لا  تر اوسه  د مکتب  شاګرداو کوچنې هلک و  خو کله چی د مکتب  دا شاګرد  دهغوی  مخته  راغی ، دهغی  خبری  یی واوریدی ،  نو دهغوی  احتجاج  په ټپه  و درید. د� لین پول � تاریخپوه  له مخي صلاح الدین ایوبي په  ډسیپلین  (Discipline  )باندي ثابت او ولاړ  وخوت .  هغه د خپل ځان او خپل  فوځ  له پاره  تفریح ، عیاشي  او ارام کول  حرام  و ګرځول ،  هغه  خپل دماغي او  جسم�
 �نی  ځواکونه  یواځي  په دی  باندی  راټول کړل  چی اسلامي سلطنت  نور  هم  غښتلې  کړي  او صلیبیان  ددی  مځکو  څخه  بیرون  وشړي . هغه په  هر قیمت  په فلسطین باندی  بیرته  سلطه پیدا کول  عوښتل  او همدا  موخی  یی  خپل  فوځ ته  هم ورکړی. د مصر د وایسراې  په څیر به هغه  وویل : [ الله  ماته د مصر مځکه  را کړې  نو دهمغی  ستر ذات   به ماته   فلسطین  هم  را و بښي] خو مصر  ته په ورسیدو  سره هغه ته  په ډاګه  شوه  چی د هغې مقابله یواځی د صلیبیانو سره نه ده بلکه خبلو مسلمانانو  ورونو  هم دهغي  په  لاره کی  ډیر ښایسته ښایسته  جالونه  غړولې دي  او دا  جالونه د صلیبیانو د موخو او د هغوی  د فوځي ځو
 اک  څخه  هم  خطرناکه  دي .
******(۳)
هغو فوځي او قومی مشرانو  چی  مصر ته  په  ورسیدو سره د هغه  ښه راغلاست ووایه  په هغوی کی ناجی نومی یو عسکری  سالار  ډیر د اهمیت  وړ  و. ایوبي ټول د سر نه تر پښو پوری  و کتل ، دهغه په شونډو  خندا  او په ژپه یی  دمیني او محبت   خواږه  ټکي. یو شمیر پخوانیو افسرانو  هغه  ته  داسې و کتل  چی دهغوی  کتنه  د طنزاو  تمسخر  نه ډکه وه . هغوی د صلاح الدین ایوبي  یواځی  نوم اوریدلی  و . او یا د هغي  په هکله همدومره پوهیدل  چی  هغه د حاکمی کورنۍ  غړی  او دخپل  د کاکا د زوي  ځای ناستې دې . هغوي  په دی هم پوهیدل   چی د نورالدین زنګی  سره د هغه  اړیکی  څه ډول دی ! د هغوی  له انده د صلاح الدین ای
 وبي  اهمیت  یواځی د هغی  دکورنۍ   له اړخه دی ،  او یا یی په دی خاطر  هغه  ته اهمیت  ورکړ  چی هغه د مصر دفوځي  وایسرای  په  څیر  راغلی  دې . ددی   پرته هغوي  صلاح الدین ایوبي ته  هیڅ ډول  ارزښت  ورنکړ. یو زوړ  فوځی  سالار  په خپل  څنګ  کی ولاړ د یو بل  سالار په غوږ  کی  وویل [ کوچنې دی ، مونږ به یی  پالنه کوو ]
تاریخ پوهان او دهغي وخت  د پیښو لیکونکي  دا نه شي ویلایی  چی صلاح الدین ایوبي د هغې  خلکو په  آندونو پوه  شوی  هم   و او که  نه . هغه د ښه راغلاست  په دی هجوم  کی  یو کوچنی معلومیده ، خو کله  چی د ناجي سره د ښه راغلاست  په وخت کی  تم شو نو د ایوبي په مخ  کی بدلون  را پیدا شو. هغه غوښتل ناجي ته لاس  ورکړی  خو ناجي چی دهغي د پلار  په عمر  و د ټولو تر مخه د  درباري  غوړه مالو په  څیر ټیټ شو او بیا د ایوبي سره  ور غاړیوت. د ایوبي تندی  یی  ماچ کړ  او  ویی ویل : [ زما د وینی  اخرین څاڅکی  به هم ستا د ځان د خوندي ساتلو په خاطر توییږي . ته  له ماسره د� زنګی �او � شرکوه�  امانت یې.]
(زما ځان  د اسلام د عظمت  نه ډیر  ارزښتناکه نه دې.!) صلاح الدین ایوبي  د ناجي  لاس  ښکل  کړ او  زیاته یی کړه (درونده !  د خپلی وینی  یو یو څاڅکی  خوندي  و ساته ، صلیبیان  د تورو  وریځو په  څیر په امت   را خپریږي . )
ناجي   ورته په ځواب  کی  یواځی موسکې  شو، داسی  لکه د صلاح الدین ایوبي څخه یی  چی کومه  ټوقه  اوریدلی وي .داسي بریښیده  چی  په غالب  ګمان صلاح الدین ایوبي د دغه  تجربه لرونکي  سالار د خندا  اهمیت  نه وي  درک  کړې . ناجي د فاطمي خلافت  څخه راپاته  یو روزل شوې  سالار و .  هغه په مصر کی د ساتونکو (Body guards) د ډلی  قومندان و .  د نفرو  شمیره  یی  نژدی  پنځوس زره (۵۰۰۰۰) تنو  ته  رسیده .  دغه  وګړی  ټول  سوډانیان  ول ، دا ډله دهغی وخت  په  نوو او عصری  وسلو  سنباله وه. چی اوس د ناجي  په لاسو کی  یوه درنده ځپونکي وسله ګرزیدلی  وه، او دهمدی  ډلی  په مټو ناجي د یوه بی تخته پادشاه  په څی�
 � خپل حکومت  کاوه . دا وخت د ګټی پالني او سازښونو  وخت  و . د اسلامی نړۍ  مرکزیت  له منځه تللې  و .د صلیبیانو  تخریي  کارونه  هم په ډیره زړه  وړونکی  توګه  روان  و .  د زرپالنې  او عیش او عشرت  دوره  وه .  هر چا چي لږ ځواک هم درلوده  نو هغه   یی دخپلي واکمنی د ټینګښت او د مال او شتمنۍ د راټولولو  په خاطر  مصرفاوه . دسوډاني ساتونکو د ډلی  مشر او قومندان  ناجي د مصر د حکمرانانو او نورو مشرانو  له پاره  یو  ویرونکي  خوب  ګرزیدلی  و. الله هم هغه ته  دغسی  یو شیطانی  دماغ  ورکړی  و. هغه ته به یی په هغه وخت کی پادشاه جوړونکی وایه ،  په جوړولو او  ورانولو کی یی ځانګړی  پوهه درلود�
 � ،  هغه صلاح الدین ایوبي و کوت   نو په
�  یی هماغسی  خندا  را خپره شوه  لکه څنګه  چی یوه کمزوري  میږه  د یوه  ځواکمن  لیوه  غاښونو ته  ور  لویږی . ایوبي  دغه  د زهرو ډکه  خندا   نه وه  درک  کړې . هغه ته تر ټولو مهم  وګړی  پخپله ناجی  و . ځکه  چی هغه د  پنځوس  زره   ساتونکو  د ډلی  قومندان  و  او صلاح الدین ایوبي ته  ددی فوځ  اړتیا وه .
صلاح الدین ایوبي ته وویل  شول  چی  : درونده مشره   ! د ډیر لری  ځای  څخه دی تشریف  راوړې ، لمړې  ارام  وکړه!   خو هغه  ورته وویل :[ هغه  لنګۍ  چی زما پر سر  ایښوول  شوي ،زه د هغی  وړ نه ووم ،  دغی  لنګۍ زما خوب  او ارام   له منځه  وړې ،ایا تاسې  درانده  شخصیتونه  به ما  د هغی  چت  سیوري ته  بدرګه نه کړئ  چیری  چی زما دندی  (فرایض) زما   انتظار کوی ؟]
(ای  حضور! دکار  د پیل  د مخه  غذا  ته  میل نه لرې؟  یوه نایب  یی تری  و پوښتل .) صلاح الدین ایوبي  لږڅه فکر او  ځنډ  وکړ  او بیا له  هغه  سره  ولاړ .   دهغې ودانۍ  په مخکې   چی غذا  په  کی تیاره  شوی وه  دواړو  لورو ته ځواکمن  شکله  ساتونکی  ولاړ  ول  . ایوبي  ددغه ګارډ او ساتونکو قد، شکل او  وسلي و کتلی  نو پر مخ  یی  روښنایی  را پیدا  شوه . خو دا  روښنایی  د ودانۍ دروازی  ته  د ور رسیدو سره  سم  پایی ته ورسیده . هلته  څلور  ځوانی  نجوني چې  په  جسمونو  یی  نری  لباس او په  اوږو  یی خپری  زلفی   را پرتې  وې  او د ښایست  نمونی  یی له ځانو  جوړی  کړی  و ی ، په  لاسو کی یی د ګلونو د پاڼو ډک
 ی  ټوکرئ  نیولی  ولاړې  وې . هغوی  د صلاح الدین ایوبي په  قدمونو کی  د ګلونو د پاڼو  په ښیندلو پیل  وکړ ، او تر څنګ  یی د ډول  او رباب  اوازونه  د اغیزمنو نغمو سره یو ځای  را پورته  شول . ایوبي  په خپله لاره کی د ګلانو د پاڼو په لیدلو سره خپل  قدمونه  بیرته  شاته  کړل ، ناجي او دهغی  معاون  یی  دواړو  خواو ته  روان  و . هغه دواړه  ورته ښکته  شول او  ایوبي ته یی د وړاندی تګ  بلنه ورکړه . دا  هغه تګلاره  وه چی مغلو پادشاهانو په هندوستان  کی  رواج کړی  وه.[ ایوبي د ګلونو د پاڼو د مروړلو او بښو لاندی کولو له پاره  نه دی  راغلی .] ایوبي  په داسی خندا کی دا خبره وکړه  چی خلکو به ډ�
 �ره کمه ، کله هم د چا په شوڼدو  کتلی  و�

(مونږ  له اسمانه  ستوری هم د حضور  په لاره  کی  را شکولی  او غوړولی  شو) ناجي وویل.
[که   چیری  زما په لار کی  څه  غوړول  وي نو هغه  یواځی  یو شی  دې  چی زما زړه  خو شحالوي ] صلاح الدین ایوبي وویل .
(تاسی  حکم وکړئ ) نائب  وویل :  ( هغه کوم شې دی  چی د حضور  زړه  پری  خو شحالیږي .). [د صلیبیانو لاشونه !] ایوبي  ورته  سمدستي   په خندا  شو او ځواب  یی ورکړ. خو  سمدستي یی خندا  ورکه  شوه ، د هغې د سترګو څخه د اور بڅرګي  را ووتل او په  ټیټ  اواز  یی  ،چی  قهر او غضب  په کی پټ و ، وویل :[د مسلمانانو ژوند دګلونو غنچه نه ده ،  زه نه پوهیږم ، صلیبیان  اسلامی سلطنت د مږو او مږکانو په څیر خوري ،  اوپو هیږم  چی  هغوی ولی  بریالی کیږی . دا یواځی په دی خاطر   چی مونږ د ګلونو په  پاڼو  تګ  پیل کړی دی . مونږ  خپل بچیان لوڅ کړی  او دهغوی عصمت او عزت  مو تر پښو لاندی  کړی ، زما  سترګي  په فلسط�
 �ن  لګیږی ، تاسی  زما تر پښو لاندی د ګلونو په شیندلو سره د مصر څخه هم د اسلام  جنډا  را کښیباسئ،.......] هغه  ټولو ته و کتل  او په  پوره  دبدبې  سره یی وویل :[ زما له لاری  دا ګلونه  پورته کړئ ، که ما  پری  قدم  کښیښود  نو زما  روح  به  په اغزیو   سورې  سورې  شي .  د غه  نجونی  زما  له لاری لری کړئ    ، هسی نه  چی داسی و نه شي  چی زما توره ددوی  په زړه وړونکو زلفو او ښایسته  ویښتانو کی  په نښتو سره بیکاره  پاته شي .]
(د حضور  دبدبه  او ......)،
[ ماته حضور  مه  وایی ] صلاح الدین ایوبي  ویونکی  داسی  و ټوکه ، لکه په توره  چی د کوم کافر  غاړه  وهل کیږی.  هغه وویل [حضور  هغه دی  چی تاسی  یی کلیمه  لولئ ، او زه یی هم غلام  یم ،  زما ځان  دی  دهغی  حضورص څخه ځار شي   چی پاک  پیغام  یی ما په  خپلی  سینی  کی  لیکلی  راوړی .  ما همدا  پیغام  له ځانه سره مصر ته راوړی ، صلیبیان غواړی  زماڅخه دغه  پیغام  واخلي او  د روم په بحیره  کی  یی  ورډوب  کړي ، په شرابو کی یی ور و منډي ،  زه د پادشاه  په څیر نه یم  راغلی .]
نجونو د چا دسترګو په اشارو سره د ګلونو پاڼي راټولی او دهغې ځایه  لري شوې .  صلاح الدین ایوبي  په چټکۍ سره  ددروازی  له لاری  دننه  ولاړ ، یوه پراخه  سالون و  چی  یو اوږد میز  په کی  ایښوول  شوې و. د میز پاسنۍ  برخه په رنګ  رنګ  ګلونو ښایسته کړل  شوې وه،  دګلونو تر منځ  د ګډو او  وزو   وریتې  کړل  شوی  برخې ،  پوره  پوره وریت کړل شوې  چرګان ، او .... نامعلومه  چې څه څه  ډول خوراکونه  ځای  په ځای  شوې و. صلاح  الدین  ایوبی   ودرید او د خپل  نائب  څخه یی و پوښتل [ ایا د مصر هر اوسیدونکې  همدا  ډول غذا  خوري ؟] ( نه حضور!)  نائب  ورته ځواب  ورکړ .  غریب  خلک  خو داسې  غذا  په خوب کی    ه�
 � نه ویني .
[تاسې ټول  د کوم قوم خلک  یاست ؟  صلاح  الدین  ایوبي  تری  وپو ښتل .  ایا د هغی  خلکو  قوم  بل کوم دی  چی داسی  غذا  په خوب کی هم نه  ویني ؟  کله یی  چی دهیڅ  لوری  څخه ځواب  و نه موند  نو ویی ویل : [ دلته  چی څومره  کارکونکي دی ، او څومره عسکر  چی په دنده   مشغول  دي  هغوی  ټول  دننه  را وغواړئ  او دا غذا  پر هغوی  و خوروئ.    هغه  لاس  ښکته کړ او یوه  وچه  ډوډۍ  یی  را پورته  کړه . دهغي  له پاسه   دوه   دری  د غوښی ټوټې  کښیښودې . او په ولاړه  ولاړه یی  وخوړې . په ډیره  بیړه  یی  یوه ډوډۍ  و خوړله  او یو ګیلاس  اوبه یی  پسی  و چښلې . او د ساتونکو  قومندان   �ناجي�  یی له ځانه  سره  کړ او  د
 کمرې   څخه ووت او هغه   سالون  ته ولاړ  چی د وایسراې  د کار ځای و.
دوه ساعته وروسته  ناجي  بیرون  را ووت ، په منډه ولاړ  او په خپل  آس  سپور  شو. آس  ته یی لغته ورکړه   او په لږه  شیپه کی د سترګو پټ  شو.
د شپې ناجي  په خپلې ځانګړې  کوټه  کی  دخپلودوه قومندانانو او د  راز   باوري ملګرو سره  ناست و، د شرابو پیالې  یې  په لاسو کی  ، مست ول ، ناجي  ورته وویل : ( د ځوانۍ  جوش  دې ،  په لږو  ورځو  کی په یی یخ کړم. کمبخته   چی هره خبره کوی  وایی  چی د کعبې  په رب   می سوګند  چی د اسلامی  سلطنت  څخه د صلیبیانو په  بیرون کولو  به  ارام  تر لاسه کوم )
صلاح الدین ایوبي  !!  یو قومندان  په طنزکونکی  توګه  وویل :  دومره نه پوهیږی  چی د اسلامی سلطنت  نه هوا ختلي ده ،  اوس  به سوډانیان  حکومت  کوي .
(ایا تا هغه ته نه دی  ویلی  چی دغه پنځوس  زره  لښکر  ټول سوډانیان  دي ؟  یو بل  قومندان د ناجي  څخه  و پوښتل، او دغه لښکر  چی  هغه  یی  خپل  فوځ ګڼي ، دصلیبیانو  پرخلاف   هیڅکله  هم جنګ  نه کوي .)
�اورشه � ! ستا دماغ  درست  دې ؟  ناجي وویل:  زه هغه  ته  همدا  خبره کوم  چی  دغه  پنځوس  زره  د سوډاني  زمریانو  لښکر  به ستا په  یوي  اشارې  سره  صلیبیان ټوټي  ټو ټې   کړي .  لیکن ......   ناجي چپه خوله شو او په څه فکر کی ډوب  شو.
خو څه ؟
�هغه ماته  حکم کړې  چی د مصر د اوسیدونکو  یو لښکر تیار کړم ،  ناجي  وویل ،  هغه ویلی  چی د یوه هیواد فوځ  باندی تکیه کول مناسب  نه وي ،  هغه  غواړي د مصر خلک  په  فوځ  کی واخلي  او زمونږ  د فوځ  په لیکو  کی یی را ګډ  کړي .�
نو تا څه ځواب  ورکړ؟
ما ورته وویل  چی ستا حکم  به د سر په سترګو  پلې  کیږي . ناجی ورته ځواب  ورکړ. خو زه به دداسي حکم  تعمیل و نه کړم.
د مزاج له اړخه  څه ډول  شخصیت دی؟  اوروش  تری  و پو ښتل .
پوره  ضدي  معلومیږې ، ناجي  ځواب  ورکړ.
ستا د پوهي  او تجربی  په مخ کی  هغه  هیڅ هم  نه بریښي ،  یو بل قومندان  وویل ،  د مصر نوی نوی  حکمران ټاکل شوی  او راغلی  تر یو څو   ورځو پوری  به دا نشه  د هغې  په مغزو کی  موجوده وي .
زه به دهغی  دا نشه هیڅ کله هم کښیوتو ته  پری نږدم . ناجی  وویل ،  هغه به  په همدی نشې  کی  بدمسته او له منځه  یوسم .
ترډیره وخته  پوری  دغه دریواړو د صلاح الدین ایوبي  پر خلاف  خبری  کولی  او په دی ستونزې  یی  غور کاوه  چی که چیری صلاح الدین ایوبي د ناجي بی تاجه پادشاهۍ ته خطره  پیدا  کړ نو بیا به  دوی  څه ډول  تګلاره  خپلوي ! هلته صلاح الدین ایوبي خپل نائیبین  په خپل مخکی  کښینولی او هغوي ته دا ورپه یادوي  چی هغه دحکومت کولو  له پاره  نه دی راغلي  او نه به چاته د حکومت  کولو اجازه ورکړي .  هغه  هغوي ته وویل  چی هغه ته د جنګي ځواک  اړتیا ده . او هغه دا هم  وویل  چی  هغه ته ددی ځای دغه فوځی جوړښتونه  له یوه  سره د منلو وړ نه دي . دلته  پنځوس  زره  سوډانی  ساتونکي دي  حال داچی مونږ باید
 د هری سیمی   اوسیدونکو ته دا حق ورکړو  چی هغوی دی زمونږ  په فوځ کی خدمت وکړی ، خپلی وړتیاوی دی وښائي او د غنیمت د مالونو  څخه دی خپله برخه پورته کړي. ددی ځای د خلکو د ژوندانه  سطحه  همدا ډول  پورته کیدای  شي . صلاح الدین ایوبي هغوی ته  وویل : [ما  ناجي  ته ویلی دی  چی هغه دی په  عامه توګه  د فوځی خدمت   له پاره خلک را وبولي .]
(ایا  ته ډاډمن یی  چی هغه  به ستا دحکم  منلو ته غاړه کښیږدي ؟] یوه  ناظم  تری وپو ښتل.
[ایا هغه  به د حکم د منلو څخه  غاړه  ورغړوي ؟]
هغه  غاړه رغړولای  شي !  یوه ناظم ورته وویل ، فوځی  امور همغه ته سپارل  شوی دی . هغه د چا څخه  په دی هکله حکم  نه اخلي  بلکه  څنګه  یی  چی خوښه وي همغسي  کوی .
صلاح الدین ایوبي پټه خوله  پاته شو. داسی لکه  هیڅ شي  چی   پری  اغیز  نه وي کړې. هغه ټول  رخصت کړل ، او یواځی علی بن سفیان یی له خپله ځانه   سره پریښود. علی بن سفیان د جاسوسۍ او د ځوابي جاسوسۍ د فن  لوبغاړی و. هغه  صلاح الدین ایوبي د بغداد  څخه   له ځانه سره  یوځای راوړی  و. د پاخه عمر سړی و،  په  اداکارۍ ، کالیوبدلولو او  غوړه مالۍ کی یی پوره  پوهه درلوده . هغی  په  جنګونو کی جاسوسي هم کوله  او جاسوسان  یی هم نیول . دهغی  خپله ډله  داسی وه  چی د اسمان  څخه  یی ستوري هم را شکولای  شول. صلاح الدین ایوبي د جاسوسۍ د اهمیت نه  پوره  پوره  خبر و . په علی  کی د دی فنی  پوهو  څخه  �
 �خوا هماغه  جذبه موجوده  وه  چی په  صلاح الدین ایوبي کی لیدل کیده .
[علی تا واوریدل ؟ صلاح الدین ایوبي  ورته  وویل . دغي خلکو وویل  چی ناجي د چاڅخه  حکم  نه اخلي ، خپله خوښه  په خلکو تپي.]
�هو!� علی  ځواب  ورکړ. ما واوریدل ،  که چیری  زه  د مخونو په پیژندګلوی  کی  غلطی  ونه کړم  نو زما د  آنده  د ساتونکو دډلې دغه  قومندان  چی نوم یی ناجي دی ، دکرغیړن  ذهن  انسان دی .  ددی په اړوند  ماته د پخوا څخه  معلوما ت  شته . دغه فوځ  چی  زمونږ د خزانی  څخه تنخواه  اخلی، په  اصل کی د ناجی  شخصی فوځ دی . هغه  په حکومتي کړیو کی داسی داسی  سازشونه کړي  چی دهغی له مخی  ددولت  اداری   جوړښت  تر ډیره   کمزوری  شوی دی . ستا دا پریکړه بلکل  پر  ځای ده  چی  په فوځ کی د هری سیمی  عسکر  باید موجود  وی ،  زه به تاته  ډیر ژر  تفصیلی  معلومات   را غو نډ کړم . زه  شکمن  یم  چی سوډانی فوځ   زمو�
 �ږ  نه  بلکه د ناجی  وفاداره دی . تا ته به ددی فوځ ترتیب  او تنظیم  کی بدلون  را وستل اړین وي  او یا به ناجي ددی کاره  لری کوې .�
�زه په  خپلو  لیکو کی خپل دښمن  نه پیدا کوم � صلاح الدین ایوبي ورته وویل ، �ناجي د کور  په  رازونو پوه  دی. دهغې په لرې  کولو  هغه د خپل خان  له پاره دښمن ګرځول  په  هیڅ  توګه د عقل او پوهې  کار نه دي . زمونږ  توری د پردیو  له پاره دی .  د خپلو  د وینو د تویلو  له پاره نه دی . زه د ناجی  ذهنیت  په مینه او محبت  بدلولای  شم  ته د هغی د فوځ  د ذهنیت د معلولو  هڅه  وکړه . ماته  صحیح  معلومات  راکړه  چی فوځ  تر کومه ځایه زمونږ  وفادار دې .�
خو ناجي دومره خام سړې نه و . دهغی  ذهنیت  د میني او محبت د وړانګو څخه ازاد و . هغه ته  چی د څه شی  سره مینه وه  نو هغه د خپلی واکمنۍ  او شیطانت  سره وه .  په دی  اساس  هغه یوه تیږه وه  خو څوک  به یی  چی په خپل جال  کی را نښلول  غو ښتل نو دهغی تر مخی به  د موم په  څیر ویلی کیده . هغه د صلاح الدین ایوبي  سره هم همدا  تګلاره  خپله کړی  وه . هغه به د هغه په مخکی نه کښیناست . دهغي حکم ته  به   یی  د هوکړی   غږ کاوه  ، هغه د مصر د مختلفو سیمو څخه د ایوبي د حکم په مطابق په فوځ کی د خلکو ورننویستل  پیل کړل . په داسی حال کی  چی دا کار دهغی د  خوښی او ارادې  پر خلاف و . ورځی تیریدی، صلاح ال
 دین ایوبي هم هغه تر ډیره  ځایه  پوری  خوښاوه . ناجي  هغه ته یقین ورکړی و  چی سوډانی  ساتونکی  فوځ د حکم  منتظر دی. او همدا فوځ   به د ولس د امیدونو پوره  ځواب  ورکوي . ناجي  دوه دری  ځله  صلاح الدین ایوبي  ته  ویلی و  چی هغه  غواړی د ساتونکو له اړخه  هغه ته بلنه ورکړي  او فوځ د هغی  د عزت  له پاره  د جشن  د لمانځلو  له پاره  ناقراره دې. خو صلاح الدین ایوبي د خپلو  ورځنیو مصروفیتونو له مخی  دغه بلنه  نشوه  منلای.
 نوربیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery