مکمل غېر سېاسي:اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟
د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان شپاړَسم ه برخه پرلپسې......( ۴۱-۴۰)
او زمونږ د ټولو موخې دادي چې د خداې ج او د هغې د رسول ص د نظام پولي تر لرې لرې
پورې و غځوو او هیواد ددې صلیبي فتنې څخه د ت� � له پاره پاک کړو .(سلطان ایوبي)
مسلمان جنرالان د صلیبي جاسوسي شبکې په لومو کې :دوېمه میرمن.......(۳)
البرق آصفه په یو راز کې پرې ایښې وه ، هغه تر اوسه پورې چاته نه و ويلي چې هغه
دویم واده هم کړې دې ، که څه هم دویم واده کول کومه د عیب خبره هم نه وه خو هغه
ويریده چې دوستان به ورسره ټوکې ټکا� �ې وکړي او ورته به وایي چې دومره وخت دې د
یوي ښځې سره تیر کړ او اخر دې د څ� �ويښت کلنۍ په عمر کې د یوي ځوانې نجلۍ سره واده
وکړ ، خو دا راز تر ډیره وخته پو� �ې راز پاته نه شو .
علي بن سفیان په ښار او د فوځي پنډغالي په چاپيریال کې د خپلې څارکښۍ د � �بکې جال
خپور کړې و . هغه ته دا خبرونه را رسیدل چې د فوځي میلې د تر سره کولو وروسته په
ښار کې د جوارۍ او بدکارۍ ځاېونه ورځ په ورځ زیاتیږي . یوه ورځ د شبکې یوه غړي علي
بن سفیان ته دا راپور هم ورکړ چې په تیرو درې میاشتو کې هغه څلور ځله کتلي چې دخادم
ا� �دېن البرق دکوره څخه ، د شپې هغه وخت چې ټول په خواږه خوب پراته وي ، یوه ښځه
چې په تورڅادر کې ئې ځان را نغاړلې وي را وځي ، هغه چې لږه لرې ولاړه شي نو یو سړې
ورسره یوځاې کیږی ، اطلاعاتي مامور وويل چې دوه ځله ئې همداسې کتلي خو دریم ځل د
هغې ښځې پسې وروسته ولاړ هغه ددې سړي سره یوځاې یوه کورته ور ننوته ، او د څه ډیر
ځنډ وروسته بیرته را ووته او دهمغه سړي سره بیرته را ستنه شوه .
هغه مامور دا هم وويل چې هغه همدا ښځه تیره شپه هم دکوره د وتلو سره سم تر تعقیب
لاندې و نیوله ، هماغه کورته و ر ننوته ، مامور وائې چې هغه په خپله د هغه کور څخه
لرې په یوه ځاې کې پټ کښیناست ، د لږ څه څنډ وروسته دوی را ووتل او دښار په لورې
رهي شول او هلته په یو ستر کور کې ور ننوتل ، د ډیر وخت د تیریدو وروسته دهمدې کور
څخه د یو یو کس په راوتلو سره نژدې یولس کسان له هغه ځاېه را ووتل. او په اخر ه کې
همدا ښځه د یوه سړي سره هم را ووتله ، مامور هم د تیارې څخه په ګټې اخستلو سره دوی
تر تعقیب لاندې و نیول .د البرق د کوره څخه لږ څه لرې هغه سړې بلې لورې ته ولاړ او
ښځه د البر� � په کور کې و ر ننوتله .
«جاسوسه !» ښځې ترې په حیرانتیا سره و پوښتل ،« جاسوسه اوبیا زما په کور کې !»
پورته شوه او غاښونه ئې و چېچل او وئې ويل « ته پوهیږې چې زه د یوه شهید لور یم ،
البرق سم م سلمان و او خپل ژوند ئې د اسلام په لاره کې وقف کړې و . زه خپل اولادونه
د جهاد له پاره روزم ، او ته وائې چې زما د اولادونو پلار د یوي جاسوسې سره واده
کړې او دهغې په ولکه کې راغلې دې . زه د خپلو اولادونو پلار قربانولې شم خو خپل
قوم، وطن او اسلام له منځه تللو ته نه پریږدم ، زه به دا دواړه له تیغه تیر کړم .»
د اطلاعاتو دغه مامور د البرق په څیر د یوه مسؤل اولوړ پوړي چارواکې په هکله دداسې
خبرې کولو جرأت هم نه شو کولاې ، خو دعلي بن سفیان لار ښوونې او احکام ډیر سخت و ،
هغه دخپلې � �بکې ، غړو ، خبر راوړونکو او ټولو جاسوسانو ته ويلي و چې که چېرې د
سلطان ایوبی په کوم حرکت باندې هم شکمن شي نود هغې په هکله دې هم ورته را پور ورکړي
، په دې هکله دې د هیچا د رتبې او ستروالي لحاظ نه کوي ، هر چېرې ئې چې هر ډول شک
تر سترګو شي ، که څه هم ډیر معمولي او لږ وي باید علي بن سفیان ته ئې تفصیل ورکړل
شي ، دا د جاسوسې روزنې د سب� � یوه برخه وه ځکه د څارکښۍ دشبکې بریالیتوب د همداسې
حرکتونو او خبرو په بنسټ ، چې ډیر خلک ئې بې معنا ګڼي او له نظره ئې غورځوي ،تر
لاسه کیږي .
هغه څه چې د اطلاعاتو دې مامور څلور ځله مشاهده کړي و، هغه د علي بن سفیان له پاره
ډیر ارزښتناکه و . هغه د البرق ښځه ډیره ښه پیژندله ، هغه داسې ښځه نه وه چې د شپې
د ې د کوم پردي سړي سره چېرې ولاړه شي . د البرق کومه ځوانه لور هم نه وه . او دا
هم چاته نه وه څ� �ګنده چې البرق د یوي بلې ځوانې نجلۍ سره واده کړې دې . هغه په دې
خبرې ډیر فکر وکړ ، هغه ته دا فکر هم را پیدا شو چې البرق دهغه نژدې دوست هم دې
اودا دهغې حق دې چې که چېرې دهغې ددوست په کور کې کوم لاندې باندې وي نو دهغې
پوښتنه وکړي . خو هغه فکر چې دهغې په ذهن کې را پیدا کیده هغه دا و چې په ښار کې د
مشکوکو ښځو سیلاب راغلې دې ، هسې نه چې البرق هم د کومې بدکارې ښځې په چکر کې
لويدلې وي؟ دهغه په ذهن کې یو فکر را پیدا شو ، هغه د خپلې شبکې یوه ښځه د سوالګرې
په لباس کې د البرق کور ته و استوله تر څو هغوی ته ووایي چې خاوند ئې مړ شوي او
ځامن ئې بیکاره او خپل سري دي نو په دې خاطر ستاسې څخه د اعانت او بسپنې هیله لري .
د پلان په مطابق دا ښځه هغه وخت د البرق کور ته ولاړه چې هغه پخپله په کور کې نه و
. د بل پلان په مطابق هغه په ټول کور کې و ګرځیده او آصفه ئې تر سترګو شوه . دې ښځې
د البرق د لمړنۍ ښځې سره و کتل او ورته ئې خپل «فریاد » وړاندې کړ او ورته ئې وويل
چې هغه دې البرق ته ددې په هکله سپارښتنه وکړي. په خبرو خبرو کې ئې ترې و پو ښتل
ستا لور واده شوي او که لا تر اوسه هم پیغله ده ؟ هغه ځواب واورید چې دا زما لور نه
ده ، دا زما د میړه دویمه ښځه ده ،درې میاشتې کیږي چې واده ئې ورسره کړې دې .»
علي بن سفیان ته دا خبره حیرانونکې وه . دهغه په زړه کې دا شک پیدا شو چې دشپې
دکوره وتونکي د هغې همدا دویمه ښځه ده ، علي د یوي بلې ښځې په لاس د البرق لم ړنۍ
ښځې ته پیغام واستاوه چې هغه غواړي بهر ورسره په کوم ځاې کې ځانته ووينې . خوالبرق
باید په دې خبره پو ه نه شي . هغه ورته په پیغام کې دا هم ويلي و چې دهغوی دکور په
هکله په یوه ډیره مهمه خبره باندې ور سره غږیږي . علي ، دالبرق د دفتری مصروفیاتو د
په نظر کې نیولو په اساس ، د هغې ښځې ته د لیدلو کتلو له پاره ځاې او وخت هم ور په
ګوته کړ. ....هغه راغله ، علي بن سفیان دې ښځې ته دزړه له کومي ډیر زیات عزت او
احترام درلود ، هغه د البرق ښځې ته وويل ، چې هغه ته دا معلومه شوي چې البرق دویم
واده کړې دې ، ښځې ځواب ورکړ « د خداې شکر دې چې هغه دویم واده کړې دې – څ لورم او
پنځم نه دې.»
په خبرو خبرو کې علي بن سفیان ترې و پوښتل « هغه څنګه ښځه ده ؟»
«چې ز ه خپل خاوند ځارولي شم ، خو د مذهب ،قوم ، او هیواد ځارول نه شم زغملې ،» او
هغې دخپل قوم اومذهب په نوم ځان ځار کړ .
«ډیره ښکلې او ښایسته ده » ښځې ځواب ورکړ .
«ش� �یفه او نیک خويه هم ده ؟ » علي بن سفیان ترې و پوښتل ، « ته خو پرې څه شک و
شبه نه لرې ؟» تر � �یره وخته پورې هغه په فکر کې ډوبه وه ، علي ترې وپوښتل « که
چېرې زه ووایم چې هغه کله کله د � �پې له خوا بهر را وځي نو ته خوبه ئې په بده نه
اخلې ؟»
هغه په خندا شوه او وئې ويل « زه په خپله اندېښمنه یم چې دا خبره چاته وکړم ، زما
خاوند اوس د هغې غلام ګرځیدلې دې ، له ماسره خو د سره خبرې هم نه کوي ، که چېرې زه
د خاوند سره ددې نجلۍ په هکله خبرې وکړم نو ويریږم چې له کوره به مې وکاږي ، هغه به
داسې وانګیري چې زه د کینې اوحسد له لورې دا خبرې کوم . دا نجلۍ پاکه نه ده ، پخوا
زمونږ په کور کې د شرابو بوي هم نه و ،خو اوس هلته دشرابو منګي خالي کیږي .»
«شراب ؟» علي بن سفیان ټکان وخوړ او وئې ويلې « البرق شراب څښل هم پیل کړې دې ؟»
« نه یواځې دا چې څښي ئې » ښځې ئې ورته وويل « بلکه بدمسته او م دهوشه کیږې هم ، ما
څلور ځله دا نجلې د کوره د بهر تللو په حال کې کتلې او لیدلې مې دي چې هغه د ډیر
ځنډ وروسته بیرته راستنه شوې . ما دا هم کتلي چې کومه شپه چې نجلۍ بهر ته وځي نو په
هغه شپه البرق بې هوشه پروت وي او سهار ډیر ناوخته را پورته کیږي. نج� �ۍ بدمعاشه
ده او د هغه سره چل ول کوي اودوکه ورکوي .»
«نجلۍ بدمعاشه نه ده ،»علي بن سفیان ورته وويل « هغه جاسوسه ده ، جاسوسه ، هغه
البرق ته نه بلکه ټول قوم او ولس ته دوکه و� �کوي .»
«جاسوسه !» ښځې ترې په حیرانتیا سره و پوښتل ،« جاسوسه اوبیا زما په کور کې !» پو�
�ته شوه او غاښونه ئې و چېچل او وئې ويل « ته پوهیږې چې زه د یوه شهید لور یم ،
البرق سم مسلمان و او خپل ژوند ئې د اسلام په لاره کې وقف کړې و . زه خپل اولادونه
د جهاد له پا� �ه روزم ، او ته وائې چې زما د اولادونو پلار د یوي جاسوسې سره واده
کړې او دهغې په ولکه کې � �اغلې دې . زه د خپلو اولادونو پلار قربانولې شم خو خپل
قوم، وطن او اسلام له منځه تللو ته نه پریږدم ، زه به دا دواړه له تیغه تیر کړم .»
علي بن سفیان په ډیره ستونزمنه توګه د هغې احساسات ساړه کړل او هغې ته ئې وويلې چې
تر اوسه پورې دا باید کرّه کړو چې دا نج� �ۍ جاسوسه ده او دا باید هم تر څارنې
لاندې و لرو چې البرق هم ددې جاسوسې کړېو غړی ګ� �ځیدلې دې او یا داچې هغه یواځې د
شرابو په ورکولو سره استعمالوي . هغې ښځې ته ئې دا هم وويلې چې جاسوسان څوک نه وژني
بلکه را نیسي ئې ، او ورڅخه د شبکې د نورو غړوپه هکله پو ښتنې کیږي . علي بن سفیان
هغه ته څه لارښوونې وکړې اوورته ئې وويل چې د نجلۍ هر خوځښت باید تر څارنې لاندې
وساتي .....
دا ښځه ولاړه اوداسې څرګندېده چې دعلي بن سفیان لار ښونې به په ساړه فکر سره پلي
کړي ، خو د هغې د تګ او انداز څخه داسې معلومیده چې هغه په هر وخت کې له کنتروله
وتلاې شي . هغه د حرم سراې او حويلې ښځه نه وه ، بلکه دخپل خاوند وفاداره ماندېنه
وه اوپه هیواد او ملت باندې ځاریدونکې دقوم لور وه .
*****(۴۰)
هغه زاړه دا ومنله چې هغه د انجلۍ د یوي دانې په څیر د البرق په ستونی کې ورځاې کړې
وه، او بیائې ټوله هغه ډرامه چې د البرق را نښلولو له پاره ئې لوبولې وه بیان کړه .
نورو هم د ډیرو رازونو څخه پ� �دې پورته کړې . او دهغې کور راز ئې هم بربنډ کړ کوم
ته چې د ښار خلک په دېر درنښت ګوري . په دې کور کې ئې ډیرې نجونې ساتلې وې چې ددوو
موخو د تر لاسه کولو له پاره ئې استعمالولې . اول د څارکښۍ له پاره او دویم د
مسلمانانو د لوړو کورنیو د ځوانانو د اخلاقو دخرابولو په خاطر ، دا کور د جاسوسانو
او تخریب کارانو له پاره لويه هډه وه. هغې جاسوسانو دا هم وويلې چې دسلطان ایوبي په
فوځ کې هغوی خپل خلک ور ننويستي دي او همغوی د فوځ تر منځ د جوارۍ کولو عادت را
پیدا کړې دې . هغوی د بیلل شوي قمار په خاطر یو دبل پیسې پټوي او غلاوې کوي ، هغوی
په ښارونو کې د پنځه سوو څخه ډیرې فاحشې ښځې خپرې کړې دي . دهغوی دنده دا ده چې
ځوانان په خپلو لومو کې را ونښلوي او د عیاشۍ په لار و ئې روان کړي . د جوارۍ پټ
مرکزونه هم پرانستل شوي دي ، دې خلکو دا هم وويل چې همدا اوس هم هغه سوډانيان چې د
فوځ څخه ويستل شوي دي ، د سلطان پر خلاف را پارول کیږی، تر ټولو مهمه خبره دا وه چې
هغوی د شپږو داسې لوړ پوړو مسلمانانو نوم ونه واخستل چې د سلطان ایوبي په حکومت کې
ئې ډیر مهم ځاېونه درلودل، خو دسلطان پر خلاف ئې کار کاوه ،اصفه یوه عیسائې پیغله
وه چې اصلي نوم ئې «فلیمنګو» و ، هغه په اصل کې یوناني نژاده وه، او هغې ته د
دېارلس کالو د عمر را په دې خوا روزنه ورکول کیده . هغې ته د مصریانو ژبه ورزده کړل
شوي وه . اود هغې په څیر په سلونو نجونې د مسلمانانو سیمو ته دهمدې موخو له پاره په
پټه توګه استول شوي دي .
خادم الدېن البرق او علي بن سفیان نه یواځې د کار ملګري و و ، بلکه پخپلو منځوکې
خواږه دوستان هم و. دواړه د یوه عمر خاوندان و ، یو ځاې ئې د عیسایانو د لښکرو په
مقابل کې د اسلامې سلطنت د ازادۍ له پاره په جنګونه کې برخه اخستي وه ، دواړه د
سلطان ایوبي پخواني ملګري و . خو ددومره خوږې دوستۍ تر څنګ البر� � خپل دویم واده د
علي بن سفیان څخه پټ ساتلې و . کله چې علی ته د ا خبر را په ډاګه شو نو هغه د البرق
سره په دې هکله کومه خبره و نه کړه ، هغه دهغې دښځې له لارې د هغې د کور ددغې معمّې
د حل لار ه پیدا کول غوښتل ، هغه دالبرق دکور او دهغې تر منځ په هغه واټن کې د خپلې
شبکې د کارکونکوپه شمیره کې ډیرښت راوست چې د البرق دویمې ښځې په کې تګ راتګ کاوه ،
د البرق د لمړۍ ښځې سره چې علي خبرې کړې وي دهغه څخه تر اوسه پورې دوه ورځې تیرې
شوي وي ، خو نجلۍ بهر نه راوتله ، جاسوسان به ټوله ټوله شپه بیدار اوسیدل .
درېیمه شپه ، د نیمائې شپې څخه لږ څه د مخه په داسې حال کې چې علي بن سفیان په
خواږه خوب ويده و علي د نورو حاکمانو او امرانو پر خلاف ، خپلو کارکونکو ته ويلې و
چې هر وخت چې وغواړي هغه را بیداره ولې شي ، هغه د هغو چارواکو څخه توپیر درلود چې
هیچاته هم د خپل ارام په وخت کې د اخلال کولو اجازه نه ورکوي . په دې شپه دعلي یوه
ملازم علي را بیدار کړ .او ورته ئې وويلې « عم� � راغلي او لږ څه ويریدلې غوندې
ښکاري » علي بن سفیان دلیندۍ څخه د وتلي غشي په څیر د خوني څخه راووت او په یو څو
ګړندېو ګامونو کې ئې ځان حجرې ته ورساوه ، هلته د هغه د شبکې یو کس ولاړ و، علي ته
ئې وويل « ملازمینو ته ووایاست چې ورمنډې کړي ، � �س دولس سپاره سمدستي را وغواړۍ ،
خپل آس هم ډیر ژر تیار کړه ، بیا تاته وایم چې څ ه شوي دي ؟»
علي بن سفیان خپل ملازم و استاوه تر څو دریارلس څوارلس کسه وس� �ه وال سپاره
تیارکړي او ددې آس هم ورته تیار کړي ، خو د عمر څخه ئې و پو ښتل « وایه څه خبره ده
؟»
عمر او آذر دوه کسه استخباراتي غړي د آصفې د تعقیب له پاره مامور شوي و ، علي بن
سفیان ورته حکم کړې و چې کله چې نجلۍ د کوره څخه وځي نو سمدستي دې ته خبر ورکړئ ،
خو دا ځل عمر ډیره خطرناکه اطلاع راوړې وه ، هغه ورته ووي� � چې لږ څه دمخه د البرق
دکوره په تور څادر کې د سرنه تر پښو پټه ښځه را ووت� �ه او نژدې په لږه فاصله کې د
البرق له کوره بله همداسې ښځه په همداسې � �باس کې را ووتله ، هغه په منډه منډه د
هغې لمړنۍ ښځې پسې ولاړه ، کله چې هغه لمړنۍ � �کمنه شوه نو ودریده. مونږ دواړه پټ
ناست و، او هیچا نه وکتلي ، تعقیب مو هم په پټه کاوه ، معلوم نه ده چې ددواړو ښځو
تر منځ څه وويل شو، دهغوی څخه یوې خپل لاسونه و پړکول ، هلته د نژدې ځاېه څخه یو
سړې را ووت ، هغه هڅه وکړه چې دا و� �وسته تلونکې ښځه و نیسي ، ښځې پر هغې باندې د
کومې وسلې وار وکړ ، وسله دشپې په تیا� �ه کې نه تر سترګو کیده ، هغه سړي هم په
همدې ښځه باندې د کومې وسلې وار وکړ.
هغه ښځه چې لمړۍ راغلي وه دهغې اواز مو واوریده چې وئې ويل « دا پورته کړئ اوويسئ
یئ.» بلې ښځې پرې وار وکړ ، دهغې دخولې څخه چېغې ووتې ، هغې ښځې پرې یو بل وار وکړ
او دخپله ځانه ئې دهغه سړي وار دفع هم کړ . دواړه ښځې زخمې شوي دي ، عمر علي بن
سفیان ته د اطلاع ورکولو وروسته منډه کړه او وئې ويل آذر هملته پټ ناست دې . هغه دا
معلوموله چې دا خلک چېرې ځي ،
علي بن سفیان دداسې هنګامي حا� �ت له پاره د ګړندېو او تجربه لرونکو کسانو یوه ډله
تیاره کړې وه ، دوی به تل د خپلو اسونو سره نیژدې بیده کیدل، د آسونو زینونه او
وسلې به ئې له ځانه سره ساتلې ، هغوی ته دا روزنه ورکړل شوي وه چې د شپې د اړتیا په
وخت کې هغوی باید په څو دقیقو کې خپل ځانونه تیار کړي ، او د ضرورت ځاې ته ځانونه
ورسوي ، هغوی دومره تیز ول ، چې څه وخت چې ملازم ددې ډلې قومندان ته خبر ورکړ چې
څوارلس کسان تیار کړي نو علي بن سفیان د کالیو تر بدلولو او د هغه د خپل آس
دتیارولو تر وخته پورې هغوی هملته حاضر وموندل ،
دع� �ي بن سفیان په قیادت اود عمر په لار ښوونه دا ډله د پیښې ځاې ته ور ورسیده ،
ددوه سپرو سره مشالونه و ، هلته دوه لاشونه پراته و ، علي بن سفیان له � �سه را
ښکته شو او وئې کتل ، یو د البرق لمړنۍ ښځه وه ، اوبل آذر و د عمر ملګرې . دواړه تر
اوسه پورې ژوندي و او په وينو کې ډوب . آذر وويل چې هغوی د البرق لمړنۍ ښځه د زخمی
کیدو وروسته و غورځوله ، نو زه ورته راغلم او را پورته مې کړه چې ناڅاپه د شا لخوا
چا زه په خنجر باندې ووهلم ، ما ځان کنترول نه شو کړاې او پریوتم ، حمله کونکې و
تښتید. آذر وويل چې هغه بله ښځه د البرق کورته نه ده تللې بلکه هغه لورې ته ولاړه
چې پخوا پرې ت� �له ، عمر ته دهغه کور معلوم و.
علي بن سفیان دوه سپرو ته حکم وکړ چې دغه دواړه زخم یان سمدستي جراح ته ورسوي او د
وينې د دریدو هڅه ئې وکړي ، پاته سپاره هغه د عمر په لار ښوونه دهغې ځاې په لور ور
و خوځول چېرې چې آصفه مخته هم څو ځلې تلونکې کتل شوې وه ،دا د پخوانیو وختونو یو
ستر کور و . او تر څنګ ئې نور کورونه هم و . د انګړ څخه د آسونو د شړنهار اوازونه
تر غوږو شول ، علي خپل سپاره دکور ددواړو خوا څخه � �اته و استول ، دوه سپاره ئې د
کور تر مخه و درول ، او ورته ئې وويل چې هر څوک چې دکوره بهر را وځي و ئې نیسئ ،
اوکه چا د تیښتې هڅه وکړه نو په غشو ئې په ګونډو کړئ .
سپاره هم د � �اوخوا ګرځیدو نه وروسته د انګړ په لورې ور تاو شول ، په دې وخت کې د
ځغاستونکو اسونو دپښو اواز واوریدل شو. علي بن سفیان یوه سپور ته وويل « په منډه
ولاړ شه او خپل قوم ندان ته دې ووایه چې دا کور محاصره کړي او دننه ور ننوځي ، دننه
ټول وګړی ئې و نیسئ ،» سپور د پنډغالي په لور ولاړ علي بن سفیان په لوړ اواز سره
خپلو کسانو ته حکم وکړ ، « پونده ورکړئ او تعقیب ئې کړئ ، او یو پر بل باندې نظر
ساتئ ، » او هغه خپل آس ته � �غته ورکړه ، دا د آسونود تبیلې څخه په ګوته را ټول
کړل شوي آسونه و . اودهغې سپرو د سلطان ایوبې څخه څو څو ځله انعامونه اخستي و .
تښتیدونکي هم شاهسواره معلومیدل ، دهغوی د آسونو د پښو اوازونو په ډا ګه کوله چې د
ښه نسل ، تیز ځغلیدونکې اسونه دي ،دا د ښار سیمه وه او کورونو د آسونو دځغاستې تر
مخ خنډونه را پیدا کول ، کوڅې وې چې آس په کې نه شو ځغلیداې ، خو بیا ددې څخه اخوا
پراخه ډاګ و .
په تیاره کې آسونه نه تر سترګو کیدل ، یواځې دهغوی د پښو په اوازونو باندې تعقیب
کیده ، خو کله چې هغوی پ� �اخه ډاګ ته شول نو بیائې پټیدل شوني نه و . هغوی د افق
په لور د سیورو په شک� � تر سترګو کیدل . هغوی څلور وو او نژدې سل متره فاصله ئې
پیدا کړې وه. هغوی یو � �ه بله سره څنګ تر څنګ تلل ، دعلي بن سفیان په حکم دوه سپر
و په هماغه رفتار س� �ه خپل آسونه ور و ځغلول او دغشو وارونه ئې پرې وکړل ، کیداې
شي غشي خطا شوي وي ، تښتیدونکی د پوهې او عقل خاوندان معلومیدل. کله به چې غشي
دهغوی له منځه تیریدل نو هغوی به هم آسونه یو له بله سره جلا کول . خو هغوی یو ځاې
روان ول. د علي بن سفیان ډله هم ډیره ګړندۍ وه ، فاصله هم را کمیده ، خو مخته
دکجورو یو ګڼ ځنګل راغې هلته د هغوی آسونه دا سې سره وويشل شو چې دوه ئې د ځنګل کیڼ
لورې او پاته دوه ئې د ځنګل ښي لورې ته ولاړ ل . دا ځاې لږ څه هسک و ، آسونه پورته
ولاړل او له نظره ورک شول .
تعاقب کونکې چې کله هغه لوړ ځاې ته وختل نو هغوی ته چې کوم ځغلیدونکي سیوري تر
سترګو � �ول داسې معلومیدل چې هغوی یو له بله څخه ډیر لرې شوي وي . اوبیا هغوی
دومره � �رې لرې شول چې دهر یوه مخه اولاره بدله شوه . علي بن سفیان و پو هیده چې
هغوی غواړي زمونږ سپاره په خپلو منځو کې سره وويشي او خپاره ئې کړي ، علي په لوړ
اواز سره وويلې ، د هر سپور پسې ډلې ډلې شئ ، یو بل ته سره ووایاست او آسونو ته
لغته و� �کړئ ، فاصلې کمې کړئ او په لیندېو کې غشي کیږدئ ،»
سپاره سره وويشل شو ،ټولو خپلې � �یندئ را واخستې او غشي ئې په کې کښیښول ، او د هر
آس پسې یوي یوي ډلې ځغاسته پیل کړه . دهغوی د آسونو رفتار نور هم زیات شو . د پښو
داوازونو په شور وشر کې د � �یندېو څخه د غشو د وتلو اوازونه هم تر غوږو کیدل ، یوه
وويل چې یو مې وويشت او آس ئې د کنتروله ووت، » هلته دعلي بن سفیان سره چې دوه
سپاره و هغوی هم په یوه وخت کې غشي وويشتل ، په تیاره کې د غشي د خطا کیدو خطر زیات
و ، او غشي خطا کیدل هم ، خو بیا هم هغوی یو بل آس په نښه کړ، دا اس دکنتروله ووت
او بیرته شاته راغې ، یو سپور هغه په غاړه په برچې باندې وواهه، اويوه بل هغه په
برچه باندې په ګیډه کې وواهه خو آس ځواکمن و او و نه لويد . دوی هڅه کوله چې سپاره
ژوندي را ونیسي ، دعلي سره یو سپور خپل لاس ور وغځاوه ترڅو یو سپو� � پرې د مټو څخه
را ونیسې ، ځکه دهغه لاندې اس هم زخمې شوې و ،لږ ه � �یبه وروسته دا آس ودرید ،په
آس باندې یو سړې سپور و او یوه ښځه. ښځه د سړي څخه مخته ناسته وه .داسې معلومیده چې
ښځه بې هوشه شوي وي .
د صحرا په دې تیاره شپه کې اوس د بل کوم اس د پښو اواز نه تر غوږو کیده ، یواځې د
سپرو خبرې او د آسونو د عادې تګ اوازونه را تلل ، سپرو یوه بل ته اوازونه کول ،
دهغوی د اوازونو څخه داسې معلومیده چې هغوی ټول تښتیدونکی نیولي دي . علي بن سفیان
ټول سره را ټول کړ ل ، تښتیدونکې ئې ونیول ، دهغوی دوه آسونه زخمیان شوي و ، هغه
دواړه ئې د مړینې په خاطر هملته په صحرا کې پ� �یښول ، تښتیدونکې ټول ټال پنځه کسان
و، څلور نارینه او یوه ښځه ، ښځه را غورځیدلې وه ، د تښتیدونکو څخه یوه وويل،«تاسې
چې له مونږه سره څه غواړئ وئې کړئ ، خو دا نجلۍ زخمي ده مونږ هیله لرو چې تاسې به
هغې ته کوم زیان ونه رسوئ ،» د یوه آس د زین سره مشال تړلې و . هغه ئې را پرانسته
او روښانه ئې کړ، ښځه ئې وکتله ، ډیره ښایسته او ځوانه وه ، کالي ئې په وينو سره و
، دهغې پر غاړه ، اوږې ته نژدې د خنجر د ور ننوتلو یوژور زخم و، دهغې څخه دومره
وينه تللې وه چې د ښځې رنګ ئې د سپین لاش په څیر ګرځولې و، سترګي ئې پټې وي ، علي
بن سفیان دهغې په زخم کې یوه ټوټه ور ننويسته ، اود پاسه ئې په یوه بله ټوټه باندې
و تړه ، او هغه ئې په یوه آس باندې وا چوله اوسپور ته ئې وويل چې په بیړه ئې جراح
ته ورسوئ. ه� �ته د ژر والي او بیړې پو ښتنه هم نه پیدا کیده ، هغوی د ښاره څخه څو
میله لرې وتلي و. په دې بنديانو کې یو زوړ سړې هم موجود و.
کله چې داقافله قاهرې ته رسیدله نو دسهارسپینې � �یکي را خپرې شوې وې ، سلطان ته هم
د شپې دپیښې په هکله خبر ورکړل شوې و ، علي بن سفیان شفاخانې ته ولاړ او جراحانو د
دغې ښځې په ټپونو باندې د ملهمواو پټیو په پورې کولو لاس پو� �ې کړ. هغوی هڅه کوله
چې هغه په هوش کې راوړي ، سپرو هغه پرته له کومه ځنډه شفاخانې ته را رسو� �ې وه ،
دالبرق لمړنۍ ښځه او آذر اوس په هوش کې راغلي و ،خو روغتیائې حا� �ت ئې ښه نه
بریښیده . سلطان ایوبي هم هملته شفاخانې ته ور رسیدلې و هغه علي بن سفیان ځانته کړ
او ورته ئې وويل ،« زه له ډیره وخته را هیسې دلته یم ، ما د البرق د راغوښتلو له
پاره یو سړې هلته ور استولې ، خو هغه ما ته ډیره عجیبه خبره کړې ، هغه وائې چې
البرق په هوش کې نه دې ، د هغې په خونه کې د شرابو پیالې او صراحئ پرتې دي ، ایا
هغه د شرابو څښل هم پیل کړې دي ؟ هغه ته دومره هوش هم نه شته چې دهغې ښځه د کوره
بهر زخمي پرته ده ، ما تر اوسه پورې د هغه د ښځې سره خبرې نه دي کړي ، ډاکټرانو د
هغې سره خبرې کول منه کړي دي .»
«دهغه یوه نه چې دوه ښځې ټپي شوي دي » علي بن سفیان ورته وويل « دغه نجلۍ چې مونږ
همدا اوس په دښته کې ونیوله او را مو وسته د البرق دویمه ښځه ده ، پریږده چې لږ څه
د خبرو جوګه شي ، مونږ ډیر غټ ښکار را نیولې دې .»
البرق د لمر د راختلو وروسته را بیداره شو ، د ملازم د خبر سره سم ئې په منډو ځان
را ورساوه ، د هغه دواړه ښځې زخمي پرتې وي ، هغه ته څلور واړه جاسوسان ور وښوول شول
، هغه دهغه زاړه جاسوس په کتلو سره حیران پاته شو ، ځکه هغه سړې البرق د آصفې
پخوانې میړه انګیره ، س� �طان ایوبي دا قضیه په خپلو لاسو کې واخسته ،ځکه دا
دجاسوسانو د یوي سترې ډلې م عامله وه چې دهغې یوه باوري ملګرې ، چې د فوځ ټول
رازونه او را تلونکي پلانونه و� �ته معلوم و ،هم په کې ککړ شوې و .
کله چې زخمیان د خبرو کولو او دبیان د ورکولو جوګه شول ، نو خپله کیسه ئې داسې وکړه
چې د البرق لمړنۍ ښځې ته چې کله علي بن سفیان وويل چې دهغه د خاوند دویمه ښځه دشکمن
کړچار خاونده ده او جاسوسه معلومیږي نو هغه د ډیرې سختې غُصّې په حال کې کورته ستنه
شوه . هغه غوښتل خپل میړه او آصفه دواړه د تیغه تیر کړي ، خو علي بن سفیان هغې ته
ويلي و چې جاسوسان ژوندي نیول کیږي تر څو دهغوی څخه د نورو پټو رازونو په هکله
پوښتنې ګرويزنې وشي ،او د ډلې نور ملګرې ئې را پیدا کړل شي . هغه خپل ځان تر کنترول
لاندې راوست ، او آصفه ئې تر کلکې څارنې لاندې و نیوله ، هغې دشپې له اړخه ويده
کیدل هم پريښودل ، هغې دموقع اوفرصت نه په ګټې سره د آصفې او دهغې د میړه د خوب
دخونې په دړه کې یو کو چنې سورې هم وويست ، د شپې به هغې دهمدې سوري له لارې آصفه
کتله ، دوه شپې په پر لپسې توګه هغې همدا وکتل چې ښځه البرق ته شراب ورکوي او خپل
ځان په مکمله توګه هغه ته لوڅوي ، دې ښځې به البرق ته د سلطان ایوبي خبرې په داسې
شکل سره کولې لکه چې هغه ئې پیر او مرشد وي ، صلیبیانو ته به ئې بدې ردې ويلې ، او
هماغه خبرې به ئې کولې چې د سلطان ایوبي په جنګي پلانونو کې به شاملې وي . البرق به
هغې ته ويلې چې سلطان څه کول غواړي او څه ډول فکر کوي ؟
دالبرق لمړنۍ ښځې دوه شپې همدا ډرامه کتله ،او دهغوی همدا ډول خب� �ې اترې ئې تر
غوږو کیدې ، درېیمه شپه هغې یوه داسې ډرامه جوړه کړه چې د الب� �ق لمړنۍ ښځې ئې په
پوره بې صبرۍ سره انتظار کاوه ، آصفې البرق ته ش� �اب ورکول پیل کړه ، او دهغه څخه
ئې بلکل حیوان جوړ کړ ، آصفې دواړه پیالې را پورته کړې او په دې خبرې کولو سره ، چې
نور راوړم ، دخونې څخه بهر شوه . کله چې هغه بیرته راغ� �ه نو وئې کتل چې په پیالو
کې شراب همغسې پراته دي ، هغې یوه پیاله البرق ته ورکړه ، او بله ئې په خپله دخولې
سره ولګوله ،ددې وروسته هغې ډیر زیات لوڅ حرکتونه وکړل ، او الب� �ق بې سده پریوت ،
اصفې کالي واغوستل ، او البرق ته ئې سوکه سوکه اوازونه وکړل ، خو هغه د خبرو وتلې و
، بیا ئې هغه و خوځاوه ،او دهغه د سترګو دخلاصون هڅه ئې وکړه خو دهغه سترګې خلاصې
نه شوي. هغې د البرق دشرابو په پیاله کې هغه وخت څه داسې څیز ورګډ کړې و کوم وخت چې
هغه بلې خوني ته ولاړه او غږ ئې کړ چې نور راوړم .
آصفې کالي وا غوستل ، دپاسه ئې پرې تور څادر داسې وا چاوه چې دسر نه تر پښو پورې په
کې پټه شوه ، شپه نیمائې کیدو ته نژدې وه ، روښنائې ئې مړه کړه . اوبیرون ر ا ووتله
،دآصفې دې کړچار لمړنۍ ښځه سو� � اور و ګرځوله ، خپل خنجر ئې را واخست ، خپل څادر
ئې له ځانه چاپیره کړ ،کله چې د خونې څخه بهر را وتله نو وئې کتل چې اصفه د یوي
ملازمې سره پسیږې ، ددې څخه دا م علومه شوه چې دا ملازمه هم هغې له ځانه سره یو ځاې
کړې ده . آصفه بهر راووتله ، او م� �ازمه خپلې خونی ته ولاړه ، لمړنۍ ښځه هم د لوي
دروازې څخه بهر راووتله ، هغه ډیره ګړندۍ تلله ، او د آصفې تعقیب ئې کاوه ، هغه د
اصفې د قدمونو په غږ پسې روانه وه . هغې غوښتل دا معلومه کړې چې هغه چېرې ځې ،
کیداې شي اصفي د هغې د قدمونو اواز اوریدلې وي ، هغه ودریده ، لمړنۍ ښځې په تیاره
کې ښه نشواې لیداې ، هغه آصفې ته ور نژدې شوه او هم� �ته و دریده ، یو دبل سره په
ناڅاپې توګه د مخ کیدو په اساس لمړنۍ ښځه دا پریکړه و نشوه کولاې چې څه وکړي .
خو بې له ځنډه ئې وپوښتل چې « آصفې چېرې ځې ؟»
لمړنۍ ښځې دا احساس هم نه کړه چې د اصفې د خونديتوب په خاطر دهغې سره یو ساتونکې په
پټه توګه د هغې تر څ نګ روان دې ،آصفې یو لاس په بل وواهه او د البرق لمړنۍ ښځې ته
ئې په خندا کې وويل --« ته زما تر شا راغلې ئې ، یا بل چېرې روانه ئې ؟» په همدې
وخت کې چا دغه لم ړنۍ ښځه د مټو څخه و نیوله خو هغې په یوه ټکان سره خپل ځان د
نیونکی څخه وژغوره ، هغې په منډه خپل خنجر را وويست ، دهغې تر مخه یو سړې ولاړ و ،
ښځې پر هغې وا� � وکړ خو هغه په څنګ شو ، خو سړې پرې داسې وار و کړ چې دهغه خنجر
دښځې په یوه اړخ کې و لګید، کله چې هغه سړې وکتل چې له دې سره هم خنجر دې نو ځان ئې
وروسته کړ . لمړنۍ ښځې په آصفې باندې حمله وکړه او خپل خنجر ئې دهغې د اوږې او غاړې
تر منځ ور ننويست ، هغې ښځې په زوره چېغه کړه ، هغه سړې یوځل بیا په دغه لمړنۍ ښځې
باندې وار وکړ او دا بله ئې د غورځیدو څخه و ژغورله، کله چې لمړنۍ په دویمې باندې
بیا وار کاوه نوهغه سړي دهغې ښځې لاس په خپل لاس کې ونیو او پ� �ې نه ښوده چې په
آصفې باندې خنجر ور ونښلي .
آصفه پریوتې وه او د البرق لمړنۍ ښځې هم ژور ټپ اخستې و ، چې دتشي څخه تر ګیډې پورې
رسیده . هغه سړي اصفه پورته کړه او چېرې ئې یوړه ، د علي بن سفیان دوه جاسوسانو دا
ټوله لوبه د یوه پټ ځاېه ننداره کوله ، هغوی په دې نه پوهیدل چې دا دویمه ښځه به
څوک وي ، عمر دهغه سړي پسې و� �وسته وروسته ولاړ چې آصفه ئې له ځانه سره اخستې وه،
هغه هماغه ځاې ته ولاړل چېرته به چې پخوا تلل ، عمر دهمغه ځاېه څخه نیغ علي بن
سفیان ته د خبر ورکولو له پاره را ستون � �و ، آذر ولاړ او دهمدې زخمي ښځې تر څنګ
کښیناست ، خو د شا له خوا پرې چا د خنجر د� �ې پر لپسې وارونه وکړل او حمله کونکې
دهغې ځاېه خپلې پښي سپکې کړې . آذر هم هملته بې هو� �ه پریوت ،
ماښام د البرق د لمړنۍ ښځې او د آذر روغتیائې حالت مخ په خرابیدو شول ، جراحانو او
ډاکټرانو ډیرې هڅې وکړې خو هغوی ژوندې پاته نه شول ، د البرق ښځې علي بن سفیان ته
ويلې و «چې ره خپل خاوند ځارولي شم ، خو د مذهب ،قوم ، او هیواد ځارول نه شم زغملې
،» او هغې دخپل قوم اومذهب په نوم ځان ځار کړ .
دسلطان ایوبي په حکم باندې خادم الدېن البرق په زندان کې و لويد، هغه د ډاډ ورکولو
ټولې هڅې و ازمایلې او وئې ويل چې دا جرم ورڅخه په ناپوهۍ کې تر سره شوې ، هغه د
هغو جاسوسانو په لاسو کې د لوبې اله ګرځیدلې وه . خو دا څ� �ګنده شوي وه چې هغه
دحکومت او فوځ رازونه د شرابو او ښکلې نجلۍ په نشې کې دښمن ته سپا� �لي دي ، سلطان
ایوبی د وژلو جرم بښلاې شو. د شرابو د څښلو او د ښمن ته د راز ورکو� �و جرم ئې نه
شو بښلاې.؟
په دې ورځ ئې د آصفې څخه کوم بیان وا نه شو خستلاې ، پر هغې د ټپ اغیز دومره نه و
لکه د ويرې او خوف اغیز چې پرې و . هغه جاسوسه ښځه وه ، هغې ته د شهزادګیو په بڼه
کې دشهزادګانو څخه د راز د اخستلو روزنه ورکړل شوي وه . هغې کله هم دا فکر نه وکړې
چې دداسې یوه حال سره به مخ کیږي . هغه ډیره زیاته له دې ويریده ، چې هغه د مسلم
انانو بندۍ ده اومسلمانان به ئې ډیره خرابه کړي . هغه ته داو یره هم تر سترګو کیده
چې مسلم انان به دهغې د ټپونو علاج و نه کړي ، هغې دخپلې دغه ويرې په هکله هر هغه
چاته ويل چې ددې اړخ ته به ورتلل ، هغې به د یوه ويریدلې کوچني په څیر ژړل ، علي بن
سفیان هغه ته ډیره زیاته ډاډ ګیرنه ورکړه ، او ورته ئې وويل چې له دې سره به همغسې
سلوک کیږی لکه د یوي مسلمانې ټپې شوي ښځې سره چې کیږی . خو هغې یو غږ کاوه چې غواړی
د سلطان ایوبي سره وويني ، او دهغې دا غوښتنه تر سلطان ایوبي پورې ور ورسیدله ،
سلطان ایوبي ورغې او دهغې پر سر ئې � �اس کښیښود او ورته ئې وويل ، چې نوموړې ورته
په اوسنې زخمي حال کې لکه دلو� � په څیر ښکاري .
«ما اوریدلي دي چې سلطان ایوبي د توري نه بلکه د زړه پادشاه دې » آصفې ورته په
ژړغونې توګه وويل« دومره ستر پادشاه چې د عیسایانو ټول پادشاهان ئې دماتې ورکولو له
پاره سره یو شوي دي ، که یوې مجبورې ښځې ته دوکه ورکوي نو دهغه د شان سره به ښه
ښکا� �ه نه شي ،.... دې خلکو ته ووایه چې ماته سمدستي زهر را کړي ، زه په داسې حال
کې هیڅ ډول اذیت نه شم زغملاې .»
« که ووائې نو زه به هر وخت ستا پوښتنې ته راشم » سلطان ایوبي ورته وويل ، « زه تا
ته دوکه هم نه درکوم ، آذیت هم نه درکوم خو ته به هم وعده کوي چې ماته به دوکه نه
راکوې، ستا روغتیا نوره هم ښه کیږي ، ډاکټرانو � �اته ډاډ را کړې چې ستا رو غتیائې
حالت مخ په ښه کیدو دې،که چېرې تاته مو اذیت درکولاې نو مونږ به په همدې حال کې په
زندان کې ور اچولې وائې . ستا په زخم به مومالګې ور شیندلې ، او تا به په چېغو چېغو
سره په خپل جرم باندې اقرار کړې واې اود خپلو ملګرو ، اړوندو کسانو او ډلې څخه به
دې پرده پورته کړې واې، خو مونږ د یوي ښځې سره داسې س� �وک نه کوو . د البرق ښځه
مړه شوي خو مونږ ستا د ژوندي پاته کیدو پوره پوره هڅه کوو.»
«که زه ښه شم نو تاسې به له ماسره څه ډول سلوک وکړئ؟ » هغې ترې و پو ښتل ،
« د� �ته به کوم نارینه تا ته په هغه سترګو و نه ويني چې ته یوه ځوانه اوښکلې
ښایسته پیغله ئې » سلطان ایوبي ورته وويلې ،« ته دا اندېښنه له زړه څخه و کاږه ،
ستاسره به همغسې سلوک کیږی چې اسلامي قانون ئې اجازه راکوي .»
د هغه کور تلاشي هم وشوه چېرې به چې � �صفه د راپور ورکولو په خاطر ور تلله ، هغه د
هیچا کور نه و ، د جاسوسانو د ناستې ځاې و . هملته دننه د آسونو د دریدو ځاې و .
دوی هملته پنځه نور کسان هم نیولې و.هغوی پنځو او هغو نورو څلور چې د تعقیب په وخت
کې نیول شوي و ټولو په خپل جرم باندې داعتراف کولو څخه ډډه وکړه ، اخر ئې هغوی هغه
تا خانې ته یوړه چېرې چې تیږو هم خبرې کولې ، هغه زاړه دا ومنله چې هغه د انجلۍ د
یوي دانې په څیر د البرق په ستونی کې ورځاې کړې وه، او بیائې ټوله هغه ډرامه چې د
البرق را نښلولو له پاره ئې لوبولې وه بیان کړه . نورو هم د ډیرو رازونو څخه پردې
پورته کړې . او دهغې کور راز ئې هم بربنډ کړ کوم ته چې د ښار خلک په دېر درنښت ګوري
. په دې کور کې ئې ډیرې نجونې سات� �ې وې چې ددوو موخو د تر لاسه کولو له پاره ئې
استعمالولې . اول د څارکښۍ له پاره او دویم د مسلمانانو د لوړو کورنیو د ځوانانو د
اخلاقو دخرابولو په خاطر ، دا کور د جاسوسانو او تخریب کا� �انو له پاره لويه هډه
وه.
هغې جاسوسانو دا هم وويلې چې دسلطان ایوبي په فوځ کې هغوی خپل خلک ور ننويستي دي او
همغوی د فوځ تر منځ د جوارۍ کولو عادت را پیدا کړې دې . هغوی د بیلل شوي قمار په
خاطر یو دبل پیسې پټوي او غلاوې کوي ، هغوی په ښارونو کې د پنځه سوو څخه ډیرې فاحشې
ښځې خپرې کړې دي . دهغوی دنده دا ده چې ځوانان په خپلو لومو کې � �ا ونښلوي او د
عیاشۍ په لار و ئې روان کړي . د جوارۍ پټ مرکزونه هم پرانستل شوي �