ربیع الاول اوميلادالنبي
بسمه تعالی ! !
قدرمنومسلمانانو ! په دې برخه کښي د إسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) دتولد
په وخت کښي او يا دده مبارک له تولد څخه وروسته تر هغه وخته پوري چي دَی و مبارکي
مرضعې ، حليمې سعديې ته ورسپارل کيدئ او يا وروسته بيا د حليمې سعديې له طرفه بيرته
وخپل مبارک نيکه عبدالمطلب ته سپارل کيدئ ، هغه مستند او په صحت رسيدلي عجائب ،
ارهاصات او خارق العادته واقعې نمبرواره درته ذکرکوم کومي چي ځموږ او ستاسي د ګران
رسول حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) د بې مثاله او بې نظيره عظمت او رفعت
څرګندويي دي :
( ۱ ) : أخرج أبونعيم عن بريده و إبن عباس قالا : رأت آمنة في منامها فقيل لها :
إنک قد حملت بخير البرية و سيدالعالمين ، فإذا ولدتيه فسميه أحمدًا و محمدًا و علقي
عليه هذه ، فانتبهت و عند رأسها صحيفة من ذهب مکتوب عليها : أعيذه بالواحد ، من شر
کل حاسد ، و کل خلق رائد ، من قائم وقاعد ، عن السبيل عاند ، علی الفساد جاهد ، من
نافث او عاقد ، و کل خلق مارد ، يأخذ بامراصد ، في طرق الموارد ، أنها هم عنه بالله
الأعلی ، و احوطه منهم باليدالعليا ، والکف الذي لايری ، يدالله فوق أيديهم ، و
حجاب الله دون عاديهم ، لا يطردوه ولايضروه في مقعد ولامنام ، و لا مسير و لا مقام
، أول الليالي و آخرالأيام .
( کذا في الخصائص الکبری للسيوطي ) .
ترجمه : حضرت بي بي آمنې يو خوب وليدئ او ورته وويل سول په دې خوب کي چي : بېشکه ته
حملداره سوې يې په بهتر د انسانانو او په سردار د عالميانو ، نو کله چي و ځيږوې ته
دَی نو مسمی يې که په أحمد او په محمد سره او راوځړوه پر ده باندي ( يعني دده پر
غاړه باندي ) دا کلمې چي : � أعيذه بالواحد الخ ، نو کله چي دا ويښه سوه و سر ددې
ته د سرو زرو يوه صحيفه پرته وه او دا مذکوري کلمې پکښي ليکلي سوي وې ( چي له أعيذه
بالواحد څخه شروع بيا تر پايه پوري ) .
( ۲ ) : و أخرج البيهقي والطبراني و أبونعيم ، و إبن عساکر عن عثمان بن أبي العاص
قال :
حدثتني أمي أنها شهدت ولادة آمنة أم رسول الله(صلی الله عليه وسلم ) ليلة ولدته
قالت : فما شئ أنظر اليه في البيت إلانور و إني لأنظر إلی النجوم تدنو حتی أني
لأقول ليقعن علي ، فلما وضعت خرج منها نور أضآء له البيت و الدار حتی جعلت لا أری
إلا نورًا .
ترجمه : بيهقي ، طبراني ، أبونعيم او ابن عساکر له عثمان څخه چي د أبي العاص ځوۍ دئ
روايت کړئ دئ چي ده مبارک فرمايلي دي چي : ماته ځما مور دا قصه وکړه چي کله چي د
رسول الله(صلی الله عليه وسلم ) له مور مبارکي حضرت آمنې څخه د الله پاک رسول پيدا
کيدئ نو زه و ولادت ددې مبارکي ته حاضره سوم ، نو په دغه کور کښي هيڅ داسي شئ نه ؤ
چي ما به ورته وکتل مګر خالص نورګرځيدلئ ؤ او د أسمان و ستورو ته مي کتل چي وارپه
وار دونه رانژدې کيدل چي ما به له ځانه سره دا ويل چي دغه ستوري به پر ما باندي
راولويږي ( د مذکور روايت دپاته کلمو توضيح به په بل نمبر کښي درته راسي ) .
( ۳ ) : له عمر بن قتيبه څخه روايت دئ چي ځما پلار قتيبه وويل چي هغه وخت چي د حضرت
آمنې (رضي الله عنها ) د ولادت وخت سو نو الله پاک و فرشتو ته وفرمايل چي د اسمان
ټولي دروازې خلاصي کړۍ او دارنګه د ټولو جنتو دروازې هم ټولي خلاصي کړۍ ، او دارنګه
يې و پرشتو ته حکم وکړ چي د إسلام د پيغمبر د زوکړي و ځائ ته ټول حاضر سۍ ، بيا
پرشتې راکښته سوې په داسي حال کښي چي يو پر بل يې د إسلا د پيغمبر د زوکړي زيرئ
کاوئ او د ټولي دنيا غرونه اوږده ، دراز او جګ سول او د ټولو دريابو اوبه د أسمان
وطرفته پورته سوې ، او د ټولو دريابو اوسيدونکيو خوشحالۍ شروع کړې ، او يوه ملائکه
داسي نه وه چي د إسلام د پيغمبر د زوکړي و ځائ ته دي نه وه حاضره سوې ، او شيطان
ملعون د � بحرخضرا � يعني د زرغونه درياب و منځته سرچپه خپل ځان وروغورځاوه ، او
نور ټول شيطانان په دغه وخت کښي په طوقو او ځنځيرو وتړل سول او د لمر نور او
روښنايي ته د خپل أصلي حالت په نسبت زيات عظمت او لويي وروبخښله سوه ، او د حضرت بي
بي آمنې پر سر باندي په هوا کښي اويا زره حوري د جنت ودرولي سوې چي د إسلام د
پيغمبر د ولادت او د زوکړي انتظار يې کاوه ، او په دغه کال کښي الله (جل جلاله )
خپله الهي فيصله په دې ډول صادره کړه چي د دنيا ټولي ښځي به دغه کال له وجي د
کرامته د حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم) نارينه اولادونه زيږوي ، او دغه کال به
داسي درخته ( يعني ميوه داره درخته ) نه پاته کيږي چي ميوه دي ونه کړي ، او دغه کال
چي په خلګو کښي کومه ويره او ترس موجود وي هغه به له منځه ځي ، او أمن او أمان به
جوړيږي .
بيا چي کله د إسلام پيغمبر و زيږېدئ نو ټوله دنيا له نوره څخه ډکه سوه او ټولو
ملائکه ؤ خوشحالۍ شروع کړې او په هر اسمان کي يو عمود د زبرجدو او يو عمود د ياقوتو
پيدا کړ سو چي ټول اسمانونه په روښانه کړه سول ، او کله چي د إسلام پيغمبر د معراج
په شپه و اسمانو ته پورته سو نو دغه عمودونه او ستني ده مبارک په خپله وليدلې او
وده مبارک ته په شپه د معراج وويل سول چي ستا د ولادت په خوشحالي کښي دغه عمودونه
په اسمانو کښي خدائ پاک پيدا کړل .
او همدارنګه دده مبارک د زوکړي پر مهال د نهر کوثر پر غاړه باندي ( کوم چي په جنت
کښي دده مبارک په نامه باندي و نهر دئ ) اويازره درختي د أظفر مشکو کوم چي أفضل
ترين مشک دي پيدا کړې چي د دغو درختو ميوې به د قيامت په ورځ جنتيان د خوشبويي په
ډول کاروي .
او د دنيا ټول بتان سرچپه ولوېدل ، او د لات او عزی دوه بتان له خپل ځائ څخه ووتل
او دا ډول يې ويل : اوس تباهي او خرابي و قريشو ته راغله چي محمد � أمين � پيدا سو
، قريش نه پوهيږي چي څه ورپېښه سوه ، او دارنګه د بيت الله شريفي له نس څخه ډيري
ورځي دغه الفاظ خلګو اوريدل : الآن يُرَد علي نوري ، الآن يجيئني زواري ، الآن
أطَهر من أنجاس الجاهلية ، ايتها العزی هلکتِ .
او همدارنګه درې ورځي پرلپسې کعبه شريفه په زلزله او حرکت کښي وه .
( أخرجه أبو نعيم ، کذافي الخصائص الکبری لسيوطي ) .
پوه سه ! چي ددغه حديث په باب امام سيوطي د نکارت شديده ذکر کړئ دئ ، خو دا د سند و
ځينو راويانو ته د کتلو په وجه دئ او پاته سو ذکر سوئ مضمون ، نو د هغه په تحقق او
په ثبوت کښي شک کول ډير نالائق کار دئ ؛ ځکه هغه شخصيت چي قطعي دلائل پر دې خبره
باندي قائم دي چي دنيا ټوله دده په خاطر پيدا سوې ده ، نو د هغه د تولد پر مهال دغه
ذکر سوئ مضمون ډير کم لا ښکاره کيږي تر دې غټ غټ واقعات په قوي دلائلو ثابت دده
مبارک د زوکړي په مناسبت واقع سويدي .
( ۴ ) : خطيب بغدادي روايت کړئ دئ چي حضرت آمنې فرمايلي دي چي کله له ما څخه محمد
(صلی الله عليه وسلم ) پيدا سو نو ما يوه ډيره لويه نوراني وريځ وليده چي په دغه
وريځ کي ما د اسانو � سهيل � ( يعني سِيسنئ ) او د وزرو ( يعني د وزرو د پرشتو )
اواز او د نارينه ؤ کلام واوريدئ ، په دغه وريځ کښي محمد (صلی الله عليه وسلم ) پټ
کړ سو ، او له ما څخه غائب کړ سو ، وروسته مي له يو چا څخه واوريدل ( يعني له يوه
غيبي ږغ کونکي څخه ) چي داسي يې ويل : � طوفوا بمحمدٍ في جميع الأرض و اعرضوه علی
کل روحاني من الجن و الملائکه والطيور والوحوش ، واعطوه خُلق آدم ومعرفة شيث و
شجاعة نوح و خلة إبراهيم ، ولسان اسماعيل و رضآء اسحق و فصاحة صالح و حکمة لوطٍ و
بشری يعقوب و شدة موسی و صبرَ أيوب و طاعة يونس و جهادَ يوشع و صوت داود و حب
دانيال ، و وقارَ الياس و عصة يحيی و زهدَ عيسی ، و أغمسو ه في أخلاقِ النبيين .
يعني : طواف وکړۍ په محمد ، وګرځوۍ دَی په ټوله مځکه کښي او عرض کړۍ وړاندي کړۍ دَی
پر ټولو هغو موجوداتو باندي چي خاوندان د روح وي له پيرانانو څخه او له انسانانو او
ملائکه ؤ څخه او له مرغانو او وحشي حيوانانو څخه ، او ورکړۍ وده ته خِلقت د آدم او
معرفت د شيث او شجاعت د نوح او خليل والئ د إبراهيم او ژبه د إسماعيل ، او رضا او
خوشحالي د إسحق او فصاحت د حضرت صالح او حکمت د حضرت لوط ، او د خوشحالۍ زيرئ د
يعقوب او قوت او سختي د موسی او صبر د أيوب او طاعت او فرمانبرداري د يونس او جهاد
د يوشع او صوت ( يعني ښه اواز ) د داؤد او محبت د دانيال او وقار او سنګيني د الياس
او عصمت د يحيی او زهد د عيسی ، او غوټه کړۍ دَی په أخلاقو د نبيانو کښي .
لکه چي يو شاعر فرمايلي دي :
حسن يوسف دمِ عيسی يدِ بيضا داري آنچه خوبان همه دارندُ تو تنها داري .
بيا حضرت بي بي آمنې فرمايلي دي چي وروسته له دې څخه چي دغه حالت له ده مبارک څخه
ليري سو نو ناڅاپه غيبي درې نفره پيدا سول د يوه په لاس کښي د سپينو زرو ګډوه وه او
د بل په لاس کښي د زمرودو يو تال ؤ او د دريم پلاس کښي سپين وريښم ( يعني د سپينو
وريښمو يوه ټوټه وه ) بيا يې دغه ټوټه و غوړوله ، بيا يې يو داسي مُهر ورڅخه
راوايستئ چي د کتونکو سترګي يې ( يعني د بې انتها خوندور والي په وجه ) په حيرت کښي
اچولې ، بيا يې دَی مبارک اوه واره د ذکرسوي ګډوې په وجه پريمنځئ ، بيا يې په
ذکرسوي مُهر سره دده مبارک د دوو اوږو په منځ کښي مُهر ولګاوه ، بيا يې په ذکر سوي
وريښمين ټوکر کښي دَی مبارک وپيچئ ، بيا يې يو ساعت په خپلو وزرو کښي ونيوئ وروسته
يې و ماته بيرته راکړ .
( کذا في الأنوار المحمديه من المواهب اللدنيه ) .