ربیع الاول او وفات النبي لړۍ
بسمه تعالی !!!
اللهم صل علی سيدنا محمد و علی آله و صحبه وسلم تسليما .
محترمو مسلمانانو ! علماؤ د سير ذکر کړيدي چي حضرت رسول أکرم ( صلی الله عليه وسلم
) څوارلس ورځي بيماره ؤ او په دغو ورځو کښي مختلفي واقعې او پيښي منځته راغلې چي
يوه برخه د هغو زه وتاسي محترمو ته د � روضة الشهدآء� او � د روضة الأحباب � و
غيرهما په حواله دلته درته ذکر کوم .
اوله پېښه داوه چي په صحيح روايت سره له حضرت عآئشې څخه روايت سوئ دئ چي دې مبارکي
فرمايلي دي چي د حسنِ سيرت او د إستقامت د منظر او په ناسته او ولاړه کښي د سکينې
او د وقار په اعتبار و رسول ( عليه الصلاة و السلام ) ته ورته د فاطمې ( رضي الله
عنها ) په ډول ما بل څوک ندئ ليدلئ ، کله چي به فاطمه د خپل پلار نبي کريم ( صلی
الله عليه وسلم ) و حضور ته راغله ، نو سرورکائنات به ورته ولاړ سو او ودې ته به
متوجه سو او دا مبارکه بې په خپله مبارکه خوله مچ کړه او پر خپل ځائ بې کښېنوله او
کله چي به د إسلام پيغمبر ددې و کور ته ورغلئ نو دې به هم له ده مبارک سره همدغه
ډول کول .
دمرض موت په جريان کښي د إسلام پيغمبر و فاطمې ته يو څوک وليږئ او را وې غوښتله ،
نو کله چي فاطمه راغله ده مبارک مرحبا ورته وويله او له خپل بغل سره يې کښېنوله ، د
پدري شفقت او د جار او قربان له مراسمو څخه وروسته يې په خفي ډول ودې ته يو څه وويل
، دې وژړل ، بل وار يې بيا يو څه ورته وويل ، دې وخندل .
حضرت عآئشه فرمايي چي ما له دې څخه ددې د ژړا او بيا د خندا او د مبارک ( صلی الله
عليه وسلم ) د خفيه خبري په اړه پوښتنه وکړه ، خو فاطمې هغه مهال و عآئشې ته کوم
جواب ورنکړ ، په وروسته وختو کښي يې بيا دغه راز ودې ته ښکاره کړ او ورته وې ويل چي
د إسلام پيغمبر اول ځل و ماته وويل چي په تيرو کلو کښي به حضرت جبرئيل د قرآنکريم د
درس دپاره وماته په کال کښي يو ځل راتلئ او سږکال دوه ځله راغلئ ، نو زه فکر کوم چي
لکه چي اجل مي رانژدې سوئ دئ او زما په زړه کښي هم و عالمِ قدس ته د تللو شوق او
مينه غالبه سوېده او نژدې ده چي له دې فاني دنيا څخه به زه ولاړ سم نو دغه يو څو
ورځي ځما صحبت غنيمت وګڼه تر څو چي دي طاقت وي له ما څخه مه جلا کيږه ، فاطمه
فرمايي چي له اوريدلو ددې خبري څخه په ډير وحشت کښي ولويدم او تر سترګو مي اوښکي
راجاري سوې او ومي ژړل ، کله چي خپل مهربانه پلار پيغمبر د إسلام ځما حال وليدئ نو
بيا يې و خپل ځان ته ښه ورنژدې کړم او په پټه يې راته وويل چي اې لوري ! غم مه کوه
زه پر تا باندي د خوشحالۍ او مسرت دوه زيري کوم :
اول : زيرئ دادئ چي په جنت کښي به ته د ټولو مؤمنو ښځو سرداره يې ، دوهم : زيرئ
دادئ چي ځما په أهل بيت کښي به تر ټولو دمخه ته په ما پسي راسې ، او بيا يې راته
وويل چي اې فاطمې ! جبريل و ماته وويل چي په ټولو مسلمانانو ښځو کښي به يوه داسي
ښځه وي چي دونه ډيره اولاده دي ولري لکه څونه اولاده چي به و فاطمې ته الله ( جل
جلاله ) ورکوي ، نو اې فاطمې ! صبر او برداشت ستا هم بايد تر نورو ښځو کم نه وي .
د إسلام پيغمبر دا خبر ځکه و فاطمې ته وکړه چي له داسي پلار څخه د فاطمې غوندي لور
محرومه کيدل څه اسانه خبره نه وه ، ددې په وجه چي د کوم غم او درد توقع کيدله د هغه
تحمل او برداشت اسانه کار نه ؤ ، نو د إسلام پيغمبر قبل الوقوع لا و خپلي مبارکي
لور ته د صبر او د برداشت تلقين ورکړ .
نظم :
روزي که چشم ما ز جمالت جدا بود
چندانکه چشم کار کند اشک ما بود
ګفتي دل که فارغ وصابر بود که راست
در دور دل بري چو تو اينها که را بود
او دوهمه واقعه دا پېښه سوه چي کله چي د رحمة اللعالمين پيغمبر مرض بيخي شديد او
سخت سو نو ده مبارک و فرمايل چي اوه مشکه له اوو څاهانو څخه ډک کړۍ او په داسي حال
کښي چي سرونه ددغو مشکو له ډکولو وروسته نه وي خلاص سوي ، ددغو اوو سرو مشکو اوبه
پر ما باندي توۍ کړۍ ښايي چي بدن مي يو څه سپک سي او دباندي ورووزم او وخلګو ته
وصيت وکړم .
وروسته له دې چي د اسلام د پيغمبر دغه فرموده تر سره کړه سوه نو ده مبارک ته يو څه
بدني خفت او راحت حاصل سو او دباندي راووتئ او له أصحاب کرامو سره يې لمونځ وکړ او
بيا يې خطبه شروع کړه ، د خدائ حمد او ثنا يې وويله او د أحد د شهيدانو دپاره يې د
مغفرت دعا وکړه او و أصحابِ کرامو ته يې وفرمايل چي د مدينې منوري أنصار ځما د سِر
خلګ دي ، زه و دوۍ ته په هجرت راغلئ يم او دوۍ وماته ځائ راکړئ دئ ، د دوۍ د نيکانو
به عزت کوۍ او د دوۍ تر بديو به ورتيريږۍ ماسوی له حدودو د الله (جل جلاله) .
همدارنګه يې د مهاجرو په باب و أنصارو ته او د أنصارو په باب يې و مهاجرو ته توصيه
او سپارښ وکړ او علی الخصوص يې د قريشو په باره کښي خبري وکړي .
همدارنګه روايت دئ چي د مرض په ورځو کښي د إسلام پيغمبر په داسي حال کښي چي فضل بن
عباس تر لاس نيولئ ؤ او سر مبارک يې په يوه ټوکر تړلئ ؤ و مسجد نبوي ته راغلئ او پر
ممبر باندي کښينستئ او و حضرت بلال ته يې وفرمايل چي پر خلګو باندي ږغ وکړه چي ټول
سره راسي چي زه خپل اخيري وصيت ورته وکړم ، حضرت بلال د مدينې منوري په بازارو او
کوڅو کښي نعرې وکړې تر څو چي ټول خلګ و مسجد نبوي ته راغلل ، بيا د إسلام پيغمبر په
يوې ډيري تاثير ناکي او بليغي خطبې شروع وکړه او وأصحابو ته يې وفرمايل چي تاسي ټول
پوه سۍ چي ځما أجل رانژدې سوئ دئ ، دا اوس اوس زه خپل ځان داسي وينم چي تاسي له ما
څخه جلا سوي ياست او زه له تاسي څخه جلا سوئ يم ، کله چي له ما څخه جلا سۍ نو په
زړو سره له ماڅخه مه جلا کيږۍ او مه پخپل منځ کښي په زړو کي سره جلا کيږۍ ، اې خلګو
! هيڅ داسي پيغمبر و دنيا ته ندئ راغلئ چي په دنيا کښي دي هميشه پاته سوئ وي ( يعني
ماسوی له حضرت عيسی او له ځينو نورو پيغمبرانو ، چي هغه هم په معتاد ډول په دنيا
کښي هستوګه نلري ) نو زه به څنګه په دنيا کښي هميشه پاته سم او ماته د الله (جل
جلاله ) د لِقآء اشتياق پيدا سوئ دئ .
لکه چي د إسلام د پيغمبر يو حديث دئ چي :� من أحب لِقآءاللهِ أحب اللهُ لِقآئه � .
او همدارنګه يې و أصحابو ته وفرمايل چي اې أصحابو ! زه تاسي لره څنګه پيغمبر وم ؟
ايا جهاد مي له تاسي سره د کافرانو په مقابل کښي ندئ کړئ ؟ ايا ( يعني په لاره د
جهاد کښي ) ځما غاښونه ندي مات سوي ؟ ايا په دغه لاره کښي مي مخ د کفارو په برچو
سره په وينو ندئ سور سوئ ؟ ايا قسم قسم تکليفونه مي ندي کش کړي ؟ ايا د خپل قوم د
جاهلانو سختۍ مي ندي زغملي ؟ ايا د لوږي په سبب مي په خپل نس پسي ډبري ندي تړلي ؟!!
أصحابو ورته وويل چي يا رسول الله ! په تحقيق سره د خدائ په لار کښي تا د هر قسم
تکليفو په مقابل کښي صبر او برداشت کړئ دئ .
اې د خدائ رسوله ! دا ته وې چي حقه لار دي و موږ ته را وښودله .
اې د خدائ رسوله ! ستا د مبارک ذات په طفيل موږ د پيړيو پيړيو له شرک ، کفر او بت
پرستۍ څخه نجات پيدا کړ .
اې د خدائ رسوله ! ستا د بې مثاله توجه او دعوت په وجه موږ له رزيلو او خبيثو
أخلاقو څخه پاک او په ښو أخلاقو سره مشرف کړه سولو .
اې د خدائ رسوله ! ستا په برکت ځموږ له منځو څخه د پيړيو پيړيو دښمنۍ ولاړې او په
اسلامي أخوت او وحدت څخه الله تعالی موږ برخورداره کړو ، الله ( جل جلاله ) دي و
تاته د دغو ټولو نبوي اجراءاتو نيکه او غوره بدله درکړي .
د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) ورته وفرمايل چي و تاسي دي هم الله پاک د
خير جزا درکړي ( يعني ددې په بدل کښي چي ځما دعوت تاسي قبول کړ او مومنان سولاست او
بيا مو په ډيره فوق العاده او بې مثاله طريقه سره ځما د ژوند تر اخيري نيټې پوري
زندګي ځما په طاعت او فرمانبرداري کښي تيره کړه .
( روضة الشهدآء و غيره ) .