محرم الحرام او د کربلا شهيدان
د إسلام د څلرم خليفه حضرت علي ابن أبي طالب ( عليه السلام) مناقب او فضايل :
بسمه تعالی !!!
محترمو مسلمانانو ! مطابق د عقيدې د أهل السنت والجماعت حضرت أميرالمؤمنين علي (رضي
الله عنه) څلرم شخص دئ له خلفاؤ راشدينو څخه ، او وروسته له أمير المؤمنين عثمان بن
عفان (رضي الله عنه) څخه څلرم شخص دئ ، چي په أفضليت کښي پر نورو ټولو صحابه کرامو
باندي پرته له حضرت أبوبکر ، عمر ، عثمان (رضي الله عنهم) څخه موقعيت او قرار لري .
فضايل او کمالات دده مبارک أظهر من الشمس دي ، خو په دې وجه چي دَی مبارک د أصحابُ
العباء او د أهل بيت النبوة دوهم شخص دئ او دغه مبارکه مياشت د محرم الحرام د أهل
بيت د فضائلو له بيانولو سره واضح او ښکاره تناسُب لري غواړم چي دده مبارک فضآئل او
مناقب هم په دې سلسله کښي درج کړم .
( ۱ ) : کله چي د إسلام پيغمبر له ( صلی الله عليه وسلم) حجة الوداع څخه فارغ سو او
د مدينې منورې پر طرف باندي سره له اصحاب کرامو راروان سو ، نو کله چي و � غدير خُم�
ته چي له ناحيو څخه د جحفې دئ او په منځ کښي د مکې معظمې او مدينې مطهرې واقع دئ
راورسيدئ نو مخ مبارک يې و خپلو مبارکو أصحابو ته راوګرځاوئ او داسي يې ورته
وفرمايل :
أ لستم تعلمونَ أني اولی بالمؤمنينَ من أنفسهِم ؟ قالوا بلی ! .
يعني اې اصحابو ! ايا نه ياست تاسي چي عالمان ياست تاسي په دې خبره چي زه ډير نژدې
يم و مؤمنانو ته ، يا ډير دوست يم د مؤمنانو له نفسو او ځانو څخه د دوۍ ؟ اصحابو
ورته وويل چي هو ! (يعني بېشکه ته و مؤمنانو ته د دوۍ تر ځانو و دوۍ ته ډير ورنژدې
يې او ددوۍ ترځانو د دوۍ ډير دوست يې ) .
وروسته له دې د إسلام پيغمبر د حضرت علي (رضي الله عنه) لاس ونيوئ او داسي يې
وفرمايل :
اللهم مَن کنتُ مولاه فعلي مولاه ، الله والي من والاه و عادي من عاداه ، أنصر مَن
نصره و اخذل من خذله ، اللهم ادرالحقَّ معَه حيثُ دارَ ( مدارج النبوة للمحدث
الدهلوي ص۴۰۱) .
يعني اې الله ! د هر چا چي زه مولا يم نو علي هم د هغه مولا دئ ، اې الله! دوستي او
محبت وکړه له هغه چا سره چي له علي سره دوستي کوي او دښمني وکړه له هغه چا سره چي
له علي سره دښمني کوي ، مدت وکړه ( يعني اې الله ! ) د هغه چا چي هغه د علي مدد کوي
او ترک د مدد وکړه (يعني نصرت او کومک مه ورسره کوه) له هغه چا سره چي هغه له علي
سره مدد او کومک نه کوي ، اې الله ! راګرځوه حق له علي سره هر چيري چي دَی ګرځي
(يعني دَی او حق مه سره جلا کوه) .
( ۲ ) : د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
لا يُحِبُّ عليًا منافقٌ و لا يُبغِضُه مؤمنٌ ( رواه الترمذي ج۲ ص۶۹۱) .
يعني : محبت نکوي له علي سره هيڅ منافق او بغض نکوي له ده سره هيڅ مؤمن .
( ۳ ) : له حضرت سَعد بن أبي وقاص څخه روايت دئ چي نبي (صلی الله عليه وسلم) و حضرت
علي ته وفرمايل :
أنتَ مني بمنزلةِ هارون مِن موسی (ع) ( رواه الترمذي وقالَ هذا حديث صحيحٌ ) .
يعني اې علي ! ته په نسبت و ماته داسي منزلت او مقام لرې لکه چي څنګه مقام حضرت
هارون (ع) په نسبت و موسی (ع) ته درلودئ .
پوه سه ! چي کله چي د إسلام پيغمبر د تبوک و غزا ته تلئ نو حضرت علي يې په مدينه
منوره کښي د خپل ځان د خَلَف يا په بل تعبير د خليفه په حيث پريښووئ ، لکه کله چي
موسی (ع) و کوه طور ته تلئ نو يې هارون (ع) په بني اسرآئيلو کښي د خپل ځان د خلَف
په توګه پريښووئ ، نو حضرت علي (رض) د إسلام و پيغمبر ته عرض وکړ چي اې د خدائ
رسوله ! ته ما څنګه د ښځو او کوچنيانو په ډول تر شا پريږدې او له ځان سره مي نه
ملګرئ کوې ؟ نو په دې وجه د خدائ رسول وده ته مذکور حديث وفرمايه ( أنظر حاشية
الترمذي) .
( ۴ ) : له حضرت زرين حُبيش (رض) څخه روايت دئ چي حضرت علي (رضي لله عنه) فرمايلي
دي چي ځما دي په هغه ذات قسم وي چي دانه چاودلې ده او واښه يې ورڅخه راايستلي دي او
هر خاوند د روح يې پيدا کړئ دئ ، چي بېشکه شان دادئ چي د إسلام پيغمبر و ماته داسي
توصيه کړېده چي محبت به نه کوي له ما سره مګر مؤمن او بغض به نه کوي له ما سره مګر
منافق ( رواه مسلم ، کذا في المشکوة ) .
( ۵ ) : له حضرت عِمران بن حصين څخه روايت دئ چي نبي (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي
دي :
إن عليا مني و أنا منه ، وهو ولي کل مؤمنٍ ( رواه الترمذي ، کذافي المشکوة ) .
يعني بېشکه علي له ما څخه دئ او زه له ده څخه يم ، او دَی مددګار او دوست د هر مؤمن
دئ .
( ۶ ) : له إبن عُمر څخه روايت دئ چي د إسلام پيغمبر و حضرت علي ته وفرمايل :
أنــــــتَ أخــــــي فـــــــي الدنيــــا والاخرة ( رواه الترمذي ، کذافي المشکوة
) .
يعني اې علي ته ځما ورور يې هم په دنيا کښي او هم په آخرت کښي .
( ۷ ) : له حضرت أنس (رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي د رسول الله (صلی الله عليه
وسلم) په حضور کښي يو مرغه ( يعني چي کباب سوئ ؤ او يو چا ورته هديه کړئ ؤ ) پروت ؤ
، نو ده مبارک داسي دُعا وکړه :
اللهم اتني بأحب خلقک اليک ، يأکلُ معي هذا الطيرَ . (رواه الترمذي ) .
يعني اې الله ! و ماته داسي څوک راوله چي له جملې څخه د ډيرو محبوبو د مخلوق ستا وي
و تاته چي دغه مرغه له ماسره وخوري .
نو حضرت علي (رض) راغلئ بيا يې هغه مرغه ورسره وخوړئ .
( ۸ ) : له حضرت علي څخه روايت دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) و ماته و
فرمايل چي په تا کښي يو نادر صفت د حضرت عيسی (ع) موجود دئ ؛ ځکه چي د عيسی (ع) په
باره کښي يهودانو تفريط کړئ وو چي له ده مبارک سره يې بُغض کاوئ او دده پر مور
مبارکه يې بُهتان وايه ، او نصاراوو بيا له ده سره په محبت کښي إفراط کړئ دئ چي وده
ته يې داسي منزلت او مقام ثابت کړئ دئ چي هغه ده لره نسته .
يعني ځکه نصاری ، ځيني حضرت عيسی (ع) خدائ بولي او ځيني يې د خدائ ځوۍ بولي او ځيني
يې دريم د دريو خدايانو بولي .
بيا حضرت علي (رض) فرمايلي دي چي دوه نفره به ځما په سبب په هلاکت کښي لويږي :
اول : هغه څوک چي ځما په محبت کښي إفراط او تر حدتيرئ کوي او ځما مدحه په هغو شيانو
سره کوي چي هغه په ماکښي موجود ندي .
دوهم : هغه سړئ چي له ما سره بغض کوي او د دُښمنۍ په وجه پر ما باندي بُهتان وايي .
( رواه أحمد ) .
پوه سه ! چي اول قسم خلګ عبارت دي له روافضو او شيعه ګانو څخه چي د حضرت علي په شان
کښي او دده په محبت کښي دونه إفراط او تر حد تيرئ کوي لکه څرنګه چي نصاراوو د حضرت
عيسی (ع) په شان کښي کړئ دئ .
او دوهم قسم خلګ عبارت دي له خوارجو څخه ، چي له حضرت علي سره د دښمنۍ په وجه يې و
ده مبارک ته د کفر نسبت کاوئ ، او داسي تفريط يې دده مبارک په شان کښي کړئ دئ لکه
څرنګه چي يهودانو د حضرت عيسی (ع) په شان کښي کړئ وو .
( ۹ ) : مولانا حسين واعظ کاشفي (رحمة الله تعالی عليه) په � روضة الشهدآء � کښي
فرمايلي دي چي إمام أحمد فرمايلي دي چي د هيڅ صحابي په فضيلت کښي دونه روايتونه و
ماته په ثبوت ندي رسيدلي لکه څونه چي د حضرت علي (رضوان الله تعالی عليه) په شان
کښي راته ثابت سويدي ، همدارنګه مولانا مذکور ذکر کړيدي چي تولد دده مبارک دننه په
خانه کعبه کښي سوئ دئ ، او دغه شرف نه تر ده له مخه نه له ده څخه وروسته چاته حاصل
سوئ دئ ، لکه چي يوه عربي شاعر فرمايلي دي :
ولدته في الحرمِ المعظمِ أمه طابت و طابَ وليدها والمولدُ
بيــــــت :
ګوهر چو پاک بود و صدف نيز پاک بود
آمـــــد ميــــانه يـي حرمِ کعبه دروجـــود
کعبش زي فيض کعبه صفا داشت لا جرم
بر دوش سيد دوجــــهان جلــــوها نمــود
محترمو وروڼو ! سلسله د بيان د فضائلو د حضرت علي (رضوان الله تعالی عليه) په تقرير
او تحرير کښي و پائ ته نسي رسيدلائ نو کوم څه چي مي ذکر کړل په هغه سره إکتفا کوم ،
خو په مختصر ډول و دريو نورو خبرو ته ګورۍ :
( ۱ ) خبر داده چي د نورو صحابه کرامو له نومو سره صرف � رضي الله عنه� ويل کيږي او
دده مبارک له نامه سره � کرم الله وجهه � هم ويل کيږي ، ددې دوې وجي دي :
اوله وجه يې داده چي ده مبارک په هيڅ وخت کښي و بوت ته سجده نده کړې .
دوهمه وجه يې داده چي کافرانو به له ده سره د سختي دُښمنۍ په وجه دده په شان کښي
داسي ويل � سوَّد الله وجهه� نو مسلمانانو ددوۍ په رد کښي د حضرت علي له نامه سره
دا وينا شروع کړه چي کرم الله وجهه .
محترمو مسلمانانو ! مسلمان ته پکار ده چي په صحيح ډول په إسلام ځان اګاه کړي ،
خصوصًا و علماوو ته ، داخبر مي په دې خاطر درته وکړه چي ما له ايران سره په يوه
مرکه کښي د حضرت علي له نامه سره د � عليه السلام � جمله په بار بار ويلې وه نو
ډيرو ملايانو او طالبانو ته له دې خبري څخه خورا کرکه پيدا سوېوه ؛ ځکه د دوۍ په
معلومات کښي دا خبره وه چي عليه السلام د حضرت علي له نامه سره ويل د روافضو کار دئ
، ځکه په حقيقت کي دغه جمله د نبي له نامه سره ويله کيږي ، خو محترمو ! اصلي اسلامي
صورتحال دغه ډول ندئ په دوۍ کښي چي ځيني له ما سره مخامخ سويدي نو وروسته له دې چي
په دې باب مي له أصلي اسلامي هدايت څخه اګاه کړيدي دا توصيه مي هم ورته کړېده چي و
عالم او طالب ته پکار ده چي په صحيح معنی له إسلام څخه ځان باخبره وساتي ، دا يو بل
خصوصيت د حضرت علي دئ چي دده له نامه سره � عليه السلام � هم ويل کيدلائ سي ، بلکي
دده د اولادې له نومو سره هم عليه السلام ويل کيدلائ سي .
صاحب د تفسير مظهري چي هر ځائ په خپل کتاب کښي د حضرت علي نوم ذکر کوي ـ عليه
السلام ـ ورسره وايي .
په تاريخ طبري کښي چي هر چيري د حضرت علي نوم ذکر کيږي د � عليه السلام � جمله
ورسره وايي .
شيخ عبدالحق محدث دهلوي په مدارج النبوة کښي د إمام جعفر صادق له نامه سره هم عليه
السلام وايی .
صاحب د أصول الشاشي ، د أصول الشاشي په خطبه کښي فرمايلي دي : والسلام علی أبي
حنيفة و أحبابه .
ځما په فکر و حضرت علي ته دا خصوصيت په دې وجه پيدا سوئ دئ چي رسول (علي الصلوة
والسلا) وده ته فرمايلي دي :
أنت مني بمنزلة هارون من موسی إلا أنه لا نبي بعدي ( کذا في المشکوة ) .
( ۲ ) خبر داده چي د حضرت علي ( رض) او د معاويه په منځ کښي چي کومي شخړي راغلي دي
نو په دې باره کښي د أهل السنت والجماعت ، خصوصًا ځموږ د أحنافو مَوقِف دادئ چي په
هغوۍ ټولو شخړو کښي حضرت علي پر حق ؤ او حضرت معاويه په إجتهاد کښي خطا وتلئ ؤ ، او
مقصود د دواړو حق و منځ ته راوستل ؤ ( أنظر شرحَ العقائد ، نبراس ، شرح مقاصد وغيره
) .
( ۳ ) خبره داده چي کوم حديثونه چي د حضرت علي په باره کښي راغلي دي چي يوه برخه يې
ما درته ذکر کړه په هغوۍ کښي ځيني داسي حديثونه سته چي شيعه ګان يې پر دې خبره
باندي دليل ګرځوي چي د إسلام د پيغمبر څخه وروسته حقدار په خلافت سره حضرت علي ؤ ،
خو دا استدلالات د دوۍ غلط دي او په ترمذي ، مدارج النبوت او په کتابو د عقائدو کښي
د دوۍ جوابونه سويدی .
په حقيقت کښي شيعه ګان ددې خبري مصداق دي چي :
پنج وينې شش نه وينې
يعني دوۍ و هغو احاديثو ته ګوري چي د حضرت علي په شان کښي راغلي دي او له هغو
احاديثو څخه سترګي پټوي چي د نورو درو خلفايي راشدينو په باره کښي راغلي دي ، لکه
چي د حضرت أبوبکر په شان کښي يو دا مبارک حديث راغلئ دئ چي بخاري وغيره يې روايت
کړئ دئ :
ما طلعت الشمس بعدالنبيين علی أفضل من أبي بکر .
( والسلام و من الله التوفيق ) .