محاسن الإسلام : داسلام دمقدس دین ښېګڼي
اوم (۷)له محاسنو د اسلام څخه :
اوم له محاسنودإسلام څخه لمونځ دئ چي د الله (جل جلاله ) او د بنده تر منځ عظيم او
ډير لوۍ تعلق او ارتباط دئ ، او يو داسي خوۍ ، خصلت او عبادت دئ چي دده په وجه
انسان ته ظاهري او باطني تصفيه ، طهارت او پاکي حاصليږي،او پر ښو أخلاقو باندي و
انسان ته باعث ګرځي او له بدو أخلاقو څخه د انسان حفاظت او ساتنه کوي ، او ديني او
دنيوي او أخروي ، شخصي او إجتماعي بې مثاله منافع ، ګټي او فائدې پکښي موجودي دي .
حضرت فقيه ابوالليث سمرقندي ( رحمه الله تعالی ) په دې ارتباط يو مبارک حديث ذکر
کړئ دئ چي د حديث مبارک متن په دې ډول دئ :
قال رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) : الصلوة مرضاة للرب تبارک وتعالی ،وحب
الملائکة وسنة الأنبيآء ونور المعرفة وأصل الإيمان ، و إجابة الدعآء وقبول الأعمال
وبرکة في الرزق وراحة للأبدان ، وسلاح علی الأعدآء وکراهية للشيطان ، و شفيع بين
صاحبها وبين ملک الموت ، وسراج في قبره وفراش تحت جنبه و جواب مع منکر ونکير ومؤنس
في قبره إلی يوم القيامة ، فإذاکانت القيامة صارت الصلاة ظلاً فوقه وتاجاً علی رأسه
ولباساً علی بدنه ونوراً يسعی بين يديه وسِتراً بينه وبين النار ، وحجة للمؤمنين
بين يدي الرب ( تبارک وتعالی ) و ثقلاً في الموازين وجوازاً علی الصراط و مفتاحاً
للجنة ، لأن الصلاة تسبيح وتحميد وتقديس وتعظيم وقرآءة ودعآء ، و إن أفضل الأعمال
کلها الصلاة لوقتها .
يعـــني : جناب رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چي : لمونځ رضا د الله
( جل جلاله ) ده ( يعني د لمانځه په سبب د کائناتو حقيقي واکدار او مالک راضي کيږي
، داد لمانځه له فايدو څخه اوله فائده ده )
او لمونځ محبت د ملائکو او فرشتو دئ ( يعني و ملائکو ته لمونځ ډير محبوب کار دئ ،
يا لمونځ سبب د ميني او محبت د ملائکو دئ په دې معنی چي يو څوک په صحيح صورت لمونځ
کوي نو د الله ( جل جلاله ) فرشتې له هغه سره محبت او مينه کوي ) .
او لمونځ طريقه د نبيانو ده ، په دې معنی چي هيڅ داسي نبي و دنيا ته نه دئ راغلئ چي
دهغه په دين کښي دي لمونځ نه ؤ ، يا دي هغه په خپله لمونځ په ډير لوۍ اهتمام او
تأکيد سره نه کاوه ، نو په دې سبب لمونځ له جملې څخه د هغو أعمالو دئ چي د ټولو
پيغمبرانو په منځ کښي مشترک وه ،چي يو انسان لمونځ کوي نو دغه انسان د ټولو نبيانو
پر لار باندي له دغه جهته تلونکئ بلل کيږي .
او لمونځ نور د معرفت دئ ، يعني د لمانځه په سبب په انسان کښي د الله ( جل جلاله )
د معرفت او د پيژندني نور ښکاره کيږي او قوت او زياتوالئ پيداکوي .
او لمونځ أصل د إيمان دئ ، يعني کوم نيک عملونه چي د إيمان په تقاضا سره مسلمان کوي
د هغو ټولو اساس او بنياد لمونځ دئ ، که يو سړئ لمونځ نه کوي نو نور ټول صالح
عملونه کوم چي دَی يې کوي له فيض او برکت څخه معطل پاته کيږي او په ټولو صالحو عملو
کښي لمونځ د فضيلت او د بهترۍ په إعتبار په اوله درجه کښي قرار لري .
او لمونځ إجابت د دُعا دئ ، يعني د لمانځه د کولو په سبب الله پاک د انسان دعاګاني
قبلوي . لکه چي په ځينو نورو روايتو کښي راځي چي : يو له هغو وختو څخه چي دُعا پکښي
قبليږي له فرضي لمونځو څخه د فارغ کيدلو وختونه دي .
او لمونځ قبلول د عملو دئ ، يعني د لمانځه په سبب د انسان نور صالح عملونه هم الله
تعالی قبلوي .
او لمونځ برکت دئ په رزق او په روزي کښي ، يعني د لمونځ ګذاره سړي په رزق کښي
زياتوالئ او برکت الله (جل جلاله ) پيداکوي .
او لمونځ راحت دئ لپاره د بدنو ، يعني کوم خګ چي لمونځونه په پابندي ، په صحيح صورت
سره کوي نو د هغو په بدنو کښي آسوده ګي ـ او راحت پيداکيږي .
او لمونځ سلاح ده پر دُښمنانو باندي ، يعني کوم سړئ چي لمونځ کوي په دې ډول چي د
لمانځه په کولو کښي د لمانځه د ټولو حقوقو پابندي او مراعت کوي نو ددغه لمانځه په
سبب چي کوم دُښمنان دَی لري پر هغو دُښمنانو باندي الله پاک و ده ته غلبه او برئ
ورنصيب کوي .
او لمونځ کراهِيَت د شيطان دئ ، يعني له لمانځه او لمونځ ګذاره څخه د شيطان ملعون
ډير بَد کيږي ، او د لمانځه په سبب و شيطان ملعون ته ډير تکليف او زحمت ورکول کيږي
.
او لمونځ شفيع ( سپارښګر ) دئ په منځ کښي د لمونځ ګذاره او د ملک الموت ، يعني کوم
وخت چي حضرت عزرائيل ( عليه السلام ) د لمونځ ګذاره سړي روح قبض کوي نو په دغه وخت
کښي هغه لمونځ چي په ژوند کي ده په صحيح صورت سره کړئ وي و عزرائيل ته دده سپارښ
کوي ، او له دې څخه دَی خلاصوي چي د روح او د ساه د ختلو په وخت کښي کوم ربړ او
تکليف وده ته ورسيږي .
او لمونځ سراج ( څراغ ) دئ په قبر کښي دده ، يعني کله چي لمونځ ګذاره سړئ له مرګ
څخه وروسته و قبر ته ورداخل کړ سي نو په هغه توره تياره د قبر کښي الله پاک دده
لمونځ وده ته ډيوه او څراغ وګرځوي چي په دې ذريعه دَی د قبر د ظلمت او د تيارې له
مُشَقت څخه خلاص سي .
او لموځ فراش دئ لاندي تر بغل دده ، يعني د لمانځه په سبب په قبر کښي و لمونځ کونکي
ته د راحت او عزت فرش غوړول کيږي .
اولمونځ جواب دئ سره له منکر اونکيره ، يعني کله چي په قبر کښي د سوالو او پوښتنو
فرشتې چي نکير او منکَر دي له لمونځ ګذاره سړي څخه سوال کوي نو لمونځ و دوۍ ته دده
له طرفه سبب د جواب ورکولو جوړيږي .
او لمونځ مؤنِس او ألفَت ورکونکئ دئ په قبر دده کښي تر ورځي د قيامته پوري ، يعني
کله چي لمونځ ګذاره سړئ د قبر و وحشت ته ورداخل کړ سي نو لمونځ له ده څخه د قبر
وحشت ليري کوي ، او يو داسي ملګرئ به دده ګرځي په قبر کښي ، کوم چي دده به ډير أنس
او ألفت ورسره وي ، او ملګري د لمانځه به له ده سره تر هغه وخته پوري وي کوم چي خلګ
به له قبرو څخه د حشرګاه وميدان ته ژوندي راپورته کيږي ، چي هغه د قيامت ورځ ده
.بیا کله چي قیامت سي نو وبه ګرځي دغه لمونځ سایه سربیره پرده باندي اوخول پرسردده
باندي اوجامه پربدن دده باندي اونور اوروڼا چي ځي به دَی په مخکښي د هغه ، او پرده
او حجاب په منځ کښي دده او په منځ د اور ددوږخ .
او حجت او دليل لپاره د مؤمنانو په حضور کښي د الله ( جل جلاله ) او دروندوالئ په
تلو کښي د ميزان او تيريدل پر پل صراط باندي او چابي او کيلي د جنت ، ځکه چي بېشکه
لمونځ تسبيح ده او تحميد ، تقديس او تعظيم دئ او قرآئة او دُعا دئ .
او بېشکه بهترين د عملو ټولو لمونځ دئ په وخت خپل کښي .
يعني کومي چي مخکښي ذکرسوې هغه د لمانځه هغه فايدې دي چي د لمانځه په برکت په دُنيا
او بيا په قبر کښي د قيامت تر ورځي پوري و لمونځ ګذاره ته رسيږي .
او کله چي د قيامت ورځ راسي نو بيا دغه فايدې د لمونځ ګذاره سړي په برکت د لمانځه
نصيب کيږي :
اول : دقيامت په ورځ به دغه لمونځ د لمونځ ګذاره لپاره د سايبان په ډول دده پر سر
باندي سايه وغوړه وي چي له حرارت او ګرمۍ څخه به د قيامت د ورځي دغه لمونځ ګذاره
سړئ په أمن وي .
دوهم : په دغه ورځ کښي به دغه لمونځ دده د سر تاج او خولۍ وګرځي .
دريم : په دغه ورځ کښي به دغه لمونځ دده د بدن جامه او لباس وګرځي .
څلرم : په دغه ورځ کښي به دغه لمونځ د لمونځ کونکي لپاره کله چي دَی و حشرګاه ته له
قبره څخه روان وي او دارنګه په نورو ځايو کښي نور او رُڼا سي چي په مخ کښي بې روان
وي .
پنځم (۵ ) : په دغه ورځ کښي به دغه لمونځ د لمونځ کونکي او د دوږخ د اور په منځ کښي
حجاب وګرځي چي په دې سبب به د دوږخ داور هيڅ قسم أثر وده ته نه رسيږي .
شپږم ( ۶) : په دغه ورځ کښي به د الله ( جل جلاله ) په حضورکښي دغه لمونځ د مؤمنانو
لپاره داسي حجت او دليل جوړ سي چي د الله تعالی له ملامتيا څخه به مؤمنان دده په
سبب نجات پيداکړي .
اوم ( ۷): په دغه ورځ کښي به دغه لمونځ د نيکوعملو د تلو د دروندوالي سبب سي ، کله
چي عملونه د خلګو د ميزان په تلو کښي تلل کيږي .
اتم ( ۸ ) : په دغه ورځ کښي به ددغه لمانځه په سبب لمونځ کونکئ د صراط پر پله باندي
په سهولت او اسانتيا سره تير سي .
نهم ( ۹) : په دغه ورځ کښي به دغه لمونځ ولمونځ کونکي ته کلي د جنت وګرځي ، يعني د
لمانځه په سبب به وده ته دروازه د جنت خلاصه که سي .
همدا سبب دئ چي د تارک الصلاة لپاره د ډيرو سختو جزاګانو او عذابو ذکر راغلئ دئ تر
داسي حده چي امام أحمد بن حنبل ( رحمه الله ) فرمايلي دي چي : يو څوک که لمونځ په
قصد سره قضا کړي نو دغه سړئ کافر دئ او قتل يې واجب دئ .
او إمام شافعي ( رحمه الله تعالی) فرمايلي دي : که چا په قصد سره لمونځ قضا کړ نو
کافر نه دئ مګر قتل يې واجب دئ .
د تارک الصلاة په شان کښي چي بيخي اسانه لاره غوره کړه سوېده هغه ځموږ د إمام أعظم
أبوحنيفه ( رضي الله عنه ) مسلک دئ ، ځکه ده مبارک ( رحمه الله ) فرمايلي دي : څوک
چي په قصد سره لمونځ پريږدي نو هغه نه کافر دئ او نه به قتل کيږي ، بلکي اسلامي
حکومت به دَی و محبس ته داخله وي تر څو چي توبه ګار ګرځي او يا مړکيږي .
محترمو وروڼو ! په هر کار چي الله پاک يا دالله تعالی رسول ( صلی الله عليه وسلم)
خلګ أمر کوي نو هغه کار دغه ډول له ښيګڼو ، برکتو او فايدو څخه ډک وي لکه څرنګه چي
د لمانځه په باره کښي وتاسي ته بيان وکړ سو .