محاسن الإسلام : داسلام دمقدس دین ښېګڼي (۳ برخه )
دريم ( ۳) له محاسنو د اسلام څخه دادئ چي اسلام و خپلو ټولو پيروانو ته دا درس
ورکوي چي ـــ هميشه به تاسي له يوه او بل سره په هغه صورت کښي کومک کوۍ چي د بِر او
د تقوی ، دخير او د نيکۍ کار وي . او په هغه صورت کښي به تاسي د يوه او بل مرسته او
إمداد نه کوۍ چي کار د شر اوفساد ، د ګناه اود ظلم وي . لکه چي الله (جل جلاله)
فرمايلي دي :
( تعاونوا عَلی البِرِّ والتقوی ، و لا تعاونوا علی الإثمِ و العُدوان )
يعني له يوه او بل سره په خپل منځ کښي د نيکۍ او د تقوی پر کارو باندي مرسته او
کومک کوۍ ! ، او يو له بل سره د ګناه او د ظلم ، تيري پر کارو باندي کومک او مرسته
مه کوۍ .
او پرته له اسلامه د نورو ټولو ملتو او قومونو صورتحال په دې ډول دئ لکه چي يو شاعر
ويلي دي :
و مَاانَا اِلا مِن غُزَيَّةَ إن غوَت غَوَيتُ و اِن تَرشُد غُزيَّةُ أرشُدُ
يعني نه يم زه ، مګر له (غزية) قبيلې څخه ، که چيري دغه زما قبيله ګمرهي کوي نو زه
هم ګمرهي کوم ، او که هغه سم کار کوي نوهم زه سم کار کوم .
له اسلام څخه پرته د ټولو قومو صورتحال په دغه ډول دئ لکه دغه شاعر چي ويلي دي .