مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

محاسن الإسلام : داسلام دمقدس دین ښېګڼي

محترمو وروڼو؛داسلام دمقدس دین له محاسنوڅخه دوولسمه ۱۲ښیګڼه اوخوبایې داده چی داسلام مقدس دین ټول انسانان په دی سره امر کوي چی دالله جل جلا له اودالله جل جلاله درسول صلی الله علیه وسلم]اطاعت او فرمانبرداری وکړی اوخپله زندګی اوخپل ټول کارونه دخدائ ،عزوجل،اودده درسول صلی الله علیه وسلم له هدایت سره موافق تیروی اوانجاموي یې ، هم دارنګه اسلام ټول انسانان په دی سره مآمورګرځولي دي چی بی له اذنه به دخدائ عزوجل اودده درسول دهیڅ مخلوق تابعداری نه کوی اونه بي حکم اوامر منی ،داځکه چی دالله جل جل جلاله اود هغه درسول په تابعدارئ کښی دانسانانولپاره ددنیا اواخرت سعادت اونبکبختی موجوده ده اودانسانانوشخصی اواجتماعی مادی اومعنوی اقتصادی اوسیاسی دینی اودنیوي مفادات ټول پکښی ملحوظ سويدي


اوبالمقابل دمخلوق په اطاعت اوپه فرمانبرداری کښي چی دخداي اودهغه درسول يرخلاف وی قسم قسم خسارات بدبختۍ اوناخوالی پرتی دي،سبب ددي دادئ چی الله جل جلا له دټولوکائناتوصانع اوخالق دئ اودهرقسم مخلوق د فطرت له تقاضاوواوو مخلوقاتوته له ضرررسونکیواوفائده رسونکیواموروڅخه په اعلي درجه خبرداردئ اوحکیم ذات دئ چي هیڅ کاربی حکمته نه کوي اونه بی حکمته هیڅ کاراوامرصادره وي اورحمن اورحیم دئ چي پرهرچا باندی ترمور اوپلار مهربانه دئ ،


اوسربیره پردي دتمامو کائناتو مالک دئ ،اوتمام کائنات دده مملوک دي اوعقل اونقل دواړه پردی خبره باندی متفق دي چی مملوک مکلف دي چي دخپل مالک به مکمل اطاعت کوي ،اودخپل مالک دحکم خلاف به دهیچا په حکم عمل نکوي ، هم دارنګه وټولو کائناتو ته دهرقسم نعمت ورکونکي او دهرقسم ضرردفعه کونکی هم تنها اویوازی الله جل جلاله دئ، اوپردی باندي هم دنقل اودعقل اتفا ق دئ چي شکر دمنعم واجب دئ ، له دي سره سره الله جل جلاله داسي زورَور اومقتدر ذات دئ چي په یوه ثانیه کښي که اراده وفرمایې ټول موحودات نیست اونابود ګرځوي ،اوهیڅ څوک داسي نسته چی دده له زور اوقوت سره دمقابلي توان ولري،که تمام مخلوقات پردي باندي متفق سي چي ویوچاته ګټه اوفائده ورسی چي دالله جل جلاله اراده نه وی دغه ګټه اوفائده نسی وررسولائ، اوکه ټول کائنات پردي خبره متفق سي چي یوچاته یوقسم ضرر ورسوي چی دالله اراده نه وي نودوۍ ددي توان نلري چي دغه ضرر وهغه چاته ورورسوي ،خوالله جل جلاله له داسی طاقت سره سره په اخیره درجه عادل هم دئ، داسي معامله له بندګانو سره نه کوي چی که هغه ډول معامله یو ینده له بل بنده سره وکړی نو ظلم بلل کیږي ،که څه هم دالله جل جلاله په شان کښي دظلم تصورهم نسي کیدلاۍ خکه چي الله جل جلاله دټولو کائناتو حقیقي واکداراومالک دي اوحقیقي مالک چي هرقسم تصرف په خپل ملک کښي کوي نوهغه ظلم نه بلل کیږي بندګان چی په خپل ملک کښي کوم تصرفات کوي نو په هغوۍ کښی ځني تصرفات ظلم بلل کیږي ،ځکه بندګان دخپل ملک حقیقی مالکان نه بلل کیږي بلکي دوۍ ظاهري اومجازي مالکان دي حقیقي مالکتوب په الله جل جلاله کښي حصردئ ،


اودالله جل جلاله رسول علیه السلام چي هرڅه وعالم بشریت ته ویلي دي هغه دهم دغه حقیقي مالک په اذن اوپه وحي سره دي لکه چي الله جل جلاله فرمایلي دي [وماینطق عن الهوی ان هوالاوحي یوحی]یعني اواۍ خلګو: اونه ږغبږی دغه رسول وتاسوته له خپلی هوا اوله خپله ځانه څخه نه دئ دغه څه چی دئ یې درته وایې مګر وحي چی دالله جل جلاله له لوري ورته کیږي،


اسلام دداسي چا واطاعت ته خلګ رابولي چي تفصیل یې تیر سو چي الله جل جلاله اودالله جل جلاله رسول دي ،اودهرهغه چا له اطاعت څخه اسلام خلګ رامنعه کوي چي هغه دخدائ اودهغه درسول دامر خلاف وي لکه چی په یوه مشهورحدیث کښی راغلي دي [لاطاعة للمخلوق في معصیة الخالق ]یعني نسته هیڅ اطاعت اوفرمانبرداري دهیڅ مخلوق په صورت کښي دنافرماني دخالق یعني هرڅوک چی ویو چاته یوحکم وکړی که څه هم دغه حکم کونکي باچا وي یارئیس جمهوروي یا وزیردفاع وي ،یا بل داسی حاکم وي یا مور اوپلار یا بل حقدار وي چي دغه حکم دده دالله جل جلاله چی دټول عالم خالق دئ په معصیت او په نافرماني کښي تمامیږي نوحتماً به دده دغه حکم وشاته غورځول کیږي اوهغه کار به عملی کیږي کوم چي دالله جل جلاله اودده درسول له هدایت سره موافق وي.


محترمو وروڼو؛په دي اړه به نوربیان په دوونوروبرخو کښي درته راسي چی یوه به دخدائ جل جلاله اودرسول داطاعت پرتفصیلي شرعي دلائلوباندي مشتمله وي اودوهمه برخه به دخدائ اودرسول داطاعت ددنیوي اواخروي ګټو پرتفصیل باندي مشتمله وي والسلام ومن الله التوفیق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery