نوټ :
د استاد ، شیخ الاسلام ،شیخ القران عبدالسلام رستمی حفظه الله ، دغه ستره او علمی
څیړنه چی په هغی کی د قادیانیت پر خلاف ډیره په زړه پوری علمی ، تحقیقی او څیړنیز
بحث شوی دی ، د الله تعالی جل جلا له په مرحمت ، تعاون او توفیق چی زما لاسو ، ګوتو
، فکر ، وجود او کورنۍ ته یی ور بښلی و،دغه ژباړه په ۲۸د جولایی پیل او په ۴م د
اګست ،می په مکمله توګه، دژباړی سره سم د کمپیوتر په مغز کی هم خوندی کړه . دعزت
مند استاد دا لیکنه دومره په زړه پوری وه چی ما یی د ژباړی له پاره خپل ټول
نورمصروفیات شاته پریښول، او ټول فکر می همدی لوری ته راواړاوه ، ترڅودهمدی خدمت په
خاطر ، په هغه قلمی جهاد کی ورګډ شم چی دروند استاد یی یادونه کړی . د الله جل جلا
له څخه غواړم چی هغه مسلمانانوته چی د دروند استاد عبدالسلام حفظه الله دغه کتاب ور
و رسیږی ، په لوستلو سره یی دقادیانیت ددغی ستری فتنی څخه خوندی پاته شی . همدا راز
دهغه د اقدس ذات څخه ارزو لرم چی دغه ژباړه به زما له پاره جاری صدقه وګرزوی او په
دنیا او اخرت کی به می دهغی په اجر سره مفتخر کړی .
الحمد لله رب العالمین ، اللهم تقبل منی انک انت السمیع العلیم
زما نوری ژباړی :
۱-اسلامی سیاست د مولانا ګوهر الرحمن لیکنه .
۲-دحدیثو د انکار څخه د قران تر انکاره پوری : د شیخ السلام ،علامه عبدالسلام رستمی
،حفظه الله ،لیکنه .
۳-اسلامی ریاست د مولانا ابولاعلی مودودی (رح) لیکنه .
۴-حجاب (شرعی پرده ) دمولانا ابولاعلی مودودی (رح) لیکنه .
۵-خلافت او ملوکیت : دمولانا ابولاعلی مودودی (رح) لیکنه.
۶-داسلامی انقلاب حکمتونه : د سیداسعد ګیلانی (رح) لیکنه
۷-دنبوت پای ( ختم نبوت ): د شیخ السلام ،علامه عبدالسلام رستمی،حفظه الله ، لیکنه
.
او یو شمیر نوری کوچنۍ رسالی ، چی نومونه به یی وروسته ، انشأالله، و لیکل شی .