پنځلسم باب د مرزا درواغ (اکاذیب )
ددی څخه مخته چی څه یاد کړل شو هغه هم د مرزا د کاذیبو او درواغویوه نمونه وه . خو
هغه یواځی د وړاند وینو په اړه و . اوس مونږپه دغه باب کی دهغی نه علاوه د مرزا
غلام نور اکاذیب او درواغ را نقلوو :
دا خو شرعا اوعقلا معلومه ده چی درواغ ویل سخته او قبیحه ګناه ده . د محدیثینو د
اصولو په اساس چی که دیوه انسان څخه یوځل درواغ ثابته شول نو بیا دهغی څخه روایت
کړل شوی احادیث دلیل او حجت نشی ګرزیدای .
په داسی حال کی چی مرزا لیکلی دی چی درواغ ویل د مرتد کیدو څخه کم نه دی.( حاشیه
ضمیمه تحفه ګولړویه تحتی کلان ۱۳ م مخ ) خو ددی هر څه سره یی څه درواغ ،دلته دنمونی
په توګه ولولۍ :
۱- د عیسی علیه السلام په هکله لیکی چی :
قران په ډاګه وایی چی عیسی دمریمی زوی ( رسول الله ) په زمکه کی دفن ( ښخ ) کړل شوی
دی .( تحفه ګولړیه ۴۶م مخ)
مونږ پو ښتنه کوو چی په قرانکریم کی مونږ ته داسی یو آیت را وښایی ؟ دا خو په الله
تعالی باندی درواغ او افترأ ده چی دهر ډول درواغو څخه زیات جرم دی .
۲ـ لیکی چی د امام بغوی د معالم التزیل په تفسیر کی په ۱۶۳م مخ کی لیکل شوی دی چی :
د حضرت عباس رضی الله عنه عقیده هم همداسی وه چی مسیح مړ شوی دی ( ازالة الاوهام
۱۶۹م مخ)
مونږ وایو چی : په همدی تفسیر کی مونږ ته دا ډول خبره را په ګوته کړۍ ! دا خو په
ابن عباس رضی الله عنه اوپه بغوی مفسر رحمه الله علیه باندی افترا ده .
۳ـ لیکی چی : څلور واړه امامان د مسیح په مړینه باند متفق دی : ( تحفه ګولړیه ۴م مخ)
مونږ وایو چی : په دی هکله مونږ ته د یوه امام وینا اوقول دهغوی په یوه کتاب کی هم
را په ګوته کړۍ ! دا خو په امامانو باندی څرګنده افترا او درواغ تپل دی .
۴ـ د عیسی علیه السلام په هکله لیکی چی :
عیسی علیه السلام ته ښکنځل اوبد رد ویل او دهغی په هکله خرابه ژبه خوزول دهغی (دمرزا)
ستر عادت او خوی و. دا باید هم په یاد وی چی هغه ته د لږی اندازی ددرواغو ویلو عادت
هم و . ( ضمیمه انجام آتهم ۵ )
پدی وینا او لیکنه کی د الله تعالی یو حق نبی ( عیسی علی علیه السلام ) باندی افترا
تړل او دهغی د نبوت څخه انکار کول ، پخپله صریح ، څرګند او په ډاګه کفر دی .
۵ـ لیکی چی عیسایانو ستا ډیری معجزی لیکلی دی خو حقه خبره داده چی له تا څخه هیڅ
معجزه نه ده صادر شوی . ستا په لاسو کی د مکر اوفریب نه پرته نور څه نه وو . (
پورتنۍ حواله )
په دی خبرو کی یی د عیسی علیه السلام د معجزاتو څخه په صریحه توګه انکار کړی دی او
دا لیکنه او وینا یی د قران ددی لاندی آیت په مقتضا څرګند اوصریح کفر دی : چی وایی
[فقال الذین کفروا منهم ان هذا الاسحر مبین (مایده ۱۱۰)]
د عیسی علیه السلام د یوی بلی معجزی چی د مرغانو د جوړولو په هکله ده لیکی چی :دا د
جادو او منتر یو عمل و .( ازالة الاوهام تحتی کلان ۱۳۲ م مخ )
د وهم دفع : د برتانوی عیسایی حکومت د ویری په اسا س مرزا وویل چی د عیسی او یسسوع
تر مینځ توپیر شته .
ځواب : ( که څه هم ددی څخه مخته مو په لنډه توګه بیان کړی دی ) خو د مرزا په وړاندی
عیسی او یسوع دواړه د یوه ذا ت دوه نومونه دی . لکه چی په نور القران کی یی په ۲۰ م
مخ کی او په توضیح المرام کی یی په دریم مخ کی او په براهین احمدیه کی یی په ۱۸۰مخ
( پنځم ټوک ) تصریحات موجود دی.)
۶ـ د بخاری د راټولونکی (امام بخاری رحمه الله علیه ) په هکله لیکی چی : په هغی کی
یوحدیث راغلی چی ( هذا خلیفة الله المهدی ) ( شهادة القران ۳۲م مخ ) . خو ایا مونږ
ته د امام بخاری رحمه الله په راټوله کی داسی کومه کلیمه ښوولای شی؟
په همدی تر تیب مرزا نور هم زیات درواغ لری چی پری د لعنت کولو له پاره بسنه کوی .
د اهل حدیثو د عالم او مرزا تر مینځ مباهله
د مرزا او د شیخ ثناالله امرتسری دحمه الله علیه تر مینځ مباهله
په قرانکریم کی د رسوله الله صلی الله علیه وسلم ، یهودو ته دمباهلی بلنه د بقری او
د جمعی په سورتونو کی اود نصاراو سره د آل عمرا په سورة کی یاده کړل شوی ده . او په
دی د امت اتفاق دی چی ددی نه وروسته هره مسله په قطعیت سره تبلیع او د حسنه موعظی
او دلایلو سره وړاندی کول او دمخالفینو شکوک او شبهاتو ته د ځواب ورکولو نه وروسته
مباهله روا بلکه ضروری ده . او دا ترتیب د آل عمرا ن د سوری څخه را څرګند دی .
بلی ! په مباهله کی ، په یوی غونډه کی د اهل و عیال موجودیت ضروری نه دی ، ان تردی
چی دمباهله کونکو مخ تر مخ دریدل هم شرط نه دی .مګر د آل عمران په سورة کی دنصاراو
سره د مباهلی په وخت کی د ډلی موجودیت یو ځانګړی امر و.
نو په همدی توګه د اهل حدیثو مشهور دینی عالم ، شیخ ثنا الله امرتسری رحمة الله او
د مرزا غلام احمد قادیانی تر مینځ په غایبانه توګه مباهله وشوه. بلکه مرزا په خپله
د شر(دغوښتو ) له پاره دعا وکړه او ویی ویل چی :
ای الله ! هغه چی ستا له نظره په ریښتونی توګه مفسد او درواغجن وی نو هغه د صادق په
ژوند کی له نړۍ څخه پورته کړی .(دمرزا اشتهار ۱۵م ا/پریل ، ۱۹۰۷کال ، مندرجه تبلیغ
رسالت ، دویم جلد ۱۲۰م مخ )
بیا یوه هفته، لس ورځی وروسته ، ( ۲۵م د اپریل ۱۹۰۷کال ) د قادیان په اخبار کی
راغلل چی دا د شر د غوښتلو دعا د خدای له اړخه الهام وه.
ددی وروسته په ۲۶م د می ۱۹۰۸ کال په لس نیمی بجو د سهار مرزا د اسهال د ناروغتیا د
زیادښت له امله و مړ. ( ضمیمه اخبار الحکم قادیان غیر معمولی مورخه ۲۸ می ۱۹۰۸
عیسوی کال )
او شیخ ثناالله مرتسری رحمة الله علیه تر (۱۹۳۴) کله پوری ژوندی و.
ریښتیا یی ویلی دی چی :
لکها تها کاذب مریګا پیشتر کذب می سچاتها پهلی مرګیا
( لیکلی یی و چی درواغژن به مخته مری ، په درواغو کی ریښتونی و نو لومړۍ ومړ)
د محکمی پریکړه داسلامی عدالت قانون
د ولسی جرګی (قومی اسمبلۍ) دمرزاییت په اړه دکفر پریکړه :
د ۱۹۷۴ عیسوی کال د سپتمبر د میاشتی په ۱۷ مه د پاکستان ټاکل شوی ولسی جرګی ، نزدی
د څوارلسو ورځو علمی بحث او څیړنی وروسته په متفقه توګه ، قادیانیان د هغوی د کفری
عقایدو په بنسټ نامسلمانه (غیرمسلم ) اعلان کړل . په ولسی جرګه کی د قادیانیانو مشر
، مرزا ناصر احمد ته د دلایلو د ویلو له پاره پوره پوره وخت ورکړل شوی و.
په هغه وخت کی ذوالفقار علی بوټو د پاکستاو صدراعظم و ، دهغی وروسته د پاکستان
جمهور ریس ( جنرال محمد ضیاالحق ) په ۲۶م د اپریل (۱۹۸۴) عیسوی کال دقادیانیت د
ممنوع کیدو حکم جاری کړ ، چی په هغی کی قادیانیانو ته داسلامی شعایرو استعمالول او
خپل ځان مسلمان څرګندولو باندی بندیز و لګول شو .
قادیانیانو ددی حکم څخه څرګندی خلاف ورزی وکړه او د قانون د تر پښو لاندی کولو هڅه
او هاند یی وکړ. ددوی پرخلاف مقدمات د لمړنیو (ابتدایی )محکمو څخه نیولی تر ستری
محکمی پوری ورسیدل ، د څلورو واړو ایالتونو ( صوبو) عالی محکمو هم د قادیانیانو د
کفری عقایدو په درلودلو سره په هغوی دکفر مهر و لګاوه . قادیانیانو دهای کورټس (
عالی محکمو ) پر خلاف تر ټولو ستری محکمی ( سپریم کورټ اف پاکستان ) ته عریضه
وړاندی کړه . په ۱۹۹۲کال پوری ددوی دعرایضو شمیره تر اتو پوری ورسیده ،
د۱۹۹۳کال د جولایی په میاشت کی دسپریم کورټ ( ستری محکمی ) ستر قاضی ، قاضی
محمدافضل ظله ددی عرایضو په اوریدو او تحقیق پیل وکړ او دهغی د حل له پاره یی یوه
پنځه کسیزه کمیټه جوړه کړه چی په قاضی شفیع الرحمن ، قاضی عبدالقدیر ، قاضی محمد
افضل لون ، قاضی ولی محمد خان او قاضی وسیم اختر باندی مشتمله وه.
د ستری محکمی دغه کمیسیون په متفقه توګه قادیانیان ، دکفری عقایدو په درلودلو سره ،
دهغوی پر خلاف یوه تاریخ جوړونکی پریکړه وکړه چی د لوستلو وړ ده .
ددی پریکړی تر ټوله لویه ښیګڼه داده چی پر هغی کی د قادیانیانو دکفری عقایدو په
هکله پوره بحث او څیړنه شوی ده ، او په اخر کی درانه قاضیان دی نتیجی ته ورسیدل چی
دا قادیانیان د خپلو کفری عقایدو له اړخه د (ملعون سلمان رشدی ) په څیر دی .