بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله الذی اکمل بنیان الرسالة باللبنة الاخیره و ختم سلسلة الرسالة بمن له
الاسمأ و الصفات الکثیرة ، هو محمد و احمد و الماحی و الحاشر و العاقب و نبی التوبة
و الرحمة و قاید المرسلین ذوالمناقب و المکتوب فی التورة و انه لیس بفظ ولا غلیظ و
لاسخاب فی الاسواق ، کان احسن الناس و اجودهم و اشجعهم بالوفاق و الانفاق ، بعثه
الله تعالی لاتمام محاسن الافعال و تکمیل مکارم الاخلاق ، له الاخلاق الحسنة
الجلیلة و الشمایل الجمیلة و السیر النبیلة ، اکمل الله تعالی له الدین و الملة ، و
اتم علیه النعم و المنة ، فجعله خاتم الرسل و النبیین ، و سیدهم و سید العالمین ،
فلا تمس حاجة الی بعث رسول او نبی بعده ، و لا یمکن لاحد ان یکمل او ینسخ دینه کله
او بعضه ، و صلوا ت الله تعالی و سلامه علیه الی یوم الدین و علی اله و اصحابه و
اتباعه و ازواجه اجمعین .(امین)
ژباړه : د الوهیت ټول صفتونه هغه ذات ته دی چی د رسالت ماڼۍ یی د(خپلی) اخری خښتی
په واسطه تکمیل کړه . او د رسالت لړۍ یی پر هغه ذات پای(اختتام ) ته ورسوله ، چی د
ډیرو نومونو او سترو صفتونو خاوند دی . او هغه محمد، احمد ، ماحی ، حاشر ،عاقب او (نبی
التوبة و الرحمة ، او د ټولو پیغمبرانو قاصد او د ډیرو مناقبو خاوند دی . چی په
تورات کی دهغی صلی الله علیه و سلم په صفت کی راغلی دی چی �هغه بد ژبی او سخت زړی
نه دی ، او نه په بازارونو کی شور او غوغا راپیداکونکی دی ، او د ټولو خلکو څخه
ډیرد ښه صورت او زیات سخاوت خاوند،او ډیرستر او بهادرشخصیت دی، � دا اتفاقی خبره ده
چی الله تعالی هغه (صلی الله علیه وسلم ) را ولیږه تر څو د ښیګڼو (ښه کارونو )
اتمام او د نیکو اخلاقو تکمیل وکړی . هغه صلی الله علیه وسلم ته تر ټولو ستر اخلاق
، عادات او ستر سیرت ( عظیمه سیرت ) ورپه برخه دی . الله تعالی دهغی صلی الله علیه
وسلم له پاره ملت او دین کامل کړل ، او په هغه صلی الله علیه وسلم یی خپل نعمت او
احسان پوره کړ.
نو هغه صلی الله علیه وسلم یی دخاتم المرسلین و النبیین او د ټولو عالمیانو سردار و
ګرځاوه . نو دهغی صلی الله علیه وسلم نه وروسته دبل کوم نبی د را استولو(اوراتللو)
اړتیا نه شته . او نه د یوچا له پاره ممکن دی چی د هغه صلی الله علیه وسلم دین په
جزوی او یا کلی توګه منسوخ کړی . دالله تعالی درود او رحمت دی پر تا ، او ستا په
اولادونو ، اصحابو (ملګرو)، تابعدارانو ، او په پاکو بیبیانو ( ازواج مطهرات )
باندی تر قیامته پوری وی . (امین)
اما بعد:
د ټول اسلامی امت ( دسلفو او خلفو ) اتفاقی او اجماعی عقیده ده چی د نبوت لړۍ د آدم
علیه السلام څخه پیل او پر محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم باندی پای ته رسیدلی
ده . دهغه صلی الله علیه وسلم څخه وروسته هیڅ ډول ،حقیقی ، ظلی ،بروزی او مجازی نبی
نړۍ ته د رسول په څیر نشی راتلای ، او هر څوک چی دهغی دعوا وکړی ، او دخپل نبوت
لوری ته بلنه ورکړی هغه دواغژن (کذاب ) او دجال دی . نو پر ټول امت دهغی تکذیب او
دهغی څخه انکار کول لازم او فرض دی . هغه څوک چی دداسی وګړی تکذیب ونکړی بلکه هغه
ته مجدد ، مصلح یا نبی ووایی (ویی منی) او یا هغه مومن اومسلمان وګڼی نو هغه وګړی
هم د اسلام له دایری څخه بهر دی .
د داسی دعوا کونکو د را څرګندیدو په هکله د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په
زیات شمیر احادیثو کی وړاند وینی شته : لکه چی فرمایی :
۱- حدیث :
عن ثوبان رضی الله عنه ، فی حدیث طویل ، انه سیکون فی امتی کذابون ثلاثون کلهم بزعم
انه نبی الله ، و انا خاتم النبیین، لا نبی بعدی ( رواه ابوداود والترمذی ، هو فی
مشکوة المصابیح ۴۸۷م مخ )
ژباړه : په یوه (اوږده ) حدیث کی ثوبان رضی الله عنه څخه روایت دی چی په کی راغلی ؛
بی شکه چی زما په امت کی به دیرش ستر او کوچنی درواغژن او غولونکی (فریب ورکونکی )
راپیداشی . هر یو به دعوا کوی چی زه د الله تعالی نبی یم ، او حال داچی زه خاتم
النبیین یم ، رما څخه وروسته هیڅ نبی نشی راتلای.
۲- حدیث :
عن ابی هریرة رضی الله عنه: ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: لاتقوم الساعة
حتی تقتتل فــــــتان عظیمتان تکون بینهما مقتلة عظیمة و دعوا هما واحدة ، و حتی
یبعث دجالون کذابون قریبا من ثلاثین کلهم یزعم انه رسو ل الله ( رواه البخاری
۱-۱۰۵۴ او مسلم )
ژباړه : د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم
فرمایلی دی چی : ترهغوپوری به قیامت قایم نه شی تر څو چی دوه ستری ډلی یوله بله سره
و جنګیږی ، دهغوی تر مینځ به ستر جنګ وشی او دهغوی دعوا به یواځی یوه وی ، او ان
تردی پوری چی نژدی دیرش کسه فریب ورکونکی اودرواغژن وګړی به پیدا کیږی هریو به دعوا
کوی چی هغه د الله تعالی رسول دی .
داسلام تاریخ ګواه دی چی ددی ټولو وړاند وینو ریښتونولی وخت پر وخت په مختلفو
اسلامی هیوادونو کی را څرګندیږی او دهغوی عاقبت د تاوان ( خسران ) په شکل کی را
څرګند شوی دی .
په اوسنی وخت کی د هندو پاکستان په سیمه کی د دی وړاند وینی تر ټولو ستر مصداق ،د
مرزا غلام احمد قادیانی ،دنبوت او رسالت دعوا ده . دهغه فریب ، غولونه ، عیاری او
مکاری ، تدلیس او تلبیس تر ټولو زیات دی . او دا فتنه په یو شمیر اسلامی هیوادونو
او په غربی او افریقایی هیوادونو کی ډیره زیاته خپره شوی ده ، ځکه چی دهغی ملاتړ او
سرپرستی د هماغه لمړۍ ورځی څخه را پدیخوا تر نن ورڅی پوری دا نګریزانو حکومتونه کوی
. ددی فتنی په مقابله او مخالفت کی د اسلامی امت علماو او پوهانو زیات شمیر کتابونه
لیکلی دی چی په هغوی کی ددغی دجال ،خبایث او بداخلاقی په بوره تفصیل سره د اسلامی
امت تر مخ ایښوول شوی او واضح کړل شوی ده ، دداسی لیکنو او تصنیفاتو په موجودیت کی
ما دا ضرورت نه محسوساوه چی زه هم یو څه ولیکم . خو داسی څه عوامل مخته راغله چی
دهغی په واسطه زه هم دی ته تیار شوم چی په دی هکله څه ولیکم :
د لیکلو لمړۍ علت داو چی : دداسی فتنی د مقابلی له پاره هر ډول جهاد کولو ته
اړتیاده ،او دهغی له ډلی څخه دقلم په واسطه دعوت اوجهاد د ټولو علماوو فریضه او
مسولیت دی . نو ما دا لنډه شانته رساله په همدغه نیت ولیکله ؛
ترڅو د(فالذین آمنو ا و عزروه و نصروه ) په ډله کی په داخلیدو سره دلیکونکی له پاره
د نجات ذریعه و ګرځی .
دویم علت داو چی : انسان په طبیعی توګه دهغی وګړو د ویناو ، لیکنو او تصنیفاتو او
تالیفاتو څخه ګټه اخلی د کومو سره چی هغه عقیدت او مینه ولری . که څه هم د مرزاییت
د تردید په هکله زیات شمیر علماو او مشایخوتصنیفات کړی ، چی په ځانګړی توګه د شیخ
ثناالله امرتسری ، مولانا ارشاد الحق اثری ، مولانا محمد حنیف ندوی اوالشیخ صفی
الرحمن مبارکفوری حفظهم الله تالیفات او رسایل د یادونی وړ دی .
خو دغربی هیوادونو څخه افغانی اوپاکستانی دوستانو زما څخه غوښتنه وکړه چی په دی
مهمه مسله باندی ستا لیکنی (تصنیف ) ته سخته اړتیا ده . په دی خاطر ما د همدی
مصنیفینو سره په صف کی د خپل ځان د ورګډولو له پاره، دا دخپل ځان له پاره سعادت او
ستر جهاد و ګاڼّه .
الله تعالی دی مو نږ ته صحیح نیت او خپله رضا ( ابتغأ وجه الله ) را په برخه کړی او
دغه رساله دی په خپله بارګاه کی قبوله کړی ، او همدا راز دی دغه رساله د ټولو
مسلمانانو له پاره ددغی خطرناکی فتنی څخه د خوندی پاته کیدو ذریعه وګرزوی . و
ماذالک علی الله بعزیز .
په دی رساله کی ۱۵ بابونه دی :
۱- لمړۍ باب
د نبوت دپای (دختم )د اثبات له پاره د (۳۰و) قرانی مبارک آیتونو څخه استدلال او
دخاتم لغوی تحقیق او څیړنه.
۲- دویم باب
د نبوت دپایی ( دختم ) له پاره د(۱۹و) نبوی احادیثو څخه استدلال .
۳- دریم باب
هغه مبارک آیتونه چی مرزاییان یی د دنبوت د اجرأ له پاره تری په باطله توګه استدلال
کوی، او دهغی ځوابونه:
۴- څلورم باب
دنبوت او رسالت تر مینځ لغوی او اصطلاحی توپیر ( چی په هغی کی د ظلی ،بروزی، او
مجازی له پاره هیڅ ځای نشته )
۵- پنځم باب
د ختم نبوت په مسله کی د عیسی علیه السلام دنزول په هکله شکوک او د هغی له منځه وړل
.
۶- شپږم باب
د عیسی علیه السلام د نزول په هلکه د مرزاییانو تحریف او د توفی د لفظ معنی .
۷- اوم باب
دمرزا غلام احمد د پیداکیدو او مړینی وخت ، او دهغی د ژوند حالات، چی دنبوت دصفت
سره کاملا مخالف دی .
۸- اتم باب
دمرزا مختلفی ناروغتیاوی ، چی په مجموعی توګه تری انبیا علیه السلام خوندی ساتل شوی
دی.
۹- نهم باب
دمرزا مختلفی دعواوی ،دهغی منازل او عجایبات .
۱۰- لسم باب
د قرانی آیتو له مخی د مرزا په کفر استدلال .
۱۱- یولسم باب
د جهاد څخه انکار کول ، د انګریزانو سره دوستی او دمسلمانانوسره د اړیکو شلول .
۱۲- دولسم باب
د مرزا ناوړه او دفسق نه ډک کارونه ، چی دنبی عصمت تری په شرعی توګه ضروری دی .
۱۳- دیارلسم باب
د مرزا لیونتوب او پاګلتوب (معتوه کیدل)
۱۴۰ څوارلسم باب
د مرزا وړاند وینی ، چی ټولی غلطی وختلی .
۱۵- پنځلسم باب
دمرزا اکاذیب ، مباهله او دمحکمی پریکړی