په پخوانيو مدنيتونو كې د موسيقۍ شاليد
وړاندې مو وويل، چې د موسيقۍ تړاو له فطرت سره دى او هر انسان او حيوان په طبعي ډول
موسيقي خوښوي. دا كه د نن ورځې انسان دى او كه د زرګونو كلونو پخوانى انسان، نو ځكه
يې كوم ځانګړې ټولنې، مدنيت او د تاريخ كوم ځانګړي پړاو ته منسوبول ناسمه خبره ده.
نه كوم ځانګړى كاشف او مخترع لري. نه كوم ځانګړى پنځوونكى، بلكې له كومه چې بشر په
ځمكه پل ايښى، نو دا جذبه ورسره له هماغې ورځې ملګرې ده. البته حتمي ده چې كيفيت او
نوعيت (څرنګوالى او ډول) به يې بدلون موندلى وي، د ژوند د نورو برخو په څېر دې فن
هم پرمختګ كړى، خو د انسان له لومړنيو ملګرو څخه بلل كېږي. كه څه هم ځينې
تاريخپوهان د نورو فنونو او علومو په څېر موسيقي هم يونانيانو ته منسوبوي او بنسټ
ايښودونكي يې هم همدوى بولي، خو دا ناسمه ده. په دې اړه ددې روايت رانقلولول بې ګټې
نه دى:" د يونان د پخواني خدايګوټي "زيوس" نهه لوڼې وې، چې ميوزس يې ورته وېلې او
دا د ټولو علومو او هنرونو بنسټګرې دي او همدوى د رقص او موسيقۍ هنر هم پنځولى دى.
د ميوز تلفظ په يوناني ژبه كې موس ده او (ي) د نسبت لپاره ورسره لګول شوې ده. همدا
ډول لاتيني او يوناني ژبه كې "ق" هم ورسره لګول شوى دى، چې ددې قاعدې له مخې ترې
موسيق يا ميوزك جوړ شو".
پالوي وايي، چې د نڅا او موسيقۍ مذهبي سپېڅلتيا (تقدس) له ميلاد څخه وړاندې كلونو
څخه ثابته ده. دى وايي، چې له روايتونو سره سم په لومړي ځل برهام ديوتا (برهام
خدايګوټي) د منظمې موسيقۍ تصور وړاندې كړ. هغه د ټولو مذهبي ويدونو (سرودونو) څخه
ښې ښې جملې راټولې كړې او يو جامع سرود يې ترې جوړ كړ، چې موخه يې روحاني پرمختګ ته
د خلكو بلل وو.
د هندوانو په مندرونو كې هم له پخوا راهيسې موسيقي دود ده او اوس هم موسيقي په
مندرونو كې د عبادت برخه بلل كېږي.
د سوراشتر په كليو او بانډو كې اوس هم موسيقي په هغه ډول محبوبيت لري او په هغه
اندازه نمانځل كېږي، چې د كرشن جي په وخت كې دود وه.
د عيسايانو په كليسا، عبادتځايونو، اود مسلمانانو په خانقاګانو كې اوس هم عبادت د
موسيقۍ په پردو كې نغښتل كېږي. آن چې دعاګانې هم په لحن، ترنم او خواږه اواز سره
كېږي. د هندوستان پېغمبر كرشن جي دامني، چې دى هر ډول نغمه غږولى شي او د نغمو په
هر تال پوهېږي.
چينايي پېغمبر كنفيوسس چې پالوي يې پېغمبراو د الله ج استازى بولي، هم تر ټولو ښه
نغمه پېژندونكى و. د هغه په اړه تاريخ ليكي، چې دې چينايي پېغمبر دومره په موسيقۍ
كې لاس درلود، چې د موسيقۍ د هغه وخت ډېر نامتو او د نړېوال شهرت لرونكي هنرمندان
ورته تسليم وو. وايي، چې كنفيوسس واورېدل، چې چېرته د سيانګ په نوم د پخوانۍ (كلاسيكې)
موسيقۍ يو لوى استاد اوسېږي، نو ده له ډېر زحمت وروسته هغه وموند. سيانګ د كنفيوسس
له غوښتنې سره سم هغه ته هاغه نغمه واوروله، چې كمپوز يې شهزاده وانګ دانګ كړى و.
دا نغمه دومره خوږه او اغېزمنه وه، چې كنفيوسس يې له اورېدلو سره خمار شو بيا سيانګ
له كنفيوسس څخه وغوښتل، چې دى هم هغه ته نغمه واوروي. كنفيوسس هم هغه ته دومره خوږه،
له جادويي اغېز ډكه نغمه واوروله چې سيانګ يې بيخي بېهوښه كړ. سيانګ بيا كنفيوسس يا
چينايي پېغمبر ته وويل، چې ستا فن دومره بشپړ دى، چې زه ستا د استادۍ وړتيا نه لرم.
ته ماته د خپلې شاګردۍ وياړ راوبخښه او په خپلو شاګردانو كې مې ومنه.
د داؤد عليه السلام د نغمو يادونه مو مخكې هم وكړه، چې الوتونكي خو پرېږده آن كاڼي
او غرونه يې هم اغېزمن كول.
علامه ابوالكلام ازاد له موسيقۍ سره د حضرت داؤد د مينې په اړه ليكي:"حضرت داؤد
عليه السلام لومړنى كس و، چې عبراني موسيقي يې منظمه او راټوله كړه. بابلي مزاميرو
ته يې پراختيا وركړه، د موسيقۍ نوي الات او وساېل يې جوړ كړل."
علامه عبدالحكيم شرر ليكي:"د بني اسرائيلو د موسيقۍ د لوړتيا وخت د حضرت داؤد زمانه
وه، چې مزامير يې اوس هم مشهور دي. پخوانى تاريخ پوه اسبيلوس وايي، چې حضرت داؤد به
چې هر چېرته ته، نو چنګ به يې له ځان سره وړه، موسيقي د هغوى مذهبي دود و او د
موسيقۍ د ټولو الاتو، باجې (ارمونيې)، تولې او شپېلۍ لپاره يې بېل بېل كسان ټاكلي
وو."
عطاء الله پالوي د علامه ازاد او علامه شرر د خبرو په دوام ليكي:"حضرت داؤد خو د
خداى جل جلاله پېغمبر او استازى او د عبادت او دعوت لپاره رالېږل شوى و، نو چې
موسيقي د هغه عبادت نه و، نو ولې يې غږوله. كه هغه د ګډا او موسيقۍ په واسطه عبادت
نه كاوه، نو موسيقي يې ولې ټولوله او ترتيبوله؟"
پالوي ليكي، چې:"مزامير د مزمار جمع ده او لفظي مانا يې هره هغه اله ده، چې په پوكي
سره غږول كېږي. لكه شپېلۍ، توله، بينډ....
نور شنونكي هم وايي، چې مزمار د موسيقۍ يوه اله ده.
دا څرګندوي، چې حضرت داؤد به خپله شپېلۍ او چنګ غږاوه.
مشهور تاريخ پوه اسبيلوس وايي، چې "حضرت داؤد به خپل مذهبي مراسم له موسيقۍ سره
پرځاى كول او د موسيقۍ په پردو كې د عبادت د مراسمو د نغښتلو لپاره يې د موسيقۍ د
وسايلو پوهان ګومارلي وو. نوموړى وايي، چې دا هم جوته شوې ده، چې دوى به د عبادت په
وخت كې سندرې هم وېلې او نڅا به يې هم كوله.... كله به چې د شپېلۍ، تولې، رباب،
تنبور، چنګ... غږ لوړ شو، نو حضرت داؤد به ورسره خپلې نغمې هم پيل كړې.
حضرت سليمان عليه السلام بيا په خپل وخت كې د موسيقۍ د الو غږوونكي وټاكل. د حضرت
سليمان عليه السلام زمانه د بني اسرائېلو د موسيقۍ د ځوانۍ او تاندو شېبو دور و".
بېضاوي او زمخشري ليكي، چې له اسلام څخه وړاندې به خلكو د كعبې طواف د نڅا په بڼه
كاوه او حتمي ده، چې طواف د هغوى عبادت وو او د ثواب په نيت يې كاوه. علامه سيد
سليمان ندوي د سيرت النبي په پنځم ټوك كې ليكي: هغوى به په طواف كې ګنډل شوې جامې
هم نه اغوستې. دا يې د كبر جاه او جلال څرګندويه بلل او بربنډ طواف به يې كاوه. خو
اسلام دا د الله ج پر وړاندې بې ادبي وبلله. همدا لامل و، چې دا كار يې ناروا وباله.
زمخشري او بيضاوي وايي، چې ښځو او نارينه و به د يو بل په ګوتو كې ګوتې وركړې، لوڅ
به وو او د نڅا په بڼه به يې طواف كاوه.
علامه پالوي ليكي چې له اسلام څخه وړاندې هم موسيقي وه، خو هغه موسيقي متمدنه او
مهذبه نه وه، او د اسلام له راتللو او د نبوي دور او د راشده خليفه ګانو له دورې
وروسته، چې مسلمانان په كې د اسلامي خلافت د كېږدۍ د مراندو په ټينګولو بوخت وو، د
امويانو په وخت كې بيا موسيقۍ ته پام راواړول شو. په هغه وخت كې د اسلامي نظام په
پلازمېنه مدينه منوره كې د هغه وخت مشهور سندرغاړي طوس موسيقۍ ته ډېر خدمت وكړ. د
اموي دربار بل وتلى سندرغاړى د مسجاح زوى سعيد و. نوموړى ليكي، چې الكندي او فارابي
د موسيقۍ د نړۍ هغه وتلي ستوري دي، چې وړانګو يې ټوله اسيا او اروپا نيولې ده. دوى
موسيقي هغه پوړ ته ورسوله، چې تر دوى وړاندې يې چا تصور هم نه كاوه. د دوى فن او د
موسيقۍ په فن كې د دوى د عروج پوړيو ته نن هم ټولو اروپايانو سرونه ټيټ كړي دي. د
منځنۍ پېړۍ نامتو ژباړن (جيررډ) په دې وياړي، چې د دريمې هجري پېړۍ ددې وتلي عالم
او موسيقي پوه كتابونه يې خپلې ژبې ته ژباړلي دي.
د اروپا مشهور فيلسوف ګارډن، الكندي د هغو دولسو كسانو له ډلې څخه بولي، چې دى يې
تر ټولو ډېر ډېر ذهين، زيرك او په خبره ژر پوهېدونكى بولي.
د مصر وتلى ليكوال عباس محمود د دريمې پېړۍ د مشهور عالم فارابي په اړه په خپل (فارابي)
نومي كتاب كې ليكي:"د موسيقۍ د فن په اړه چې فارابي څه ليكلي دي، هغه له هره اړخه
بې جوړې او بې بېلګې دى. دده له ليكنو ښكاري، چې ده په موسيقۍ كې لوى لاس او په
موسيقۍ ژور نظر درلود. د موسيقۍ په اسرارو، رموزو او ځانګړتياو پوهېده. موسيقۍ ته د
حېرانوونكې پراختيا او پرمختيا وركولو له اړخه دى بالكل بې جوړې دى".
ښاغلي جي فارمر ليكلي دي، چې:" دا يوه پرځاى خبره ده، چې د فلسفې په نړۍ كې فارابي
ته دويم ښوونكى ووايو، خو دا امكان نه لري چې د موسيقۍ د نړۍ لومړنى استاد او
ښوونكى يې ونه بولو. كه د موسيقۍ پر فن د فارابي ليكلى كتاب (الموسيقي الكبير) د
موسيقۍ په فن كې وروستى (جامع) كتاب وبولو، نو يوه ذره به مو هم مبالغه نه وي كړې،
بلكې، له يو حقيقت سره به مو ملګرتيا كړې وي. ټولو خلكو كه هغه هر څوك اوهر چېرې وي،
فارابي د موسيقۍ په نړۍ كې د امام او استاد په توګه منلى دى."
له دې پرته نورو سلګونو علماوو او پوهانو د موسيقۍ فن ته ددې دواړو منليو او وتليو
مسلمانو فيلسوفانو او علماوو د خدمت يادونه كړې ده.
د موسيقۍ د اسلامي شاليد په اړه امام ابوالفرج علي بن حسين ابن محمد اصفهاني
(356هجري ق مړ) په الاغاني كې د هغو مسلمانو نارينه و او ښځينه و موسيقي پوهانو
يادونه كړې ده، چې د موسيقۍ د فن استادان و او ليكي چې له دې څخه جوتېږي چې موسيقي
په اسلام كې مردوده، حرامه او د شريعت خلاف نه ده.
مسلمانانو چې موسيقۍ ته كوم ارزښتمن خدمتونه كړي دي، نو يو عالم او د پوهې خاوند هم
ترې ناخبره نه دى. په اروپا، ايران، مصر او هندوستان كې موسيقۍ ته د مسلمانو علماوو
په خدمت ټول قانع دي او دا خدمت كوونكي هم عام خلك نه، بلكې ډېر لوى لوى علما، لوى
لوى محدثين، لوى لوى مفتيان، قاريان او شيخان د خانقاګانو خليفه ګان او عارفان
دي... زما موخه دا ده، چې ووايم په اسلام كې هېڅكله هم موسيقي حرامه نه ده، قرآن د
داؤد عليه السلام د موسيقۍ يادونه كړې ده، چې د موسيقۍ رواوالي ته په كې اشاره ده.
پخوا هم علماوو موسيقي خپله كړې وه او چې اوس هم څوك په دې فن كې لاس لري، نو صحيح
ده، ځكه چې قرآن د موسيقۍ په روا والي شاهد دى او قرآن هېڅكله هم انساني جذبه په
قيد (ولكه) كې ساتل نه غواړي، ځكه چې موسيقي يواځې د انساني جذبو د تسكين لامل نه
دى، بلكې د انسان ذهني او اخلاقي ژوند ته هم ځواك وربخښي. همدا لامل دى، چې د نړۍ
ډېرو غوره او د لوړو اخلاقو لرونكيو خلكو موسيقي يوه ديني اړتيا بللې ده.
د موسيقۍ په اړه مو د هند د لويې وچې د ستر عالم مولينا ابوالكلام ازاد نظر هم
وړاندې ولوست.
پالوي ليكي :"علامه نياز فتح پوري وايي، چې كه موسيقي په اسلام كې حرامه واى، نو دا
خبره به د اسلام په صدر (د اسلام په لومړنيو كلونو كې) مشهوره وه. په داسې حال كې
چې په هغه وخت كې دا خبره نه وه آن موسيقي په كې پالل كېدله، روزل كېدله. تاريخ
شاهد دى، چې هغه وخت د لوى لوى مقام خاوندانو نارينه و او ښځينه و نوموتو مسلمانانو
موسيقي غږوله. د موسيقۍ استادان وو. په موسيقۍ يې ډېر كتابونه ليكلي دي. د بېلګې په
ډول د (الاغاني) ليكوال د مالك يادونه كوي، چې عبدالله ابن جعفر په زوى توب نيولى و
او د هغه شاګرد هم و. هغه په مدينه كې اوسېده، هملته وفات شو. د وفات كال يې 137
هجري دى. نوموړى د موسيقۍ ښه عالم و. په خپله عبدالله ابن جعفررضي الله عنه، چې د
موسيقۍ استاد و، هغه ته موسيقي وروښودله. مالك رح د هغه وخت له وتلې سندرغاړې جميلې
څخه هم دا فن زده كړ. اموي خليفه يزيد بن عبدالملك به د هغه ډېر قدر او هغه ته ډېر
درناوى كاوه. د دويمې پېړۍ نامتو فنكار يا سندرغاړى اسحق موصلي، چې په 188هجري كال
وفات شوى وايي، چې مالك د عربو د دې دور له څلورو تنو ډېرو رښتيا ويونكو او ډېرو
پوهانو څخه يو تن دى.
همداراز په دويمه پېړۍ كې يونس او الخليل هم په موسيقۍ كتابونه ليكلي دي. ښه نو چې
په لومړۍ او دويمه پېړۍ كې په مدينه كې چې د اسلام د خپرېدلو مركز دى، مسلمان
موسيقي پوهان وو او موسيقي يې اورېدله، د موسيقۍ محفلونه به يې جوړول، نو په دريمه
او څلورمه (يا اوس په پېنځلسمه) پېړۍ كې د موسيقۍ حراموونكي روايتونه له كومه شول؟.
علامه رياست علي ندوي په تاريخ صقليه كې ليكي:"د موسيقۍ تړاو له انساني طبيعت سره
دى. دا په مدنيت او بدويت (ښاري او سارايي) ژوند پورې هېڅ اړه نه لري. هر چېرته، چې
خلكو ژوند پيل كړى دى، نو موسيقي به هرومرو د هغوى د ژوند يوه برخه وي. له صقليه و
څخه وړاندې قومونو هم موسيقي اورېده او د مسلمانانو د تمدن له پيل څخه وروسته د
عباسي او اموي خليفه ګانو په وخت كې به هم په دربارونو كې له سندرغاړو شعرونه،
قصيدې اونغمې اورېدل كېدلې. په همدې ډول موسيقي په دربارونو كې ځاى ونيوه.
پالوي ليكي:"تاريخ جوته كړې ده، چې (ځينو)پېغمبرانو او نورو ديني لويانوله موسيقۍ
سره مينه ښودلې ده ، نو كه موسيقي حرامه واى، هغوى به هېڅكله هم دا كار نه و كړى."
(قرآن اور فنون لطيفه)