مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د نڅا او اتڼ شرعي حيثيت


لكه وړاندې مو چې وويل اسلام د فطرت دين دى او د بشر ټولو فطري او طبيعي غوښتنو ته درناوى لري. ټولې هغه سالمې او معقولې هيلې، چې الله جل جلاله د انسان په خلقت (پيدايښت) كې نغښتي دي پالي، روزي د ترسره كولو لپاره يې ورته لارې چارې ښودلې دي. اسلام د فطرت لمانځونكى او يواځينى دين دى، چې له فطرت سره غاړه غړۍ روان دى، نو بيا هم كله چې اسلام د فطرت دين دى او نڅا او اتڼ د فطرت غوښتنه ده، نو بيا به ولې په اسلام كې حرامه وي؟.
عطاء الله پالوي ليكي:" تاسې په خپله فكر او سوچ وكړئ، چې كله ژوند د خوښۍ او خوشحالۍ نوم دى، كله چې اسلامي ارشادات او د ژوند كولو لپاره اسلامي لارښود د خندلو، نشيط تر او تازه اوسېدلو، له ژوند څخه د خوند اخېستلو امر او ښوونه كوي، كله يې چې د ژوند فلسفه داسې ټاكلې ده، چې له خفګان او غم څخه لېرې ژوند او موسك اوسېدل يواځې يوه طبعي اړتيا نه، بلكې اخلاقي او ټولنيزه اړتيا ده او زموږ ژوند يواځې تر موږ محدود نه، بلكې نور هم په كې حق لري، نو څنګه ممكن دى چې اسلام او د هغه هر اړخيز قانون دې نڅا او موسيقي، چې د خوښ او مسك اوسېدلو تر ټولو ستره وسيله ده، حرامه اعلان كړي؟.
نوموړى وايي، چې نڅا په اصل كې ناوړه كار نه دى او نه خو موسيقي كوم بد كار دى، خو ددې فن نوم له دې كبله بد شو، چې زموږ ذهن ته يې ښه تصور نه دى وړاندې شوى او نه راته چا ښه انځور كړى دى، بلكې تل ددې فن د بدنامولو كوښښ شوى دى. د ښځو ښځينه وقار، ابرو او حيا په ځمكه غورځول شوې، په ډېرې بې حيايۍ او بې شرمۍ سټېج ته راښكل شوې، لوڅې ونڅول شوې پايله يې دا شوه، چې مذهبي علماوو او ديندارو خلكو له نڅا سره كركه څرګنده كړه، په داسې حال كې چې دا د فن ګناه نه ده، بلكې د ټولنې ګناه ده. كه زموږ ټولنه اصلاح شي او نڅا د فن په توګه وكاروي ، بې حيايي او بې شرمې پرېږدي، نو د نڅا په اړه به د خلكو ذهن او تصور هم بدل شي، پخوا چې كله نڅا ته د يو فن په سترګه كتل كېدل، د فطري جذبې څرګندويه بلل كېده، نو قدر او عزت يې هم و، ځكه خو يې د خلفاوو او اسلامي اميرانو په دربارونو كې ځاى و.
نوموړى په ډېر ټينګار سره وايي، چې له شك پرته ويلى شو چې د نڅا پالنه د مذهب په غېږه كې شوې ده. كله چې د نڅا بنسټ الهي رضا ده، نو ولې حرامه شوه؟. د قرآن، حمد او نعت د اورېدلو په وخت كې چې انسانان په جوش راځي او ځان خوځوي، دا څه شى دى. په خانقاګانو كې هغه كيفيت او حركات چې صوفيان ورته (حال) وايي څه شى دى؟.
كيمياى سعادت د امام غزالي ليكنه ده، چې ډېر مستند او قوي كتاب دى او د فقهاوو ترمنځ ځانګړى شهرت او درنښت لري، ددې كتاب په دويمه برخه كې اتم فصل خاص د راګ او حال ادابو ته ځانګړى شوى دى او نڅا او د هغې اداب ټول په كې په تفصيل سره بيان شوي دي.
حضرت عاېشهرضى الله عنها فرمايي، چې حبشيان راغلل او په نبوي مسجد كې يې ننداره وړاندې كوله او لوبې يې كولې او رسول الله(ص.)په خپله دا ټوله ننداره ماته راښودله او ننداره وړاندې كوونكيو ته يې وفرمايل، چې په لوبه كې مو بوخت اوسئ. حضرت عاېشه رضى الله عنها د حديث پيل كې وايي، چې رسول الله(ص.) په خپله ماته وفرمايل، چې آيا ته دا ننداره ليدل غواړې؟ ما ورته وويل، چې هو زه يې ليدل غواړم.(8)
حضرت امام غزاليرح فرمايي، چې: دا لوبې او ننداره نڅا او خوښي وه او كه كله كله څوك نڅا كوي او يا يې ګوري، نو پروا نه لري.
امام غزالي همداراز ليكي، چې له دې حديث څخه ښكاري، چې حتى دا ډول لوبې په مسجد كې هم روا دي بل دا چې رسول الها(ص.) هغوى ته امر وكړ، چې په خپله لوبه بوخت اوسئ، نو كه دا ننداره حرامه واى، نو هغه (ص.)به ولې ورته امر كاوه؟ همدا ډول رسول الله(ص.) په خپله له حضرت عاېشې رضى الله عنها څخه د غوښتنې په ډول وپوښتل، چې آيا ته دا ننداره ليدل غواړې؟ هغې رضى الله عنها ورته وويل، چې هو زه يې ليدل غواړم او بيا رسول الله (ص.) هغه ننداره وروښودله دا داسې نه وه، چې حضرت عاېشې رضى الله عنها هغه ننداره په خپله ليدله او دې مبارك(ص.) پرې ددې لپاره سكوت كړى وي، چې هغه (عاېشه) رضى الله عنها خفه نه شي. بل دا چې رسول الله(ص.) په خپله هم دا ننداره وليدله.
ښه فكر وكړئ، رسول الله (ص.) په نبوي مسجد كې د امام غزالي په وينا نڅا او اتڼ ته اجازه وركوي، آن ننداره وړاندې كوونكيو ته امر كوي، چې بوخت اوسئ. بيا دا ننداره په خپله هم ګوري او خپلې مباركې مېرمنې ته يې هم ورښيي، نو اوس ولې حرامه شوه؟.
امام غزالي د صوفيانو (حال) ته هم رقص وايي او څو ځايه يې نڅا جاېزه بللې ده، د بېلګې په توګه وايي:"نڅا روا ده همدا لامل دى، چې حبشيان په نبوي مسجد كې نڅېږي او رسول الله(ص.) او بي بي عاېشه رضى الله عنها دواړه يې ويني او حضرت رسول اكرم ص حضرت علي رض ته فرمايي، چې ته له ما څخه يې او زه له تا څخه يم او حضرت عليرض ددې خبرې په خوښۍ كې خوځېږي او څو ځله يې د عربانو له رواج سره سمه خپله پښه په ځمكه ځمكه ووهله. رسول الله (ص.) حضرت امام حسن رض ته وفرمايل، چې ته په صورت او سيرت (خوى او بڼه) كې زما په څېر يې. هغه مبارك هم ددې خبرې په اورېدو سره له خوښۍ څخه خپلې پښې پر ځمکې وهلې، حضرت زيد رض د حارث زوى ته يې وفرمايل، چې ته زما خادم ورور يې هغه هم له خوښۍ څخه په خېزونو شو، نو هغه څوك چې نڅا حرامه بولي، تېروتى دى.(9)
علامه نياز فتح پوري د هند د لكهنو د لويې مدرسې د مجلې (نګار) د 1955 كال د جنورۍ او فبرورۍ په ګڼه كې ليكي:" د نورو لرغونو قومونو په څېر په عربانو كې نڅا دود وه، چې ځينې علما په دې اند دي، چې عربانو به چې دالله جل جلاله د كور بيت الله شريف طواف كاوه، نو هغه به هم يو ډول رقص و [چې د ثواب او عبادت په نيت او د مذهب تر اغېز لاندې به يې ترسره كاوه] زمخشري او بېضاوي ددې ايت شريف (و ما كان صلاتهم عندالبيت الامكاء و تصدية...) يعنې "او نه وو لمونځ د دوى په بيت الله كې مګر شپېلۍ وهل او لاسونه پړقول". په تفسير كې ليكي، چې ښځو او نارينه و به د يو بل په ګوتو كې ګوتې وركړې، ظرفونه به يې د ډول او طبلو په ځاى وهل او بربنډ رقص به يې كاوه. عربانو به د اسلام پر مقدس دين له مشرف كېدلو وروسته هم رقص او نڅا كوله او سندرې او نغمې به يې ورسره زمزمه كولې، خو د جاهليت د پير او د اسلام د پېر په نڅا كې يې توپير دا و، چې د اسلام د پېر نڅا يې د پرمختګ او تمدن له غوښتنې سره سمه پرمختللې او ډېره منظمه وه. د (قرآن اور فنون لطيفه) ليكوال ليكي، چې مسلمانانو نڅا يواځې د تفريح او لوبې وسيله نه ګڼله، بلكې دا يې د يو هنر او فن په څېر پالـله او په دې اړه يې ډېر كتابونه ليكلي دي او د نڅا ډولونه يې په كې تشريح كړي دي.
د خراسان، فارس، مصر، مغرب، اندلس ټولو نڅا يو له بل سره توپير درلود، آن د يو حكومت د نڅا ډول به د بل حكومت د نڅا له ډول او بڼې سره توپير درلود، د اندلس، مماليكو، فارس او المغرب د حكومتونو د نڅا ډول او بڼې د اموي او عباسي حكومتونو د دور له نڅا سره توپير درلود. همدا راز د نارينه و او ښځو نڅا هم يو له بل سره توپير درلود، د عباسيانو په وخت كې نڅا اته ډوله درلودل.
د اسلام په تاريخ كې د ډېرو نڅېدونكيو هنروالو نومونه ثبت دي، د عباسيانو د عروج په وخت كې د نڅا په فن كې تر ټولو ستر استادان كېش او عبدالسلام وو. د الاغاني ليكوال امام ابوالفرج اصفهاني ليكي، چې دا دواړه د ډېر لوړ كمال خاوندان نڅېدونكي وو، خو د لوېديځې موسيقۍ په نڅا كې بيا اسحق موصلي له دوى دواړو هم وړاندې و. امام ابو الفرج اصفهاني د اسحق موصلي د نڅا يادونه كوي. ليكي، چې اسحق موصلي عباسي خليفه واثق بالله پر وړاندې داسې خوندوره، احساس او جذبه پاروونكې نڅا وكړه، چې هغه ورته ودرېد او ويې ويل: "له اسحق څخه په دې فن كې هېڅوك هم وړاندې نه دى" په مصر او اندلس كې هم د اسلامي تمدن په پېر كې د نڅا هنر ډېر پرمختللى و. ډېر خلك په كې لوړو پوړيو ته رسېدلي وو. ددې دور ډېر پېژندل شوي او ډېر مشهور نڅېدونكي، چې د پاچايانو پر وړاندې به هم نڅېدل. حيدر د احد زوى او د ابراهيم لمسى او د هغه ورور ابراهيم وو. دوى به هر وخت د مصر د پاچا شاه اشرف په مخكې نڅېدل، چې ابن حجر يې هم يادونه كړې ده. ددې دور بل مشهور نڅېدونكى جعفر دى. عباسيانو د نڅا د پالنې، تنظيم او پرمختګ لپاره ځانګړي وساېل جوړ كړي وو.
د اسلامي تمدن په دور كې نڅا يواځې په عامو نارينه و او ښځينه و پورې محدوده نه وه، بلكې د فقهاوو، محدثينو، قاضيانو، واليانو او ډاكټرانو په څېر ډېر خاص، خاص خلك هم نڅېدل.
عطاء الله پالوي ليكي، چې ښه سوچ وكړئ كه چېرې نڅا حرامه وي، نو بيا قاضيان، د حديثو پوهان، د فقهې علماء ولې نڅېږې؟ دا هم د حېرانتيا وړ ننداره ده، چې د الله جل جلاله ټول مخلوق په فطري ډول نڅېږي. اسمان او ټوله كره يې نڅېږي، ځمكه او له هغې سره ملګري ټول شيان يې نڅېږي، لمر او سپوږمۍ څلېرويشت ساعته په دوامداره توګه په نڅا دي، خو موږ ته ويل كېږي، چې نڅا مه كوئ، ځكه چې حرامه ده!".
خواجه حسن نظامي په خپله ورځپاڼه "سفر" 198_199 مخونو كې يو عكس چاپ كړى دى، چې د رومي مولينا د سلسلې د مريدانو حلقه (كړۍ) ښيي، چې په دې عكس كې لس دولس علما او پيران په ډېر جوش او جذبې سره نڅېږي او د عكس لاندې يې دا جملې ليكلي دي:"د مولينا د كورنۍ د ذكر حلقه چې دا خلك په كې د نڅا په بڼه ذكر كوي او ځينې يې د ذكر په وخت كې په وجد راغلي دي." نوموړي په 207 مخ كې د هغو ځانګړيو مشايخو نومونه هم ياد كړي دي، چې نڅا يې خوښه وه او خپله هم نڅېدل.
همدا ډول د هندوانو په مذهب كې هم نڅا د عبادت يوه برخه ده، چې تراوسه په مندرونو كې د عبادت په وخت كې ترسره كېږي. څرنګه چې د نڅا شوق د فطرت امانت او د هر انسان په خلقت كې نغښتى، نو د نڅا او موسيقۍ د مذهبي تقدس لرغونتيا هم همدومره پخوانۍ آن تر تاريخ وړاندې زمانو پورې رسېږي. له روايتونو سره سم برهام ديوتا (خداى ګوټي) تر هر څه لومړى د نڅا او موسيقۍ منظم تصور وړاندې كړ.
له پورتنۍ څېړنې او داسې نورو ګڼو رواياتو څخه داسې پايله اخلو، چې موسيقي او نڅا د اروا د خوښ او تاند ساتلو ستره وسيله ده او خوښ تاند، مسك او مست ژوند دالله جل جلاله غوښتنه ده.
همداراز نڅا يوه فطري جذبه او د هر چا په تحت الشعور كې نغښتې طبعي غريزه ده او د اسلام مبارك دين د فطرت علمبراره دين دى. اسلام هېڅكله هم د نڅا مخالف نه دى، خو هو داسې نڅا نه چې ځوانې، ښكلې، مستې نجلۍ ته زنګونه وتړي او جامن ور واغوندي او د خلكو د هوس او ويدو جنسي جذبو د راويښولو لپاره ميدان ته وړاندې شي. داسې نڅا هم نه، چې خلك يې د حرفې په ډول وكاروي او هلكان او نجونې د پيسو لپاره استخدام كړي، بلكې په شريعت كې داسې نڅا روا ده، چې د كومې خوښۍ او خوشحالۍ له كبله د انسان احساس وټومبل شي جذبې ويښې او زړه په حركت راشي، په ځانګړي ډول د ننګ، غېرت، سوبې، بريا په دښمن د غلبې په وختونو او داسې نورو حالاتو كې چې د پښتنو ملي اتڼ يې ډېره غوره بېلګه بللى شو .

سرچينې
1_ غبار خاطر مولانا ابوالكلام ازاد
2_ يونس 57 ايت
3_ يونس 58 ايت
4_الرحمن 26_28 ايتونه
5_لومړى يادښت
6_ قرآن اور فنون لطيفه عطاء الله پالوي
7_ شپږم يادښت
8_ بخاري امام ابي عبدالله اسماعيل محمد بخاري
9_كيمياى سعادت امام غزالي
10_الانفال 35 ايت.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery