د ژبو او ادبياتو پوهنځي لنډه تاريخچه
(( د ژبو او ادبياتو پوهنځى د ١٣٢٣ل کال د لړم (عقرب) پر مياشت جوړ شو. پر دې وخت د
ژبو او ادبياتو پوهنځى (( د ادبياتو فاکولته)) په نامه يادېده. دغه مهال په کابل پوهنتون
کې يوازې درې پوهنځي (طب، حقوق او ساينس) جوړ شوي وو.
پر ١٣٢٧ل کال ښځينه قشر ته هم ددې زمينه برابره شوه چې په ادبياتو پوهنځي کې زده کړې
وکړي. پر دې مهال دې برخې د نارينه وو له برخې څخه جلا او بېلې خپلې درسي چارې پرمخ
وړلې.
پر ١٣٢٩ل کال د ادبياتو د فاکولتې د محصلينو شمېر تر (٨٠) تنو څخه زيات و، پر ١٣٦٥
کال دا شمېر (١٤٠٠) تنو ته ورسېده، پر ١٣٥٩ کال د هغو کسانو لپاره چې د ورځې يې د ځينو
ستونزو له کبله نه شول کولاى درسي چارو ته حاضر شي، د ادبياتو د شپې پوهنځى جوړ شو.))(1)
د ادبياتو پوهنځي د جوړولو موخه دا وه، چې د هېواد ځوان نسل د فرهنګپالنې او فرهنګيالۍ
په روحيه وروزي، د خپل هېواد له تاريخ او ثقافت څخه يې خبر کړي او په دې ډول د خپل
هېواد له فرهنګ څخه بهرنيان او د هغو له فرهنګ او ژبو سره خپل هېوادوال اشنا کړي. له
دې پرته د مسلکي ښوونکو روزنه او په بېلابېلو پوهنيزو او ادبي برخو کې د مسلکي کادرونو،
څېړونکو او ليکوالو روزنه د پوهنځي بله موخه وه.
(( د ١٣٤٠ او ١٣٤٤ کلونو ترمنځ د ژورناليزم، الماني او فرانسوي ژبو څانګې هم په دې
پوهنځي کې جوړې شوې. څرنګه چې پر دې وخت په ادبياتو پوهنځي کې پر ژبو او ادبياتو سربېره
نور علوم، چې بشري علوم هم په کې شامل وو، تدريسېدل، نو پر ١٣٤٤ لمريز کال (( د ادبياتو
او بشري علومو پوهنځي)) په نوم ونومول شو او پر ١٣٥٨ل کال (( د ژبو او ادبياتو پوهنځي))
په نوم ياد شو.
د ١٣٥٢- ١٣٦٢ ل کلونو په واټن کې په ادبياتو او بشري علومو پوهنځي کې يو لړ بدلونونه
رامنځته شول، پر ١٣٥٣ل کال کله چې د تعليم او تربيې پوهنځى لغوه شو، نو د هغه پوهنځي
د انګليسي ژبې او ادبياتو څانګه، د اجتماعي علومو ډيپارټمنټ، د تعليم او تربيې ډيپارټمنټ
او نور تشکيلات د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي پورې وتړل شول او په دې ډول ددې
پوهنځي علمي فعاليتونه نور هم زيات شول.
وروسته ډيپارټمنټونو او ځينو نورو څانګو زياته پراختيا وکړه او ځينې ډيپارټمنټونه له
دغه پوهنځي څخه بېل شول او د يوه ځانګړي پوهنځي بڼه يې غوره کړه.
پر ١٣٥٨ل کال د ادبياتو او بشري علومو له پوهنځي څخه د جغرافيې ډيپارټمنټ بېل او د
علومو پوهنځي له جيولوژي اوسرولوژي ډيپارټمنټ سره يوځاى شو او په ګډه يې له ځمکپوهنې
څخه د ژورناليزم، تاريخ او اجتماعي علومو ډيپارټمنټونه بېل او پر ١٣٥٨ل کال يې د ((اجتماعي
علومو پوهنځى)) جوړ کړ، وروسته پر ١٣٦٥ل کال د تاريخ او فلسفې پوهنځي پر کار پيل وکړ،
دغه راز د ١٣٦٣ل کال د چنګاښ پر ١٨مه نېټه د ښکلو هنرونو اختصاصي ډيپارټمنټونه له ژبو
او ادبياتو پوهنځي څخه بېل او ((د ښکلو هنرونو پوهنځي)) په نوم يې مستقل پوهنځى جوړ
کړ.(1)
تر ١٣٧٠ل کاله پورې د ژبو او ادبياتو پوهنځي په تشکيلاتي جوړښت کې (٩) ډيپارټمنټونه:
(پښتو، دري، اوزبکي، روسي، هسپانوي، فرانسوي، الماني، عربي او انګليسي) موجود وو.
پښتو څانګه د ١٣٣٥ل کال په وروستيو کې (( د فلسفې او ادبياتو له څانګې څخه بېله او
مستقله څانګه شوه)).
د ژبو او ادبياتو پوهنځي د خپل عمر د (٥٠) کلونو په واټڼ کې په زرګونو علمي او کاډميک
کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي دي.
(( يوازې په يوه لسيزه (٥٧-٦٧) کې په ادبياتو پوهنځي کې (٤٥٩٢) تنه محصلين شامل شوي
او (١٧١٧) تنه فارغ التحصيلان يې هېواد ته وړاندې کړي دي.
دلته به د ژبو او ادبياتو پوهنځي د فارغانو يو لښتليک (جدول) راوړو، چې د هغو فارغانو
د څرنګوالي څرګندويي کوي:
د فراغت کال د فارغانو شمېر
((١٣٢٧ل کال لومړۍ دوره ٣ تنه
١٣٢٨ل کال
٧ تنه
١٣٢٩ل کال
٩ تنه
١٣٣٠ل کال
١٩ تنه
١٣٣١ل کال
١٤ تنه
١٣٣٢ل کال
٢٠ تنه
١٣٣٣ل کال
٢٦ تنه
١٣٣٤ل کال
٢٥ تنه
١٣٣٥ل کال
١٥ تنه
١٣٣٦ل کال
١٨ تنه
١٣٣٧ل کال
٢٧ تنه
١٣٣٨ل کال
٢٦ تنه
١٣٣٩ل کال
٣٢ تنه
١٣٤٠ل کال
٣٥ تنه
١٣٤١ل کال
٤١ تنه
١٣٤٢ل کال
٦٢ تنه
١٣٤٣ل کال
٥٦ تنه
١٣٤٤ل کال
٦٣ تنه
١٣٤٥ل کال
٥٨ تنه
١٣٤٦ل کال
٧١ تنه
١٣٤٧ل کال
٩٥ تنه
١٣٤٨ل کال
١٤٢تنه
١٣٤٩ل کال
١٤٣تنه
١٣٥٠ل کال
٧١ تنه
١٣٥١ل کال
٦٧ تنه
١٣٥٢ل کال
٧٧ تنه
١٣٥٣ل کال
١٥٨ تنه
١٣٥٤ل کال
١٤٤ تنه
١٣٥٥ل کال
٢٥٦ تنه
١٣٥٦ل کال
١٦٧ تنه
١٣٥٧ل کال
٢٣٥ تنه
١٣٥٨ل کال
١٨٤ تنه
١٣٥٩ل کال
١٢٨ تنه
١٣٦٠ل کال
١٥٥ تنه
١٣٦١ل کال
١٤٩ تنه
١٣٦٢ل کال
١٨٤ تنه(1)
١٣٦٣ل کال
١٢٠ تنه
١٣٦٤ل کال
٨٨ تنه
١٣٦٥ل کال
١٦٤ تنه
١٣٦٦ل کال
١٤٤ تنه
١٣٦٧ل کال
٩١ تنه
١٣٦٨ل کال
١٥٢ تنه
١٣٦٩ل کال
١١٩ تنه
١٣٧٠ل کال
١٨٥ تنه
١٣٧١ل کال
؟
١٣٧٢ل کال
؟
١٣٧٣ل کال *
؟
(( پر ١٣٦٧ل کال د ادبياتو پوهنځي د استادانو شمېر (١٣٦) تنه ته رسېده، چې له هغې جملې
څخه (١٠) تنه د دوکتورا د درجې لرونکي، (٤٥) تنه د ماسټرۍ درجې لرونکي او پاتې يې ليسانس
و))(١)
د ١٣٦٣ل کال په دويمه نيمايي کې د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو او دري څانګو کې د
ماسټرۍ پروګرام پيل شو، چې د يو څو دورو تر فراغت وروسته دا پروګرام له خنډ سره مخامخ
شو. پښتو، دري او روسي څانګو د يو ټاکلي وخت په جريان کې د ماسټرۍ پروګرام پر مخ وړى
دى.
تر ١٣٧٠ ل کال پورې د ژبو او ادبياتو پوهنځي په منځني ډول هر کال (٦٠) تنه فارغان ټولنې
ته وړاندې کړي دي.
د ژبو او ادبياتو پوهنځي له ١٣٥٨ل کال څخه تر ١٣٦٥ کاله پورې پر مستقلو کتابونو سربېره
د ليسانس دورې لپاره (١٧٠) عنوانه لکچرنوټونه چاپ او خپاره کړي دي، دغه راز د ژبو او
ادبياتو پوهنځي د خپل (٥٠) کلن فعاليت په بهير کې يو شمېر بهرني محصلين هم روزلي، دا
محصلين اکثراً له بهر څخه د پښتو او دري ژبو د زده کړې په خاطر راتلل، هغو بهرنيانو
چې د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې زده کړې کړي دادي:
ګڼه | نوم | په پوهنځي کې د شاملېدو نېټه | ملت | څانګه |
١ | عارف عثمانوف | ١٣٣٧ل کال | ازبک-شوروي | پښتو |
٢ | حسن الشيخ | // | مصري | // |
٣ | فنگ گواتاى | ١٣٣٨ل کال | چينايي | // |
٤ | وانګ خوخاى | // | // | // |
٥ | تونګ شن يانګ | // | // | // |
٦ | چن مين | // | // | // |
٧ | تولى کن | // | // | // |
٨ | چي ده ون خاى | // | // | // |
٩ | تاکشى کتو فوجي | ١٣٣٨ل کال | جاپانى | پښتو |
١٠ | دلترفل لاوس فيشرارکيالوجسات | // | >المانى | // |
١١ | نواته | ١٣٣٩ل کال | جاپانى | // |
١٢ | عبدالرحيم | ١٣٤٠ل کال | شوروي | // |
١٣ | بيک مراد | // | // | // |
١٤ | پريت پتنګهـ کتيوريا | ١٣٤٣ل کال | هندي | // |
١٥ | مګنى ګراس نييد | ١٣٤٤ | امريکايي | // |
١٦ | لين چانګ پاو | // | چينايي | // |
١٧ | شنګ توشينګ | // | // | // |
١٨ | موتى فو | // | // | // |
١٩ | توسترلايس راس موسنت | // | ډنمارکى | // |
٢٠ | مسن راسه مارکو ويس | ١٣٤٥ل کال | يوګوسلاويايي | // |
٢١ | هرلندنا ايالايز | ١٣٤٦ل کال | امريکايي | // |
٢٢ | جي پل کوپريت لويز | // | // | // |
٢٣ | سموت پتريسا | // | انګلنډى | // |
٢٤ | جني کانيوا | // | شوروي | // |
٢٥ | چي پوسو روزبا | // | // | // |
٢٦ | کارنيکوف | // | // | // |
٢٧ | ميرزاگيروا | ١٣٤٦ل کال | // | // |
٢٨ | کروليف | // | // | // |
٢٩ | ميکولويچ ترنول وليکى | // | // | // |
٣٠ | ولاديمير کولويويچ دوکوف | // | // | // |
٣١ | نانچينکو | // | // | // |
٣٢ | يارکو | // | // | // |
٣٣ | اسپرنابلينا | // | // | // |
٣٤ | د- ن چيوا | ١٣٤٧ل کال | بلغاريايي | // |
٣٥ | جناسوليتر | // | چلکوسلواکيايي | // |
٣٦ | پخليناتاتانيانيکو لينا | ١٣٤٩ل کال | شوروي | // |
٣٧ | ميکرون حرګالينا چوليا | // | بلغاريايي | // |
٣٨ | ګولد يکرويز | // | امريکايي | // |
٣٩ | مګنى ګوردن کى | // | // | // |
٤٠ | عضاف السيد زيران | ١٣٥١ | مصري | // |
٤١ | کونيکن اينا ماروتا | // | فنلندي | // |
٤٢ | انتررابرت ستى چن ارتر | // | برتانيايي | // |
٤٣ | اينابما رياتا | // | فنلنډي | // |
٤٤ | مارياتا | ١٣٥٢ل کال | بلغاريايي | // |
٤٥ | الين | ١٣٥٢ل کال | بلغاريايي | // |
٤٦ | برناردس کنګه | ١٣٥٤ل کال | بلغاريايي | // |
٤٧ | ګنرين اى نوراس | ١٣٥٢ل کال | امريکايي | // |
٤٨ | رونالد چترنګى | // | کاناډايي | // |
٤٩ | مارياششتز | // | کاناډايي | // |
٥٠ | اسکره شنيده | ١٣٥٢ل کال | امريکايي | // |
٥١ | فلپ هرزيج | // | // | // |
٥٢ | وپر اپاستواله | // | // | // |
٥٣ | وزيلا زخاراوايا | // | بلغاريايي | // |
٥٤ | کارتيرو | // | برازيلى | // |
٥٥ | يادويکه | ١٣٥٣ل کال | پولنډى | // |
٥٦ | برنارد ګنګ | ١٣٥٥ل کال | برتيانيايي (1) | // |
========================
(1) اسدالله حبيب: د اجتماعي علومو مجله، کابل پوهنتون، ١٣٦٥ل کال، (١-١٨
مخونه)
(1) پوهنتون کابل در ده سال اخير، ١٣٦٧ل کال، کابل پوهنتون، ١٢-١٤ مخونه.
(1) پوهاند عبدالرزاق زهير، پوهنځى ادبيات در (٤٠) سال اخير، ١٣٦٤ل کال،
٣٠-٣١ مخونه.
(١) پوهنتون کابل در ده سال اخير، ١٣٦٧ل کال، کابل پوهنتون، ١٢-١٤ مخونه.
*-١٣٧١-١٣٧٣کلونو کې د جګړو له امله د پوهنځي د فارغانو شمېر دقيق معلوم نه دى.
(1) پوهنځى ادبيات در چهل سال اخير.