څو خبرې او د ليکوال پېژندګلوي
دغه رساله (د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پنځوسو کلونو پښتو کتابښود) د
١٣٧٥ل کال په لومړنيو ورځو شپو کې، يون صاحب د کتابت په خاطر ماته راکړه، ما هم په
خوشالۍ سره د کتابت پر چارو پيل وکړ او تر څه مودې ځنډ وروسته مې خپل کار سرته
ورساوه. کله چې د کتاب چارې ترسره شوې، رساله مې د هغه ليکوال ته ور وسپارله. د
رسالې د ورسپارلو په جريان کې يون صاحب پر خپلې رسالې د څه ليکنې پېرزوينه راباندې
وکړه، چې دا دى د همدغې پېرزوينې له مخې غواړم څو شېبې د يادې شوې رسالې او بيا د
ګران يون پر پېژندګلوۍ درسره وغږېږم.
تر دغې رسالې دمخه دوه نور کتابونه په دغه برخه کې د چاپ له ډګره راوتلي دي. لومړنى
کتاب د ښاغلي ليکوال رازمحمد ويښ دى، چې (پښتو کتابونه) نومېږي. په دغه کتاب کې د
برټش موزيم د پښتو کتابونو د معرفۍ ترڅنګ دننه په هېواد کې د چاپ شويو کتابونو يو
فهرست هم ورکړل شوى دى. دويم کتاب د هېواد نوميالي ليکوال او محقق ښاغلي حبيب الله
رفيع په دوو ټوکونو کې ليکلى، چې (پښتو پانګه) نومېږي.
همدارنګه په دغه برخه کې عتيق الله پژواک هم يوه بريالۍ هڅه کړې ده، چې په خپل وار
د يادونې وړ ده.
دغه رساله چې اوس ستاسو په لاس کې ده له يادو شويو کتابونو څخه يو څه توپير او نوى
والى لري او هغه دا چې دا رساله د يو مشخص کلکټيف د استفادې په غرض ليکل شوى او هم
په ځانګړې ډول د پنځوسو کلونو په بهير کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د
استادانو او فارغانو له پېژندګلوۍ سره سره د هغوى د اثارو او هم د مونوګرافونو
بشپړه معرفي نامه ده.
دغه رساله په داسې وخت او حالاتو کې ليکل شوې ده، چې په وطن کې د اور او وينو
سيندونه جاري وو، د ډاډ او اطمينان هېڅ څرک نه لګېده او د پوره نهيليو ورځې شپې وې،
څو ک چې په هغو حالاتو کې دلته مېشت وو، سره له ډېرې وېرې او ترهې يې د ورځني ژوند
بارونه کاږل. زموږ ليکوال د هغې اورنۍ مينې له مخې چې له خپلې ژبې او خپل فرهنګ سره
يې لري، په همدغو اور ورينو شېبو کې خپله رساله وليکله او د هغه د بشپړتيا په خاطر
د ګوليو، راکټونو او بمونو په باران کې کتابتون په کتابتون وګرځېد او ډېر کتابونه
يې پسې وکتل.
ددغې رسالې ژبه ډېره خوږه او روانه ده، بې ځايه حاشيه روي په کې نه را ترسترګو
کېږي، په ډېرو لنډو او وړو جملو کې ډېر څه په کې بيان شوي دي. کومه وروستۍ خبره چې
غواړم ددغې درنې رسالې په باب وکړم، هغه داده چې کېدى شي د ځينو تخنيکي ستونزو له
امله لا هم د ډېر شمېر ليکوالو او د هغو د اثارو او هم مونوګرافونو ياد په دې رساله
کې راغلى نه وي.
په پاى کې هيله څرګندوم، چې دغه رساله لکه څنګه چې ښايي همداسې ډېره ګټوره او
اغېزمنه ثابته شي او هغه ستونزې چې له دې امله راپېښې دي له دې سره له منځه لاړې
شي.
يون صاحب په خپلې رسالې کې د ګڼ شمېر وتلو او نومياليو ليکوالو او د هغو د پښتو
اثارو پېژندګلوي درسره کوي او زه غواړم چې د يون صاحب د ژوند هېنداره درته وځلوم.
پر افغانستان او افغاني فرهنګ او خپلې ژبې اورنى مين پوهيالى محمد اسمعيل يون د
ارواښاد محمدخان زوى د ١٣٤٦ل کال پر کب مياشت د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د
نيازيو په يوې روښنفکرې کورنۍ کې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده کړې يې په الينګار ولسوالۍ
کې سرته رسولي، پر ١٣٦٦ل کال کې له خوشال خان لېسې نه فارغ شوى دى. تر فراغت وروسته
پر ١٣٦٧ل کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګې ته لاړ او پر
١٣٧٠ل کال له نوموړې څانګې فارغ او پر همدې کال د پښتو څانګې د علمي کادر غړى شو.
يون صاحب تراوسه پورې دا لاندې ادبي فعاليتونه ترسره کړي دي:
١- هيلې، ګډ شعري جونګ، راټولونه، ١٣٦٧ل کال چاپ.
٢- نيمګړي ارمانونه، د حيران د شعرونو جونګ، سريزه او راټولونه، ١٣٦٩ل کال چاپ.
٣- د لوونو فصل، ګډ شعري جونګ، راټولونه، ١٣٦٩ل کال چاپ.
٤- د استاد الفت نثري کليات، سريزه او راټولونه، ١٣٧٠ل کال چاپ.
٥- استاد زيار د پښتني فرهنګ يو ځلاند ستورى، څېړنيز اثر، ١٣٧٣ل کال چاپ.
٦- مټکور، د شعرونو مجموعه، د ليکوالو انجمن، ١٣٦٩ل کال چاپ.
٧- د نازو انا ياد، سريزه او د مقالو راټولونه، ١٣٧٠ل کال چاپ.
٨- د محمدګل خان مومند اند و ژوند ته يوه لنډه کتنه، ١٣٧٣ل کال چاپ.
٩- د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پنځوسو کلونو پښتو کتابښود، همدا
رساله.
همدارنګه د شعرونو دويمه مجموعه يې هم چاپ ته تياره ده، چې يوه زياته برخه يې په
ځينو پښتو خپرونو کې چاپ او خپره شوې ده.
په سپېڅلې پښتني مينه
صديق الله بدر