٥٧- د پښتونستان د مطبوعاتو وضع د صدر بوټو د حکومت په دوره کې:
محمد زمان پر ١٣٥٤ل کال د حبيب الرحمن هاله تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. نوموړي
مونوګراف کې د ذوالفقار علي بوټو د واکمنۍ پر وخت د پښتونستان د غورځنګ او د پښتنو
د مطبوعاتو د څرنګوالي په باب خبرې شوې دي.
٥٨- د کټواز د سيمې دودونه:
محمدنواز پر ١٣٥٤ل کال د دوکتور مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې بشپړ کړى، (٣٤)
مخونه لري. په دغه مونوګراف کې د غزني د کټواز د سيمې پر ځينو دودونو او پښتني
رواجونو لنډه رڼا اچول شوې ده.
٥٩- مقلوبې پښتو کلمې:
محمد قاسم سالمي پر ١٣٥٤ل کال د استاد عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (١٩)
مخونو کې ليکلى. په دغه مونوګراف کې د پښتو د مقلوبو کلمو په باب معلومات راغلي دي
لکه: اغزى agzay ، ازغى azgay
٦٠- د مومندو ورزشي لوبې:
د سرفراز له خوا د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې پر ١٣٥٤ل کال په (٦١)
مخونو کې ليکل شوى دى. په ياد شوي مونوګراف کې د مومندو پر ځينو سيمه ييزو لوبو رڼا
اچول شوې ده.
٦١- په افغانستان کې د مطبوعاتو لوړ او ځوړ او د هغو پرمختيا:
نام حق ځيرک پر ١٣٥٤ل کال د حبيب الرحمن هاله تر لارښوونې لاندې ليکلى دى، (٤٢)
مخونه لري. په دغه مونوګراف کې په افغانستان کې د مطبوعاتو پر څرنګوالي او همدارنګه
پر ځينو اقتصادي، فرهنګي، سياسي، مذهبي او ټولنيزو حالاتو هم لنډه رڼا اچول شوې ده.
٦٢- د جمهوري پلوشه د مطبوعاتو په لمن کې:
پر ١٣٥٤ل کال د حبيب الرحمن هاله تر لارښوونې لاندې عبدالشکور ليکلى دى، (٣٥) مخونه
لري. په نوموړي مونوګراف کې د پلوشې جريدې د مضامينو او همدارنګه له کابل مجلې سره
د نوموړې جريدې پرتلنه شوې ده.
٦٣- د پښتو په ګړني (شفاهي) ادب کې د ښځو ونډه:
شريفې شريف پر ١٣٥٤ل کال د مجاوراحمد زيار ترلارښوونې لاندې بشپړ کړى دى، (٥٥)
مخونه لري. په دغه مونوګراف کې په لنډيو کې د ښځو پر ونډې او دريځ خبرې شوې دي.
٦٤- د زده کوونکو د درسي وروسته والي علتونه:
محمد نسيم قسيمي پر ١٣٥٤ل کال د ډاکتر ګل جانان ظريف تر لارښوونې لانندې ليکلى دى،
٦٤مخونه لري. دا مونوګراف اته څپرکي لري، چې د زده کوونکو پر درسي ستونزو او د هغو
پر د عواملو خبرې شوي.
٦٥- د سرخرورد په پارسي کې د پښتو ګډون او اغېزه:
جمال الدين وطنمل پر ١٣٥٤ل کال د استاد عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (١٦)
مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې په ورځنيو خبرو کې په ياد شوې سيمه کې پر
پارسي باندې د پښتو ژبې اغېزې ته نغوتې شوې دي.
٦٦- د ميرويس هوتکي او احمدشاه دراني زمام داري ته مقايسوي کتنه:
محمد صديق خالقي پر ١٣٥٤ل کال د پاينده محمد (سرهنګ) تر لارښوونې لاندې ليکلى او
(٣٦) مخونه لري. په دغه مونوګراف کې د ميرويس نيکه او احمدشاه بابا د جګړو، اتلوليو
او واکمنيو په باب لنډه رڼا اچول شوې ده.
٦٧- د خوشال خان خټک عصر ته يوه کتنه او د هغه معاصرين:
ذکريا پر ١٣٥٤ل کال ليکلى دى، (٣١) مخونه لري، په دغه مونوګراف کې د خوشال خان خټک
پر پېژندګلوۍ سربېره د هغه وخت پر حالاتو هم لنډه رڼا اچول شوې ده.
٦٨- د ماشومانو د بد اخلاقۍ سببونه:
زرشاه حق يار پر ١٣٥٥ل کال د پوهاند محمد فاضل تر لارښوونې لاندې ليکلى، نوموړى
مونوګراف شپږ څپرکي لري او د ماشومانو د روزنې او همدارنګه پر ناوړه چارو د هغو د
اخته کېدو پر سببونو خبرې شوې دي.
٦٩- د افغانستان د ثانوي ښوونځيو ازموينې:
شېرخان رښتين پر ١٣٥٥ل کال د پوهندوى عطاالله روف تر لارښوونې لاندې په ٤٢ مخونو کې
ليکلى دى. پر دغه اثر کې د افغانستان د ثانوي ښوونځيو په درسي ميتود خبرې شوې دي.
٧٠- ښوونه او روزنه د اسلام له نظره:
عبدالقيوم وزير پر ١٣٥٥ل کال د استاد دانش تر لارښوونې لاندې په (٧٩) مخونو کې
ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د اسلام له نظره پر ښوونه او روزنه خبرې شوې دي.
٧١- د وردګو د قبيلې د واده او مړي دودونه:
محمد مبارک پر ١٣٥٥ل کال د دوکتور مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې په ٤٩ مخونو کې
ليکلى دى. په ياد شوي مونوګراف کې د ودرګو د قبيلې د مړي او ژوندي او د واده پر
دودونو او رواجونو رڼا اچول شوې ده.
٧٢- په ننګرهار کې فولکوريکې کيسې:
عبدالروف پت يار پر ١٣٥٥ل کال د دوکتور مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې په (١٢٠)
مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د ننګرهار ولايت (٩) فولکوريکې کيسې
راټولې شوې دي.
٧٣- سرې لمبې:
سعدالله فيضي پر ١٣٥٥ل کال ليکلى دى، (٨٣) مخونه لري او په دغه مونوګراف کې د ملا
عبدالحنان حيرت پر ژوند او ټولنيزو شرايطو او اشعارو خبرې شوې دي.
٧٤- د اماني دولت د سقوط سببونه:
غلام احمد واک پر ١٣٥٥ل کال د پوهندوى سيد سعدالدين هاشمي تر لارښوونې لاندې ليکلى
دى. (٦٣) مخونه لري، په نوموړي مونوګراف کې د اماني دولت د ظهور په مقابل کې د
بريتانوي ښکېلاک د مخالفتونو عوامل ترکتنې لاندې نيول شوي دي.
٧٥- زيتون په افغانستان کې:
بخت جمال پر ١٣٥٥ل کال ليکلى دى. لارښود استاد يې محب الله رحمتي دى. په دغه
مونوګراف کې په افغانستان کې د زيتون د حاصلاتو په باب معلومات راټول شوي دي.
٧٦- د لغمان ولايت د کلمان د سيمې معرفي:
عبدالمومن پر ١٣٥٥ل کال د استاد عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٤٦) مخونو کې
ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د کلمان د سيمې، اقتصادي څرنګوالى او جغرافيايي
موقعيت او د سيمې د ځينو دودونو په باب څرګندونې شوې دي.
٧٧- د امان افغان جريدې خپرونې په سياسي، اقتصادي، اجتماعي او کلتوري ساحه کې:
محمد صفر خواريکښ پر ١٣٥٦ل کال ليکلى، لارښود استاد يې حبيب الرحمن هاله دى. (٣٩)
مخونه لري. په نوموړي مونوګراف کې د (امان افغان) جريدې د خپر شوو ليکنو په باب
ځينې معلومات راټول شوي دي.
٧٨- سيکان او د هغوى دودونه:
شفيق الله دردمل پر ١٣٥٦ل کال د حبيب الرحمن هاله تر لارښوونې لاندې په (٧٢) مخونو
کې ليکلى دى. په ياد شوي مونوګراف کې د هندوستان سيکانو د کلتور او د هغو د دودونو
په باب ځينې معلومات راټول شوي دي.
٧٩- د مرکخېلو دود او دستور:
محمد صابر پر ١٣٥٦ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٢٧) مخونو
کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د مرکخېلو د دود او دستور په باب په لنډه توګه
رڼا اچول شوې ده.
٨٠- د پاينده محمد کږه وال ژوند او ځينې شعرونه:
محمد سراب پر ١٣٥٦ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٣٥) مخونو
کې ليکلى دى. په ياد شوي مونوګراف کې د پاينده محمد کږه وال د ژوند او شاعرۍ په باب
څرګندونې راغلې دي.
٨١- د غزني د قره باغ د سيمې منطقوي جغرافيه:
د قيوم داد حکيمزي له خوا پر ١٣٥٦ل کال ليکل شوى، لارښود استاد يې پوهنوال حميدالله
امين دى. د يادې شوې سيمې جغرافيايي موقعيت يې څېړلى دى.
٨٢- د ګوجري ژبې لغوي ذخيره:
عبدالطيف دلسوز پر ١٣٥٦ل کال د استاد عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٣٦)
مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د ګوجرو د ژبې (ګوجري) په باب لنډ
معلومات راغلي دي.
٧٣- په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د ښه والي لپاره لازمې طريقې:
ګلبدين نېکمل پر ١٣٥٦ل کال د عطاالله روف تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. په دغه
مونوګراف کې د يادې شوې موضوع په باب څرګندونې شوې دي.
٨٤- د پکتيا ولايت د سيد کرم ولسوالۍ عمومي جغرافيه:
اشرف شريفي پر ١٣٥٦ل کال د پوهنوال حميدالله امين تر لارښوونې لاندې ليکلى دى، چې د
سيدکرم ولسوالۍ عمومي جغرافيه په کې تشريح شوې ده.
٨٥- د منځنۍ پېړۍ او اسکولاستيکي افکار:
د محمد اکبر ارينمل له خوا پر ١٣٥٦ل کال په (٣٢) مخونو کې ليکل شوى دى. په دغه
مونوګراف کې د افغانستان د منځنيو پېړيو د ټولنيز، اقتصادي جوړښت او د ښوونې او
روزنې په باب لنډ معلومات وړاندې شوې دي.
٨٦- د ساووجي ژبې لغات:
محمد نادر مشواڼي پر ١٣٥٦ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې ليکلى
دى. په نوموړي مونوګراف کې د ساووجي ژبې ځينې وييونه (لغات) د هغو فونيټيک شکل او
پښتو ماناوې راغلي دي.
٨٧- خبر په امان افغان کې:
سيدامين مجاهد پر ١٣٥٦ل کال د محمد کاظم اهنګ تر لارښوونې لاندې بشپړ کړى دى، (٣٤)
مخونه لري. په نوموړي مونوګراف کې د امان افغان جريدې د ځينو ليکنو فهرست او د
نوموړي جريدې لنډه تاريخچه راغلې ده.
٨٨- د مزار درې د اديت او شماش دودونه:
رحمت سيد پر ١٣٥٦ل کال د دوکتور مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د مزار درې د اديت او شوماش د جغرافيې پېژندګلوي او د
هغو د ځينو دودونو په باب معلومات راغلي دي.
٨٩- د ګوشتې ولسوالۍ دودونه:
عبدالجبار پر ١٣٥٦ل کال د پوهنمل محمد طاهر علمي، تر لارښوونې لاندې په (١٩) مخونو
کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د ګوشتې ولسوالۍ د ځينو دودونو په باب خبرې شوې
دي.
٩٠- د خوست محلي ګړنې:
شازالي پر ١٣٥٦ل کال د محمد طاهر علمي تر لارښوونې لاندې په (٣٦) مخونو کې ليکلى
دى. په دغه مونوګراف کې د خوست د خلکو يو شمېر عاميانه ګړنې څېړل شوې دي.
٩١- د ښاغلي محمد داود سفرونه بهرنيو هېوادونو ته:
محمد شريف شاذ پر ١٣٥٦ل کال د محمدکاظم اهنګ تر لارښوونې لاندې په (٣٢) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د سردارمحمدداود د سفرونو يادونه راغلې او هم د دې
سفرونو د موخو په باب رڼا اچول شوې ده.
٩٢- د سيد عبدالخالق کندهاري پېژندګلوي او د اشعارو مجموعه:
عبدالطيف پر ١٣٥٦ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې ليکلى دى، (٦٨)
مخونه لري. په نوموړي مونوګراف کې د سيد عبدالخالق کندهاري ژوند ليک او د هغه د
شعرونو بېلګې راغلي دي.
٩٣- د چپرهار د سيمې د ولسي شاعر اميرزاده (خاکسار) د اشعارو مجموعه:
شېرزاده پر ١٣٥٦ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د اميرزاده لنډ ژوند ليک او د هغه د شعرونو بېلګې
خوندي دي.
٩٤- د کونړونو ولايت بشري جغرافيه:
سيداحمد پر ١٣٥٦ل کال د پوهنمل دوکتور عبدالله (روحاني) تر لارښوونې لاندې په (٤٦)
مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د کونړونو د عمومي جغرافيې، ټولنيز
څرنګوالي او د اداري تشکيلاتو په باب يو لړ معلومات راغلي دي.
٩٥- د محمد باقي بادل (بارکزي) اشعار:
د عوذ بالله له خوا پر ١٣٥٦ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په
(٥١) مخونو کې ليکل شوى دى. په نوموړي مونوګراف کې د ياد شوي شاعر لنډه پېژندنه او
د کلام بېلګې خوندي دي.
٩٦- په شينوارو کې د کونه تير غزا:
معروف شاه خان پر ١٣٥٦ل کال د استاد رشاد تر لارښوونې لاندې په (٤٣) مخونو کې ليکلى
دى. په دغه مونوګراف کې د شينوارو د غزا علتونه او د غزا د ګډون کوونکو په باب
معلومات راغلي دي.
٩٧- د محمد نواب اشعار:
محمد ظاهر (همت) پر ١٣٥٦ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٥٠)
مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د محمد نواب پېژندګلوي، دهغه اشعارو په باب
تبصره او د شعرونو بېلګې راغلې دي.
٩٨- د شينوارو د سيمې اصطلاحات:
سيد عيسى نېکمل پر ١٣٥٦ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٥٥)
مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د شينوارو د سيمې يو لړ عاميانه اصطلاحات
ځاى شوي.
٩٩- د اشرف خان هجري په شعر کې ادبي تصلفات (باټې):
محمد ګل کوچي پر ١٣٥٦ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٣٣)
مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د اشرف خان هجري په شعر کې تصلفات څېړل شوي
دي.
١٠٠- د يوه ولسي شاعر پېژندنه:
د عبدالاحد ښکاره له خوا پر ١٣٥٦ل کال د دوکتور مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې
ليکل شوى دى. په نوموړي مونوګراف کې د ولسي شاعر حاجي محمد پر ژوند ليک او شاعرۍ
رڼا اچول شوې ده.
١٠١- د حضرت ولي پېژندنه او نظمونه يې:
فضل ولي ناګار پر ١٣٥٦ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٣٦)
مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د حضرت ولي پېژندنه او د هغه د نظمونو په
باب معلومات راغلي دي.
١٠٢- د ارچې تجارت د کونړونو په ولايت کې:
د غلام قادر جليلي له خوا پر ١٣٥٦ل کال د عبدالله روحاني تر لارښوونې لاندې په (٢٨)
مخونو کې ليکل شوى دى. په نوموړي مونوګراف کې د کونړونو ولايت پېژندنه، د ولايت
جغرافيايي موقعيت او د ارچې د لرګيو د سوداګرۍ په باب معلومات راغلي دي.
١٠٣- د تګاب د سيمې نوي او زاړه شاعران:
ګلداد بېژني پر ١٣٥٦ل کال ليکلى دى. لارښود استاد يې پوهاند عبدالشکور رشاد دى،
(٦٨) مخونه لري. په نوموړي مونوګراف کې د تګاب د سيمې د څلورو تنو شاعرانو پېژندنه
او د شعرونو بېلګې راغلې دي.
١٠٤- د جانان فدوي هوتک پېژندنه او اثار:
محمد حنيف پر ١٣٥٦ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٥٠) مخونو
کې ليکلى. په دغه مونوګراف کې د جانان فدوي پېژندګلوي او د شعرونو بېلګې خوندي دي.
١٠٥- د زابل ولايت د بادامو او انګورو توليد او تجارت:
د سيد علي هوتک له خوا پر ١٣٥٦ل کال د حميدالله امين تر لارښوونې لاندې په (٣٦)
مخونو کې ليکل شوى دى. په دغه مونوګراف کې لومړى د زابل ولايت د جغرافيې په باب
خبرې شوي، بيا د اوسېدونکو د اقتصادي حالت او هم په اقتصاد کې د بادامو پر اهميت او
د هغو پر تجارت خبرې شوې دي.
١٠٦- د ولسي شاعر بهاوجان پېژندنه:
محمدعارف پېژاند پر ١٣٥٦ل کال د استاد عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې ليکلى دى،
چې په کې د سيدبهاوجان پېژندګلوي او د شعرونو بېلګې خوندي دي.
١٠٧- د پښتو ادب طالبان:
ذکريا ملاتړ پر ١٣٥٦ل کال د پوهندوى دوکتور ګل محمد نورزي تر لارښوونې لاندې په
(٢٣) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د پښتو ادب (٢٢) طالبانو په باب
معلومات راغلي دي.
١٠٨- د پښتو ژبې د ځينو ولسي شاعرانو پېژندګلوي:
محمد معين باجوړي پر ١٣٥٦ل کال د ګل محمد نورزي تر لارښوونې لاندې ليکلى دى، چې
(٤١) مخونه لري. په نوموړي مونوګراف کې د پښتو ژبې د (١٨) تنو شاعرانو پېژندګلوي او
د کلام بېلګې راغلي دي.