هغه ظلمونه چې زمونږ په ټولنه کې پر ښځو باندې کیږی او د هغو د حراموالی دلایل په قران او سنت کې
۲۷- ښځو ته نصيحت نه کول:
زمونږه په ټولنه کې یو بل ظلم ښځو سره دا کیږي چې اکثره نارینه خپلو ښځو ، لورګانو،
خویندو او نورو ښځینه خپلوانو ته نصیحت او د نیکو کارونو ښودنه نه کوی او نه دغه
موضوع ته کوم توجه او اهتمام کوی لهذا دغه کار پر ښځو یو ظلم او د اسلام د مقدس دین
د ارشاداتو خلاف کار دی او دا ځکه چې ښځه حق لری چې د خپل پلار یا خاوند یا
وروریانو او نارینه و خپلوانو له طرفه هغې ته دینی او اخلاقی ښودنه او نصیحت وشی او
د اسلام مقدس دین دغه موضوع ته زیات اهمیت ورکړیدی لکه چې الله تعالی فرمایي :
(( ياايهاالذين امنو قوا انفسکم و اهليکم نارا وقودهاالناس والحجارة))
(( سورة التحریم ایت ۶))
ژباړه: ای مومنانو تاسو خپل ځانونه او کورنی د اور څخه بچ کړی چې د هغې خاشاک خلک
او د ګوګړو تیږی دی یعنې خپلې کورنی ته صحیح اسلامي تربیه ورکړی او هغوې ته د نیکو
کارونو او اخلاقو نصیحت وکړی چې دغه نیک کارونه او اخلاق به د دوزخ د اور څخه د دوې
د نجات سبب شی.
همدارنګه الله تعالی فرمایي : (( والعصر ان الانسان لفی خسر الاالذين امنوا و
عملواالصالحات و تواصو بالحق و تواصو بالصبر))
((سورة العصر ایت ۱-۳))
ژباړه: قسم کوم په زمانه یا په وخت د مازیګر باندې چې بیشکه هر ا نسان په تاوان کې
دی مګر هغه کسان چې ایمان يې راوړی او نیک عملونه يې کړیدی او یو بل ته ئې په حق
باندې په صبر باندې وصیت کړی وی.
نو معلومه شوه چې مؤمنان به یو بل ته د نیکو کارونو او حقو خبرو توصیه او نصیحت کوی
او همدارنګه یو بل ته به د نیکو کارونو په کولو کې د صبر توصیه او نصیحت کوی.
او رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : (( الدين النصيحة))
(( بخاری صفحه ۱۳ جلد ۱))
ژباړه: د اسلام دین د نصیحت دین دی .
یعنې یو بل ته د ښو کارونو نصیحت کول په اسلام کې یو مهم عمل دی
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : حق المسلم علی المسلم ست اذا لقيته فسلم عليه و اذا
دعاک فاجبه و اذا استنصحک فانصح له و اذا عطس فحمدالله فشمته و اذا مرض فعده و اذا
مات فاتبعه ))
(( صحیح مسلم ، مشکاة صفحه ۱۳۳))
ژباړه: د مسلمان پر بل مسلمان باندې شپږ حقونه دی چې کله ورسره مخامخ شی نو سلام به
پری اچوی او چې کله ته يې د میلمستیا لپاره و غوښتلی نو دعوت يې ومنه او چې کله ئې
له تا څخه د نصیحت غوښتنه وکړه نو نصحیت ورته وکړه او چې کله وپرنجیده او الحمدلله
يې وویلی نو ته ورته یرحمک الله ووایه او چې کله مړ شو نو جنازه کې يې شریک شه.
۲۸- ښځې د تعليم څخه منعه کول:
زمونږه په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو باندې دادی چې دوې په مختلفو بهانو باندې د
تعلیم څخه محرومولی شی لهذا دا پر ښځو باندې یو ظلم او د ټولنې د پرمختګ او اصلاح
په وړ اندی یو لویې خنډ او مانع دی ، بلکې ښځې د نارینه په شان مکلف دی چې د خپل
دین او دنیا واجبات او ضروریات زده کړی او پر نارینه و باندې لازم دی چې ښځې او
لورګانې او خویندی و غیره ته د دینی او اخلاقی مسؤلیتونو په ورزده کولو کې خپل ټول
کوشش او زیار وباسی تر څو د کورنی څخه د ناپوهی تیاره له مینځه لاړه شی او د علم او
عرفان رڼا يې په کورنی کې خپره او د تفاهم او محبت او حق شناسی فضا قایم شی الله
تعالی په دی باره کې داسې فرمایي : (( يا ايهاالذين امنو قوا انفسکم و اهليکم نارا
و قودهاالناس والحجارة))
(( سورة التحریم ایت ۶))
ژباړه: ای مؤمنانو تاسو خپل ځانونه او کورنی د اور( دوزخ) څخه بچ کړی چې خاشاک د
هغې خلک او د ګوګړو تیږی دی
نو الله تعالی امر کړیدی چې خپلې ښځې او ځامن او لورګانی د اور د دوزخ څخه وساتی او
د دوې ساتنه داسې کیږي چې هغوې ته صحیح تعلیم او سالمه تربیه ورکړی شی.
نو معلومه شوه چې د ښځو تعلیم او تربیه لکه د نارینه و په شان ضرور او لازم دی.
او په بل ایت کریمه کې الله تعالی داسې فرمایلی : (( و انذر عشيِرتک الاقربين))
(سورة الشعراء ایت ۲۱۴)
ژباړه: ای پیغمبره خپل نزدې خپلوان د الله د عذاب څخه وویروه .
نو دا نه کیږي مګر د صحیح تعلیم او سالمی تربیې له لاری .
او په بل ایت کریمه کې الله تعالی داسې فرمایي : (( وامر اهلک بالصلاة واصطبر عليها))
((سورة طه ایت ۱۳۲))
ژباړه: ای پیغمبره خپلې کورنی ته په لمانځه باندې امر وکړه او د مونځ په ادا کولو
باندې صبر وکړه.
نو د پورتنی مبارکو ایتونو څخه معلومه شوه چې ښځه حق لری چې هغې ته د پلار یا خاوند
یا نورو خپلوانو په واسطه دینی او اخلاقی او اجتماعی ښوونه وشی او هغې ته لازم
معلومات ورکړی شی.
او د نبوی احادیثو په ذخیره کې د ښځو د تعلیم د ا همیت په باره کې زیات احادیث
موجود دی خو زه دلته د هغې څخه بعضې احادیث را اخلم چې په لاندې ډول دی :
اول حديث :
جلیل القدر صابی ابو سعید الخدری رضی الله عنه داسې روایت کوی : (( قال النساء
للنبی صلی الله عليه و سلم غلبنا عليک الرجال فاجعل لنا يوما من نفسک فوعدهن يوما
لقيهن فيه فوعظهن وامرهن ))
(( بخار ي ص ۲۰ ج ۱ مسلم ص ۲۸۹ ج۱))
ژباړه : ښځو نبی صلی الله علیه و سلم ته وویلی نارینه ونسبت مونږ ته ستا ډیر وخت
نیولی دی نو دځان له طرفه زمونږ دتعلیم لپاره هم یوورځ معلومه کړه نو رسول الله صلی
الله علیه و سلم هغوې ته یوه ورځ معلومه کړه چې دهغوی سره يې بیا ملاقات وشو نو
هغوې ته يې نصیحت وکړلو او په نیکو کارونو يې ورته امر وکړلو .
امام بخاری ددغه حدیث څخه دوه حکمونه استخراج کړیدی یو داچه مشربه ښځو ته نصیحت کوی
او هغوې ته به ښودنه کوی او بل داچه که کومی ښځې دمشر نصیحت وانه وریدلی نو باید
هغوې ته علحده بل مجلس جوړ شی او هغوې ته دی پکې نصیحت او ښودنه وشی .
دوهم حديث :
جلیل القدر صحابیة أم عطیه رضی الله تعالی عنها روایت کوی : (( أمرنا رسول الله صلی
الله عليه و سلم ان نخرجهن فی الفطر والاضحی العواتق والحيض و ذوات الخدور فاما
الحيض فيعتزلن الصلاة ويشهدن الخير ودعوة المسلمين ))
(( بخاری ص(۱۳۳) ج(۱) صحیح مسلم ص(۲۹۱) ج(۱)
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه و سلم مونږته امر کړیدی چې دوړوکی او لوی اختر
دلمانځه داداء کولو لپاره پیغلې او حایضه او باستره ښځې دکورونوڅخه وباسو خو حایضه
ښځې به مونځ نه کوی خودوی به دخیر او ددعوت په مجلس کښې ګډون کوی .
دريم حديث :
جلیل القدر صحابی ابو موسی اشعری رضی الله تعالی عنه روایت کوی چې رسول الله صلی
الله علیه و سلم فرمایلی دی : ( أيما رجل کانت عنده وليدة فعلمها فأحسن تعليمها
وأدبها فأحسن تأديبها ثم أعتقها وتزوجها فله أجران ))
((صحیح بخاری ص۳۴۶ج۱))
ژباړه : هر هغه سړی چې وینځه ولری او هغه ته يې ښه تعلیم او ښه ادب ورکړلو او بیا
يې ازاده کړله او ځانته يې په نکاح کړلو نو دغه سړی ته دوه اجرونه ورکول کیږي .
نومعلومه شوه چې د ښځې تعلیم او تربیه په اسلام کې څومره زیات ثواب لری
امام بخاری ددغه حدیث څخه همدغه مطلب استخراج کړیدی چې سړی باید خپلې ښځې او وینځې
ته تعلیم ورکړی او داسې يې وویلی (( باب تعليم الرجل أمته وأهله ))
ژباړه: باب دي په دې باره كې چې سړي به خپلې وينځى او ښځې ته تعليم وركوى.
نو چې کله د وینځې تعلیم کې دومره أجر دی نود ښځې او لورګانو په تعلیم کې به په
طریق اولی سره وی ((بخاری ص( ۲۰ ) ج ۱))
څلورم حديث :
جلیل القدر صحابیه شفا ءبنت عبدالله رضی الله تعالی عنها روایت کوی :
(( دخل علٌی النبی صلی الله عليه و سلم وأنا عند حفصه فقال لی ألا تعلمين هذه رقية
النمله کما علمتيها الکتابة))
(( سنن ابی داود ص(۵۴۲) مشکاة ص(۳۹۰) و اخرجه الحاکم فی مستدرکه((
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه و سلم پداسی حال کې پرما را ننوت چې زه دحفصه رضی
الله تعالی عنها سره ناسته وم نو ماته يې وویلی چې ته ولې حفصی ته دتخرګونو لاندې
ددانو دم نه ښایی لکه چې دی هغې ته لیک ښودلی دی ؟
نو ددغه حدیث څخه معلومه شوه چې لکه څرنګه دلیک زده کړه نارینه وته ضرور دی
همدارنګې زنانه وته هم ضرور دی او لکه څرنګه چې نارینه زده کړه کوی او دکتابونو
دلیکلو له لاری خپل علم خپروی نو همدارنګې زنانه هم باید زده وکړی او خپل علم د
کتابونو د لیکلو له لاری خپور کړی ترڅو ټول خلک ددوی دپوهی څخه استفاده وکړی او
ددوی دغه کتاب ددوی لپاره صدقه جاریه وګرځی .
امام خطابی د شفاء رضی الله عنها د حدیث په شرحه کې داسې شی فرمایلی : (( فيه دليل
علی ان تعلم النساء الکتابة غير مکروه))
((مرقاة صفحه ۳۲۶ جلد ۸))
ژباړه: په دغه حدیث کې دلیل شته دی ددې خبرې لپاره چې د لیک زده کړه ښځو ته مکروه
نه دی.
بعضې خلک وایی چې ښځو ته د لیک زده کړه روا نه ده او په دغه حدیث باندې استدلال کوی
چې (( لا تعلموهن الکتابة)) یعنې ښځو ته لیک مه ور زده کوی.
خو ددغه خلکو دغه دلیل صحیح نه دی ځکه چې دغه حدیث د رسول الله صلی الله علیه و سلم
څخه ثابت نه دی او ددغه حدیث په سند کې دوه راویان دی چې یو يې دروغجن و او بل يې
په دروغو متهم و نو ځکه دغه حدیث د سند له مخی ثابت نه دی بلکې په رسول الله صلی
الله علیه و سلم باندې دروغ تړل شویدی.
)) تذکرة الموضوعات صفحه ۱۲۹ مجموعة التفاوي لعبد الحی اللكنوى صفحه ۱۳۱ جلد ۱ اردو
((
پنځم حديث :
بی بی عایشة رضی الله عنها داسې فرمایي : (( نعم النساء نساء الانصار لم يمنعهن
الحيا ان يتفقهن فی الدين )) ((صحیح بخاری صفحه ۲۴ جلد ۱))
ژباړه: د انصارو ښځې ډیرې ښی او نیکی ښځې دی او دا ځکه چې دوې په دین باندې د ځان
پوهولو په موضوع کې حیاء نه کوی.
یعنې دوې د شرعي علم په حاصلولو کې شرم نه کوی بلکې دوې د رسول الله صلی الله علیه
و سلم څخه هر قسمه پوښتنې کوی .
شپږم حديث :
عروة بن الزبیر رضی الله عنه فرمایي : (( ما رايت احد اعلم بفقه ولا طب و لا شعر من
عايشة))
(( اسلامنا للسید سابق صفحه ۲۱۶))
ژباړه: ما داسې څوک نه دی لیدلی چې د عایشه رضی الله عنها څخه په فقه او طبابت او
شعر کې زیاته پوهه ولری.
یعنې عایشه رضی الله عنها په دغو علومو کې داسې اوچتی مرتبی ته رسیدلی وه د هغې په
زمانه کې څوک ورسره نه شو برابریدلی .
نو ددغه روایت څخه دا معلومه شوه چې ښځې کولاې شی علمی اوچتو مرتبو ته ورسیږی او دا
هم معلومه شوه چې ښځې کولاې شی چې د طب علم حاصل کړی او کولاې شی چې هغه شعرونه چې
خلک دیانت او خوش اخلاقی او پاک لمنی ته رابلی ووائې اوې ليكې او نشر يې کړی .
اوم حديث : جلیل القدر صحابی ابو موسی اشعری رضی الله عنه فرمایلی :
(( ما اشکل علينا اصحاب رسول الله صلی الله عليه و سلم حديث قط فسالنا عايشه الا
وجد نا عندها منه علما ))
((ترمذی صفحه ۲۲۷ جلد ۲، مشکاة صفحه ۵۷۴))
ژباړه : په هره مشکله مساله کې به چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم صحابه کرام د
عایشه رضی الله عنها څخه پوښتنه کوله نو دهغی سره به د هغې مسالې په باره کې
معلومات موجود و.
اتم حديث :
امام ابن شهاب زهری رحمه الله فرمایي : (( لو جمع علم الناس کلهم و ا مهات المؤمنين
لکانت عايشه اوسعهم علما))
(( مستدرک الحاکم صفحه ۱۱ جلد ۴))
ژباړه: که د ټولو صحابه کرامو علم د رسول الله صلی الله علیه و سلم د نورو بیبیانو
د علم سره ځاې کړی شی نو بیا به هم د عایشه علم د دوې څخه زیات وی.
نو ددې خبرې نه معلومه شوه چې ښځې په اسلام کې څومره اوچتو علمی مرتبو ته رسیدلی وو.
نهم حديث :
جلیل القدر صحابی عبدالله بن عباس رضی الله عنها روایت کوی چې رسول الله صلی الله
علیه و سلم داسې فرمایلی : (( من عال ثلث بنات او مثلهن من الاخوات فادبهن و رحمهن
حتی يغنيهن الله اوجب الله له الجنة فقال رجل يا رسول الله او اثنتين قال اواثنتين
حتی لو قالوا او واحدة لقال واحدة))
((رواه البغوی فی شرح السنة، مشکاة صفحه ۴۲۳))
ژباړه: چا چې د دریو لورګانو یا خو یندو ساتنه او خدمت وکړو او هغوې ته يې ښه ادب
وروښودلو او پر هغوې يې رحم وکړو تر دی چې دوې خاوندان کړی او یا وفاتی شی نو الله
تعالی دغه کس خامخا جنت ته ورداخلوی نو یو سړی وویلی چې یا رسول الله که چا د دوو
لورګانو یا خویندو حفاظت او خدمت وکړی نو هغه لپاره هم جنت شته؟ نو رسول الله صلی
الله علیه و سلم وفرمایل چې هو، عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمایي که خلکو رسول
الله صلی الله علیه و سلم ته د یو لور یا یو خور خبره کړای وای نو رسول الله صلی
الله علیه و سلم به هم دوې ته د جنت خبره کړای وای.
نو ددغه حدیث څخه معلومه شوه چې ښځو ته ښه ادب ورکول او پر هغوې رحم کول د جنت د
داخلیدو سبب دی .
لسم حديث :
عبداالله بن عباس رضی الله عنه فرمایلی چې رسول الله صلی الله علیه و سلم به د وعظ
او نصیحت څخه وروسته داسې وویلی (( الا ليبلغ الشاهدالغايب))
((رواه البخاری صفحه ۲۱ جلد ۱))
ژباړه: خبر اوسی څوک چې حاضر دی هغوې دی زما خبرې غیر حاضرو ته ورسوی.
او څرنګه چې به اکثره وختونه نارینه د رسول الله صلی الله علیه و سلم مجلسونو کې
حاضر وه او زنانه به کورنی کارونو کې مصروفی وی نو ځکه رسول الله صلی الله علیه و
سلم نارینه و ته امر وکړو چې زما خبرې تاسو غیر حاضرو ته چې په هغو کې زنانه هم دی
ورورسوی.
يوولسم حديث :
جلیل القدر صحابی انس بن مالک رضی الله عنه روایت کوی چې رسول الله فرمایلی دی : ((
طلب العلم فريضة علی کل مسلم )) و فی رواية و مسلمة)
((رواه البیهقی و ابن ماجه ، مشکاة صفحه ۳۴))
ژباړه: طلب د علم فرض دی پر هر مسلمان باندې که نارینه وی او که زنانه وی
نو ښځې کولاې شی چې هر هغه علم زده کړی چې د دین او دنیا په کارونو کې ورته ضرورت
وی خو په دی شرط چې د دوې عفت او عزت ته څه خطر متوجه نه شی.
دولسم حديث:
امام ذهبی رحمه الله داسې فرمایي : (( و ما علمت من النساء من اتهمت و لا من ترکوها
))
((میزان الاعتدال صفحه ۶۴ جلد ۴))
ژباړه: د رسول الله صلی الله علیه و سلم د احادیثو په ښځو راویانو کې داسې ښځه نشته
چې په هغې باندې د دروغو تهمت ویل شوی وی او یا د هغې حدیث پریښودل شوی وی.
یعنې دغه ټولی راویانی دومره نیکانی وی چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم احادیث
يې په پوره ا مانت سره خلکو ته رسولی دی لکه عایشه رضی الله عنها چې د رسول الله
څخه دوه زره او دوه سوه اوولس احادیث يې روایت کړیدی او همداسی نوری ښځې نو ددغو
ټولو پورتنیو احادیثو څخه معلومه شوه چې د اسلام مقدس دین د ښځو تعلیم ته خاص توجه
او اهتمام کړیدی.
نو د هر چا نه مخکې اول د انجلۍ په مور او پلار یا د ښځې په خاوند باندې لازم دی چې
هغوې ته تعلیم ورکړی او که مور او پلار یا خاوند هغوې ته تعلیم نشی ورکولی نو بیا
ښځه حق لری چې د خپل دینی ضروریاتو د زده کړی لپاره د کور څخه بهر ووځی خو دا په دی
شرط چې د هغې عفت او عزت ته کوم خطر متوجه نه وی او دا ځکه چې د ښځې د عفت او عزت
خبره د تعلیم څخه زیاته مهمه ده او که ښځه د کور څخه بهر د تعلیم لپاره وځی نو باید
د هغې سره خپل یو محرم موجود وی او یا د ښځو د یوی ډلی سره دی ځان یو ځاې کړی تر څو
د هغې عفت ته څه زیان ونه رسیږی.
((فتاوی النوازل لابی اللیث السمرقندی صفحه ۲۸۵))
ديارلسم حديث :
جلیل القدر صحابی عرباض بن ساریه رضی الله عنه روایت کوی چې رسول الله صلی الله
علیه و سلم داسې فرمایلی : (( ان الرجل اذا سقی امراته من الماء اجر قال فاتيتها
فسقيتها و حدثتها بما سمعت من رسول الله صلی الله عليه و سلم ))
((رواه احمد فی مسنده الفتح الربانی صفحه ۲۳۳ جلد ۱۶))
ژباړه: سړی چې کله خپلې ښځې ته د څکلو اوبه ورکړی نو هغه ته اجر ورکول کیږي نو دغه
صحابی وایی چې زه خپلې ښځې ته لاړم او هغه ته می د څکلو اوبه ورکړی او هغې ته می د
رسول الله صلی الله علیه و سلم حدیث بیان کړو .
ددغه حدیث څخه معلومه شوه چې د ښځې خاوند به خپلې ښځې ته د ښو خبرو او ښو کارونو
ښودنه کوی لکه چې دغه جلیل القدر صحابی خپلې ښځې ته د رسول الله حدیث بیان کړو.
او همدارنګې ددغه حدیث څخه معلومه شه چې هر چاته د پیغمبر صلی الله علیه و سلم حدیث
ورسید نو باید پر هغه باندې زر تر زره عمل وکړی لکه چې دغه صحابی وکړو.
۲۹- د پيغلو په ودولو کې ځنډ کول :
زمونږه په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو دا کیږی چې په ډیرو کورنیو کې د پیغلو په نکاح
کې زیات ځنډ کیږي سره ددې نه چې د پیغلې غوښتونکی ډیر وی خو د مور او پلار یا نورو
خپلوانو له طرفه د هغوې غوښتنه په مختلفو بهانو باندې رد کیږي او پیغله بی چاره د
شرم او حیاء او یا ویری له کبله هیڅ نه وایی او که پیغله څه ووايې نو هغه رټل او
وهل کیږي نو دغه عمل پر پیغلو باندې یو ظلم دی او هر قسمه ظلم په اسلام کې حرام دی
بلکی پیغله پخپل مور او پلار یا بل ولې باندې دا حق لری چې د پیغلتوب څخه وروسته د
هغې نکاح د یو مسلمان او دیندار او حق پیژندونکى شخص سره د هغې په خوښه وتړی او په
دغه کار کې ځنډ او وروسته والی کول ګناه او د الهی عذاب سبب دی
رسول الله صلی الله علیه و سلم په دی باره کې داسې فرمایلی : (( ثلاثة لا تؤخرهن
الصلاة اذا اذنت والجنازة اذا حضرت والايم اذا وجدت کفوا))
((رواه احمد فی مسنده الفتح الربانی صفحه ۱۶۳ جلد ۱۶))
ژباړه: درې شیان مه وروسته کوی او ځنډ پکې مکوی د لمونځ ادا کول چې کله اذان وشی او
د مړی د جنازی لمونځ ....... او د پیغلې په نکاح ورکول چې سیال يې پیدا شی .
نو ددغه مبارک حدیث څخه معلومه شوه چې کله انجلۍ پیغله شی نو باید د هغې په ودولو
کې ځند ونشی کله چې د هغې په خوښه سیال هغه وغواړی.
۳۰- د نکاح د حق څخه د ښځو محرومول:
زمونږه په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو باندې دا کیږي چې په بعضو کورنیو کې پیغلې او
کونډی ښځې د نکاح د حق څخه محرومولی شی تر دی چې د هغوې د سر ویښته د پلار په کور
کې سپین شی .
نو دغه عمل ناروا او د شریعت خلاف او پر ښځو یو ظلم دی ځکه چې رسول الله صلی الله
علیه و سلم فرمایلی : (( النکاح من سنتی فمن رغب عن سنتی فليس منی ))
((بخاری صفحه ۷۵۷ جلد ۱ ، مسلم صفحه ۴۴۹ جلد ۲))
ژباړه : نکاح کول زما د سنتو څخه دی او چا چې زما د سنت څخه مخ واړاوه نو هغه زما د
ډلی څخه نه دی.
همدارنګه نکاح کول نیمایی دین دی او څوک چې د نکاح څخه اعراض کوی نو ګویا هغه د
نیمایی دین څخه اعراض کوی ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی دی : ( اذا
تزوج العبد فقد استکمل نصف الدين فليتق الله فی النصف الباقی )
((رواه البیهقی فی شعب الایمان ، مشکاة صفحه ۲۶۸))
ژباړه: چې کله یو بنده واده وکړی نو خپل نیمایی دین يې کامل کړو نو په بل نیمایی کې
دی د الله نه وویریږی ( چې هغه فاسد نکړی)
او په بل حدیث کې جلیل القدر صحابی انس رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه و
سلم څڅه داسې روایت کړیدی : (( مکتوب فی التوراة من بلغت ابنته اثنتی عشرة سنة و لم
يزوجها فاصابت اثما فاثم ذلک عليه))
(( رواه البیهقی فی شعب الایمان مشکاة صفحه ۲۱۷))
ژباړه : په تورات کې دا لیکل شوی دی چې که د چا لور دولس کلنه شوه او هغه يې واده
نکړه او بیا د هغې نه ګناه وشو نو د هغې ګناه يې به د هغې د پلار په غاړه وی .
علماء فرمایي چې کیداشی د موسی علیه السلام په زمانه کې جینکی په دولس کلنۍ کې
بالغیدل.
او په بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه و سلم داسې فرمایي : ((اذا خطب اليکم من
ترضون دينه و خلقه فزوجوه الا تفعلو تکن فتنة فی الارض و فساد عريض))
(( ترمذی ، مشکو صفحه ۲۶۷))
ژباړه : چې کله ستاسو په لور یا خور باندې داسې یو شخص مرکه وکړی چې تاسې د هغه د
دیانت او اخلاقو څخه راضی وی نو د هغه غوښتنه ومنی او لور یا خور مو ورته په نکاح
کړی او که دا کار ونکړی نو په ځمکه کې به لویه فتنه او زیات فساد رامینځ ته شی
یعنې چې کله د چا په لور یا خور باندې کوم نیک سړی مرکه وکړی او د هغې خوښه وه باید
د هغوې نکاح وشی او ځنډ کول پكې ناروا دی.
نو پیغلې یا کونډی ښځې د نکاح د حق څخه محرومول او یا د هغوې د نکاح وروسته کول او
په هغه کې ځنډ کول ناروا عملونه دی او پر ښځو باندې ظلم دی او باید ددغه کار څخه هر
مسلمان ځان وساتی.
۳۱- د ښځو نه خپل جنسی عيب پټول او هغوې شکايت ته نه پريښودل:
زمونږ په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو باندې دا کیږي چې بعضې دوکه باز او دروغجن سړی
چې په جنسی کمزوريو باندې اخته وی غواړی د واده تر نامه لاندې یوه ښځه پخپل اسارت
کې ننه باسی بغیر ددې نه چې د هغې د جنسی حق په باره کې فکر وکړی او د مرکی په وخت
کې د دوکی او دروغو څخه استفاده کوی او ځان داسې ښایی چې ګوندی دی د جنسی لحاظه روغ
او جوړ دی او بیا چې کله واده وکړ ي نو د غیرت تر نامه لاندې خپله ښځه د شکایت څخه
هم منعه کوی او په دی طریقې سره د هغې بیچاره ښځې ټول ژوند خراب او هغه د جنسی حق
او د اولاد د نعمت څخه محرومه کړی او کله کله داسې حالات مینځ ته راځی چې دغه
بیچاره ښځه د سخت قهر او غم له وجی نه خودکشی وکړی او یا خپل میړه ووژنی او یا د
فحشاء کارونو ته مخه کړی.
نو ځکه دا دوکه او دروغ د ښځې سره یو لوی ظلم او جنایت دی او دغسی عملونه په اسلام
کې ناروا او د الله تعالی د لعنت اسباب دی ځکه چې الله تعالی فرمايی : ((فنجعل لعنت
الله علی الکاذبين))
ژباړه: مونږه ګرځوو لعنت د الله په دروغجنانو باندې
او رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی : ((ملعون من ضار مؤمنا اومکر به))
(( رواه الترمذی، مشکوة ۲۲۸))
ژباړه: ملعون دی هغه کس چې مؤمن ته ضرر رسوی او یا هغه دوکه کوی.
او په بل حدیث کی داسې فرمایي : (( الفاجر خب لئيم))
((احمد، ترمذی، ابو داود، مشکاة ۴۳۲))
ژباړه: دوکه ورکول او رذالت د بد کار انسان صفتونه دی.
یعنې فاجر انسان به دوکه باز او رذیل وی
نو هیڅ یو نارینه ته روا نه دی چې د مرکی په وخت کې خپل جنسی کمزوری یا بل ضرری عیب
پټ کړی.
او که کوم یو کس په جنسی کمزوری یا بل مرض اخته وه خو د دروغ او دوکی څخه يې
استفاده وکړه او واده يې وکړو نو بیا ښځه د ناخوښې په صورت کې حق لری قضاء ته ورشی
او د جدایی غوښتنه وکړی.
۳۲- د ديانت له پلوه کمزوری او بد اخلاقه شخص ته خپل لور يا
خور په نکاح ورکول :
زمونږه په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو باندې دا کیږي چې په اکثرو کورنیو کې د پیغلې
مور او پلار یا ورور یا بل ولې د پیغلې د غوښتونکی دیانت او اخلاق ته نه ګوری بلکې
دوې د هغه چا غوښتنه ښه منی چې مالدرا یا قدرتمند وی اګر که د دیانت له پلوه کمزوری
او بد اخلاقه وی او په دی طریقې سره دوې ددغې پیغلې دیانت د خطر سره مواجه کوی او
دا ځکه چې که پیغله دینداره او د ښو اخلاقو خاونده وی او میړه يې بد اخلاقه او د د
یانت له پلوه کمزوری وی نو حتمی ده چې دغه پیغله به دهغه د دینی کمزوری او بد
اخلاقی تر تاثیر لاندې راځی او د وخت په تیریدلو سره به دغه پیغله بی چاره هم د
دیانت او اخلاق له پلوه کمزوری کیږی چې ددې بد اثر بیا د دوى په کورنی او ټولنه
باندې هم پریوځی نو ځکه د اسلام مقدس دین امر کړیدی چې تاسو د ښو اخلاقو والا او
دیندار سړی مرکه پخپله لور یا خور باندې قبوله کړی او که دا کار ونکړی نو د ځمکی په
سر به لویه فتنه او زیات فساد پیدا شی رسول الله صلی الله علیه و سلم داسې فرمایلی
: (( اذا خطب اليکم من ترضون دينه و خلقه فزوجوه الا تفعلوا تکن فتنة فی الارض و
فساد عريض ))
(ترمذی صفحه ۲۰۷ جلد ۱ ، مشکاة صفحه ۲۶۷)
ژباړه: چې کله ستاسو لور یا خور دیندار او د ښو اخلاقو والا شخص وغواړی نو هغه ورته
په نکاح کړی او که دا کار ونکړی نو د ځمکی په سر به لويه فتنه او لوې فساد پیدا شی.
بلکې د اسلام مقدس دین مسلمانان دی ته تشویق کړیدی چې پلار یا ورور ته پکار دی چې
خپله لور یا خور دیندار او ښو اخلاقو والا شخص ته پخپله د نکاح لپاره پیشکش کړی او
امام بخاری رحمه الله په دی باره کې پخپل کتاب کې داسې باب ایښی دی چې (( باب عرض
الانسان ابنته او اخته علی اهل الخير))
(صحیح بخاری صفحه ۷۶۷ جلد ۲)
ژباړه: باب دی په دی باره کې چې مسلمان ته پکار دی چې خپله لور یا خور عالمانو او
نیکانو خلکو ته د نکاح لپاره پیشکش کړی.
او بیا يې په دغه باب کې د عمر بن الخطاب رضی الله عه حدیث ذکر کړیدی چې هغه داسې
ویلی: ((اتيت عثمان بن عفان فعرضت عليه حفصة فقال سانظر فی امری فلبثت ليالی ثم
لقينی فقال قد بدا لی ان لا اتزوج يومی هذا فقال عمر فلقيت ابابکر الصديق فقلت ان
شئت زوجتک حفصة بنت عمر فصمت ابو بکر فلم يرجع الی شيئا و کنت اوجد عليه منی علی
عثمان فلبثت ليالی ثم خطبها رسول الله صلی الله عليه و سلم فانکحتها اياه))
(بخاری صفحه ۷۶۸ جلد ۲، نسایی صفحه ۷۴ جلد ۲)
ژباړه: عمر بن الخطاب رضی الله عنه فرمایي چې زه عثمان بن عفان رضی الله عنه ته
لاړم او خپله لور حفصه رضی الله عنها می ورته د نکاح لپاره پیشکش کړه نو هغه وویل
چې زه به فکر وکړم نو ما څو شپې صبر وکړو نو چې بیا راسره عثمان رضی الله عنه مخامخ
شو نو راته يې وویل چې زه اوس واده نه کوم عمر رضی الله عنه فرمایي چې ما بیا د ابو
بکر الصدیق سره ملاقات وکړو او هغه ته مې وویل چې که خوښه دې وې نو حفصه رضی الله
عنها به تاته په نکاح کړم نو ابوبکر صدیق رضی الله عنه چپ شو او هیڅ جواب يې رانکړو
نو په دی باندې می د عثمان رضی الله نه زیات غصه راغی نو بیا چې څو شپې تیری شوی
رسول الله صلی الله علیه و سلم زما په لور حفصه باندې مرکه وکړه نو هغه ته می په
نکاح کړلو.
نو ددغه حدیث څخه معلومه شوه چې عالمانو او نیکانو خلکو ته خپله لور یا خور د نکاح
لپاره پیشکش کول ډیر ښه او غوره کار دی او دا هم معلومه شوه چې دغه کار یو شرعي کار
دی او د عیب او پیغور کار نه دی بلکې دغسی کار مضبوط ایمان وا لا او د الله نیکان
بندګان کوی خو ډیر د تاسف خبره داده چې دغه غوره او شرعي عمل زمونږه په ټولنه کې
عیب او د پیغور خبره ګڼل کیږي .
امام حافظ ابن حجر عسقلانی رحمه الله ددغه حدیث په شرحه کې داسې فرمایي : (( و فيه
عرض الانسان بنته و غير ها من مولياته علی من يعتقد خيره و صلاحه لما فيه من النفع
العايد علی المعروضة عليه و انه لا استحياء فی ذلک و فيه انه لا باس بعرضها عليه و
لوکان متزوجا لان ابا بکر کان حينيذ متزوجا))
(فتح الباری صفحه ۲۲۲ جلد ۹)
ژباړه: په دغه حدیث کې دلیل دی ددې لپاره چې مسلمان ته پکار دی چې خپله لور یا بله
ښځه چې دده تر ولایت لاندې وی هغه چاته د نکاح لپاره پیشکش کړی چې عالم او نیک شخص
وی او دا ځکه چې په دغه کار کې دغې ښځې ته ګټه ده او ددغه حدیث څخه دا هم معلوم شو
چې په دغه کار کې شرم پکار نه دی .
همدارنګې ددغه حدیث څخه دا هم معلومه شوه چې که یو عالم او نیک سړی ښځه هم ولری نو
بیا هم څه باک نشته چې سړی دی خپله لور یا خور ورته د نکاح لپاره پیشکش کړی او دا
ځکه چې کله عمر بن الخطاب رضی الله عنه خپله لور ابوبکر الصدیق ته د نکاح لپاره
پیشکش کړو نو ابو بکر الصدیق رضی الله عنه په دغه وخت کې بله ښځه هم درلودله بلکې د
اسلام مقدس دین دا هم جایز کړی دی چې ښځه دی پخپله یو صالح مسلمان سړی ته ځان د
نکاح لپاره پیشکش کړی او امام بخاری په دغه موضوع کې داسې باب ایښی دی چې : (( باب
عرض المراة نفسها علی الرجل الصالح))
(بخاری صفحه ۷۶۷ جلد ۲)
ژباړه: باب دی په دی باره کې چې ښځې ته روا دی چې یو نیک شخص ته ځان د نکاح لپاره
پیشکش کړی
او بیا يې ددغه باب لاندې د انس رضی الله عنه دغه حدیث ذکر کړ یدی چې (( جاءت امراة
الی رسول الله صلی الله عليه و سلم تعرض عليه نفسها))
(( بخاری صفحه ۷۶۷ جلد ۲، نسایی صفحه ۷۵ جلد ۲))
ژباړه: یوه ښځه رسول الله صلی الله علیه و سلم ته راغله او خپل ځان يې هغه ته د
نکاح لپاره پیشکش کړه
نو خپل لور یا خور فاسق او بد اخلاقه شخص ته په نکاح ورکول پر هغې باندې یو لوی ظلم
دی امام شعبی رحمه الله په دی باره کې داسې فرمایي : (( من زوج کريمته من فاسق فقد
قطع رحمها))
(( تذکره الموضوعات صفحه ۱۲۷))
ژباړه: چا چې خپله لور یا خور فاسق سړی ته په نکاح کړ ه نو ګویا د هغې سره يې
خپلولی وشکوله
یعنې فاسق سړی ته خپله لور یا خور ورکول د خپلولی د شکولو غوندې لویه ګناه ده یعنې
ددې پیغلې د خپلولی حق خو دا وه چې هغه يې باید یو نیک او دیندار سړی ته ورکړای وای
خو پلار یا ورور يې د هغې دغه حق تر خپو لاندې کړه او د لورولی یا خورولی د قرابت
هیڅ لحاظ يې ونه کړلو.
۳۳- ښځه په قرض يا قمار کې ورکول:
زمونږ د ګران هیواد په بعضو مناطقو کې یو غیر انسانی او غیر اسلامي کار دا کیږي چې
بعض خلک خپلې لورګانی یا خويندې خپل قرضدار ته په قرض کې ورکوی او بعضې خلک چې کله
قمار ووهی او په هغه کې تاوان وکړی نو بیا خپله ښځه یا لور یا خور د قمار ګټونکی ته
ورکوی.
نو دغسی عملونه یو جنایت او لوی ظلم دی پر ښځو باندې او دا یو غیر انسانی او غیر
اسلامي کار دی او هیڅ یوه ښځه بغیر د شرعي نکاح او خوښې څخه بل چاته نه ورکول کیږي
او که کومه ښځه په قرض یا قمار کې چاته واده کړی شی نو دهغی نکاح نه کیږی.
نو ددغه ډول اعمالو کوونکی ظالمان او د الله تعالی په لعنت اخته دی الله تعالی
فرمایي : (( الا لعنة الله علی الظالمين))
(( سورة هود ایت ۱۸))
ژباړه: خبردار لعنت د الله په ظالمانو باندې دی
۳۴- ښځو باندې کار کول او نارينه په کور کې کښيناستل :
پر ښځو باندې یو بل ظلم دادی چې زمونږ د ګران هیواد په بعضو مناطقو کې دا رواج دی
چې ښځې به د کور د داخل او خارج ټول سخت کارونه کوی لکه د لری ځايونو څخه د څکلو د
اوبو او د خاشاک راوړل د څارویو څرول او هغوې ته واښه ریبل او راوړل د زراعتی ځمکو
قلبه کول او په هغه کې فصل کرل او ریبل د غیره کارونه
خو سړی به يې خپل وخت په کور او یا مهمانخانو کې په خوب یا چیلم او یا سندرې
اوریدلو او نورو بی فایدی کارونو کې تیروی نو دغسی اعمال د اسلامي ت او انسانیت
خلاف دی او دا ځکه چې اسلام امر کړیدی چې پر ښحو باندې شفقت وکړی او پر هغوې باندې
يې د ظلم څخه سخته منع کړیدی لکه دچی مخکې وویل شو.