مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دنازو انا یاد

اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد

د يونس د يوې معما حل

د دولسمې هجري سدۍ په لومړۍ نيمايي کې د پښتو ژبې يو شاعر و، محمد يونس نومېده، دېوان يې درلود، دده د دېوان يوه خورا نفيسه او طلا کاره خطي نسخه د افغانستان د پايتخت (کابل) د پاچاهۍ ارګ په کتابتون کې خوندي وه، دا نسخه د فيض طلب خان اشنغري(1) په پرمايښت پېښوري خطاط زين الدين(2) په ١١٧٦هـ.ق کال کښلى وه. (3) ددغې نسخې له مخې څخه د يونس دېوان په ١٣٥٦ل (١٩٧٧ع) کال د پښتو ټولنې له خوا د کابل په دولتي چاپخانه کې چاپ شوى دى، خطاط يې نصير هنر پښتون دى، سريزه او حاشيه ښاغلي څېړندوى (سرمحقق) عبدالله خدمتګار بختاني پرې ليکلې ده او دده په قول يې له خپله انده سره د متن ځينې تېروتنې هم سمې کړي او سهي کړې دي(4) ښاغلى څېړندوى خدمتګار په سريزه کې دا هم ليکلي دي:
(( ( په اصل کې) دعلت د تورو هېڅ مراعات نه دى سوى ناسخ کله ليکلي دي کله نه، موږ د ليک دغه برخه هم د چاپي نسخې لپاره سمه کړې ده.)) (5)
د يونس ددغه چاپي دېوان په دولسم مخ کې د شپاړسمې غزلې مقطع داسې چاپ شوې ده:
(( چه سل شپږ پنځوس و دوه اويا دوه نام که
هــغــه يــــوه ګـــڼه يــونــسه پـــه ابـــجبــد ستا))
دا بيت يوه معما ده او له معموله سره سم هېڅ ناسخ حق نه لري چې په معما کې لاس ووهي او د خپل وخت له ليک دود سره يې سمه کړي، خو ما باور نه درلود چې دغه معما به د يونس په چاپي دېوان کې له لاس وهلو خوندي پاته سوې وي، ځکه مې نو د يونس د دېوان خطي نسخه وکتله، هلته چې دا بيت د شپاړسم مخ درېيم بيت دى، ما وليد، چې د چاپي نسخې ((دوه)) ((دوه)) کلمو پرځاى په دغه خطي نسخه کې ((دو)) ((دو)) ليکلي دي، زما په خيال د بيت په لومړي نيم بيتي کې د دوهم ((دو)) تحريف د معما حل ته څه کړکېچ هم ورپېښ کړى دى.
د يونس په دېوان کې نورې معماوې هم شته، ددغو معماوو حل ته تر ټولو دمخه د څمکنو ميامحمدي صاحبزاده رحمة الله عليه (١٢٢٠ هـ ق مړ) ځير سوى او د ځينو معماوو حل ته يې وخت موندلى دى، خو زموږ تر بحث لاندې معما په هغو معماوو کې ده، چې نوموړى ميامحمدي صاحبزاده(رح) نه ده حل کړې او د يونس د چاپي دېوان حاشيه ليکونکى ښاغلى څېړندوى خدمتګار د دولسم مخ په پنځمه حاشيه کې ددغې معما د پرانيستلو په باب داسې کښلي دي:
(( دا بيت هم د يونس په نامه معما ده(6) او په دې توګه حلېږي: که يو سل و شپږ پنځوس له دو اويا سره يوځاى کړو، نو دوه سوه اته ويشت ترې راوځي، که د ابجد کلمې تورى (اب ج د) د ابجد په حساب وګڼو لس ترې جوړېږي، چې دا لس په پورتني عدد واچوو دوه سوه اته دېرش کېږي، د يونس د کلمې تورى (ى و ن س) د ابجد په حساب يو سل و شپږ ويشت کېږي چې دوه ځلې يې وګڼو نو هماغه دوه سوه اته دېرش ترې جوړېږي، يعنې:
١٥٦+ ٧٢+ ١٠= ٢٣٨ تقسيم (٢)= ١٢٦= ((يونس))
زما خيال دادى، چې د ښاغلي څېړندوى خدمتګار د فکر نوکانو د يونس ددغې معما غوټه ښه نه ده سپڼلې، دده په حل کې يوه کمزوري او يوه تېروتنه سته، کمزوري يې داده چې د تاريخي مادې د عددونو (١٥٦+٧٢) پر مجموعه (٢٢٨) باندې چې يې د ابجد کلمې ابجدي ارزښت يعنې لس زيات کړى دى، د هغه لپاره هېڅ قرينه نه شته او نه ده ښوولې ده، تېروتنه يې داده چې د دوه سوه اتو دېرشو نيمايي يو سل و شپږ ويشت نه کېږي، بلکې يوسل و نولس کېږي يا په بل عبارت د يونس د نامه ابجدي ارزښت، چې يوسل و شپږ ويشت کېږي که دوه چنده کړو، دوه سوه دو پنځوس ځنې جوړېږي، مګر د تاريخي مادې لپاره د ښاغلي څېړندوى خدمتګار تکميلي عدد دوه سوه اته دېرش دى(7) چې تر دوو سوو دوه پنځوسو څوارلس کمېږي او محتاج اليه عدنه پوره کوي. د يوه پېښوري ليکوال ښاغلي قلندرخان مومند هم دغې تېروتنې ته پام شوى او په يوه مقاله کې يې چې د يونس د دېوان شهادت يې عنوان دى ددغې معما د پورتني حل تېروتنه داسې په ګوته کړې ده:
(( دا حساب په دې لحاظ بېخي غلط دى، چې د يونس د نامه (8) عدد چې دوه ځلې وشمارلى شي نو دوه سوه دو پنځوس ترې جوړېږي او چې د شعر دوه سوه اته دېرش په دوو ووېشلى شي نو يو سل و نولس کېږي.))(9) ددې تېروتنې د ښوولو په څنګ کې ښاغلى قلندر خان مومند د معما هغه حل هم وړاندې کوي، چې ده را ايستلى او په خپل خيال يې سهي ګڼلى دى، په دغه باب د نوموړي ليکنه داسې ده:
(( په دې شعر(10) کې د يونس د اب (پلار) او جد (نيکه) د نومونو عدد ښيلى شوي دي(11) که د ترتيب په رعايت سل شپږ پنځوس د هغه د پلار نوم دى نو دوه اويا يې د نيکه نوم دى او که د شعر وزن له کبله ترتيب ساقط شوى وي، نو بيا دو اويا يې د پلار او سل شپږ پنځوس يې د نيکه نوم دى...
د شعر مضمون کې ((دوه نام)) هم په دې دلالت کوي، چې يو سل و شپږ پنځوس او دوه اويا دوه نومونه دي، (اوس نو څېړنه په کار ده چې) دا يو سل شپږ پنځوس او دوه اويا د چا نومونه دي؟ هسې خو ددې عددونو ځينې ډېرې نامې جوړېدى شي خو هر کله چې د دېوان په حاشيه دمعمو حل د محمدي په دستخط شوى دى، نو په کار دي، چې ددې عدد اولنى تعلق ((محمدي)) سره فرض کړى شي او په دې لحاظ چې موږ حساب وکړو، نو محمدي جان ټيک يوسل و شپږ پنځوس راووځي او دا هم حسن اتفاق دى، چې د احمد جيو اعداد دوه او يا دې له دې نومونو سره د جان او جيو لاحقي دا څرګندوي چې احمد جيو مشر او محمدي جان کشر دى، نو په دې حساب احمدجيو د يونس نيکه او محمدي جان د هغه د پلار نوم کېدى شي او که د دوه او يا نه مطلب يو سل و څلوېښت واخيستى شي نو سل شپږ پنځوس نه يوسف او سل و څلوېښت نه يسع راوتى شي(12) چې د يونس په شان د هغو نبيانو نومونه دي چې قران کريم کې يې ذکر راغلى دى.))
زموږ تر بحث لاندې معما چې ښاغلي قلندرخان پر دوو برخو وېشلې او د يونس شاعر د پلار و نيکه نومونه يې ترې زېږولي دي، ماته د بيا غور وړ ښکاري، زه ګومان کوم د ((نام)) په کلمه کې چې کومه توريه سته، هغې د ښاغلي قلندر خان فکر له لارې ايستلى او د ((نام)) غير مقصودي مګر نژدې معنا ته يې متوجه کړى دى، وړاندې تر هغه چې ددغې معما په باب زما حل، د مقالې ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړم لازمه بولم د ((نام)) کلمې پر توريه او ايهام وغږېږم ځکه چې زما په حل کې ددغې توري لويه برخه شته:
نام کلمه د عربي ((اسم)) په معنا په خورا جزوي بدلون په ډېرو انډو اروپايي ژبو کې باب ده، حتى په جاپاني ژبه کې هم name د نامه معنا لري، زما په خيال په دغه تر بحث لاندې معما کې د نام کلمې دغه معنا غير مقصوده معنا ده.
((نام)) ( د ميم په زور) په عربي ژبه کې د ((بيده سو)) معنا لري په عربو کې متل دى: نام عصام ساعة الرحيل. يعنې عصا د کوچ په وخت کې بيده شوه (13) عربان خوب ته نوم وايي، د نوم بله معنا بيده کېدل دي چې ((غشى)) يې هم بولي، نائمه مرګ ته هم ويل کېږي(14) عربان وايي نومت النار يعنې اورمړ شو، نومت الابل: اوښ مړ شو، نومت الريح: باد ودرېدى، (نومه) او (نوم) د ګمنام او بې اعتباره سړي معنا لري، نام الثوب: جامه زړه شوه، نامت السوق: د پلاني شي بازار ولوېدى ارزانه شو، څوک يې نه رانيسي د نوم کلمې دغه وروستي معنا ګانې مجازي دي(15) .
زما په خيال په دغه تربحث لاندې معما کې د نام کلمې د عربي معنا مجازي اړخ مقصوده ده خو دا معنا يې دومره لرې پرته ده چې د ډېرو ادبي څېړونکو له سترګو يې ځان نهام کړى دى او بې له ډېره تتبعه چاته اسانه په لاس نه ورځي.
د يونس ددغې معما حل زما په خيال داسې دى: تاريخي ماده يوازې په لومړي نيم بيتي کې ده، دوهم نيم بيتى په تاريخي ماده هېڅ اړه نه لري.
د لومړي نيم بيتي سل شپږ پنځوس او دواو يا چې سره يوځاى کړو دوه سوه اته ويشت لاسته راځي، ( دمرګ، ګمنامۍ، بې اعتبارۍ، نام قرينه ده، چې په عربي کې مجازا ارزاني، کوټه کېدلو (کساد) معناوې لري او دلته د نفى، ايسته کولو، له منځه وړلو او له اعتباره لوېدلو حکم کوي موږ به ددغه حکم (دونام که) په اغېزه د ((دو کلمې يونس ابجدي ارزښت چې لس دى، له دوو سوو اتوويشتو څخه وباسو دوه سوه اتلس به پاتې شي(16) او د محمد ابجدي ارزښت چې لس دى، لاس ته راسي، د معما د حل صورت به په اعدادو داسې وي:
١٥٦+ ٧٢= ٢٢٨- (دو=١٠) = (٢١٨= محمديونس). په پاى کې ددغې معما د حل په باب، د پښتو ادب د ښاغلو څېړونکو نظرونو لار څارم، په درناوي.
 

لمن لیکونه :

(1) د اشنغر د سيمې لوى خان فيض طلب خان محمد زي ( دتاريخ احمدشاهي محمود زي) د عبدالصمد خان (١١٧٤ هـ ق شهيد) درانى احمدشاه (٤١٩مخ) کې فيض تالاب خان چاپ سويدى، د سمون وړ املايي تېروتنه ده، فيض طلب خان د پلار تر مرګ (١١٧٤هـ ق) وروسته، د لوى احمدشاه بابا(رح) (١١٦٠- ١١٨٦هـ ق) له خوا د اشنغر د خان په توګه ومانه سو، د تيمورشاه سدوزي د پاچاهۍ (١١٨٦- ١٢٠٧ هـ ق) تر وروستيو کلو پورې د اشنغر خاني دده وه، په پښتانه شعرا (١- ٢٠٢ مخ کې فيض طلب خان توپچي باشي ليکل شوى سهي خبره نه ده، فيض طلب خان توپچي باشي ( د پښتني شاعرۍ د دراني عايشې ځوانيمرګ زوى د يونس ددغه ديوان تر امتنساخ شپږ ويشت کاله وروسته (په ١٢٠٢هـ ق) په کابل کې زېږېدلى دى.
(2) د دولسمې هجري سدۍ په دوهمه نيمايي کې زين الدين د پېښور له نامتو خطاطانو څخه و، د پېښور د پښتو اکاډمۍ په کتابتون کې د سکندر خان خټک دېوان او د ټونک د پښتنو نوابانو په کتابخانه (اوس د ډهلي په موزيم) کې د ملا علم اپريدي دېوان دده په خط خوندي دى.
(3) د يونس د ديوان دغه نفيسه خطي نسخه اوس د افغانستان په ملي ارشيف کې ساتله کېږي. (و گ. فهرست نسخ خطي پشتو ارشيف ملى افغانستان ١١١گڼه ٧٥مخ)
(4) و گ. د يونس د دېوان سريزه دېرشم مخ.
(5) و ګورئ د يونس د دېوان سريزه يودېرشم مخ.
(6) د يونس د نامه يوه بله معما تر دغې وړاندې ( د چاپي دېوان په لسم مخ کې) تېره سوې ده.
(7) د معما د حل په عمليو کې يو عمل تکميلي نومېږي، د تکميلي عمل يو راز دادى چې تاريخي ماده د څو کلمو يا څو عددونو له يوځاى کولو څخه لاسته راشي.
(8) په اصل کې: نوم
(9) ددغه اقتباس په وروستۍ جمله کې چې د شعر کلمه راغلې ده، له هغه څخه د قلندرخان مراد د ښاغلي څېړندوى خدمتګار تکميلي عدد دى.
(10) له شعره څخه د قلندر خان مراد زموږ تر بحث لاندې بيت او معما ده.
(11) ښاغلى قلندرخان د خپل فکر په چاړه ابجد کلمه پر منځ دوه ځايه کړې ده له ((اب)) څخه يې د پلار او ((جد) څخه يې د نيکه معنا اخيستې ده، اب او جد دواړې عربي کلمې دي چې د پلار ونيکه معناوې لري.
(12) د پښتو په نومونو کې ((يسع)) ما تراوسه پورې نه دى اورېدلى، ښايي د پېښور په سيمو کې داسې نوم وي. (؟)
(13) و گ. فوائد الاداب فى الامثال والاقوال السائرة عندالعرب او مجمع الامثال ( د ابوالفضل ميداني تاليف.
(14) په عربو کې متل دى: النوم اخ الموت (وگ. خزينة الامثال) په دغه متل کې نوم (خوب) مشبه او قوت (مرګ) مشبه دى.
(15) و گ مخترالصحاح، صرائح، منتهى الارب فى لغات العرب، المنجد، لاروس المعجم ١٣٢مخ القاموس العصرى ٧٤٤مخ او نور...
(16) دغې عمليې ته تخرجه ويله کېږي، د يونس د نامه په دوو نورو معماوو کې هم دتخرجې له عمليې څخه کار اخيستل شوى دى. ( و گ. د يونس د چاپي دېوان ١٠- ١٨٨مخونه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery