دنازو انا یاد
اسمعيل يون
د هوتکيانو په باب چاپ شوي
پښتو کتابونه
(١١١٩- ١١٥١هـ ق) کلونه د هوتکيانو د واکمنۍ عصر دى. له نوموړې نېټې څخه بيا تر ننه
پورې د هوتکيانو د عصر د سياسي، فرهنګي او ټولنيزو پېښو په باب بېلابېل اثار ليکل
شوي دي. په دې کې د کورنيو ليکوالو اثار هم شته او د بهرنيو هغو هم. پر پښتو او دري
ژبو سربېره په انګليسي، جرمني، فرانسوي او روسي ژبو هم په دې برخه کې اثار ليکل شوي
دي.
زما د مقالې نوم دى، د هوتکيانو په باب چاپ شوي پښتو کتابونه. څرنګه چې پر ١٣٥٧ل
کال د ((هوتکيان کتابشناسى توصيفى)) په نوم يو کتابښود ترتيب شوى او په هغه کې يې
ټول هغه اثار چې د هوتکيانو په باب په پښتو، دري او هم په بهرنيو ژبو ليکل شوي،
معرفي شوي، نو زه د هغو کتابونو بيا معرفۍ څخه ډډه کوم، يوازې هغه اثر چې ((د
خپلواکۍ لمر څرک)) نومېږي او د هوتکيانو په باب نسبتاً جامع اثر دى او نوى چاپ شوى،
معرفي کوم. لومړى به په خپله د (هوتکيان کتابشناسى توصيفى)) اثر معرفي کړم او بيا
به ((د خپلواکۍ لمر څرک)).
هوتکيان کتابشناسى توصيفى:
دا د هغه اثر نوم دى، چې د محمد ابراهيم ستوده او احمدضيا مدرسې له خوا تاليف شوى
دى. دا کتاب پر ١٣٥٧ل کال د کابل پوهنتون له خوا د پوهنتون په چاپخونه کې چاپ شوى
دى. د کتاب د ټوکونو شمېر څرګند نه دى، خو د مخونو ټول شمېر يې ١٥٦ مخونو ته رسېږي.
په دې اثر کې هغه اثار، سرچينې او ماخذونه ښودل شوي، چې د هوتکو د سياسي او ادبي
کارنامو په باب په کې څه راغلي دي. د اثر په پيل کې د ((مقدمه)) په نوم په دوو
مخونو کې د پوهندوى دوکتور عبدالرشيد جليلي يوه ليکنه راغلې ده. ورپسې (( دهوتکيانو
توصيفي کتابښود)) په نوم په دوو مخونو کې د لوى استاد پوهاند علامه عبدالحى حبيبي
ليکنه راغلې، چې د کتاب پر څرنګوالي، لنډې خو جامع خبرې کوي. بيا د کتاب د څرنګوالي
په باب د ((پيشگفتار)) په نوم په لسو مخونو کې په خپله د محمد ابراهيم ستوده او
احمدضيا مدرسې خبرې راغلې دي.
دغه کتابښود په څلورو برخو کې سره اوډل شوى دى:
لومړۍ برخه: کتابونه او کتابګوټي (رسالې).
دويمه برخه: مجلې، جريدې او ورځپاڼې.
درېيمه برخه ضميمي:
١- د ملا خيرالله هوتک کتابښود، چې سرڅېړونکى محترم زلمى هېوادمل ترتيب کړى دى.
٢- د مولوي صالح محمد کتابښود، چې محترم عبدالکريم پتنګ ترتيب کړى دى.
٣- د شېرمحمد کتابښود، چې محترم حبيب الله رفيع ترتيب کړى دى.
څلورمه برخه: ځينې انګرېزي، جرمني، روسي، فرانسوي او نورې خپرونې دي.
په لومړۍ برخه (د کتابونو) په برخه کې (١٠١) ټوکه بېلابېل کتابونه، چې د هوتکيانو
په باب يادونې په کې راغلي، معرفي شوي دي.
په دويمه برخه (جريدو، مجلو او ورځپاڼو) کې ټولو (٥٧) ماخذونو ته ګوته نيول شوې ده.
د اثر درېيمه برخه (ضميمې):
١- لومړۍ برخه د ملا خيرالله کتابښود دى، چې سرڅېړونکى محترم زلمي هېوادمل د ملا
خيرالله پر ژوند ليک سربېره، د هغه د دېوان لومړى، دويم او درېيم ټوک، د دېوان قلمي
نسخه او همدارنګه د ملا خيرالله ازبکى پښتو فرهنګ هم معرفي کړي دي.
٢- د شېرمحمد هوتک کتابښود، چې محترم رفيع صيب ترتيب کړى، د شېرمحمد هوتک پر ژوند
ليک سربېره يې د هغه دا لاندې اثار معرفي کړي دي:
١- اسرار لسالکين يا (اسرار العارفين).
٢- تجويدالافغانى، ٣- رساله ميت، ٤- د مستخلص د ادبياتو شرح، ٥- د بردى د قصيدې
ژباړه، ٦- معجزات.
٣- د مولوي صالح محمد هوتک کتاب پېژندنه.
محترم عبدالکريم پتنګ لومړى د مولوي ژوند ليک ليکلى او بيا يې د هغه دا لاندې اثار
راپېژندلي دي:
الف- منظوم اثار: ب- منثور اثار:
١- پښتو مثنوي. ١- لومړى کتاب د پښتو
٢- پاشلې ويناوې. ٢- دويم کتاب د پښتو
٣- پښتو عسکري لنډۍ ٣- دريم کتاب د پښتو
٤- پښتو اطاعت اولى الامر
٥- پښتو ژبه لومړى ټوک
٦- پښتو ژبه دويم ټوک
٧- حصه اول رهنما يا خود
اموز پښتو.
٨- حصه دوم رهنما يا خود
اموز پښتو.
د کتاب په وروستۍ برخه کې د هغو (٤٦) اثارو معرفي راغلې، چې په انګليسي، جرمني،
فرانسوي او روسي ژبو ليکل شوي دي.
يو بل ټکى چې ددې اثر په باب يې يادول ضروري دي، هغه دادى، چې هغو کتابونو او ليکنو
ته يې د انتقاد ګوته نيولې، چې د بهرنيو ليکوالو خصوصاً د ايراني ليکوالو له کينې،
تعصب، جعل او غلبېل څخه منځته راغلى او د هوتکو د دورې پېښو ته يې بل ډول رنګ ورکړى
دى.
د خپلواکۍ لمر څرک:
لمر څرک د هوتکيانو په باب ډېر نوى او جامع اثر دى، چې د محترم الحاج امان الله
هوتک له خوا ليکل شوى، ددې اثر د بشپړېدو نېټه د ١٣٦٨ل کال د وري د مياشتې ٨مه نېټه
ښودل شوې او پر همدې کال په افسيت ډول په کوزه پښتونخوا کې چاپ شوى دى.
د کتاب د چاپ معين ځاى (چاپخونه) او د ټوکونو شمېر معلوم نه دى. د مخونو شمېر يې
٣٣٣ دى، په معياري ليکدود او د ليکوال په خپل سيمه ييز ګړدود ليکل شوى. دا اثر د
هېواد تاريخ د (١١١٩- ١١٥١هـ . ق) يانې د هوتکو د افغاني دولت عروج او نزول تر
څېړنې لاندې نيسي. دا اثر د خپلواکۍ د لارې مبارز ((د غازي سپه سالار سيدال خان
ناصر په نوم چې د افغاني عزمت په لاره کې يې توره او قلم په مېړانه او ايماندارۍ
چلولي دي) اهدا شوى دى. په دې تاريخي اثر کې ليکوال د کورنيو او بهرنيو اخځونو له
نويو سرچينو او هغو رواياتو څخه چې د هوتکو له وخته بيا تر ننه پورې سينه په سينه
رارسېدلي، ګټه اخيستې ده. د ليکوال له ليکنې څخه ښکاري، چې په زياته کچه د بېطرفې
او بې غرضې تاريخ ليکنې اصل ته وفادار پاتې شوى او پېښې، چې څنګه پېښې شوي، ده په
همغه ډول ثبت کړې دي.
حاجي صيب امان الله د هغو بهرنيو ليکوالو په ځانګړي ډول د ايراني ليکوالو له غرض او
کينې نه ډکې ليکنې، چې د افغانانو د اتلوليو او وياړونو د نه زغملو له کبله منځته
راغلي، تر انتقاد لاندې نيولې او د قناعت بښوونکو دلايلو په راوړلو يې، هغه رد کړې
دي.
ددې اثر په پيل کې په دولسو مخونو کې د هېواد د نوښتګر ليکوال او څېړونکي حبيب الله
رفيع يوه ګټوره سريزه راغلې، وايي: (( پخوانى او غير عادي حالات که له يوې خوا
ملتونو ته زيانونه اړوي او ورانې ويجاړې ورپېښوي له بلې خوا همداسې حالات د ملي
قهرمانانو او اتلانو د تبارز او ودې لپاره لاره هواروي او د ملي بهير د مخکښۍ په
لاره کې ملي مشران او نوابغ رامنځته کوي...
د ميرويس نيکه مبارزې د افغانستان د اسمان له افق نه د دونيمو پېړيو په اوږدو کې
غايب شوى د ازادۍ لمر يو ځل بيا ددې هېواد په يوه برخه کې وځلاوه او ملي، د عدل او
د ولس د خپلې خوښې حکومت پيل شو، د صفوي بې کفايته او حريصو واکمنو غچ اخيستونکې
وسله والې هڅې يې هم وار په وار شنډې کړې او د ملي او جمهوري حکومت د ودې او پرمختګ
په لور يې ګامونه اخيستل.
زموږ د تاريخ دا روښانه دوره ډېره تاريکه پاتې وه، لکه د هر ناکام شوي نهضت خاصه چې
ده، د هغه ډېرې کارنامې پټې شوې دي، په دې باب افغاني اسناد ډېر لږ وو او هغه هم
زياته برخه يې ورک وو، چې ورو ورو رابرسېره شول او لا د رابرسېره کېدو په حال کې
دي، ايرانيانو چې په دې باب څه ليکلي وو مغرضانه او دښمنانه او حتى کله کله لوچکانه
او بې ادبانه وو، دخارجيانو اثار زموږ په لاس کې نه وو او اوس که په لاس کې شته هم
د ايرانيانو تر غلبېل راتېر شوي يعنې د هغو له خوا له ناروا تصرف سره ژباړل شوي او
خپاره شوي دي. چې پر دې کتاب کې پرې خبرې کېږي.))
دا اثر چې د هوتکو په باب نسبتاً جامع معلومات په لاس راکوي، په دې لاندې موضوعګانو
بحث کوي:
لومړى څپرکى:
د ميرويس نيکه پاڅون، افغانستان په لويديځ کې د ازادۍ هلې ځلې، شجرة النسب، ميرويس
نيکه، ميرويس څوک و او څه يې وکړل، د نازو انا خوب ليدل، د ميرويس نيکه ازدواج، د
ميرويس نيکه کسب و کار، د ميرويس نيکه شخصي صفتونه، دميرويس نيکه مقام د پښتنو په
نزد، ګرګين څوک و او څنګه کندهار ته راغى، حج ته د ميرويس نيکه تګ، د ميرويس نيکه
خوب ليدل، د حاجي ميرويس نيکه بېرته راګرځېدل له حج څخه، له موقع څخه د ميرويس نيکه
استفاده، د ملي قايد راتګ قندهار ته، د حاجي ميرويس نيکه رسېدل قندهار ته، دوهمه
ملي جرګه، په کار پيل، په اصفهان ددې اقدام تاثير، د ملي قايد مراوده د هند له
دربار سره، د پارس ٣١ زره عسکر د خسروخان تر قوماندې لاندې، د خسرو خان نفاق اچول،
د ميرويس نيکه اماده ګي، د پارسيانو د بل لښکر ماتې، د ملي قايد وفات، د ملي قايد
وروستۍ خبرې، د حاجي ميرخان نيکه ورور عبدالعزيز.
دوهم څپرکى، د شاه محمود هوتک سوبى:
د اصفهان محاصره، د محاصرې شدت، د شاهي سراى سنګ باران، د شاهي اشپزخانې چور کول،
په اصفهان قحطي، خارجي سفيران، د اصفهان د مړو شمېره، د محاصرې په دوران کې جګړه، د
شاه حسين ګوښه کېدل، د قحطۍ اثارو له منځه وړل، د افغانانو له خوا د اصفهان شاوخوا
سيمو نيول، د شاه محمود سلطنت، د شاه محمود د حکومت لومړۍ شپې، د شيراز فتح، د ګل
يګان فتح، د کاشان فتح، د امان الله خان مرورېدل، د پادشاه د خپلوانو وژل، په ايران
کې روسي مداخله، دترکانو او روسانو ترمنځ د تشنج زياتېدل، د خطرناک جنګ سيورى، د
ايران په شمال کې د روسانو نور اقدامات، د اعليحضرت شاه اشرف د سلطنت دوره،
اعليحضرت شاه اشرف هوتک، له صفوي شاه حسين سره د شاه شرف وضع، طهماسپ ته د شاه اشرف
خط ليکل، بېرته افغانستان ته د امان الله خان تګ، د شاه اشرف او طهماسپ جنګ، له
ترکانو او روسانو سره د شاه اشرف جنګونه، د شاه اشرف او روسانو ترميان جنګ، طهماسپ
ځان روسانو ته سپاري، د نادر او طهماسپ اختلاف، د ابداليانو تعهد او د صفوي حکومت
تجريد، له نادر او طهماسپ سره د مقابلې ترتيبات.
درېيم څپرکى:
د نادر يرغل، اشرف خان توخى، د ولس خلک له خپلو کورو را ايستل. د هوتکي دورې
مشاهير.
ضميمه:
له جميل بيګ سره دميرويس نيکه ملاقات.