مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

عابده

رابندرنات ټېګور/بنګال
كله چي زما شهرت خپل اوج ته ورسېد او زما نوم د ادبي جريدو په سرليكونو كي وليكل شو نو ما د دې ادبي رقابت له وېري په يو داسي ګوښه ځاى كي د اوسېدو اراده وكړه چي هلته زه خپله هستي او د هغې بې شمېره غمونه بيخي له ياده وباسم، له كلكتې څخه څو ميله ليري په يو كلي كي زما كور دى، هلته زه په پوره مانا ارام ژوند تېرولاى شم، د دې كلي اوسېدونكى تر اوسه پوري زما په اړه كومي نتيجې ته نه دي رسېدلي، د هغوئ په نزد زه نه د سيل شوقي يم او نه هم داسي ميله بازه يم، هغوئ ما دروېش هم نه بولي، زما او د هغوئ تر منځ چي كومه څه نا څه اشنايي شته هغه هغوئ له دې خيال څخه همېشه ليري ساتي، له دې پرته هغوئ ما مساپر هم نه بولي په داسي حال كي چي زه له ازله ګښته يم، زه په كروندو كي اكثره بې مقصده ګرځم خو هغوئ يوازي دومره پوهيږي چي زه جره يم هغه هم په دې خاطر چي هغوئ له ما سره هيڅ كله زما كوچنيان نه دي ليدلي، داچي هغوئ زما په اړه په انسان يا حيوان شمېرلو كي پاته راغلي دي نو له دې امله يې زه پر خپل حال پرې ايښى يم ځكه نو زه په خپله دنيا كي يوازي اوسم.
خو زه اوس په دې پوه شوم چي په دې ټول كلي كي يوازي يوه هستي داسي شته چي هغه له ما سره دلچسپي لري، ما له هغې سره د جولايي د مياشتي په يوه غرمه كي وليدل، له سهاره څخه باران اورېدى او فضا تر اوسه پوري داسي نمجنه پاته وه لكه له اوښكو وروسته چي ليمه.
زه مست ناست وم د رود په غاړه كي د څرېدونكو غواوو ننداره مي كول، د غرمې سور لمر پر مځكه باندي د خپلو وړانګو جال غوړاوه، د لمر دې ساده رڼا چاپېريال له معصومانه جذباتو څخه ډك كړى و، ما چي هغه ته كتل نو په زړه كي خيال را پيدا شو چي كشكي انسان د دې لباسونو پر ځاى د فطرتي سنګار پيروي كولاى، له دې څخه به نه يوازي دا چي د خياطۍ پيسې به سپمېدلاى بلكي زموږ له بدن سره به د هوا هغه موسيقي لګېدلاى چي د هغې له امله به زموږ رنګ د مصنوعي لباسونو په نسبت ښه ښكارېدلاى.
په همدې شيبه كي چي زه په خيالونو كي ډوب وم يوه پخه ښځه راغله ماته يې سجده وكړه او تندى يې پر مځكه وسولاوه، هغې په خپلي لمن كي د ګلونو غونچې را اخيستي وې، هغې په ډېر درناوي په داسي حال كي چي لاسونه يې يو ځاى نيولي وو د ګلونو يو غونچه ماته راكړه او ويې ويل:
"ديوتا دا ستا نذر دى"
هغې دومره وويل او لاړه داچي زه په يو فكر كي ډوب وم ځكه نو د هغې د تلو احساس راته ونشو، كه څه هم دا يوه عادي پېښه وه خو زما پر زړه يې ژور اثر وكړ، ما يو ځل بيا څرېدونكو غواوو ته وكتل هغوئ اوږدې، اوږدې ساوي اخيستې، په شنو ورشوګانو كي پورته كښته كېدې او مچان يې په ساه باندي شړل، دې منظر زما د سترګو په وړاندي يو مرموز صورت اختياراوه، لوستونكي ښايي زما پر دې كم عقلي باندي وخاندي خو زه دا وايم چي زما زړه له صفت او ثنا څخه ډك و، بيا په همدې مهال ما د آم له وني څخه يو شين ښاخ را پرې كړ او غواوو ته مي په خپل لاس ور واچوه.
او ما دا خوښي محسوسه كړه لكه ما چي خپل خداى خوشحاله كړى وي.
په دويم كال چي زه كلي ته بېرته راغلم نو د فروري مياشت وه، يخ لا تر اوسه نه و وتلى، سهار مهال چي د لمر وړانګي زما كوټې ته راغلې نو ما د هغوئ له تودوخي مننه وكړه، زه په ليكلو بوخت وم چي زما نوكر كوټې ته راغى او ويې ويل:
د "وشنومت" يوه عابده غواړي چي له تا سره وويني، ما په بې پروايي سره ورته وويل: چي پورته يې راوله او بېرته په ليكلو بوخت شوم، لږ ورسته عابده دننه راغله او ټيټه شوه زما قدمونو ته يې لاس وروړى، دا هغه ښځه وه چي ما يو كال وړاندي څو شيبې ورسره ليدلي و، اوس ما كولاى شو ل چي هغه بيخي له نژدې څخه مطالعه كړم، هغه د عمر له هغې برخي څخه اوښتې وه چي يو نارينه يې پوښتنه وكړي چي ښځه ښايسته ده كه بد رنګه؟ هغه په قد لوړه وه او غښتلې وه خو د هغې ملا د ډېر رياضت له امله كړوپه شوې وه، تر دې ټولو د پاملرني وړ د هغې دوې سترګي وې، په هغو كي ډېر كشش موجود و، كله چي هغه را ننوته نو د هغې دې دوو سترګو ماته ټكان راكړ.
"ديوتا!" هغې وويل:
"ايا د هغو ګڼو ونو سورى زموږ د ليدو لپاره مناسب ځاى نه و چي تا زه خپل تخت ته را وغوښتم؟"
هغې زه به باغ كي د ګرځېدو په مهال ليدلى وم خو ما هغه نه وه ليدلې، دا څو ورځي كېدې چي ماته زكام راپوري شوى و ځكه نو زه له كوره دباندي نه وم وتلى بس د خپلي بالاخانې څخه مي د شنه ژوندي اسمان سيل كاوه.
تر لنډي چوپتيا وروسته هغې بيا وويل:
"ديوتا! زه ستا قدم ښكلولو ته راغلې يم"
زه چوپ وم، تر تلو وړاندي هغه بيا زما پر پښو را پرېوته او هغه يې ښكل كړې خو هغه نا كراره وه ځكه چي زما پښې پټي وې خو د هغې زړه و چي لوڅي يې وويني.
په دويمه ورځ سهار زه له كوټې څخه راووتم او په بالاخانه كي كښېناستم، د ونو له قطار څخه چپ لور ته ما يوازي د كلي خوپناكه منظره ليدله، په هغه سهار دا ويل ناشوني و چي لمر را ختلى دى كه نه؟ هر لور ته خوپ و، ما ليري وليدل چي هغه ښځه له خوپ څخه داسي را ښكاره شوه لكه له توري شپې څخه چي د شفق رڼا راپورته كيږي، هغې د ديوتا په وړاندي يو خوندور منتر زمزمه كاوه.
بيا چي كله خوپ ليري شو او د لمر سترګه د اسمان پر نيمايي باندي وځلېده نو زه د څه ليكلو لپاره پر مېز باندي كښېناستم چي له ځينو څخه مي د چا د قدمونو ښكالو تر غوږ شوه او عابده په داسي حال كي چي يوه نغمه يې پورته كړې وه كوټې ته را دننه شوه، هغه ماته ټيټه شوه، ما د كاغذونو له بستې څخه سر راپورته كړ.
"ديوتا! ما پرون ډېر پاك او سپېڅلي خواړه وخوړل، هغه ډېر مقدس وو ځكه چي ستا مقدسو لاسو هغه لمس كړي وو"
ما تكان وخوړ او و مي پوښتل چي هغې څنګه له ما څخه پاته شوي خواړه تر لاسه كړي دي؟ هغې وويل:
" زه ماښام له وره سره په تمه وم چي كله ستا نوكر لوښي بيرته را اخيستي وو نو ما له هغه څخه يوڅه خواړه واخيستل"
د دې په اورېدو زه ډېر حيران شوم ځكه د كلي هر كس خبر و چي ما ډېر وخت په اروپا كي تېر كړى دى او له اروپايانو سره مي خوړل څښل كړي دي، هغوئ له ما څخه ډډه كول.
عابدې په اريانۍ سره وويل:
"چي زه ستا پاته شوني و نه خورم نو دلته مي د راتلو ګټه څه ده، ديوتا؟"
زه چوپ وم، هغه زما له حيرته څخه ډېره متاثره شوه او ورو پورته شوه لاړه.
ما څه وخت وروسته څرګنده كړه چي عابده له ډېري درنې كورنۍ څخه ده او د هغې مور ډېره ښه ښځه وه هغې دا د "درمسار" له خدمتګارۍ څخه منع كړه خو دې خپله د ځان لپاره دا ژوند غوره كړ، ما له هغې څخه وپوښتل چي هغه ژوند څنګه تېگگروي؟ هغې ماته وويل چي زما پيروانو ماته يوه ټوټه مځكه راكړې ده او ډوډۍ د څو ورونو له ټكولو څخه پيدا كوم، زما ټينګه هيله وه چي له هغې څخه دا وپوښتم چي هغې واده كړى دى كنه؟ خو هغې كله په اشاره هم د دې يادونه ونه كړه ځكه نو ما له هغې څخه دا ډول پوښتنه ونشواى كړاى.
ما د هغې په اړه دا مالومات هم تر لاسه كړ چي لوړ ذاتي خلك د هغې درناوى نه كوي، له هغه ورسته چي عابده بيا راغله نو هغې زه په مطالعه كي ډوب وليدم.
"ديوتا، زه چي هر وخت راشم، ته په ليكلو او لوستلو بوخت يې"
ما ورته وويل:
"خداى(ج) خپل اوزګار بندګان بوخت ساتي، كه نه نو هغوئ خامخا بدو ته مخه كوي"
عابدې ماته وويل: "چي كله زه ستا ليدو ته راځم نو نوكر ما خامخ دننه نه راپرېږدي، كله چي زه ستا لمانځنه كوم نوستا پښې همېشه په جرابو پټي وي او كله چي زه له تا سره خبري كوم نو ته هر وخت په فكرونو كي ډوب يې، له دې ځلي د تلو په وخت هغې لاسونه په خواست سره ونيول او ويي ويل:
"ديوتا، نن سهار ما ستا پښې پر خپله سينه باندي محسوسي كړې، اه! څومره سړې وې خو وې لوڅي، دا رنګه په جرابو كي پټي نه وې، ما له وخته د دوئ لمانځنه كول ځكه زما ټوله هستي ور څخه اباده شوه"
په هغه ماښام چي عابدې خپل ژوند راته بيانوه ستوري ورو، ورو له خوبه ويښ شول او د ونو شاته ښكارېدل چي په تياره كي يې سترګكونه وهل، هغه د خپلي كيسې پاى ته په رسېدو وه.
"زما مېړه ډېر ساده دى خو زه يې په دې ساده توب كي هم يوه ښېګڼه وينم، زموږ د واده مخكي زما او زما د مېړه مور او پلار مړه شوي وو، زما مېړه هميشه دا هيله لرلې چي يو څوك پر هغه باندي حكومت وكړي، او زه په دې ډېر شرم محوسوم چي هغه ما تر ځان لوړه بولي او زه په دې هم ښه پوهېږم چي هغه تر هرڅه ما ښه بولي په داسي حال كي چي هغه په خبرو كي تر ما ډېر ښه دى، هغه پخپله دونيا كي تر هر چا زما ډېر عزت كاوه، يوازي عزت هم نه بلكي مينه هم او داسي مينه چي په دنيا كي ډېره كمه ليدل شوې ده، "ګورو ټهاكر" زما تر مېړه كشر و، اه! هغه څومره ښكلى و، زما سړي او هغه په كوچنيوالي كي يو ځاى لوبي كولې او له هغه وخته څخه ده خپل روح او زړه د كوجنيوالي د دې دوست په خدمت كي وقف كړي وو، ټهاكر پوهېدى چي زما سړى څومره ساده دى ځكه به يې پر هغه هر وخت پسخند واهه، هغه او د هغه ملګرو به د ساعتېري لپاره پر هغه ټوكي كولې خو هغه به چار او ناچاره برداشتولې، چي زه واده شوم ګرو ټهاكر په بنارس كي درس وايه او د هغه خرڅ زما مېړه له جېبه وركاوه، زه اتلس كلنه وم چي هغه كلي ته بېرته راغى، په پنځلس كلنۍ كي زما يو اولاد وشو خو زه دومره ځوانه وم چي د هغه مي هيڅ پروا نه كوله، زه د ټوكو ټكالو ډېره شوقي وم او يوازي د خپلو كليوالو همزولو نجنو سره په ساعتېري پوهېدم، زوى به مي يوازي هغه وخت ليدى چي زه به له مجبورۍ په كور كي پاته كېدم، د كوچني د روزني لپاره افسوس! ما زوى و زوكړ خو د هغه د لوبو شيان مي ور برابر نه كړل، مور د هغه په زړه كي ځاى جوړ كړى و خو هغې و نه مانه، هغه د غوصې په حالت كي زه پرېښودم او زه تراوسه په دې دنيا كي د هغه په لټه يم، هغه د خپل پلار د زړه راحت و خو زما بې پروايي هغه ته صدمه ور ورسوله، هغه دا بيانولاى نشوه ځكه هغه له ازله همداسي خاموش طبيعته و، د اريانۍ خبره دا وه چي زما زوى زما له بې مخۍ سره له ما سره ډېره مينه كوله، د هغه دا خيال و چي يوه ورځ به زه هغه خامخا پرېږدم او لاړه به شم، زه او هغه چي به كله يو ځاى وو نو هغه به زما په سترګو كي سترګي را ښخي كولې او تر ډېره به يې راته كتل او زه چي به هره ورځ د رود غاړي ته تلم نو هغه به خپل ناني، ناني لاسونه د اشارې په دود خلاصول چي ما هم درسره بوزه خو د لمبېدو ګودر يوازي زما او زما د همزولو د ليدو ځاى و، د دې لپاره د كوچني پېټى پر غاړه ګرځېدل د منلو وړ نه و، يوه ورځ چي د تورو وريځو لړۍ ټولي شوې نو خادمي ته مي وويل چي هغه پر كوچني پام وكړي او خپله د رود په لور رهي شوم، كوچني چي زه وليدم چي ځم نو په چيغو شو.
زه چي څنګه ګودر ته ورسېدم، هلته هيڅوك نه وو، زه په كلي كي تر ټولو ښځو ښه لامبوزنه وم، رود غاړي تر غاړي ډك و، ما ور ټوپ كړل او په لامبو سره د رود منځ ته رسېدلې وم چي د رود له غاړي مي يوه چيغه واورېده: " موري!" ما چي سترګي ور واړولې او ومي كتل، زما زوى د ګودر په ځينو كي را تا كېدى، ما د درېدو ورته وويل، په زوره په زوره چيغي مي پر ووهلې خو هغه په خندا او داسي حال كي چي ماته يې نارې را وهلې مخ په وړاندي راروان و، زما پښې او لاسونه له وېري مړه شول، ما سترګي پټي كړې او چي بېرته مي خلاصي كړې نو په ځينو كي زما د زوى چيغي د ابد لپاره چوپي شوي وې، زه د رود غاړي ته راغلم، هغه مي له اوبو څخه راوكيښ او پر اوږو مي را واخيست خو هغه يخ پخ شوى و، يو وخت هغه زما ارمان درلود خو اوس زه د هغه ارمان لرم، كومي ستونزي چي زما سړي زغملي دي په هغه يوازي خداى پاك(ج) ښه پوهيږي، كه هغه ماته زما د كړو ښه سزا راكړې واى نو دا به زموږ د دواړو لپاره ښه واى خو هغه خاموش و.
په كومو ورځو كي چي زه د هغه په غم كي په لېونتوب وم نو "ګوروټهاكر" بيا راغى، له دې ځلي زما خاوند د هغه د استعداد له امله تر پخوا څو چنده ډېر د هغه عزت كاوه او د هغه په موجودګي كي به يې خبري لا نه كولې، پر هغه باندي د ګوروټهاكر وېره لوېدلې وه، زما خاوند ګوروټهاكر ته وويل چي هغه ماته تسلي راكړي، هغه پر ما باندي د مقدس ويدونو منتر ووايه، هغه منترو زما پر زړه باندي هيڅ اثر و نه كړ خو هغه ژبه ډېره اغېزمنه وه چي دا توري په ادا شوي وو.
ما د ګروټهاكر په رنګ كي خداى وموند، هغه به هره ورځ سهار زموږ كور ته د ډوډۍ خوړلو لپاره راتلى، زه چي به څنګه راويښېدم نو د هغه د ډوډۍ په فكر كي كېدم، زما مېړه چي وليدم چي زه د هغه ډېر عزت كوم نو هغه به زما ډېر عزت كاوه، همداسي زموږ د ؟وند پنځه كلونه تېر شول خو د پردې تر شا نور څه روان وو چي ما نشواى معلومولاى خو زما زړه هغه كشف كړل، د پسرلي په يو سهار ګوروتهاكر تر لمبېدو ورسته كور ته بېرته روان و جي د آم تر يوې وني لاندي ما او هغه سره مخامخ شوو، هغه ټوال پر اوږه اچولى و او په سنسكرت باندي يې يو شعر زمزمه كاوه، زه ټوله لنده وم او كالي مي ټول پر بدن باندي نښتي وو، د هغه په ليدو زه ډېره وشرمېدم، هڅه مي وكړه چي ژر ځان وباسم خو هغه زما نوم واخيست.
زه سره كوچنۍ شوم او وشرمېدم، هغه په ما كي سترګي ښخي كړي وې او ويې ويل:
"ستا بدن څومره ښكلى دى"
ماته داسي محسوسه شوه لكه د مرغيو يوه دنيا چي زما د سر پر ښاخ چڼيږي او ټوله ښاخونه له ګلونو ډك دي او داسي راته ښكاره شوه لكه مځكه ّاسمان او هر شى چي د خمار او خوښۍ په حال كي دي، زه نشم ويلاى چي كور ته څنګه ورسېدم خو دومره پوهېږم چي هغي كوټې ته ننوتم چي موږ د ديوتا عبادت په كي كوو خو كمره خالي راته ښكاره شوه، زما د سترګو په وړاندي هغه وړانګي په نڅا وې چي ما له لمبېدو څخه وروسته د راتلو پر مهال د ّام د وني تر سيوري لاندي ليدلي وې.
ګوروټهاكر په هغه ورځ د خپلي ډوډۍ د وړلو لپاره راغى او زما پوښتنه يې وكړه، زما مېړه زما پسې ډېر وكتل خو پيدا يې نه كړم.
نه پو هېږم چي هغه ورځ څنګه تېره شوه او د شپې چي ما خپل مېړه وليد چي ويده و نو زه په پټه د هغه پښو ته نژدې پرېوتم، يو ځلي هغه پښې كش كړې او هغه زما له سينې سره ونښتې.
سهار چي زما مېړه راويښ شو نو زه هغه ته نژدې ناسته وم، د كړكۍ دباندي له ښاخونو څخه د شفق سرخي راښكاره شوه تر اوسه لا وختي و، كاغيو شور نه و جوړ كړى، زه ټيټه شوم او پخپل تندي مي د خپل مېړه پښې مچ كړې، هغه جګ كښېناست او په حيرانۍ يې ماته وكتل، ما ورته وويل:
"ما اراده كړې ده چي دنيا پرېږدم، نوره زه ستا نه يم، زه بايد ستا كور پرېږدم"
ښايي زما مېړه تر اوسه خوب ليدى، هغه يو تورى هم له خولې راو نه ايست، ما ورته ويل:
"زما په خبره ځان پوه كړه، ته اوس يو بل واده وكړه او زه له دې دنيا څخه رخصتېږم"
زما مېړه وويل:
"تاته دا د لېونيانو خبري چا در زده كړې؟ تاته چا وويل چي ته دنيا پرېږده؟"
ما ورته وويل:
"زما ګوروټهاكر"
زما مېړه په حيرانۍ وويل:
"ګوروټهاكر؟ هغه تاته دا نصيحت كله وكړ؟"
ما ورته وويل:
"تېر سهار چي زه له روده څخه بېرته راتلم" د هغه اواز ولړزېدى، مخ يې را واړوه، زما په څېره كي يې سترګي ښخي كړې او را څخه ويې پوښتل:
"هغه تاته دا ولي وويل؟"
ما ورته وويل:
"زه نه پوهېږم، له هغه څخه پوښتنه وكړه ښايي هغه دي وپوهوي"
زما مېړه وويل:
"د دنيا پرېښودل ممكن دي ولي چي انسان پكي اوسي، ته هيڅ ضرورت نه لرې چي زما كور پرېږدې، زه له ګوروټهاكر څخه په دې اړه پوښتنه كوم"
زما مېړه چوپ و او په تياره كي پر فرش باندي ناست و، كله چي څه رڼا شوه نو هغه ماته وويل:
"راڅه چي ګوروټهاكر ته ورشو"
ما په داسي حال كي چي لاسونه مي سره يو څاى ورته ونيول هغه ته وويل:
"زه به نور هيڅكله له هغه سره ونه وينم"
هغه زما په سترګو كي سترګي راواچولې، ما له شرم څخه سترګي كښته كړې، هغه له دې وروسته هيڅ ونه ويل، زه پوهېدم چي هغه زما د زړه خبره درك كړې ده، په دې غملړلې نړۍ كي دوې هستۍ داسي وي چي هغوئ له ما سره مينه وكړه، زما زوى او زما خاوند، هغه مينه زما هر څه وو، له دوئ دواړو څخه يوه زه پرېښودم او بل ما، نور به زه له صداقت څخه كار اخلم يوازي له صداقت څخه"
عابده زما پر پښو راپرېوته، پورته شوه او بيا راپرېوته او لاړه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery